د سراج الحق ببرک زی ځدراڼ لخوا خپرې شوې لیکنې


د ښځو نړیوالې ورځې تاریخ

د ښځو نړیوالې ورځ تاریخ ته یوه لنډه کتنه:د ښځو ورځ د مساوات او برابرۍ لپاره د مبارزې یوه اوږده تاریخي لار ده. د ښځو نړیواله ورځ څنګه رامنځته شوه. د ښځو نړیواله ورځ یا په ساده الفاظو کې د ښځو ورځ دا ورځ د ښځو او نارینه وو لپاره د مساوي حقونو لپاره یوه سیمبولیکه ورځ ده. په ټوله نړۍ کې د یوې پیړۍ راهیسې میرمنې د مساوي حقونو او د ښځو ښه ژوند لپاره چې خپله خپل برخلیک وټاکې مبارزه او مظاهرې کوي. په 1909 کال د فبرروۍ په 28 مه نېټه په متحده

08.03.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د پښتون ژغورنې غورځنګ: د عدالت او بشري حقونو لپاره یوه چېغه

  سرچېنه: د سانډې ګارډین ویبپاڼه لیکواله: لویسه بیانخیلهژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼنېټه: 2024-03-03 د پښتون ژغورنې غورځنګ (پې ټې اېم) په پاکستان کې د پښتنو په وړاندې د لسیزو راهېسې د دولت له خوا د تمویل شوي ظلم، جبر، شکنجې او ترهګرې ته د غبرګون په توګه راڅرګند شوي دی.د پاکستاني پوځ او استخباراتي سازمان اې ایس اې د پراخ شتون سره سره، پې ټې اېم په پوره زړورتیا سره په پښتنو باندې د پراخو ظلمونو او جنایتونو ننګه کړې ده، د مقاومت وړتیا، د پیوستون او عدم تشدد لارې

05.03.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د چیني ــ پښتو قاموس لیکلو لپاره درې لسېزې مبارزه

له درېو لسیزو او ډیرو نورو ورکو کلونو ورسته بالاخره چینایي ژبپوه د چیني ــ پښتو قاموس بشپړ ولیکلو. افغان ولسمشر اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ پرمهال چینایي پوهاند ته د درنښت کولو له امله د سید جمال الدین افغان مډال د چیني ــ پښتو ژبې لومړنۍ قاموس لیکوال او زموږ مورنۍ ژبې ته د ستر تاریخي خدمت په لړ کې ورته ډالۍ کړ.ښاغلی چې هونګ څاي له دې امله ډير خوشاله و، چې د چین او افغانستان په کولتوري، سیاسي او ادبي اړیکو کې مهم رول لوبولي دی. اصلي خبره دا ده چې خلک د بهرني ژبې زده کړه د خپلو هیواد په ملي ګټ

21.02.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

ولې سویلي افریقا د نړیوال عدالت محکمه کې اسرائیل په نسل وژنه تورن کړ ؟

 په اسرائیلو تر ټولو تورونو دروند تور:د نړیوالې ټولنې تر ټولو لوړه عالي ستره محکمه یا د نړیوال عدالت محکمه کې دا ډول تورونه راپورته کول، چې تقریبآ د انسان ټول د تصور وړ خیالونه لمنځه وړي. د لومړی ځل لپاره اسرائیل د فلسطین په وړاندې د خپلو ناوړو ظالمانه جګړیزو سیاستونو په اړه د نړیوال عدالت محکمې کې د ځواب ویلو لپاره حاضر شو. دا کومه تصادفی پېښه هم نه ده، چې د فلسطین حقوقي قضیه په نړیوال عدالت کې د سویلي افریقا له لورې سر راپورته کړ. تور

17.01.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د ماشومانو انځورونه په ډله ییزو رسنیو کې مه خپروئ

سرېزه: په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د عکسونو شریکول په ډېرو کورنیو کې یو ورځینۍ عادي عمل ګرځیدلی دی. ډیرۍ مېندې پلرونه د ځانګړو شېبو انځورونه اکثرآ خپلو خپلوانو او ملګرو ته ورلیږي. په ځینو کورنیو کې د اړیکو پراختیا اړتیا او ځان ښودنې له امله دا اړیکې د کورنی له حدودو وراخوا نوره پراخیږي او په زیاتیدونکي ډول د عامو خلکو پام یې ځانته رااړولي دی. ځینې مېندې پلرونه د خپل ورځیني ژوند شیبې په انځورونو کې د سمارټ یا ملفون له لېارې خپروي. اکثرآ

23.12.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د اټوم بم پلار اوپین هایمر عروج او نزول 

 سرچېنه: برلین ــ هڅوب مجله سرېزه:د اټوم بم یا د سولې وسلې تاریخ: په لومړي ځل کله چې انسان د اټوم بم جوړولو په اړه فکر وکړ. په 1933 کال کې په هنګري کې د فزیکپوه لیو زیلارډ لخوا د دویم نړیوال جنګ پر مهال و. خو دا مهال ساینس لا جوړولو ته نه و چمتو شوې. یوازې په حدسونو، ګمانونو او اټکلونو کې بم جوړ شوي و. په 1938 کال د ډسمبر په 22 مه نېټه په برلین کې د اټوم په هسته کې سورې کشف شو. له دې نېټې ورسته د اټوم بم جوړولو ته لومړنۍ لار جوړ

31.10.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د نواز شریف بیرته راستنیدل د پاکستاني پوځيانو نوي ډیل

که د پاکستان لنډ تاریخ ته په ځیر وکتل شي، ځواکمنو پوځیانو او جنرالانو د پاکستاني لومړي وزېرانو او سیاستوالو په عروج او زوال کې خورا مهم برخلیک ټاکونکي رول لوبولي دی. تر اوسه د پوځي اشتبلیشمنټ جنرالانو له واکه د پاکستاني سیاستوالو په لیرې کولو کې مهم رول لوبولي دی. نواز شریف درې ځلې لومړي وزېر تیر شوي. په ورستي ځل له زندانه د خلاصون په موخه لندن ته وتېښتیدلو. وسمهال د پاکستاني پوځي اشتبلېشمنټ سره په یوه پټ ډیل او سریع ماموریت کې بیرته راغلي دی. د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف موقتأ د نه ن

27.10.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د لومړۍ نړیوالي جګړې د هډوکو ژرنده او دوزخ

سرېزه:دلته بشریت لیونی شوي دی، دلته څه یو عام قتل ترسره شوي دی، دې وحشتونو، وژنو او دې خونړیو جنایتونو بیانولو لپاره اصلاً سړی کلمات نه شي موندلي، حتی ښایې دورخ دومره خطرناکه نه وي. دا هغه کلمات یا ټکې دي، چې یوه ځوان فرانسوي ډګرمن الفرید جوبیر د لومړۍ نړېوالې جګړې د تشریح کولو لپاره کارولي دي. له دې وینا ورسته نوموړي ډګرمن په یوه اوونۍ کې د شاوخوا سلګونو زرو سرتیرو په څېر کوم، چې په دغه د انسان وژنې قصابخونه کې په ډیره بې رحمۍ سره ووژل

24.08.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د پې ټې اېم اروپا کنفرانس

په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټاکنو کمیسیون لخوا د اروپا په مختلفو هیوادونو کې د رڼو ټاکنو وروسته پې ټې اېم په اروپا کي د لا منظم کیدلو لپاره د سپټمبر په لومړي او دویمه نېټه د جرمني په کولن ښار کې دوه ورځنی کنفرانس کوي.په دې کنفرانس کې د پې ټې اېم اروپا د تنظېمې جوړښت تر څنګ د اروپا لپاره کوارډنېټر هم ټاکل کیږي او په لر او بر افغان وطن کې پر روان سیاسي وضعیت بحث کیږي.د کنفرانس په لومړۍ ورځ به د پې ټې اېم اروپا د مسوولینو داخلي تنظیمي جلسه وي.د کنفرانس په دوهمه ورځ د منتخ

01.08.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

اسیا کې لویه لوبه د افغانستان د غمېزې لوبه

 افغانستان کې د لویې لوبې پای: په منځنۍ اسیا کې د نړۍ د دوو سترو امپراتوریو جګړو او ستراتېجکو سیالیو له امله افغانستان ته د لویې لوبې خونړۍ میراث پاتې شوي دی. د لویې لوبې اصطلاح د برتانیا ویکټوریا دورې او تزاري روسیې ترمنځ د روانو استعماري تاوتریخولي، د کولونیالیستي سیاستونو او د جغرافیایې، تاریخي پېښو موخې توضیح او تشریح کوي. افغانستان اټکل د دوو سو کلونو راهیسې د نړیوال سیاست په مرکز بدل شوي دی. افغانستان د خ

20.05.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

ساینسپوهانو علمي څېړنه کې موندلي، سخته روژه د زده کونکو ښوونېزه سویه لوړوي

په اروپا کې ډیر مسلمان زده کونکي روژه نیول خورا جدي نیسي. د روژې مبارکه میاشت د نړۍ اټکل1,8  میلیارډو مسلمانانو لپاره د هر کال په څیړ بیا پیل شوي او په ورستۍ لسېزه کې ده. روژه د اسلامي جنټرۍ(هجری) نهمه میاشت ده. روژه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته یوه سپیڅلي میاشت ده. د اسلام دین له پېنځو رکنونو څخه یو رکن روژه دی. له همدې امله روژه د اسلام دین یوه لازمي مهمه برخه ده. رمضان د عبادت، رحمت، برکت، مغفرت او د سپما خېرښېګڼو وخت دی. د همدې میاشتې په بهیر کې مسلمانان د لمر راختلو څخه تر لمر لویدو پورې روژه

19.04.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

جرمني کې د کډوالۍ سیاست او د کډوالو ادغامولو ستونزې

سریزه:د بشریت تاریخ د پیلیدو راهېسې د انسانانو مهاجرتونه شتون لري. د بشر تاریخي خوځښتونو شالید ته په کتو سره کډ‌والي یا مهاجرتونه په منظم ډول یوه تکراري ښکارنده ده. د بشریت په تاریخ کې کډوالۍ هېڅکله د یوې استثنایې پدیده په توګه نه ده راڅرګنده شوي. مېګریشن یا مهاجرتونه د بشري تاریخ د بنسټېزو عنصرونو ګڼل کیږي. په نولسمه پیړۍ کې شاخوا 52 میلیونو اروپایانو له اروپا څخه کډوال شول، یوازې  32میلیونه اروپایان امریکا ته کډوال شول.په 1850-189

12.04.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د ډیورنډ کرښې په اړه یو نړیوال کنفرانس

یوه ستره تاریخې تېروتنه: د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته پښتانه د خودارادیت حق په اړه څه نظر لري.؟ افغانستان هېڅکله د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلي.  موږ د روان کال د فبرورۍ په 17 مه نېټه د بلجیم په بروکسل ښار کې ر

06.02.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د پټان فلم د هند تر ټولو لوی سینمایي شهکار او د بالیووډ پاچا بیرته راستنیدل

د کینګ خان پټان فلم ته یوه کتنه:په خټه پښتون شاه رخ خان د خپلو ورستيو فلمونو٬٬ زما نوم خان دی او ځېرو٬٬ له بریا ورسته دا دی بیا د پټان په نامه نوی فلم کې لوبیدلي دی. د بالیووډ بلاک بسټر یا ډیر پلورل شوي فلم ته د څو اوونېو راهېسې د هند په بمبۍ، بنګلور، حیدراباد، کلکته، راجمېدیر او په دوبۍ ښار کې په ډیره لوړه کچه او په ډیرو سترو لګښتونو باندې د بازار موندنې مارکټینګ او کمپاینونه کیږي. د دې فلم ټرېلر په دوبې کې د برج خلیفه په جګه ماڼۍ

22.01.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

ایا د طالبانو په مشرتابه کې د مسېر بدلولو جګړه روانه ده ؟

 سرچېنه: فرانکفورتر الګمینه څیټونګلیکوال: الکساندر هانکهژبارن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کارکولو بندېز: طالبان په تدریجي ډول افغان میرمنې له عامه ژوندانه څخه ورو ورو لرې کوي، خو د نا دولتي مؤسسو له بندیز ورسته، داسي نښې نښانې شتون لري، چې د طالبانو د مشرتابه کې شخړه لا نوره زیاته شي. یوازې په دا څو ورستیو ورځو کې په افغانستان کې د ښځو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول او و

27.12.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

په اسلامي نړۍ کې د ساینسي علومو عروج او نزول

د یوه عالم د قلم رنګ د شهید له وینې ډېر سپیڅلی دیسریزه:اسلامي نړۍ کې د ساینسي عصري علومو بیا رغونه او راټولیدنه هغمهال پیل شوه، کله چې اروپا د روم امپراتورۍ له ړنګیدونو ورسته په هر ډګر کې له سترو رکوډ سره مخامخ شوه. د اموي خلافت مسلمانو لښکرو نه یوازې په ختیځ کې د منځنۍ اسیا د ترکستان، ایران او افغانستان په لور حرکت وکړ، بلکې په لویديځ کې د مسلمانانو لښکرو د ایبریا ټ

29.10.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

جرمي، حقوقي او عدلي ارواپوهنه

 سرېزه:کریمېنال سېکالوجي یا جرمي ارواپوهنه د انسانانو داخلي تجربې، فکرونه، تخیلونه او د هغو خلکو له سلوک او چلند سره سرو کار لري، کوم چې قانون ماتوي. جرمي ارواپوهنه عقاید، افکار، نیتونه، غبرګونونه او ټول هغه څه مطالعه کوي، کوم چې د جنایې کړو وړو سره تړاو لري. جرمي ارواپوهنه د جرم بهیر په څېړلو باندې تمرکز لري‌. جنایي اروپوهنه د جرم په اړه وضاحت ورکول، تشریح کول او پوهیدل دي، جرم څنګه، ولې پېښ شوي او مخنیوي یې څنګه کیداې شي. کریمېنال

15.08.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

شعرونه ګرامر تشریح کوي، د جرمني ژبې اسانه زده کړه

د جرمني په هسن ایالت کې د وايټروډ ښارګوتي کې د طب ډاکټر اکرام ملکزی د افغانانو لپاره د الماني ګرامر یو درسي کتاب لیکلي او چاپ کړي دی. سرچېنه: د هسین نیډرزاکسن الګماینه ویبپاڼه لیکوال: اخیم مایرژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ  د کتاب نوم ٬٬ د جرمني ژبې اسانه زده کړه ٬٬ دغه کتاب له اساساتو څخه نیولي بیا تر ادبې بېلګو پورې په تفصیلي توګه

16.05.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د افغانانو ملي اتڼ د یو لرغوني ژوندي ملي کولتور ښکارندوي

افغانانو ملي اتڼ د یو لرغوني ژوندي ملي کولتور ښکارندوي ملي اتڼ څه شی دی ؟افغانان له آسیایي ولسونو سره ګډ خپل غني، ولسي ژوندۍ لرغوني افغاني کولتور لري. اتڼ د پښتني کولتور وېښه ژوندۍ ښکارنده ده. د پښتنو ملي ولسي دودیزه اتڼ د نړۍ له لرغونو هنرونو څخه ګڼل کیږي. ملي اتڼ د افغانانو د خوښیو ژوند دود، د ملي حماسي کولتور خوند، رنګ، شور، زور، جذبې په ژوندۍ بڼه بیانوي. د ملي اتڼ دودی

13.05.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د روسېې اټومي برید او د دریمې نړیوالې جګړې ګواښ

 د اوکرایین جګړې لاملونه او مخنیوي:په اروپا کې د سولې او امنیت په اړه د لویډیځوالو سیاستوالو اندېښنې په داسي حال کې مخ په زیاتیدو دي، چې روسیه په اوکرایین کې تر بل هر وخت د خپل ټول وسله وال ځواک سره ناټو هیوادونو ته د اټومي برید مستقیم ګواښونه کوي. په روسیې رسنیو کې د پوټېن د بهرنیو چارو وزېر خبرې داسي تفسیر کیږي ٬٬ موږ په دې نه ویاړو، که اړتیا وي، موږ به یې وکارو، موږ غواړو هر څوک په دې پوه شي٬٬. ظاهرآ داسي بریښې چې د پوټېن دا جګړه د ا

07.05.2022 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more