یوه لنډه تبصره:
د کشمیر پر سر اټومي جګړه به د دویمې نړیوالې جګړې په پرتله ډیر قربانیان ولري. 
یا به اوبه بهیږي یا به وینه: هندوستان د سیند اوبه د پاکستان پر وړاندې د وسلې په توګه کاروي.
لویدیځه نړۍ د امریکا ولسمشر وروستۍ ماجراجویانه پرېکړو او زیګ زاګ دريځونو ته په حیرانوکي ډول ګوري او همدارنګه په اوکرایین کې جګړې ته او په منځني ختیځ کې د باروتو چاودیدونکي ګډامونه په اندېښنو سره څاري. خو په دې ترڅ کې د دې پیښو په پایلو کې په سویلي آسیا کې یوه بله ستره شخړه مخ په تاودیدو او زیاتیدو ده، چې خورا ډېره ګواښمنه او خطرناکه لوبه ده.
یوه خونړۍ ترهګریزه برید ټول هند ولړزاوه. شک کېږي چې د دې ترهګرېزې پېښې اصلي طراحان په پاکستان کې دي. کارپوهانو له اوږدې مودې راهیسې خبردارۍ ورکړي و، چې سیلانیان د ترهګرېزو بریدونو هدف ګرځیدلی شي.
شخړه وسمهال مخ په زیاتیدو ده. دواړو خواوو په دې وروستیو کې د وضعیت د خرابولو پروسه پیل کړې ده. د کشمیر له برید وروسته پاکستان د هند د پوځي برید تمه لري.
د متقابل ګواښونو او پوځي نښتې په پام کې نیولو سره، د تاوتریخوالي د زیاتوالي خطر خورا ریښتینی او واقعي ګرځیدلی دی. کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که چیرې نور ترهګریز بریدونه ترسره شي یا که هند په پاکستان کې پوځي غچ واخلي، وضعیت هر وخت له کنټروله وتلی شي.
د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ تاوتریخوالی د اپریل په میاشت کې د همالیا کشمیر په هندي برخه کې، چې دواړه خواوې یې د ملکیت ادعا لري، له برید وروسته ګواښونه زیات شوي دي.
د کشمیر سیمې په شخړه کې، دوه اټومي قدرتونه، هند او پاکستان یو بل ته په دښمنۍ کې مخامخ ولاړ دي. په داسي حال کې چې په شالید کې د هند او چین ترمنځ شخړه د یو بل اټومي ځواک ترمنځ لانجه لاهم توده ده. د همالیا غرونو په څنډو کې نړۍ د بل هر ځای په پرتله اټومي جګړې ته نږدې شوي ده.
د اپریل په میاشت کې د هندي کشمېر په برخه کې پر سیلانیانو باندې ترهګریز برید دغه زړه شخړه یې نوره هم پراخه، توده او جدي کړي ده.
د هند حکومت پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او سمدلاسه یې له هند څخه د ټولو پاکستاني اتباعو د ایستلو امر صادر کړ. هند له خپل ګاونډي هېواد سره د سیند د اوبو مهم تړون تر نامالومې مودې پورې وځنډاولو.
د پاکستان د سرحدي ځواکونو مهمې پوسته وروتړلې او ګڼ شمېر پاکستاني ډیپلوماتان یې نامطلوب یا ناغوښتل شوي اشخاصو په توګه اعلان کړل. د هند امنیتي ځواکونو په کشمیر کې سلګونه کسان ونیول او په پوله کې ډزې هم تبادله شوې.
ولې په دې وروستیو کې دغه زړه شخړه بیا راپورته شوه؟
د هند او پاکستان د دریمې جګړې وروسته، چې د پاکستان په بشپړه ماتې سره پای ته ورسېده او د بنګله دیش - پخوانی ختیځ پاکستان - د خپلواکۍ لامل شوه.
په 1972 کال هند او پاکستان د شمله تړون کې ځانونه ژمن وګڼل، چې خپلې شخړې به د خبرو اترو له لارې په سوله ییزه توګه حلو فصلوي.
د شمله تړون د هند او پاکستان ترمنځ د سولې تړون دی، چې د 1972 کال د جولای په دویمه نیټه د هند په شمالي ښار شمله کې لاسلیک شو.
سره له دې شخړه په شدت سره په تودو کې روانه وه او بیا بیا جګړې پیل شوې دي. لکه د 1999 کال کې د کارګیل جګړه، چې دواړه دولتونه لا د مخه اټومي ځواکونه ګرځیدلي وو او یوازې د امریکا د پراخ فشار له امله د لا زیاتېدو مخه یې ونیول شوه.
په هند کې د پاکستاني ترهګرو ډلو خونړي بریدونه، لکه په 2008 کال کې په ممبۍ کې، د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې کړې. دي
په 1952 کال کې هند د جمو او کشمیر شاهي ایالت منحل کړ او دا سیمه یې د هند د ایالت په توګه په هندي اتحادیه کې ورشامله کړه.
د کشمیر سیمه له جیوپولیتیک پلوه خورا مهمه سیمه ده.
هلته درې اټومي ځواکونه یو بل ته ولاړ دي او په سلګونه زره سرتیري د هند او پاکستان ترمنځ د نږدې 740 کیلومتره اوږدې اوربند کرښې یا د لاین افکنټرول په اوږدو کې یو بل ته مخامخ کیږي. یوازې هلته د مېشتو هندي ځواکونو شمېر نیم میلیون اټکل شوی دی.
د وروستي بریدونو وروسته په پوله کې د ډزو تبادله ښه نښه نه ده او سترې اندېښنې راپارولي دي.
هند او پاکستان وسمهال هڅه کوي, چې یو بل په ګواښونو سره ووېروي.
دواړه اټومي قدرتونه چې د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون یې نه دی لاسلیک کړی. د شاته تګ هیڅ ډول نښې ناښانې په کې نه لیدل کیږي. دا ځکه چې دواړه دولتونه د کمزورۍ یا شاتګ نښې ښودلو سره په کور د ننه له منفي غبرګونونو او کورنیو سیاسي پایلو څخه ویره لري.
له همدې امله نړیوال څارونکي اندیښمن دي، چې وضعیت هر وخت له کنټرول څخه وتلی شي، د بېلګې په توګه که چیرې نور ترهګریز بریدونه وشي یا هند په پاکستان کې غچ اخیستونکی برید تر سره کړي.
سربېره پردې هند د سیند د اوبو تړون وځنډاولو، چې دا د پاکستان لپاره د حیاتي اوبو رسولو د کمولو یو جدی ګواښ دی.
هند له پاکستان څخه د توکو واردات بند کړل. د تېر کال راهېسې د هند او پاکستان ترمنځ سوداګري لا د مخه د پاموړ کمه شوې وه.
پاکستاني حکومت په تیرو وختونو کې دې ته اشاره کړې، چې دا ډول اقدام به د اټومي وسلو د کارولو لپاره له سرې کرښې څخه د تیریدلو په مانا وي.
په کشمیر کې له برید وروسته، د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ اړیکې لاهم ډیرې ترینګلې دي. هند اوس له پاکستان څخه د توکو واردول منع کړي دي. په عین حال کې د پاکستان پوځ یو بالستیکي توغندی وازمایلو.
 
د دواړو اټومي وسلو لرونکو قدرتونو ترمنځ تاوتریخوالی د اپریل په میاشت کې د همالیا سیمې د هندي کشمیر په یوه برخه کې د برید وروسته زیات شوی، چې دواړه خواوې یې ادعا کوي، چې لږ تر لږه 26 کسان په کې ووژل شول، چې ډیری یې هندي سیلانیان وو. د هندي چارواکو په وینا، ویل کیږي چې لږترلږه دوه تښتیدلي ترهګر مجرمین پاکستانیان وو.
بي بي سي د "جنګیالیو" په اړه خبر ورکړ یا خبرې وکړې، پر ځای د دې چې ترهګرو ته ترهګر ووایی. ترهګر یې جنګیالي بللي دي. په انګرېزې رسنیو کې پاکستاني ترهګرېزه بریدونه بې اهمیته جلوه ورکول له ډېره پخوا څخه دوام لري او همداسي ادامه ورکول کیږي. وسمهال یوازې کوچنۍ وسلې د دې هدف لپاره کارول کیږي. خو دواړه هېوادونه اټومي بمونه او وسلې لري.
د نوي ډیلي حکومت د اسلام اباد واکمن د ترهګرېزه برید مسوول ګڼې او د پولې هاخوا ترهګرۍ په ملاتړ یې تورنوي.
د دې ګواښمن وضعیت په منځ کې، د راپورونو له مخې پاکستان د ابدالي بالستیکي توغندي ازموینه ترسره کړه. پوځ یې ویلي: چې د شنبې په ورځ ازمویل شوي او توغول شوی له ځمکې څخه ځمکې ته توغندی 450 کیلومتره لېرې واټن ویشتلي شي. د ابدالي اټومي وسلو د سیسټم د پیل موخه د "د سرتیرو عملیاتي چمتووالي" ډاډ ترلاسه کول دي او مهم تخنیکي پیرامیټرنو چیک کول دي. په دې کې د راکټونو پرمختللی نیویګیشن سیسټم او د هغې د چلولو وړتیا پورې اړوند پرمختللي ځانګړتیاوې شاملې دي.
د هند سمندري ځواکونو د ویاند په وینا، هند په دې وروستیو کې په عربي سمندر کې پراخ پوځي مانورونه او تمرینونه ترسره کړل. همداوس د هند هوایې ځواک جنګي جېټ الوتکې په کشمیر کې هوایې مانورونه ترسره کوي. 
د دې پوځي مانورونو موخه د جنګي چمتووالي او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي وړتیا لوړول ښودلي شوي دي.
هند له خپل ګاونډي هېواد سره د سند د اوبو تړون وځنډاوه او خپل هوايي حریم یې د پاکستاني هوايي شرکتونو په وړاندې ور وتړلو.
د اسلام آباد رژیم ویاند دا هم وویل، دوی د معتبر استخباراتي مالومات لري، چې له مخې ښیې هند هم پوځي اقدام پلان لري. دواړو هېوادونو لا دمخه د کشمیر پر سر دوه جګړې ترسره کړې دي.
د کشمیر په سیمه کې د برید وروسته د اټومي قدرتونو هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.
د هند حکومت په دې باور دی، چې اوسنی برید د لشکر طیبه ترهګرې ډلې لخوا ترسره شوی، چې د پاکستان استخباراتي ادارې ته نږدې ده او په 2008 کال کې یې په ممبۍ کې لوی ترهګریز برید ترسره کړی و.
په دې اوسنې برید کې 26 هندي سیلانیان ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول. دا برید دومره پراخ و، چې پلان جوړونې او ستراتیجۍ ته اړتیا درلوده.
دا کومه تصادفي خبره نه وه، چې وسمهال رامنځته شوه. هغه څه چې حیرانونکي دي هغه یوه پخوانۍ سېمپل نمونه ده: هر کله چې د پاکستان پوځ یا استخباراتي اداره په کور د ننه د ننګونو او د کورني ځواک له لاسه ورکولو ګواښ سره مخ شي، په کشمیر کې ترهګریز فعالیتونه زیاتیږي. دا ځکه چې د پاکستان پوځ غواړي په کور دننه خپل دریځ پیاوړی کړي، دا کار پرته له پاکستاني پوځ نشي کیدلي.
دویم لامل یې د امریکا مرستیال ولسمشر جي. ډي. وینس هند ته په یوه دولتي سفر تللي و، چې هند ته د نړیوالو رسنیو اضافي پاملرنه یې تضمین کړه. په بلوڅستان کې پر جعفر ایکسپریس ریل ګاډي باندې د برید غچ اخیستل هم یادیږي.
په کشمیر کې د پاکستانې پوځ ترهګريزه فعالیتونه کومې موخې او ګټې تعقیبوي.؟
هند پوهیږي، چې پاکستاني پوځ وسمهال د نورو کورنیو ناارامیو دلایلو له امله لکه ټې ټې پې، پې ټې اېم او د بلوڅانو بیلتونپالو غورځنګ په ډېر کمزورۍ حالت کې راوستلي دی او په پاکستان کې پوځ ډېر بد نامه شوي، پاکستاني ټرهګرپال او قاتل پوځ په ډیر بد نام سره یادېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتېن ویلی دي: پښتانه نور د پنجابي جنرالانو د وطنونو دفاع ته نه ودرېرېږي.
هند او پاکستان اټومي قدرتونه دي او له همدې امله د پوځي شخړو بې کنټروله زیاتوالی ډېر خطرناک دی.
د پاکستان د دفاع وزیر په پلازمېنه اسلام اباد کې په خپل دفتر کې د رویټر خبریالانو ته وویل، چې وسله وال ځواکونه په لوړه کچه د تیارسۍ په حالت کې دي. خو، پاکستان به یوازې هغه وخت خپلې اټومي وسلې وکاروي "که زموږ شتون ته مستقیم ګواښ پېښ شي." د هند او پاکستان ترمنځ لفظي بیانونه د تاوتریخوالي ورستی کچ ته رسیدلي دي. د هند د کانګریس غړی آديټ راج د ګاوندي هیواد پر وړاندې د سختو اقداماتو غوښتنه کړي ده. نوموړي د انډیا ټایمز خبري پورتال ته ویلي: په دې وخت کې اوس پاکستان ته د سبق ورکولو وخت دی. 
وسمهال په هند کې داسې ډېر داسي غږونه هم شته، چې د سمدستي د پوځي تاوتریخوالي د زیاتولو غوښتنه کوي، په داسي حال کې چې نور بیا داسي استدلال کوي، موږ باید په بیړه کې پریکړې ونه کړو، بلکه باید لږ انتظار وکړو او وګورو او بیا په احتیاط سره په پاکستان کې په داسي اهدافو باندې دقیق برید وکړو، چیرې چې دوی ته ډیر زیان رسولي شي. دا کېدای شي یو پوځي برید وي یا د اقتصادي بندېزونو او اقداماتو له لارې هم کیدلې شي.
که څه هم ډیری څارونکي د هند څخه د پوځي غبرګون یا برید تمه لري، خو دا لا څرګنده نه ده، چې دا برید به څومره ځواکمن او اغیزمن وي.
د هندي سیلانیانو پر وړاندې ترهګریز برید پاکستان یې د ستونزې جوړونکي مخرب هیواد په توګه نړۍ ته ښکاره کړ.
هغه څه چې باید په پام کې ونیول شي. په تیرو وختونو کې، امریکا او شوروي اتحاد یا روسیې دواړو د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو د منځګړیتوب لپاره مداخله کړې ده. وسمهال داسې کومه نښه نښانې نشته، چې د امریکا اوسنۍ اداره به بیا دا کار وکړي. په دې توګه، دا ځل د تاوتریخوالي کمولو یو مهم نړیوال اړخ یا عامل شتون نه لري.
تر ټولو مهمه دا ده، چې په کابل کې د طالبانو واکمنې ادارې دغه برید غندلي او د پاکستان څخه فاصله نیولي ده. اټومي ځواک پاکستان د کورني او بهرنیو طالبانو ترمنځ تر سخت فشار لاندي راغلي دی.
دغه هیواد تر ډیر فشار لاندې دی. پاکستان تر هغه څه ډیر تر فشار لاندې دی، تر هغې چې په ابتدا کې تصور کیدلو.
دا برید یوازې “په هندیانو برید" نه و، چې باید هند یې په دې ډول جبران کړي. دا برید نه یوازې د کشمیریانو په وړاندې و، بلکې دا برید په هند کې د ټولو مسلمانانو په وړاندې یو برید دی. که چیرې هندي حکومت هیڅ ونه کړي." دغه هیواد هم تر سخت فشار لاندې راځي.
د کابل او ډهلي په سړکونو خلک په دې باور دي، چې پاکستان د دې ترهګرېزو ستونزو اصلي ریښه ده. د هند او پاکستان ترمنځ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ دښمني له کومه ځایه سرچېنه اخلي.
د دریواړو هېوادونو ترمنځ دښمني په 1947 کال کې د برتانوي هند د وېش سره تړاو لري، چې انګرېزانو پاکستان د هند او افغانستان په خاوره کې جوړ کړ. کشمېر په نړۍ کې تر ټولو خطرناک سیمه ګرځیدلي ده. د کشمیر او د ډیورندلاین کولونیالیستي شخړه د نړۍ له مهمو شخړو څخه دي. طالبان د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې فعال شتون لري.
دغه غمجن خونړۍ برید څومره له یو بل سره ورته والی لري: هغه بریدونه چې تیر کال د مارچ په میاشت کې د پاکستاني طالبانو لخوا په پاکستان کې ترسره شول، د پاکستان حکومت پړه یې په افغانستان کې پر افغان طالبانو ورواچوله، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتو او بمباریو لامل شول او بیګناه خلک په کې ووژل شول. نوی ډیلی وسمهال د خپل لویدیځ ګاونډي سره تقریبا په ورته ډول چلند کوي، لکه څنګه چې اسلام آباد هغه وخت د کابل سره د تولو نړیوالو قوانینو خلاف چلند او عمل وکړ.
د هند حکومت په کشمیر کې د خونړي ترهګریز برید پړه پر پاکستان اچولي ده. ټول پاکستاني اتباع یې شړي او په سرحدي نښتې پیل شوي دي.
دا بې دلیله خبره نه ده چې پاکستان د سیاسي کارپوهانو په منځ کې د نړۍ د یو له خطرناکو هېوادونو څخه او یو بدنامه لقب ترلاسه کړی دی.
د پاکستان پوځ تر ډېر فشار لاندې دی، لکه څنګه چې پنجابي سیاسي حاکمه طبقه هم تر فشار لاندې ده.
نړۍ باید اندیښمنه وي ځکه چې دواړه هیوادونه اټومي وسلې لري.
که چیرې د کشمیر شخړه په ریښتیا سره زیاته شي نو څه به وشي؟ د دواړو هېوادونو پوځونه په مستقیم ډول له یو بل سره پرتله کولو چې څومره پیاوړي دي.؟
د اټومي وسلو شمېر:
هند له 1974 کال راهیسې اټومي وسلې لري او پاکستان له 1998 کال راهیسې. د سولې د څېړنې انسټیټیوټ (SIPRI) په وینا: هند د 2024 کال په پیل کې 172 اټومي سرګلولې درلودې. پاکستان تقریبا د 170 اټومي سرګلولو سره مساوي دی. هند په نړۍ کې څلورم لوړه دفاعي بودیجه لري، چې په کال کې 75 میلیارده ډالرو سره برابر ده. په پرتلېزه توګه د پاکستان کلنی دفاعي بودیجه چې 7,6 میلیارده ډالر ده. پر نړیوال کچ په 38 ځای کې راځي، چې خورا کمه بودیجه ښکاري.
د هندي او پاکستاني پوځونو اندازه:
د هند تر ټولو لویه ګټه او برلاسي د دې هیواد ډېر نفوس دی. هند 1,45 میلیارده نفوس لري. هند له 2023 کال راهیسې په نړۍ کې تر ټولو زیات نفوس لرونکی هیواد دی.
دا مهال د هند په پوځ کې 1,5 میلیونه فعال سرتېرې شتون لري. پاکستان، یوازې 255 میلیونه نفوس لري، چې د 650,000 سرتیرو یو ظالم پوځ لري.
سربیره پردې، شاوخوا 523 میلیونه هنديان په تیوريکي ډول کولي شي د احتیاطي سرتېرو په توګه په هندي پوځ کې استخدام شي. پاکستان یوازې شاوخوا 86 میلیونه نارینه لري.
د دې شمېرو پر بنسټ، هند له پاکستانیانو څخه په مراتب په پوځي ډګر کې ډېر پیاوړي او ځواکمن ښکاري.
پای