د اسدافغان اسدافغان لخوا خپرې شوې لیکنې


سيند_عبدالستار سعادت

تا خپل نكړمه ستا نه شومځان مې وسپارۀ يو سيند تهسين مين دىسين روان دىد يوۀ شنۀ ځنګلۀ په غېږ كېد سپوږمۍ سپينې رڼا تهسين د چا په لټه دروميزه يم ما سره يو ګل دىيو سور ګل لكه زما زړهد څپو په اوږه ښكته پورته كېږونپوهېږو چېرته ځو چا ته رسېږوښايي سين مونږه ډالۍ كړيهغه چا ته چې تل ستړى پسې ګرځي***

29.04.2010 اسدافغان

غزل...ولوله لالهاند

غزلولوله لالهانددا چـې مـانـه ، نـه هـېـرېـږې خـــو ســـتـا هـــېـره ده قـــوينــو زمـــا مـــيـنـه جــــانــانــه تـــر تـــا ډېـــره ده قـــويخـامـخـا بـه نـو چـاودېـږي يـو مـې زړه خـپـلـه ضـعـيـف دىبـلـــه مـــيـنـه شــــا او خــــوا تـرېـــنـه چــــاپـېـــره ده قـــويفکـر نه کـړم که ترې خـلاص شې زمـونږ خـوږه مـازيګـرهد مــاښـــام تــوره شـــيـشـکــه بـيــخــي ډېــره ده قـــويچې غـمـونــه د جـانـان راتـېـرېدلـى ت

26.04.2010 اسدافغان

دکندهار په ولایت کی د ټولو وژل سوو او ترور سوو قومی مشرانو لیست

0 د کرزی په  حکومت کی یوازی د کندهار په ۱۳ولسوالیو کی دقیق ۵۱۰ قومی مشران اودهغوۍسره دهغوۍدکورنۍ غړی  وژل سوی او ترور سوی دی   د کندهار په ولایت کي له ۲۰۰۲ م کال څخه بیا تر اوس پوري  ترور سو دیني عالمان     سید امام مولوی فیاض

26.04.2010 اسدافغان

شېطان او وسوسې=مېوند ننګېال

بعضی وروڼه شکایت کوی چه مونږ د الله ته پنا وروړو دشیطان نه او اعوذبالله وایو خو بیا هم شیطان مونږ ته په زړه کی وسوسی او وهمونه اچوی او لمونځ ټول په فکرونو او چورتونو کی وکړو  . جواب: استعا‌ذه داسی ده لکه دجنګیالی په لاس کی چه توره یا ټوپک وی که چیرته دده وار قوی اوزورو وی نو په مقابل لوری به ډیردروند ا و خطرناک وار وکړی چی کیدای شی هغه ددی وار نه مړ هم شی او که واریی کمزوری او سست وی نو په مقابل لوری باندی اثر نه کوی که چیرته

25.04.2010 اسدافغان

خوري څنګه کولی شی دخواښی زړه وګتی: ليكوال:مېوند ننګېال

کله چی یوه انجلی واده شی نو بیا د هغی یوه بیل ژوند شروع شی ددی انجلي دا ژوند دمسؤلیت نه ډک وی خو دا ژوند یی هغه وخت بی خونده شی چی کله یی دخواښی سره تعلق خراب شي او ددی له وجی نه یی په میړه هم ښه نه لګیږی  او دکورنی مشکلاتولباره یوه نوی دروازه خلاصه شی . خواښی د مور غوندی وی او بعضی خو بیا دخبلو انګورګانو سره دومره مینه کوي چی به انګور دخپلی مورنه هم زیاته ګرانه شی او احترام یی کوی ډیرکم داسی پیښیږی چی خواښی یی لږ بد مزاجه وی خو یوه نوی انګور څنکه کولی

25.04.2010 اسدافغان

دسهارلمونځ ته څنګه پاڅو؟

  په اوسني وخت كي اكثره ورونو نه دسهار جمع تللي وي او يا يي بيخي لمونځ نوي كړي او همداسي ويده پا تي شوي وي او ددي  زياته وجه دشپي تر ناوخته ناسته وي . څنګه كولي شو چي دسهار لمونځ په جمع اداكړو؟ يوڅودسي طريقي شته كه مونږپري عمل وكړو  نو ان شاءالله دسهار لمونځ به  په جمع اداكړي شوچي عبارت دي له : 1 : كوشش وكړو چي دشپي تر ډير ناوخته ويښ پا تي نشو . 2 : ك

25.04.2010 اسدافغان

تبصرې

ګرانه اسد جانه !زما خو هسې هم خوست او خوستوالو سره بې کچه مینه ده ، باور وکړي چې هغه د سرګردان چوک مازدیګرې د اروپا په ټولو ښکلاګانو به ورنکړم ، ځکه هلته مینه وه ، جذبه وه ، د خلکو اخلاص او صداقت ، د ښه خدمت نیت ، او هر څه چه مونږ یی تصور کولاې شو د خوستوالو په ورین تندۍ کښې له ورایه ښکاریده . او بله داچې ستاسو لیکنو سره خو مې د خوست د مینې له وجې نه هم مینه ده .په قلم مو برکت شه !دا به وایم چې خوسته : د زړه ستنې مې

25.04.2010 اسدافغان

سفر : لنډه كيسه

سفر : لنډه كيسهليكوال: اسدافغانسهار وختې و ,‎ ‎تياره په وركيدو وه پر ښار لږه لږه رڼا راخپره شوه د كوټې د كړكۍ څخه مالوميده چې سهار شويده ،اجمل هم له خوبه پورته شو لږه شيبه پس يې اودس وكړ زړه يې و ،چې جومات ته لاړ شې خو وخت كم و بايد ځان يې زر تيار كړاي واي لمونځ يې وكړ پر كوټه كي پرتې كڅوړې يې سره يو ځاي كړې ځان يې سفر ته تيار كړ،د كوټې څخه د موټرو تمځاي پر لور وخوزيد،

15.04.2010 اسدافغان

غزل

ستا په جـــدايي كي لا زوندى يمه جانانهسوى په سكروټو سپېلنى يمــــــــه جانانه ما به در كتل خـــــــو تا بــــــــــه نه راته كتلاوس دي په ديدن پسي لېونى يمه جانانه دا شپې د جــدايي به هم خداى تېري كړيډېر دي و ديدن ته ګړندى يمـــــــــــه جانانه چي تصـــوير دي كړم راپورته ورته وزاړمستا له جــــدايي په زړه سورى يمه جانانهمحيب رحمتي

13.04.2010 اسدافغان

د نړیوال انټرنیټي سایټ څخه د خوست مېشتو غوښتنه

د نړیوال انټرنیټي سایټ کارکوونکو ته سلامونه او احترامات:د کله راهیسې چې د نړیوال په نوم انټرنیټي سایټ خپل فعالیت شروع کړی،نو هر ورځ يې د نیوکو په برخه کې د خوست په اړه یو مضمون تر سترګو کی

13.04.2010 اسدافغان

ټپېزې

چې ستا يادونه راپه زړه شو/زاړه زخمونه مې تازه شو/په وينو سره زما ليمه شو/څوك مې له حاله خبر نه شو/لكه غنم د زړه په سر چاودلي يمه زړه مې په خپله رضا بيايې/د مينې دشتې راته ښايي/په خوله ده غلي زړه كې وايي/كه زه خبر واي چې تا بيايي/ما به تصوير درته د شپي ويستلاي وونه زړه دې د غره په شانې بار كه/لكه فرهاد غرونه هوار كه/جوړه د هرچا زړه كې لار كه/ دنيا د يار له سره ځار كه/دنيا به تل وې ياران كله كله وينه دنيا كي بد ژوند د هجران دي/كه څوک هندو كه مسلمان دي/دا عقيده دا مي ايما

13.04.2010 اسدافغان

ښځه-لنډه کېسه

ښځه-لنډه کېسه لېکوال-اسدافغان شپه نيمايې ته رسيدلې وه. كوټه كې توره تياره خوره وهښځه پر شليدلي كټ اوږده غزيدلې وه. سر يې ببر ؤ، سترگې يې د اوښكو ډكې وې،څيره كې يې د غم نښو ليكې جوړي وې، شونډو يې هم خړ پتري نيولي ؤ ، پهكوټه كې چوپه چوپتيا وه. كله كله به د زانگو څخه د كوچني ماشوم د ژړا غږپورته شو خو ښځې به بيا زانگو وزنگوله.ښځه په كټ كې خواشينې پرته وه، د ښځې او د هغې د زوي څخه پرته نور څوك په كوټه كې نه وٌ، ښځې زيات وهل خوړلې و، ټول بدن يې در

28.03.2010 اسدافغان

ځوانان په دري قسمه دی

ځوانان په دري قسمه دی لیک : آحمد بن صالح بن فهد الخلیفژباړه : میوند ننګیال ۱ :  د ځوانی مرحله کله شروع کیږی : دځوانی مرحله د ماشوم د بلوغت سره شروع کیږی لکه څنکه چی الله عزوجل پهخپل کتاب کی فرمایی :((واذا بلغ الاطفال منكم الحلم فليستأذنوا كما استأذن الذين من قبلهم ))ترجمة :او کله چی ورسیدل واړه هلکان ستاسی حد د ( بلوغ ) عقل ته پس اجازه دیوغواړی ( د ننوتلو ) له تاسو نه لکه ځنګه چی اجازه غو ښتله ( د ننوتلو )هغو کسانو ( چه با

25.03.2010 اسدافغان

ژړیږي

دغه څه وشو څه به کیږې خلقودې پشتون وینه چې توئیږي خلقوپه مونګ له هرې خوا ظلمونه کیزيدا اور به څرنګه سړیږي خلقودا دسیسی دې د اغیارو مونګ کېپشتون په دې کله پوهیږي خلقو نور هیڅ غم نه لرم په دی خفه یمزمونګ مشران هر وخت خرڅیږي خلقوافغان ماشوم ځان ته افغان نه وائیپه دغه نوم باندې شرمیږي خلقوشمع د علم چې رڼا شوه کلهبیا به تر یو بل نه ځاریږي

09.03.2010 اسدافغان

حیران

اے ربه په کړه وړه یمه پشتون ته زه حیراندې بل عیبونه شه وینې نه ګورې خپل ګریوانچې ځان ته غیرتې وائی غیرت ئی ده عیانپه خپله ظلم وکړې بیا کړې ښځه تری قربانحکمونه دې الله تسلیموې په دواړو سترګوزکات مه یادوه دې نورو ټولو کړه بیان وبا دې جهالت ئی ننوتې په رګ رګ کېخبرو ته ئی غوږ شه هم ملا ده هم سائنسدانملا ظالم ته ګوره چې دخیر په غونډوئ ناست دئرواج به دې هندو کړې نوم به ورک

09.03.2010 اسدافغان

غزل

نن مي بيا بل اور پر بشر دی بيا مي ته يادېږې هر يو ساعت تر بل بتر دی بيا مي ته يادېږې هلته چي موږ به سره ناست واوس مي پښې نه ورځي اوس بې لتا هغه ځاي بر دی بيا مي ته يادېږې سايې اوږدې شوې د ژوندبله ورځ بې تا تېره شوه لمر د کوهار ده غره پر سر دی بيا مي ته يادېږې اوريځو بيا د لمر و مخ ته تور ټکری ونيوی څومره په زړه پوري منظر دی بي امي ته يادېږې يو څه مي زړه راته اشنا زړې کيسې تيري کړې بل د بوري ژړ مازيګر دی بيا مي

09.03.2010 اسدافغان

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

شپه رابولي او رڼا په كاڼو ولي خلك زموږ د ژوند سبا په كاڼو ولي زموږ خپلوي يې د نظر د تلو خار ده ځكه ما او هم اشنا په كاڼو ولي زموږ د كلي د دې خوار وجود پر ضد دي هم جومات او هم كلا په كاڼو ولي فرق مو نكړي دي بلا راته اخستي هم مو خان او هم ملا په كاڼو ولي د روغتون او د مكتب نړېده غواړي هم معلم هم مسيحا په كاڼو ولي غواړي نوم مو د تاريخ له پاڼو وران كړي هم مو نن او هم پخوا په كاڼو ولي د مك

09.03.2010 اسدافغان

ساده یمه

خدا زده خوشحال يم که خفه يمه زه خلکو دا څه وشول په څه يمه زه چې دی جانان دزړه کرار يم کنه؟ که دی يو څو ورځو ميلمه يمه زه ليلا زړګی راته سوغات راکړی دې ليونو سترګو رانجه يمه زه بیا مې په خوب کې ده جانان راغلئ لګ خو مې پریګده چې ویده یمه زه جینئ لباس دې ده اغیارو کړئی خو ځان ته وایئ پښتنه یمه زه يمه ږوندئی خو هيڅ ږوند نه لرمه حیران ولاړ ګوته په خوله یمه زه ورک شه ساقې شراب دې نه غواړمه

28.02.2010 اسدافغان

فايده څه؟

فايده څه ليكوال: اسدافغان، خوست سپين ږيري سړى پر چوتره غلى ناست ؤ، سپينه تازه لونگۍ يى پر سر وه، سپينېجامې يې چې زړې خو پاكې وي پر تن وې، پر خپلو خوارو گوتو به يې پر لاس كيتسپي ورو ورو اړاولئ ، د تسپو په اړولو به يې شونډي غلې غلې وخوزيدي  دكور په انگړ كې ماشومانو شور جوړ كړي و كه څه هم شور پر سپين ږيري بدلږيده خو ماشومان له ميلمنو سره راغلې و ،د سپين ږيري كورنۍ د ښار په يوهڅنده كي پر كرايئ كور كې اوسيده ، څو مياشتي دې مخه له كلي راكډه و، د

28.02.2010 اسدافغان

دشيطان سره يوه شپه

بسم الله الرحمن الرحيم   دشيطان سره يوه شپه  ليك :  داكتر عيض عبد الله القرني ژباړه:  ميوند ننګيال   درټل شوي شيطان سره مي په يوه تياره شپه كي خبري وكړي كله مي چي دسهار اذان واوريده نو دجومات تللو ته مي اراده وكړه : شيطان راته وويل : وخت ډير دي وروسته لاړشه . ورته مي وويل    : ډاريږم چي فرض قضاء نكړم . راته يي وويل     : لا وختي دي ورته مي وويل   : چي د جمعي د ثواب

28.02.2010 اسدافغان

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more