په اوسني وخت كي اكثره ورونو نه دسهار جمع تللي وي او يا يي بيخي لمونځ نوي كړي او همداسي ويده پا تي شوي وي او ددي  زياته وجه دشپي تر ناوخته ناسته وي .

څنګه كولي شو چي دسهار لمونځ په جمع اداكړو؟

يوڅودسي طريقي شته كه مونږپري عمل وكړو  نو ان شاءالله دسهار لمونځ به  په جمع اداكړي شوچي عبارت دي له :

1 : كوشش وكړو چي دشپي تر ډير ناوخته ويښ پا تي نشو .

2 : كوشش وكړو هغه اذكار ووايو چي دخوب نه مخكي ويل كيږي ( حصن المسلم وګوري ) او په اوداسه كي ويده شو

3 : دويده كيدو نه مخكي دا پخه اراده او نيت وكړو چي دسهار لمونځ به په جماعت سره كوم ،ځكه خوب او مرگ دواړه يو دي انسان نه پو هيږي چي دخوب نه به راپا څيږي او كه په خوب كي به تري ساه واخستل شي ځكه حديث مبارك دي " انمالاعمال بالنيات "

4 : دعا كول چي الله دي توفيق راكړي چي دسهار لمونځ په حماعت اداكړو.

5 : دصالحو خلكو نه دعا غوښتل تر څو الله دجماعت توفيق راكړي يا دا چه :

الف :دګاونډيانو( همسا يه گان ) ديو بل سره مرسته كول لكه كله چي يو لمانځه ته ځي بل ګاونډي ته دروازه ورټكوي تر څوهغه هم ورسره جماعت ته لاړشي .

ب : دملګرو ديو بل سره مرسته كول لكه تليفون ورته كول يا جواب ورليږل ، وايي چي يوهلك وه هغه نه به دسهار جمع تله نو كله به چي دشپي ويده كيده لاس كي به يي تار اچوه او دكړكي نه  به لاندي رازوړندوه كله به يي چي ملګري دسهار جمع ته تللو نو داتار به يي خوځوه تر څو جمع ته پا څي .

6 : كله چي ويده كيدو نو يو زنګ وهونكي ساعت يا موبايل په ټا يم كړو او دځان نه يي لږ فاصله كي كيدو تر څو لاس مو ورونه رسيږي .

                               بعضي أحاديث د سهاردلمونځ په باره كي .

 

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( من صلى الصبح في جماعة فكأنما صلى الليل كله) رواه مسلم

چا چي دسهار لمونځ په جماعت سره ادا كړلكه ټو له شپه يي چي لمونځ كړي وي .

 

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( من صلى الفجر فهو في ذمة الله ) رواه الطبراني

چا چي دسهار لمونځ وكړ نوهغه دالله عز وجل په ذمة كي دي .

 

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( أثقل الصلاة على المنافقين صلاة العشاء وصلاة  الفجر )رواه احمد وبخاري

منافقينو ته دسهاراو ماخوستن لمونځونه سخت وي .

والسلام

 

 

ميوند ننګيا ل