ګرانه اسد جانه !
زما خو هسې هم خوست او خوستوالو سره بې کچه مینه ده ، باور وکړي چې هغه د سرګردان چوک مازدیګرې د اروپا په ټولو ښکلاګانو به ورنکړم ، ځکه هلته مینه وه ، جذبه وه ، د خلکو اخلاص او صداقت ، د ښه خدمت نیت ، او هر څه چه مونږ یی تصور کولاې شو د خوستوالو په ورین تندۍ کښې له ورایه ښکاریده . او بله داچې ستاسو لیکنو سره خو مې د خوست د مینې له وجې نه هم مینه ده .په قلم مو برکت شه !
دا به وایم چې خوسته : د زړه ستنې مې کږي درپسې دینه !
یوه ورځ راسره یو فرانسوی ژورنالست دخوست په ښار کښې روان وو ، د بازار د یو سر نه تر بلې پورې چې رسیدو نکابو یو ساعت زیات وخت تیر شو ، او راته یاد نه دي چې څومره خلکو او دوستانو به راته رامخته شوي وي ، د روغبړ او ښه راغلاست نه پس هره یوه د بلنې او میلمستیا نه راته ویلي ، جالبه خو داوه چې هغه فرانسوی ملګري راته مخ راواړاوه او ویی ویل : دا څومره ډیرو خلکو سره پیژندګلوي لري او ټول تاسو سره ډیر ښه سلوک کوي وجه یی څه کیداې شي ؟ ځواب می ورکړ چې څومره چې په خوست کښې بې آلایشه او مخلصانه مینه ده دا ددنیا په نورو ځایونو کښې ډیر کم پیدا کیږي او ستاسو خلک کیداې ورسره آشنایی هم ونه لري ! هغه سرراته وخوځاوه او ویی ویل چې رښتیا هم زمونږه هرڅه تصنعي وي .
زړګیه !
هوکې زما هغه خوست یادیږي چې پکښې هغو شمله ورو مشرانو د علم او پوهې مزکزافغان پوهنتون یی خپلې ټاټوبي ته انتقال کړل. یقین لرم چې خوستوال دنیا والو ته ثابته کړه چې پښتانه د تورې شرنګ تر څنګ د قلم سنګر هم چاته نه پریږدي .
هغه شمع چې د ننګیالو په وطن کښې بله شوه او رڼایی ورپسې ورو ورو مخ په خوریدو شو او نورې بلنډۍ یی بلې کړې دادی اوس په خوشحالۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې د ځوانانو ترمینځ د وبلاګ لیکنې دود ورځ په ورځ مخ پر زیاتیدو دې او دا د راتلونکې نسل له پاره یو ښه فال او زیرې کیداې شي .
دا سمه !
ستاسو وبلاګ مبارکي وایم ، او ستاسو لیکنې چې کله هم زه لولم نو راته بیا هماغه خوست او هماغه وطن راته تر سترګو کیږي ، هغه وران ویجاړ کنډوالې چې د وحشیانو په بې رحمه ګذارونو سترګې آسمان او د الله رحم ته نیولي ، تل راته په خیال کښې رامخته کیږي . هغه علماء ، مشایخ ، مخور سپین ږیري ،شمله ور مشران ،نازولي ماشومان ، تنکي ځلمیان .
ستاسو لیکنې زما ډیر خوښ دي ، ځکه ، زیار ایستل شوې چې روانه ، عام فهمه ، سلیسه او کلیواله ژبه په ادبي چوکاټ کښې راونغښتل شي ، او یقین لرم چې تاسو د کره کیدنې پر لورنور هم مزلونه کوۍ .
زړه مې ډیر څه لیکل غواړي خو دلته د اروپا ژوند هرڅه به ثانیو او دقیقو وي ،یا په بله معني چۍ مصنوعي ژوند وي ، ځکه هر سړي په منډو کښې وي او په هر چاباندې نا وخته وي .
نو ګرانه ،
اوس داسې ښکاري چې په ما هم ناوخته کیږي ځکه زه باید درس ته ولاړ شم . او باقي الله پاک دۍ تاسو ته نور هم توفیق درکړي چې دردمنو هیوادوالو ته په زړه پورې خدمتونه ترسره کړي .
یو ځل بیا تاکید کوم چې لیکنو ته مو ادامه ورکړۍ راتلونکې دی ځلانده ښکاري .
په آخره کښې ، ټولو خوستوالو او به خاصه توګه هغو دوستانوته چې ماسره یی درس ویل ، پیرزوینې وړاندې کوم ، ټول راته را یادیږي ، الله مو ونازوه . تاسو کولاې شۍ راسره زما په برییښنالیک رابطه وکړې .

مننه
له اروپا نه :

احمد شاه منصور ، د خوست پوهنتون پخوانې استاد
asmansoor@yahoo.com

============
ګرانه اسدجانه (سفر) كيسه مي دي ولوستله، تر هر څه وړاندې خو به دا درته ووايم چي زموږ د كندهارۍ لهجې (پر) ستاسې په لهجه كې نه شته، نو تاسې هم د پښتنو د نورو ختيځو لهجو د ګڼ شمېر ليكوالو غوندې په خپله كيسه كې (پر) هر ځاى بېځايه كارولى دى، لكه پر كوټه كې، پر غرونو كې، پر موټر كې او داسې نور... دا ټول بېځايه كارول سوى دى، زموږ په لهجه كې هم (پر) كارول كېږي او هم (په)، چي خپل خپل ځاى لري، كله چي د كور او موټر د داخل په اړه خبره كوو نو وايو چي په كور كې، په موټر كې او كله چي د كور يا موټر د دباندينۍ برخې په اړه خبره كوو نو وايو چي پر كور او پر موټر، هلته بايد (كې) نه راځي او هلته (كور او موټر) د مفعول په توګه راځي.
ما خو ستاسې نورې كيسې هم لوستې دي، چي موضوعات يې ډېر جالب او په زړه پورې وي، كه څه هم له اوسنيو حالاتو سره تړلي موضوعات وي او خلك ورسره اشنا وي، خو دا چي په كيسه كې له يوې بلې زاويې ورته كتنه شوې وي، خوند يې پيدا كړى وي.
ستاسې په (سفر) كيسه كې هم په افغانستان كې دننه يوې موضوع ته اشاره شوې دي، چي هلته كله د امريكايي پوځونو يا نورو بهرنيو ځواكونو د ټانكونو كاروان را روان وي، نو هغوى په يو څه فاصلې سره ملكي موټر خپل كاروان ته نيژدې نه پرېږدي، د يوۀ مصنوعي لاس په وسيله ورته اشاره كوي چي نور بايد مخ ته ور نه شي او كه ورشي دوى يې په دې ګومان د ډزو په وسيله په نخښه كوي چي ګواكې په هغه موټر كې چاودېدونكي توكي دي او چلوونكى يې پر دوى ځانوژونكى بريد تر سره كوي، په پورتنۍ كيسه كې بايد په كيسه ييز ډول پورتنۍ يادونه شوې واى، ځكه هر څوك نه پوهېږي چي د پوځي كاروان بهرنيو عسكرو ولې پر موټر ډزې وكړې؟
د كيسه په پيل كې په كابل كې د اجمل كار ښه تلوسه پيدا كوي، چي سړى فكر كوي اجمل به په خپله سيمه كې وسلوال طالبان يا د جاسوس په تور او يا په دې تور و وژني چي ګواكې هغه له بهرنيانو سره په كابل كې كار كوي، خو د لوستونكي د احتمال په خلاف كيسه بل لور ته ځي.
په كيسه كې د موټر د برېك كار پرېښوول يو څه له منطقي پلوه د كيسې كمزوري ښكاره كوي، ځكه په لوى سفر چي موټر ځي، موټروان د موټر هره خرابي جوړوي، كه برېك كمزورى كېږي هم ليكوال بايد يو دليل ورته ولري، خو په كمزوري بريك چي موټر پر غونډۍ خېژي او له مقابل لوري د بهرنيو ځواكونو كاروان را روان وي دا په كيسه كې يو ډېر پر ځاى تصادف دى او په كيسه كې يې ډېره تلوسه پيدا كړې ده، خو كله چي بهرني پوځيان د مساپرو موټر په ډزو سورى- سورى كوي او موټر په داسې حال كې چي د هغوى له زغره وال موټر سره تر لګېدو وروسته هم چاودنه نه را منځته كوي او بهرني پوځيان ګوري چي په موټر كې ناست ټول كسان مړۀ دي، دا ځاى په كيسه كې ډېره تراژيدي را منځته كوي.
د دې كيسې موضوع يو ژوندى واقعيت كېداى شي، خو د بهرنيو ځواكونو له خوا پر موټر ډزې كول يواځې د هغوى له خوا د دغو بېګناه خلكو وژنه نه ښكاره كوي، بلكې د دوى پر كاروانونو باندې په وار- وار د موټرو په وسيله د سويو ځانوژونكيو بريدونو د تاكتيك تاوان هم ښكاره كوي، چي كه هغوى په دا ډول پر بهرنيو پوځيانو ځانوژونكي بريدونه نه كولاى، نو د اجمل په شمول به نور بېګناه ملكي خلك د بهرنيو پوځيانو په ډزو نه وژل كېداى.
په لنډه توګه به ووايم چي (سفر) ښه كيسه ده، ښه سره پيوند شوې ده، صحنې هم ښې پكې انځور شوې دي او ژبه يې هم تر څه حده كيسه ييزه ژبه ده.
بارکوال مېاخيل
======================
ګران ورور اسد جانه سلام علیکم.
کیسې موډیري په زړه پوري دي. خدای دي اوږد عمر درکي چی خپلو هڅو ته دوام ورکړئ. د نورو خبرو تر څنګ مو کمال په دې کی هم دی چی د ځینو عامو خو په عین حال کی جالبو سوژو د ګیرولو ځواک لرئ.لکه په (مسافر) کي د اتو کلونو د خوارئ ثمره د غلو لخوا لوټېدنه چی هسی خو عامه خبره ده او ډېر خلک ئې په همدې خا‌طر په تخلیقی ډګر کی صرف نظر ګرځوي مګر تاسو ئې په عاموالي کی جالبیت ته متوجه سوي یاست. همداراز مو د ژبی رواني او طبیعی والی هم د پام وړ دی. د صحنې د انځورولو ځواک هم لرئ چي د وخت په تېرېدلو به د پوخوالي پړاونه وهي. زما په نظر که چیري پر لاندینیو ټکوهم غور درسره وکړئ،څو که پر ځای درته وبرېښېدل، ښه به وي.
۱. 'رسول خان به دوه ،دري كاله پس به له اماراتو څخه كور كلي ته راتلو،دري كاله مخكي يى واده كړي و خو لا تر اوسه يې اولاد نه درلود،تيركال يى هم د اولاد مړ پيدا شوي ؤ'دلته یوه باریکي په نظر راغله او هغه دا چي که چیری رسول خان په دوو-درو کلونو کي کور ته راځي، نو ئې په دوو کلونو کی د دوو پرله پسې اولادونو زېږېدنه د تآمل وړ بریښي.
۲. په (شین رنګه موټر) کي د ماشوم له خولې لولو"پلار مي تنظيمي جگړو كي وژل شوي ده " او یا "زه هم د پلار په نه شتون د غم اوښكي تويوم " زما په نظر (کېدای سي نظر مي د ګوتنیوني وړ وی) د اتو او لسو کالو ماشوم د تنظیمي جګړې د مفهوم د درکولو ځواک نه لری او همداراز (دغم اوښکي) تویولو غوندی بلاغت نسي درلودلای. کېدای سی ووائي" پلار می په جګړو کي وژل سوی دی" او یا " په پلار پسي ژاړم". زما موخه دا ده چي که چیري د ډایلاګونو د غوره کولو پر مهال ډایلاګ او د هغه ویونکی په مطابقت کی راوستل سي، کیسه لا ډېره طبعی او په پایله کي اغېزناکه راځي. که څه هم ستاسو په کیسو کي دا ستونزه خاص نه تر سترګو کیږي خو پورتنیو مواردو زماپام څانته واړاوه نو ځکه می یادونه وکړه.
۳. که چیري هځه وسی چي په متن کي خال خال املائی نیمګړتیا له خپرولو مخکي اصلاح سي، ډېر به ښه وي لکه په (ورور) کی ضابط په ظابط او یا ولګي په ولږي لیکل. همداراز احمد په اخمد لیکل.
انشاءالله په راتلونکي کي به شاهد و اوسو چي همداسي مهم مطالب به د هنر په لا ډیرو او رنګینو پردو کي نغاړلي ډالۍ کوئ.
ستاسو ورور
عبدالنافع ثنا