کله چی یوه انجلی واده شی نو بیا د هغی یوه بیل ژوند شروع شی ددی انجلي دا ژوند دمسؤلیت نه ډک وی خو دا ژوند یی هغه وخت بی خونده شی چی کله یی دخواښی سره تعلق خراب شي او ددی له وجی نه یی په میړه هم ښه نه لګیږی  او دکورنی مشکلاتولباره یوه نوی دروازه خلاصه شی .

خواښی د مور غوندی وی او بعضی خو بیا دخبلو انګورګانو سره دومره مینه کوي چی به انګور دخپلی مورنه هم زیاته ګرانه شی او احترام یی کوی ډیرکم داسی پیښیږی چی خواښی یی لږ بد مزاجه وی خو یوه نوی انګور څنکه کولی ښی چی دخپلی خواښی زړه وګټی .

لاندی یو څو دسی طریقی شته چی یوه خور کولی شی چی په خپلی خواښی ګرانه ښي .

 

1 : هر وخت خپل خاوند (میړه ) پدی هڅوه چی دخپل مور او پلار او خاصتا د مور احترام او خدمت وکړي او دوی سره کینی او خبره یی اوری .

 

2 : د خپلی خواښی سره دا سی تعامل ( معامله ) کوه لکه څنګه دی چی دمور سره کوله او کله چی هغه غلطه وه غلطی یی داسی اصلاح کوه لکه څنګه دی چی دمور غلطی اصلاح کوله .

 

3 : کله دی هم میړه ته دخواښی خبری مکوه ( که چیرته یی درته سخته خبره کړی وی او یا یی رټلی وی ) ځکه چی له دی وجی نه کیدای شی ستا میړه باندی داخبره بده ولګیږی او دمور سره یی خبری تاو راتاو شی او بیل شی او یا عاق شی او یا کیدای شی دمور نه دفاع وکړی او ستاسره یی مشکلات پیدا شی چی داداوړه کارونه خطرناک دی .

 

4 : کله هم میړه ته دا مه وایه چی مور دی درباندی زما نه ډیره ګرانه ده ځګه هر انسان خپل ځای لری او هر څوک خپله درجه  .

 

5 : خپلو اولاد ته دا وښایه چی د آنی  ( نیا ) څنګه احترام وکړي او څنکه یی خدمت وکړی .

 

6 : کله نا کله یو څه هدیه ورکول او دا ورښیه  چی مینه ورسره کوی .

 

7 : خپلی خو اښی ته دا وروښایه چی ته یی دلور غوندی یی یا ورته دلور نه هم نزدی یی .

 

8 : کله یی چی دکوم کار اراده وه مرسته ورسره کوه او دمیلمنی غوند ی چلن ورسره مه کوه   اودس ته ورته او به ورکوه او یا داسی نور کارونه .

 

9 : دعا ورته کوه که هغه په غیاب کی وی یا په مخامخه وی چی الله دی دصالحاتو نه وګرځوی او یا الله دی په عمر کی برکت واچوی یا داسی نوری دعاګانی .

 

10 : کله یی چی څه شی په کار وه ورته یی اخله او یا چی ستا څه ضرورت وه ورته وایه او که چیرته تللی نو اجازت ترینه اخله .

 

11 : دکور دکارونو چی خلاصیدی ورسره کینه او خبری ورسره کوه داسی خبره مه کوه چی پری بده منی .

 

 

 

خوري په یاد ولره چه نن که چیرته ته انګور یی سبا به خواښی شی او پښتو کی متل دی چه :

څه کری هغه په ریبی الله دی نه کړی چه سبا ستا حال هم خراب وی .

 

اللهم وفقنا لما تحب وتر ضی