بسم الله الرحمن الرحيم
دشيطان سره يوه شپه
ليك : داكتر عيض عبد الله القرني
ژباړه: ميوند ننګيال
درټل شوي شيطان سره مي په يوه تياره شپه كي خبري وكړي كله مي چي دسهار اذان واوريده نو دجومات تللو ته مي اراده وكړه :
شيطان راته وويل : وخت ډير دي وروسته لاړشه .
ورته مي وويل : ډاريږم چي فرض قضاء نكړم .
راته يي وويل : لا وختي دي
ورته مي وويل : چي د جمعي د ثواب نه محروم نشم
راته يي وويل : په طاعت كي په ځا سختي مكوه
نو همداسي ويده پا تي شوم او دلمر د راختو سره راويښ شوم نو بيا يي راته په كراره وويل :
مه خفه كيږه خير دي د سهار دلمونځ قضايي به وروسته وكړي لا ورځ پا تي ده .
كيناستم چي لږذكر وكړم
نو دفكرونو يو لوي دفتر يي راته مخكي كيشود.
ماورته وويل : ددعا نه دي تير ويستم
راته يي وويل : بيږا شپي ته به يي وكړي
بيا مي قصد وكړچي توبه وباسم
راته يي وويل : دځواني نه خوند واخله
ما ورته وويل : دمرګ ويره ده راسره
راته يي وويل : ستا خو لاهيڅ عمر ندي مخكي ډير عمر درته پا تي
كيناستم چي يو څو اياتونه دقران حفظ كړم .
راته يي وويل : په موسيقي روح تازه كړه ځكه موسيقي دروح غزا ده .
ما ورته وويل : موسيقي خو حرامه ده.
راته يي وويل : دادبعضو علماؤ خبري دي .
ماورته وويل : ماسره يي دليلونه دي .
راته يي وويل : هغه ټول ضعيف او موضوع دي .
يوه انجلي تيره شوه نو ما خپل نظرلاندي ښكته كړتر څو كنهګار نشم
راته يي وويل : ولي دي نظر لاندي كړ.
ماورته وويل : په نظر كي لوي خطر دي .
راته يي وويل : دالله په قدرتونو كي فكر وهل حلال دي .
لاړم چي دحديثو درس وركړم .
راته يي وويل : چه ځان كي عيب مه پيدا كوه .
ما ورته وويل : چي پدي كي ثواب دي .
راته يي وويل : ډاريږم چي غرور ونه كړي او دا دفساد سر دي .
ما ورته وويل : چي ديو څو پښتنو جوابونه راكړه ويي ويل : وايه .
ما ورته وويل : چي دډشونو په باره كي څه وايي .
راته يي وويل : د زمونږوسله ده خلك داسي كوو لكه ځناوران .
ما ورته وويل : د اكافي شاب څنګه دي .
راته يي وويل : هر بي لاري ته ښه راغلاست .
ما تري وپوشتل : ستاسو ذكر څه شي دي ؟
راته يي وويل : بدلي .
بيا مي وپوښته : ستاسو كار ؟
راته يي وويل : دخلكو بي لاري كول .
بيا مي وپوښته : د بازار په باره كي څه وايي ؟
راته يي وويل : دغه خو زمونږاډه ده .
بيا مي وپوښته : خلك څنګه بي لاري كوي ؟
راته يي وويل : په شهوتونو ز
بيا مي وپوښته : ښځي څنګه بي لاري كوي ؟
راته يي وويل : په فيشن او بازار ته تللو .
بيا مي وپوښته : علماء څنګه بي لاري كوي ؟
راته يي وويل : په كبر حسد او كينه بازي .
بيا مي وپوښته : عام وكړي څنګه بي لاري كوي ؟
راته يي وويل : په عيبت دروغو بهتان او شيطانت .
بيا مي وپوښته : تجاران څنګه بي لاري كوي ؟
راته يي وويل : په سود او صدقي نه وركولو .
بيا مي وپوښته : ځوانان څنګه بي لاري كوي ؟
راته يي وويل : په موسيقي عشق فلمونو او ناروا كارونو .
بيا مي ورته وويلي چي دبعضي ملكونو په باره كي څه وايي ؟
راته يي وويل : لكه څوك ؟
ماورته وويل : اسرايل څنګه دي ؟
راته يي وويل : ګوره غيبت مه كوه چي لويه ګناه ده هود زما بچي دي را باندي دځانه ګران دي او زړه
ته مي ډير نزدي دي بعضي كارونه دا كوي او ماته يي ضرورت نشته .
تري ومي پو ښتل : دامريكا باره كي څه وايي ؟
راته يي ډاډه وويل : چي ما ورسره نكا ح كړي زما عسكر هلته دي او زما ځا يدي .
ورته مي وويل : دچا نه په تكليف او په عذاب يي ؟
راته يي وويل : سخت يي سرګردانه كړي يم زه چي بدلي وايم دوي تلاوت كوي او زما دراتګ نه پناه غواړي .
ورته مي وويل : چي شرابي ته دي څه ويلي ؟
راته يي وويل : ورته مي وويلي چي وڅكه وڅكه دانګورو او به دي غمونه لري كوي بيا يه تويه وكړي.
ورته مي وويل : چي په څه شي مړ كيږي ؟
راته يي وويل : اية الكرسي او معوذتين زړه مي تنكوي او او بيا مي په بلا سر وي .
ورته مي وويل : كوم خلك دي خوښ دي ؟
راته يي وويل : ډمان او هر بي لاري .
ورته مي وويل : كوم خلك دي بد راځي ؟
راته يي وويل : اهل مساجد زاهد عابد او هرنيك عمله .
بيا مي ورته وويل :
اعوذ بالله من الشيطن الرجيم نو داسي ورك شو چي بيخي پري پوه نشوم
(