ځوانان په دري قسمه دی

لیک : آحمد بن صالح بن فهد الخلیف
ژباړه : میوند ننګیال

۱ :  د ځوانی مرحله کله شروع کیږی :

دځوانی مرحله د ماشوم د بلوغت سره شروع کیږی لکه څنکه چی الله عزوجل په
خپل کتاب کی فرمایی :
((واذا بلغ الاطفال منكم الحلم فليستأذنوا كما استأذن الذين من قبلهم ))
ترجمة :
او کله چی ورسیدل واړه هلکان ستاسی حد د ( بلوغ ) عقل ته پس اجازه دی
وغواړی ( د ننوتلو ) له تاسو نه لکه ځنګه چی اجازه غو ښتله ( د ننوتلو )
هغو کسانو ( چه بالغان وو) مخکی او پخوا له دوی هم داسی.سورة نور 59

او د علی ابن ابی طالب رضی الله عنه نه روایت دی چه رسو ل الله صلی الله
علیه وسلم فرمایلی :
" رفع القلم عن ثلاثة : عن النائم حتى يستيقظ ، وعن الصبي حتى يشب ، وعن
المعتوه حتى يعقل "
قلم ددریو کسانو نه او چت کړی شوی دی ( یعنی دوی معاف دی ) کله چه یو
انسان ویده وی او تر څو د خوب نه نوی پا څیدلی ، ماشوم تر څو چه ځوانی نه
ته نوی رسیدلی ، او لیو نی چه تر څو په حال شوی نه وی . ترمذی

که پاسنی ایات او حدیث ته وګورونو داوینو چی الله عز وجل هغه کس ته چی
دبلوغت مرحلی ته نوی رسیدلی د ماشوم خطاب کړی او همدا رقم رسول الله علیه
افضل الصلاة وسلام هم څوانی د بلوغت نه پس ښودلی ده .
نو پدی اساس د ځوانی مرحله د یوه انسان د بالغیدو نه وروسته شروع کیږی چی
د بالغیدو نه ( چه هغه د هر انسان په لحاظ فرق کوی ) شروع کیږی او تر
څلویښت کلنی پور ی دوام لری .
ولی تر څلویښت کلنی پوری وی ؟ څکه :
کله چه انسان بالغ شی نو دهغه بدن وده او برمختګ شروع کړی او تر څلویښت
کلنی پوری دا وده دوام کوی  .
انسان چه کله څلویښت کلن شی نو دنورو کلونو په لحاظ ډیر طاقتور او هوښیار وی .
کله چه انسان څلویښت کلن شی نو عقل یی پوخ شي دلیل یی د الله تبارک
وتعالی د ا قول دی :
( حتى اذا بلغ اشده وبلغ اربعين سنة ):
ترجمة : تر هغه پوری کله چه ورسیده دی قوت (  دهوښیاری ) خپلی ته او
څلویښت کلنی ته ورسیده .

د ځوانی ددوری اهمیت :
۱ : دا هغه دور دی چه انسان د تکلیفونو او مشکلاتو سره مخامخ کیږی ځکه
حدیث مبارک دی چه علی ابن ابی طالب رضی الله عنه روایت کړی دی جه رسول
الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمایلی :
( قلم ددریو کسانو نه او چت کړی شوی دی ( یعنی دوی معاف دی ) کله چه یو
انسان ویده وی او تر څو د خوب نه نوی پا څیدلی ، ماشوم تر څو چه ځوانی نه
ته نوی رسیدلی، او لیو نی چه تر څو په حال شوی نه وی. ترمذی )
دا هغه دور دی چه انسان پکی د ښه علم او عمل کولو طاقت لری .
۲ : داد طاقت او زغم عمر دی خو دا طاقت او زغم ورسره تر اخر ه نه پاتی
کیږی څومره چه د انسان عمر زیاتیږی نو طاقت حوصله او زغم یی هم کمیږی
الله سبحانه وتعالی فرمایی :
 ( ومن نعمره ننكسه في الخلق افلا يعقلون )
ترجمه : او چاته چه اوږد عمر ورکړو نو نسکور به کړو هغه په پیدایښت کی
ایا دوی عقل نه کوی .
مطلب دا چی : ایا تاسو نه ګوری او فکر نه کوی څنکه یو روغ او رمت انسان
کله چی سپین ږیری او زوړ شی څرنګه د اوریدلو، لیدلو، او تللو نه داسی
معذوریږی لکه څنګه چه په ماشوم والی کی د نورو د کومک او معونت او لاس
نیولو ته محتاجه وی او کله چی سپین ږیری شی نو همغه د ماشوموالی عادتونه
له سره شروع کیږی .
او دالله سبحانه وتعالی دا قول چه فرمایی :
(الله الذي خلقكم من ضعف ثم جعل من بعد ضعف قوة ثم جطعل من بعد قوة ضعفا
وشيبة يخلق ما يشاء وهو العليم القدير ) ترجمة  :
الله عز وجل هغه (مطلق قادر ) دی چه پیدا کړی یی تاسی له کمزوری ( شی څخه
چه نطفه ده ) او بیا یی د رکړی دی وروسته له بل ضعف ( چه ماشومتوب دی)
قوت ( دځوانی ) بیا یی درکړی وروسته له قوت ( د ځلمیتو ب نه ) ضعف او
کمزوری او دویښتو سپین والی ، او الله هر هغه شی پیدا کوی چه اراده یی
وکړی او هغه عالم او قادر دی سورة روم 54
امام ابن جوزی رحمة الله علیه فرمایی :
یعنی د ماشوموالی د کمزوری نه یی وروسته دځوانی طاقت درکړ اد دځوانی د
طاقت نه یی وروسته د سپین ږیری توب کمزوری .
۳ :دانسان د عمر دټولو نه لو یه او اوږده مرحله ده:
که جیرته دیوانسان عمر د شپیتو نه واخله تر او یاوو پوری وی نو دځوانی
مرحله په ټولو کی اوږده مرحله راځی .
د ابو هریرة رضی الله عنه نه رورایت دی چی رسو ل الله علیه افضل الصلاة
وسلم فرمایلی :
چه زما دامت عمر د شپیتو او اویاوو کالو ترمنځ دی او کم خلک به داسی وی
چی عمر یی ددی نه تجاوز وکړی یا زیات وی . ترمذی .
۴ : پدی وخت کی انسان ډیر فعال وی .
که پر تاریخ نظر واچوو نو دابه ووینو چه ځوانانو په هر ځای او هر وخت کی
ډیرمهم اونه هیریدونکی رول لوبولی دی الله عز وجل فرمایی :
( انهم فتيـة امنوا بربهــم وزدناهم هدى ):
بیشکه دوی داسی ځلمیان دی چه ایمان یی راوړ پخپل رب باندی او مونږ ورته
هدایت زیات کړ . سورة کهف .
۵ : د ځوانی دور د امتونو ستنی دی .
بی له څه شکه او شبهی ځوانان د یوه ملت او ټولنی ستن یا د ملا تیرونه دی
دغه ځوانان دی چه لویی لویی کارنامی یی کړی ویده قومونه یی راویښ کړی .
دیر احادیث شته چه دځوانانو ذکر پکی راغلی لکه :
د ابی هریرة رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله علیه الصلام وسلام فرمایلی :
 (أ هل الجنة شباب جرد ، مرد كحل ، لاتبلى ثيابهم ، ولايفني شبابهم )امام مسلم
بل ځای کی رسو ل الله علیه سلام فرمایی :
" سبعة يظلهم الله بظله يوم لاظل الا ظله : امام عادل وشاب نشأ في طاعة
الله ورجل قلبه معلق بالمسجد "
اوه کسان داسی دی چه الله تعا لی به یی د محشر په ورځ د خپل سوری دلاندی
ځای ورکړی چه په هغه ورځ به دده مهربان اواورحیم  رب دسوری نه بغیربل
سوری نه وی چه په هغوی کی یو عادل امام ، او هغه ځوان چه ځوانی یی دالله
عزوجا په طاعت او عبادت کی تیره کړی وی او هغه کس چه زړه یی د جومات سره
تړلی وی .
صحیح بخاری . او رسول الله علیه سلم فرمایی :
" يعجب ربك من الشاب ليست له صبوة " امام احمد . داسی ډیر احا دیث شته چه
د ځوانی په باره کی راغلی .

د ځوانانو قسمونه :
که چیرته ځوانانو ته په ښه دقت نظر وکړو نو وبه وینو چه ځوانان په دری قسمه دی .
۱ : صالح او نیک ځوانان .
۲ : شکمن ځوانان
۳ : بی لاری ځوانان

۱ : صالح او نیک ځوانان :
دا هغه ډله ده چه یو ټولنه او ملت پری فخر کوی او ددی د خوشحالی کامیابی
او پرمختګ سمبول وی او دالله عز وجل نه دعا کوو چه داسی ځوانان نور هم
زیات کړی تر څو زمونږ تولنی ته خدمت وکړی .
دا هغه ځوانان دی چه : د خپل دین سره بی انتها‌ء زیاته مینه لری اوددین
لپاره خدمت کوی .
دا هغه ځوانان چی جه : د الله عزوجل پوره اطاعت اوعبادت کوی .
دا هغه ځوانان دی چه : د رسول الله علیه صلاة والسلام په قول او عمل
باندی پابند دی او اطاعت یی کوی .
دا هغه ځوانان دی چه : پدی ایمان لری چه الله دټول کون خالق او مالک دی
او دهغه په قدرتون کی فکر کوی .
دا هغه ځوانان دی چه : د الله عز وجل په ملایکو ایمان لری .
دا هغه ځوانان دی چه : د الله په کتابونو او نازلی شوو صحیفو ایمان لری .
دا هغه ځوانان دی چه : لمونځ کوی روژه نیسی او پری پابند وی .
دا هغه ځوانان دی چه : امر بالمعروف و نهی عن المنکر وی .
دا هغه ځوانان دی چه : ر ښتیا وایی رښتیا اوری .
دا هغه ځوانان دی چه :د هر مسلمان ښه غواړی او دهغوی په درد دردیږی .
دا هغه ځوانان دی چه : ښه اخلاق ،سلوک په اسلا می احکاماتو پا بند ، نرم
، زړه سواند ، برد بار ، صبر کوونکی ،صلح خوښونکی ،د غټي سینی او حو صلی
خاوندان وی .
دا هغه ځوانان دی چه : دهر هغه عمل نه یی نغرت او کرکه وی چه په اسلام کی
یی مما نعت وی لکه دروغ ،موسیقی او داسی نور .
دا هغه ځوانان دی چه : چه پابندوی او دخپل وخت نه استفاده کوی .

۲ : شکمن ځوانان :
دا هغه ځوانان دی  چه اکثره شکمن وی چه کومه لار صحیح ده او کومه غلطه ده
ځکه ده په یوه داسی چا پیر چل کی وخت تیر کړی وی چه د هری خوا نه د شر
دروازی خلاصی وی .
دا هغه ځوانان دی چه :  په عقیده کی شکمن وی .
دا هغه ځوانان دی چه : سو لوک او چلن یی کله یو رقم وی او کله بل رقم .
دا هغه ځوانان دی چه : په اسلامی شعایرو پا بند نه وی کله یی کوی او کله نه .
دا هغه ځوانان دی چه : کله چه یو کار کوی شکمن وی چه دا صحیح دی او که خطا.
دا داسی ځوانان دی چه روژه به یی نیولی وی خو لمونځ به نه کوی او یا به
لمونځ کوی خو کله دجمعی یا په ورځ کی یووخت یا دوه وخته .
دا هغه ځوانان دی چه زمونږ په ننی تولنه کی ډیر زیات شوی یا دخرابو ملګرو
سره دناستی وجه یا په یو داسی ځای کی درس ویل چه د اسلام نه ناخبره وی .

۳ : بی لاری ځوانان :
دا هغه ځوانا ن دی چی پیداشوی په یوه مسلمانه کورنی کی دی او ښه خلک وی
خو دا ځوانان په یوه داسی تولنه کی لوی شوی وی چه د اسلام نه ډیر لری او
ناخبره وی .
دا رقم ځوانان د خپل ځان او ټولنی لپاره یو ډیر بد او خراب شګون وی او دا
کوشش کوی چه خپله ټولنه څنګه نوره هم ټيټه او خرابه کړی چه دا یوه داسی
انسان وی چه علاج یی دیر مشکل وی بغیر د الله د رحم نه بله لار نه وی چه
اصلح شی .
داسی ځوانان وی چه په بدو کارونو کی مصروف وی او ښی خبری او ښه کار ته
هیڅ غاړه نه ږدی .
دا داسی ځوانان وی چه ددی هیڅ پروا نه کوی چه د الله او دهغه دبندګانو
حقوق یی پا یمال کړی .
په خپلو اعمالو اقوالو ، فکر او سلوک کی غیر منظم وی .
په خپله رایه قایم وی د بل خبره نه اوری داسی فکر لری چه دی څه وایی هغه
صحیح دی او بل چه څه وایی هغه دروغ او غلط دی او که څوک یی د کوم قول فعل
مخالف وی نو هغه یی هر وخت بدی راځی .
د ښی لاری نه لری او خپل دین نه لری وی او هر بد او د شرعی خلاف عمل ورته
ښه ښکاری .

ای مسلمانه او قدر وړ وروره !
راځه لږ فکر وکړو چه دالمرد زوال په وخت څرنګه رنګ بدلوی او ګرموالی یی
هغومره نه وی لکه د غرمی په وخت کی چه وی ایا د ی سپوږمی ته دی لږ سوچ
کړی چه د میاشت په اخری ورځو کی یی څنګه رڼا ختمه شی همدا حال زمونږه هم
دی اول ماشومان وو بیا ځوانان شوبیا به پوډاګان  شو پیا مړه پيا راژوندی
او بیا په حساب او کتاب وی او ټول انسانان پدی دنیا کی مسافر دی .
نو ای ګرانه وروره !
ته څه کوی، خه دی کړی او کوم خواته روان یی او زما اوستا څه شی انتظار کوی .
ګرانه ښه سوچ وکړه !
ګرانه ښه سوچ وکړه چه څومره خلک دی دنیا ته راغلل او څومره ترینه لاړل دا
دنیا مالدارواو غریبو خلکو دواړوپریښی او ترینه خالی لاسونه تللی نو
وروره ! زمونږ ټولو همدا لار ده ایا مونږ د هغی ابدی ژوند لپاره څه نیک
عمل کړی او که کړی مو دی نو څومره ایا د نبی علیه افضل الصلاة والسلام نه
نه یی خبر چه :
دشپی به یی دومره عبادت ګاوه چه پښی مبارکی به یی وپړسیدی او عایشی رضی
الله عنها ورته ویلی وه چه یا رسول الله علیه سلام تاته خو الله عزوجل
مخکنی اوروستنی ګناهونه ټول معاف کړی نو هغه صلی الله علیه و اله وسلم
ورته وفرمایل : افلا اکون عبد ا شکورا.
دا دنیا هیڅ بقا نلری فانی ده او الله عز وجل ته به اخر ورڅو یا به مو
جنت څای وی یا جهنم ( الله مو دی دجهنم د اوره په امان کی وساتی ) هغه
ژوندون دایمی ژوندون دی هیڅ فنا نلری الله عز وجل فرمایی :

 ( يا أيها النـاس ان وعد الله حق فلا تغرنكم الحيـاة الدنيا ولايغـرنكم
بالله الغـرور ) سورة فاطر

الله دی راته د نیک عمل توفیق راکړی او د رټل شوی شطان نه مو دی په امان
کی وسا تی .
هغه شاعر څه شه ویلی :
                     انظر الى من حوى الدنيا بأجمعهــا ***** هل راح
منها بغير الحنط والكفن