شپه رابولي او رڼا په كاڼو ولي
خلك زموږ د ژوند سبا په كاڼو ولي

زموږ خپلوي يې د نظر د تلو خار ده
ځكه ما او هم اشنا په كاڼو ولي

زموږ د كلي د دې خوار وجود پر ضد دي
هم جومات او هم كلا په كاڼو ولي

فرق مو نكړي دي بلا راته اخستي
هم مو خان او هم ملا په كاڼو ولي

د روغتون او د مكتب نړېده غواړي
هم معلم هم مسيحا په كاڼو ولي

غواړي نوم مو د تاريخ له پاڼو وران كړي
هم مو نن او هم پخوا په كاڼو ولي

د مكارو نزدېكت هيڅ په كار ندى
نن مو خپل سبا مو بيا په كاڼو ولي

كه خپل سر له ماتېدو غواړې افغانه
نو پر لاره د يوالي ګام په كار دى

ځان ځاني ته شا كول د وخت اړتيا ده
و بريا ته زما او ستا ادغام په كار دى

د كاروان اصل منزل ته رسول دي
د دښمن هر يو خوځښت ته پام په كار دى

د روښانه سباوون په خاطر ټولو
لراوبرو ته يو ګډمرام په كار دى

چي يو موټى يو قوت وي بوريواله
د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى