نن مي بيا بل اور پر بشر دی بيا مي ته يادېږې
هر يو ساعت تر بل بتر دی بيا مي ته يادېږې

هلته چي موږ به سره ناست واوس مي پښې نه ورځي
اوس بې لتا هغه ځاي بر دی بيا مي ته يادېږې

سايې اوږدې شوې د ژوندبله ورځ بې تا تېره شوه
لمر د کوهار ده غره پر سر دی بيا مي ته يادېږې

اوريځو بيا د لمر و مخ ته تور ټکری ونيوی
څومره په زړه پوري منظر دی بي امي ته يادېږې

يو څه مي زړه راته اشنا زړې کيسې تيري کړې
بل د بوري ژړ مازيګر دی بيا مي ته يادېږې

زه بوريوال په دې ډاډه ومه چي هېر مي کړې ته
په ما دي کړی څه منتر دی بيا مي ته يادېږې

نن مي بيا بل اور پر بشر دی بيا مي ته يادېږې
هر يو ساعت تر بل بتر دی بيا مي ته يادېږې