مقالې
په وزيرستان کې د طالبانو په اړه لنډ استخباراتي معلومات
په وزيرستان کې د طالبانو څلور لوی ګروپونه فعالیت کوي د ګروپونو نومونه په دې ډول دې - وزيرستان طالبان - حقاني نيټورک - د هيبت الله ملګري چې د افغانستان طالبان هم ورته وايي - او څلورمه ډله بلېک مېل شوي طالبان د وزيرستان طالبانو د مهمو قومندانانو له ډلې څخه يو *ګوډ عبدالرحمن* دى چې په پکتيکا برمل ولسوالۍ کې مرکزونه لري, واڼه کې مرکز لري او د پاکستان بنو کې هم دوه مرکزونه لري يو د *پاسپورټ دفتر* څنګ ته دويم د بنو ټاون کې او پخپله ګوډ عبدرحمان په *پوځي چاوڼۍ* کې اوسي او دوئ له
پوهنتونونه او آنلاین تدریس د عالی تحصیلاتو د وزارت دتوجه وړ
د کورونا ناروغی نه یوازی افغانستان ته، بلکه ټولو غټو او کوچنیو هیوادو ته ډیر تاوان ورساو. د نورو پسمانیو ترخوا یی درسی پروسیجر توقف کړ. د هفتې په ورځ اپریل ۲۵ باندې ازادی راډیو ته غوږ وم یو تن د پوهنتونونو د نوی کاریکالم په بابت کی خبری او مرکه کوله هغه افغانستان کی انلاین ناشونی وباله، بیا هوای تازه پروګرام ازدی رادیو کی ځوانانو سره مرکی وی هغو هم آنلاین نه شکایت غوندی درلود. وزارت تحصیلات تصمیم ونیو چی د محصلانو وخت ضایع نشی نو امر یی وکړ تمامو پوهتونو کې دی انلاین درس د شروع کړی. په دی کی
په چاپیریال باندې د صنعت او ترانسپورت اغېزه !
د "چاپیریال" د مفهوم منځپانګې په اړه : په دې وروستیو کې د افغانستان په لویو ښارونو او تېره بیا د کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه خورا زیات رپوټونه د ټولنیزو رسنیو له خوا خپاره شول ، چې ورسره جوخت دلته او هلته د دغه ککړتیا د مخنوي لپاره د اړوندو مسئولینو له خوا د ځینو ځانګړو تدابیرو نیولو لپاره ناستې او غونډې تر سره شوې . خو کومې د پام وړ پایلې له ځانه سره نه درلودلې . خو له هغه ورځې راهیسې ، چې د کرونا ویروس ( کووید ــ ۱۹) سره د مبارزې پخاطر په ګرځېدو راګرځېدو بندېز لګول شوی د ځینو سرچ
ملي اتل عارف وزیر او توپاني پښتونخوا
د پښتنو ملي اتل سردار عارف وزیر د پنجاپي پوځ د اپریل په لومړۍ ۲۰۲۰ کال د جمعې په ماښام په داسې حال کې چې روژه ماتي ته درې منټه پاتې و د خپل کور سره نږدې برید وکړ ا و وروسته په روغتون کې یې ساه ورکړه. پنجاپی پوځ په غیر مستقیمه توګه عارف وزیر باندې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي دي: (زما وطنه ستا هر دښمن به له منځه یووړل شي.) او بیا یې د عارف وزیر نوم اخیستی دی. په تیرو دوو کلونو کې محمد ابراهیم ارمان لوني، ادریس وزیر، مشال خان ، نقیب الله ، هارون بلور، حمیدالله کابل خیل ، طاهر
پښتو څپه ییز جوړښت
لنډیز څپه هغه فونولوژیکي توک دی چې د کلیمې په رغښت کې د ملا تیر هومره ارزښت لري. یوه پوره او معیاري څپه د پيلیزې، زړي او پاییزې لرونکې ده، خو په ورته مهال کې له څپې څخه د پیليزې یا پاییزې برخه لوېدلی هم شي. هېڅ څپه زړي او خپلواک غږ پرته نشي رغېدلی. د څپې په جوړښت کې خپلواک یا واول هومره ارزښت لري، څومره چې څپه یې د کلیمې په جوړښت کې لري. همدا خپلواکونه دي چې په څپیز وېش او ډولونو کې یې بنسټیز نقش لوبوي. وییونه د یولړ ټاکلو څپیزو اساساتو له مخې پر څپو وېشل کېږي، چې د ژبو ترمنځ ښايي یو له ب
د ثبات او همپالنې ټیم د طرحې پر وړاندې ځوابي طرحه
د ډاکتر اشرف غني غټه نیمګړتیا دا ده چې پر ځان بې ځایه غره دی، درباري غوړه مالان ترې راتاو دي، له هر چا څخه طرحه غواړي ، خو خپله بیا د یوې جدي او خطرناکې سیاسی موضوع پر وړاندې عملي طرحه نه لري.د ټیم جوړونې ظرفیت هم نه لري؛ یوازې دولتي امتیاز د ده پر محور د نامتجانسو افرادو د را ټولېدو سبب شوی دی، د ملي افرادو برخه په کې ډېره خواره ده.همدا علت دی چې د ده حکومتي او سیاسي سیالان ، دی وخت پر وخت له سختو ننګونو سره مخامخوي.د ده د مقابل لوري د ټلوالې (نظار شورا) ماهیت او خصوصیت بیا دا دی چې
د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه -۹ برخه
ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په انګلستان کې د خپلې معلمۍ د دندې د پیدا کولو په هکله، یو څه معلومات وړاندې کړم. ما الحمدلله، د ۱۹۹۱ میلادي کال په آخر کې خپله دکتورا، د الکترانکس په برخه کې خلاصه کړه. دا هغه وخت و، چې د خلیج لومړنی جنګ هم واقع شوی و. دلته په انګلستان کې، هر شاګرد کوښښ کوي، چې د زده کړې
کرونا او اقتصاد
د تاریخ په بیلابیلو وختونو کې انسانی ټولنې له راز راز ناخوالو او کړکیچونو سره مخامخ شوی دی، زموږ په اوسنی وخت کې دغو ناخوالو ته بحرانات اوحوادث (crisis & disasters ) وایی. په دې کې جګړه، زلزلې، سېلاوونه، ناروغۍ ، وچکالی، سیاسی کشمکشونه او داسې نور مصیبتونه راځي. دنن ورځې نوې عامه ادارې او علمی مدیریت دغو دواړو حالاتو ته د حل لارې ښودلي دي، هغه څه چې مهم دی، هغه ددغو پیښو او مصیبتونو اقتصادی، روحی او اجتماعی ناوړه تاثیرات دي. له بده مرغه د ۲۰۱۹ په وروستیو او د ۲۰۲۰م. کال په لومړیو کی د کرو
د دوسرکې سړه خونه
چا د پي ار ټي ځايي د بیا ودانولو ګروپ ته مشوره ورکړه چې ددې ولسوالی خلک په کرنه بوخت دي که چېرې د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې لپاره ورته سړه خونه او زیرمه تون جوړ شي نو د ولسوالۍ خلکو سره به لویه مرسته شوي وي نو هغوی ته هم دغه پروژه ښه ښکاره شوه او قبوله ېې کړه ، څو ورځې وروسته اینجنیران راغلل ساحه ېې د دوسرکې نومې ځای کې له کلیو څخه لرې انتخاب کړه ، د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو ، د شاوخوا کلیو په لس ګونو خلکو د ودانۍ جوړولو کې کار کاوه ، په څو میاشتو کې د ودانۍ جوړولو کار بشپړ شو ، قیمتي ماشینونه
لمړۍ برخه ـ د پښتون روڼ آندتیا او پښتو ژورنَلیزم پلار
ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار zirakyar1234@yahoo.com لوَړ(دنګ،جګ) بابا د خپل وخت بایزید روښان پير و(۱۵۲۵ـ ۱۵۸۱=۹۰۳تر۹۶۰لمریز). روښان پيـر په دې پسې ملا تړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت هم «روښاني» و ګڼل شو. لوړبابا د پښتون – افغان د ملت سازۍ په ډګر کې د سیاسي، کلتوري، اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. لوړ بابا غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته ج
د ثور اومه او اتمه د ولسي قضاوت په محکمه کې
د کرونا د لوړې کچې ګواښ سره سره مو د د غوائي اومه نه هيريږي. په دغه تړاو زمونږ ډيرى خلک د معلوماتو د نشتون له امله په تيارو کې ژوند کوي. د ثور اومه، زمونږ د وياړلي تاريخ منحوسه ورځ! پوره دوه څلویښت کاله وړاندې ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د سردار محمد داود تر مشري لاندې جمهوري حکومت باندې د کمونست پلوه خلقیانو خونړئ کودتا ورځ. هو، هغه د ګردونو او بادونو ورځ. هغه ناورين زيږونکې پنجشنبه. د وحشتونو ظلمونو ناورينونو توره منفوره مردوده او مغضوبه ورځ چې زيږولئ ناورين يې لاهم ادامه لرى. د تر
ټولګډونه که بهرګډونه هېواد
تل مې خیال دطوس په کنډوالې ولوید ومې لید چې کونګ د چرګ پرخای ناست دی ومې ویل څه خبرله دې کنډ والې څخه دي ویې ویل خبر همد ادی چې افسوس افسوس! به دې مقاله کې بحث پر دې نه دی چې څوک ښه دی او څوک خراب ، کمونست دی یاا مپریالیست ، سیکیولر، تکنوکرات او یا کوم بل لامل . که تاریخ ته ځیر شو ټول افغانان پښتنو ، تاجکو ، ازبکو ، ترکمنو ، هزاره ګانو ، نورستانیو ،ا و نورو دکلکې عقیدې ، مسلمانی او په خپل باور او ایمان باندې دیوه مطمن مسلمان ولس ادعا کړې ده. افغانانو تل خپل یووالی داسلام به رڼ
اندونیزیا کې لسګونه ناقانونه مهاجرین نیول شوي
له مالیزیا څخه اندونیزیا ته ستنیدونکي لسګونه ناقانونه مهاجرین نیول شوي د اندونیزیا سمندري پولیسو خبر ورکړی چې لسګونه هغه اندونیزیايي ناقانونه مهاجر کاریګر یې نیولي چې مالیزیا ته په ناقانونه توګه د کار لپاره تللي و. پولیسو ویلي دغه کسان هغه مهال وینول شول کله چې هڅه یې کوله له چارواکو څخه په پټه په قاچاقي او ناقانونه سمندري لارو بیرته اندونیزیا ته راستانه
موږ هم یوه برخه د طبیعت یو او د طبیعت سره مو یون دی
څرنګه چي وینو موږ هم یوه برخه د طبیعت یو او د طبیعت سره مو یون دی. نو چي داسي ده باید له طبیعت سره سم وخوځېږو. یاني هغه کسان چي له طبیعت سره دټولني موازي(parallel) نه دي نه باید لوړ مسؤلیت یاني زعامت ورپغاړه کړو. لکه: ډېر زاړه خلک، ډېرمزمن ناروغی کسان، ډېر افراطي یاني (Extremist)اوډېر ځان خوښه ونکي (Ego) یانې خودخوا. چي دوه لومړني ئې دطبیعي ناځواکۍ له مخه خپله دنده سمه پرمخ نه سو بېولای او دوه وروستني ئې دشدد له مخه دټولني له خوښي اوطبیعت سره سم کار نه سو کولای. او دوېم هغه ستاینیزي ک
د سنګر طالبه، تاته جګړه جهاد، خو ستا مشر ته تجارت دی
د سنګر طالبه! پوهېږم چې د قسمت، تقدیر او الهي آزموینې زیږو څپړو وهلی یې او له بې شمېره ناخوالو سره لاس او ګرېوان یې، خو ځان په خپله ولې هلاکت ته ورکوې؟ که ریښتیا د الله سبحانه تعالی په لاره کې جګړه کوې، نو همدا ستا رب تا ته د سولې امر کوي او له افراط څخه دې منع کوي۔ تا ولې دوې پښې په یوه موزه منډلې او د الله اکبر په بدرګه د خپل رب مخلوق وژني او د خپل رب کور نړوي؟ ولې او د چا لپاره جګړه کوې؟ د الله سبحانه تعالی لپاره که د داسې چا د ګټو لپاره چې تر اوسه دې نه دی لیدلې؟ کومه فتوا
د نیشاپور سپین سرې کونډه!
که چا د ښوونځي په دروازه قدم ایښی وي، یا یې د دیني مدرسې چوپال ته سر ښکاره کړی وي، یا څوک د خانقاه او تصوف کومې چوترې ته د ذکر او ورد لپاره ورغلی وي، نو حتما به د فخرالدین رازي له نوم او مقام څخه خبر وي. دغه شمله ور فیلسوف، مفسر او مورخ په ۵۴۴ هجري قمري کال چې د (۱۱۴۹م) سره سمون خوري، په لرغوني هرات کې پیدا او د شپیتو کالو په عمر په همدغه ښار کې وفات او خاورو ته سپارل شویدی. پداسی حال کې چې د ایران مذهبي مشران د فاطمینو د لښکر په قمچینه زموږ راتلونکې ګواښي، نو د دغه هیواد تنګ نظرې ناسیون
ناتو د سولی اوبه ولی خړوی؟ Why NATO plays the role of spoiler in Afghan Peace?
ناتو د روسی استعمار په مقابل کی د امریکا په مشری د اوروپایی دولتونو اتحادیه ده. هغوی افغانستان ته د امریکا په امر راغلل او باید د هغوی په امر له افغانستان نه ولاړ سی. اوس چه امریکایانو د سولی تړون امضا کړی هغه باید ټکی په ټکی عملی سی. د ناتو او اروپا غړی باید له منافقت او دوه مخی نه ډډه وکړی. دا چه د امریکایانو د وتلو لپاره تعهد کړی او طالبانو د امریکایانو له وتلو وروسته د افغانستان خاوره د امریکا د امنیت لپاره د خطر په توګه نه استعمالیدلو وعده کړی هغه باید په ټینګه په منلی
د افغانستان په عصری کولو او پرمختایی پلانو کی د محمد داود خان رول
له لرغونی آریانا بیا تر نن پوری په اوسنی افغانستان باندې درې غمیزی تیری شوی: لومړۍ یې دچنګیز ټکه وه، چی دهیواد مادی او معنوی بنیاد یی له بیخه برباد کړ. دوهمه یی داتلسمی پیړۍ د لوی استعماری قوت، یعنی دانګریزتاړاک و چی نه یواځی دا چی موږ یی په دریو خونړیو جګړو اړ ایستو، بلکی ډیر نور زیانونه یی هم راواړول: څه ناڅه اقتصادی زیربنا مو چی لرله هغه له منځه ولاړه، د افغانستان له لاری د وچی سوداګری، په سمندری سواداګری بدله او دوریښمو دلاری تاریخی، تجارتی او ستراتیژیک ارزښت کم شو، هغه ملی صنایع چی نوی پ
بین الافغانی یعنی څه؟
دوشم گذر افتاد به ویرانه طوس دیدم جغد نشسته برجای خروس گفتم چه خبرداری از این ویرانه گفتا خبر این است افسوس! خیام چانه زنی و دیپلوماسی زیرکانه حکومت اخندی ایران محمددابراهیم طاهریان با هیت معیتیش کدام نگرانی سیاسی را همرا ی پروفیسور عبالرب رسول سیاف یا عبد رب الرسول سیاف ٬ حاجی محقق٬ کریم خلیلی٬ صلاح الدین ربانی ولی همرای حمدالله محب به تنهایی ملاقات بعمل میاورد . درین دیدار البته کلتور وفرهنگ بخش میوه ٬ فرنیچر٬ پرده وکلکین ٬عکس ٬ ودرمجموع نمای خانه مسکونی تفاوت زیادی بنظر میرسد .
باید د نامتو اشخاصو په اولاد ونه غولیږو
دجهاد په دوران کې زموږ ډیر لایق عالمان او دانشمندان بهر ته مهاجر شول او د کمونیستانو پر ضد یی جهاد پیل کړ. زیاتره دوی دهیواد نامتو او مشهور عالمان او لایق اهل خبره و. کال ۱۳۸۱کې د امریکا له راتګ وروسته دافغانستان دولت یو شمیر دهغوی را دعوت کړل، خو دیو شمیر یی هغه مزه نه وه پاتی. بیا یی دهغوی د تخلص له مخی د دوی اولادونه راوغوښتل یو شمیرو یی ډیر عالی خدمات وکړل واقعاً په دین او وطن مین خلک و کور یی آباد. د ډاکتر سعید افغانی اولادونه ډیر تکړه خلک دی، د خان زمانخان کونړی نه تکړه اولادونه پاتی دی