ممکن نړيوالې ترهګريزې پېښې او پر وړاندې یې مبارزه په راتلونکو کلونو کې لا  پسې ډېره شي او شدت پيدا کړي، دا چې ولې به دا ترهګري پېښې اضافه کېږي ، لاملونه یې څه دي؟  يو ډېر اوږد بحث دی چې په يوې لنډې مقالې کې ټول په جزياتو سره نشي خلاصه کېدای. خو موږ لته ددې سببونو څخه په يوه  مهم او قوي علت خبرې کوو چې تر نورو ډېر مهم او اصلي لامل دی.
له دې سببونو څخه يو لامل د هغو تورنو کسانو پر وړاندې چې په ترهګريزو پېښو کې نيول کېږي د ناټو او په ځانګړي ډول د امريکا توند ،سخت  او بشري ضد چلند دی چې دوی يې له زندانيانو سره کوي. دا چې په دې برخه کې لکه د جنايي او نورو برخو د مجرمينو د بشري حقونو د ادارو او نورو هغو ادارو چې په جنګ او زندانونو کې د بشري قوانينو د عملي کېدا څارل ورله غاړې دی دست رسي ډېر کمه وي او تر ډېره ددې ادارو لاسونه  په دې برخه کې ورتړل شوي دي.
ځينې هغه کسان چې د ترهګري په تور له زندانونو څخه په لويديځ خصوصا په امريکا کې خلاص شوي دي او عربي او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته بيرته کورونو ته ستانه شوي وايي چې په دې زندانونو کې په دوی ډول، ډول تجربې کېږي او د شکنجې او ځورونې بېلابېلې لارې چارې او درمل پرې ازمويل کېږي.
 له زندانيانو سره له مرکو او خبرو اترو وروسته معلومه شوې ده چې يو له هغو څخه داسې کيمياوي موادو جوړې سپرې ګانې دي چې زندانيانو ته ورشيندل کېږي او دوی په عصبي سيستم ډېره بده اغېزه کوي
دا سپرې ګانې داسې يو تاثير لري چې تورن کس ځای پرځای د څه مودې لپاره فلج کوي، لاسونه او پښې یې کار پرېږدي، ځای پرځای درېږي او د حرکت توان نه لري، ماغزه او حواس یې کار کوي او داسې فکر کوي چې ګويا د تل لپاره فلج شوم، که ولاړ وي غورځي او له ډېر کوچني حرکت څخه هم لوېږي.
که څه هم د داسې موادو او سپرې ګانو کارول په نړيوالو اصولو او قوانينو کې جرم دی او بشري ضد کړنه ده، خو بيا هم ناټو په ځانګړي ډول امريکا دا کار په پټه کې کوي او  له تورنو زندانيانو څخه د اعتراف او معلوماتو او يا هم ځورونې لپاره له دې او دې ته ورته کارونو څخه کار اخلي.
دوی همدارنګه د PAVA spry په ډول سپرې ګانې هم کاروي چې د سترګو د موقتي ړندوالي او نابينايي لامل کېږي او یا د سترګو په سخت درد اخته کېدلی شي.
دا سپرې ګانې په هغوځايونو کې چې د تودوخې لوړه درجه لري ډېر زيانمنوکې تمامېدلی شي او د بشري او انساني حقونو څخه د يوې ښکاره سرغړونې په توګه پېژندل کېږي.
له زندانيانو سره ددې ډول کړنو تر ټولو ستر مرکز د امريکا د ګوانتنامو په ټاپو کې د امريکايانو زندان دی چې د ټولې نړۍ څخه په ترهګريزو پېښو کې تورن کسان امريکا همدې ځای ته انتقالوي.
له دې زندان څخه د خلاص شويو زندانيانو څخه چې د منځني ختيځ، افريقا، افغانستان او منځنۍ اسيا اوسېدونکي دي ځينو یې رسنيو ته ويلي وو چې په دوی ډول ډول تجربې کېدلې او د وژنکو او ځورونکو درملو د يوه لابراتواري توکي په توګه کار ترې اخيستل کېږي.
ان داسې درمل او پيچکارې هم ورکول کېدلې چې تورن کس داسې فکر کاوه چې يو څو ثانیې وروسته مړ کېږم، د بدن ډېر غړي يې د څو شېبو لپاره کار پرېږدي او زنداني فکر کوي چې ډېره په سختي ساه باسي او وايي چې د ژوند وروستۍ شېبې یې دي، خو ډاکټران یا د زندان مسوول کسان يې د نورو درملو په ورپېچکاري کولو سره بيرته په څه وخت کې عادي حالت ته راولي. یانې په يو ډول په دې کسانو باندې تجربې او د وژنکو او ځورونکو درملو تجربې روانې دي چې کومې یې موثرې او  کومې يې غيرموثرې د دوی لپاره تمامېږي.
ځينې کسان چې له دې حالت وروسته ازادېږي او خپلو هېوادونو ته راځي د داسې شکنجو له امله چې له دوی سره شوې دي ان که له پيل څخه ترهګر او ورانکاری نه هم وي، په دې ډول ورانکاريو پيل کوي او فکر کوي چې په زندان کې يې څو څو ځلې مرګ په خپلو سترګو تجربه کړی دی او تر زندان نور بد حالت نشي پرې راتللی او په يو ډول له روغ انسان څخه عقده يي انسان جوړوي.
امريکا په خپلو دې کړنو سره روغ او بې ازاره خلک ترهګريزو کړنو ته هڅوي او فکر کوي چې په دې ډول کارونو به ترهګري مخه ونیسي خو د مخنيوي پرځای د یوه پرځای لس او د لسو پرځای سل کسان نور هم  له زندانيانو څخه ددې ځورونکو خبرو په نتجه کې پسې ډېرېږي.
زندانيان په  خوب کې ځورول کېږي، څو ورځې مسلسل خوب ته نه پرېښودل کېږي او له زندانيانو څخه زامبيان جوړ کړي چې هر ډول خبرو ته چې د مستنتقينو زړه وي اقرار وکړي.
د ازبکستان يو بندي چې احمد جباروف نومېږي  انټرفاکس خبري اژانس ته په خپله مرکه کې وايي چې 
ما ولیدل چې څنګه بندیان وهل کېدل او فزیکي ځورول کېدل. خو له ټولو ناوړه داوه چې چې ماته خپله د ناروغانو سپينه چپنه را واغوستل شوه  او د تحقیقاتو په جریان کې ، یو ناپیژندل شوی کیمیاوی مواد را  پېچکاري شول.
دوی وپوهیدل چې په ما باندې فزیکي وهل  تاثیر  او نتیجه نه ورکوي - او ما د اعتراف لپاره هیڅ هم نشي پيدا کولای- دوی ماته یو ډاکټر را وغوښت. او هغه ماته په رګ کې پيچکاري راکړه. د وهلو له امله مې چې کومو د بدن غړو درد کاوه هغه کرار شول درد مې خلاص شو. خو يو دم ما احساس وکړ چې زما پښې فلج کېږي او بې حسه کېږي ، او ما په خپل بدن کنټرول له لاسه ورکړ ،  حتی نشوای مې کولای چې خپله ژبه وخوځوم. د ساه اخيستل ډېر سخت شول ، مګر دماغ مې په بشپړ ډول ويښ او بيدار و. ما هر څه لیدل او پرې پوهېدم. او دا حالت ، کله چې تاسو حرکت نشئ کولی ، مګر تاسو په هرڅه پوهیږئ ډېر سخت دی او خورا ستونزمن و. ما فکر کاوه چې زه به د خپل ټول ژوند لپاره معلول پاتې شم. نور زه په ځان نه یم پوه شوی خو يو وخت چې رابيدارېږم چې يو څوک مې په دهليز کې د کش کولو هڅه کوي ، دوی زه د زندان له شفاخانې څخه خپل قفس ته وړلم.
جباروف په مرکه کې زياتوي چې هلته له ډېرو عربو او نورو خلکو سره دا کار کېده او چيغې او بد بد اوازونه به یې زما تر قفس پورې را رسېدل او ما فکر کاوه چې هغوی به حتما د دردونو او وهلو له امله وژل شوي وي.
که څه هم امريکا په نړيوال ميډيا کې چيغې وهي چې دا ډول کارونه دوی نه کوي او په زندانيانو داسې درمل کارول يو جنګي جنايت ګڼي خو رښتيا دادي چې د امریکا دې کارونو د دوی پر وړاندې د دښمني لمبې په خپله پورته کړې دي او په دې بشري ضد کړنو سره د جنګي اصولو څخه ښکاره سړغړونه او تېری کوي.