د دوستۍ او دښمنۍ ځانګړي معیارونه!
عبدالله وردک.
انګلستان - فبروری - ۲۰۲۱
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
دا خبره خو هر مسلمان افغان ته معلومه ده، چې مونږه افغانان، که له چا سره دوستي، او یا دښمني کوو، نو هغه باید خاص د الله(ج) په خاطر وي، او بس.
لېکن، نن سبا په اوسني افغانستان کې متأسفانه، دوستي، او دښمني د چوکۍ او یا پیسو په خاطر، تر سره کیږي، او بس.
نو له هغو افغانانو څخه باید یو څوک ګیله ونکړي، او نه د هغوی خبرو ته کوم خاص اهمیت ورکړل شي، چې د هغوی د دوستۍ او دښمنۍ یوازینی معیار، قدرت او پیسې وي.
په اوسني وخت کې به ډېرو افغانانو، د ځینو نورو افغانانو وېدیوګانې لیدلې وي، چې په یوه وخت کې یوه چاته هغه سپکې سپورې واىٔي، چې په اصطلاح تار په قطي کې نه پریږدي؛ او بیا همدغه سړی، بل وخت د همهغه سړي دومره صفت کوي، چې سړی ورته حیران پاته شي.
یعنې د ځینو افغانانو دپاره د دوستۍ او دښمنۍ معیار، فقط چوکۍ او پیسې دي. که چا لږشانته قدرت او یا پیسې ورکړې، نو بیا په ډېره سپین سترګۍ د هغو په هرځای کې صفت او د هغو د بدو کړنو څخه کلکه دفاع کوي.
لېکن، که له قدرته لېرې کړای شو، او یا یې پیسې پرې بندې کړې، نو هغه بیا دواړه سترګې پټې، او خوله خلاصه کړي، او هرڅه یې چې په خوله راځي، هغه وایي. که چېرې یو څوک ترې وپوښتي، چې تا پخپله خوله ویلي وو، چې دغه سړی، فاسد، فاشست، او قومګرا دی، خو اوس همدغه سړی، په همهغه مشخصاتو، د ستا په همدغه خوله، بیا پاکه ملاىٔکه شو، چې ته یې اوس دومره ښه وایې.
د پخوانیو افغانانو به قول، قول و، او پخپله وعده به کلک ولاړ وو. اوس خو ځینې افغانان، سهار له یوه سره، مازدیګر له بل سره، او ماشام له بل سره ملاتړلی کلک ولاړ وي. یعنې هرچا چی زیاتې پیسې او یا کومه چوکۍ ورته ورکړه، نو بیا به د خپل بادار په صفت نه مړیږي.
ډیره د تعجب خبره خو بیا دا ده، چې که څوک پوښتنه ترې وکړي، چې تا یو وخت د دې سړي په هکله، ډېر بد فکر درلود، او اوس څه وشول، چې همهغه سړی، بې لدې څخه چې په هغه کې کوم مثبت تغیر راغلی وي، د ستا په نزد دومره ښه سړی شو!
د هغې ځواب بیا دا وي، چې دا نو سیاست دی!
ځینې افغانان، په رسنیو، او نورو سوشیل مېدیا کې شپه او ورځ لګیاه دي، چې د خپلو بادارانو له کړنو څخه، ناحقه دفاع وکړي.
الحمدلله، تر اوسه، په افغانستان کې داسې مشران، او دیني عالمان شته، چې هېڅوک هم ندي توانېدلي، چې دوی د زر، او زور پذریعه چُپ کړي. دغو په اسلام او وطن مین افغانانو، الحمدلله په ښکاره توګه د مظلومو افغانانو له حق څخه په هروخت کې کلکه دفاع کړې، او هر وخت، د خپل ملت په څنګ کې کلک ولاړ دي. الله(ج) دې، د حق ویونکو مشرانو، او حق ویونکو دیني عالمانو شمېر، نور هم زیات کړي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، ځینې افغانان، د پیسو، او چوکۍ په مقابل کې، د هر ظلم او بې عدالتۍ په مقابل کې چُپه خوله ناست دي، او د هغو پیروان بیا د دوی دغې کړنې ته د ښه سیاست بڼه ورکوي!
په لنډه توګه، متأسفانه، ځینو افغانانو خپلې ژبې د چوکۍ، او پیسو تابع ګرزولې، او د دوی ژبې د آفتاب پرست د ګل په شان، د پیسو او چوکۍ په طرف ګرزي، او راګرزي.

د پام وړ ټکي:
د هر مسلمان افغان دپاره لازمه ده، چي ښو ته، ښه، او بدو ته، بد ووایي.
داسې ونشي، چې خدای مکړه، د قدرت او یا پیسو په خاطر، ښو ته بد، او بدو ته ښه وویل شي.
همدارنګه، ټول په اسلام او وطن مین افغانان، باید د خپل قوم او ګوند، ظالمان، او مفسدین پخپله مهار کړي.
هغه افغانان، چۍ د قدرت او پیسو په خاطر، د بل چا لپاره نیابتي بحث او ملاتړ کوي، باید پوه شي، چې دوی له خپل ځان، او نورو سره، ستر
ظلم کوي.
که فرضاً ځینې افغانان، د کوم عذر له کبله، حقیقت نشي ویلای، نو لږ تر لږه دغسې د هم نکوي، چې بیا پر هغه چا بد ووایي، چې هغوی د حق نه دفاع کوي.
په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د دعا لپاره لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com