د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له شرمښ نه د ديني او کلتوري ارزښتونو د ساتنې څه تمه کېدای شي؟

سید حسین پاچا 14.02.2008 08:35

ښاغلی ولسمشر کرزی!

له بده مرغه په رسنيو کې مې د ښاغلي خرم او د بابي ترمينځ د ملي ترمينالوژۍ د ملي مصطلحاتو پر سر ببولالې ولوستې. نه دا چې زه له نوموړي څخه د يو پښتون او پښتو ژبې په حيث ننګه او ملاتړ وکړم، بلکې چې سړی ورته د قانون په چوکاټ کې وګوري او بيا بېطرفانه قضاوت وکړي، نو سړي ته جوتېږي چې څوک په حقه او څوک په ناحقه دی. او بله دا چې ايرانيان او يا په سپينو ټکو چې د خميني زامن او لمسيان په ناحقه له بابي څخه ننګه او ملاتړ کوي، نو زه هم دا حق لرم چې له خرم  څخه په حقه ننګه او ملاتړ وکړم. هغه دا چې خرم  دولت او قانون ته د احترام او تابعيت په چوکاټ کې له ده څخه غوښتنه کړې چې دولت او قانون ته د احترام او درناوي په چوکاټ کې دې د ايراني کليماتو له کارولو څخه ډډه وکړي. نوموړي خو اصلاً نه دولت او نه قانون ته درناوی کړی، بلکې د يو سرشاري ملت ټول معنويات يې د امام خميني له خاطره قرباني کړي. دا خو افغانستان دی، ايران نه دی. دا ملي مصطلحات خو د ټول ملت لپاره په ټول معيار او موازينو سره منل شوي دي. بله دا چې بابي څه فکر کوي چې نوموړی د افغانستان او افغانانو لپاره کار کوي او په دې دنده ګومارل شوی او که د ايران او ايرانيانو لپاره کار کوي او که د تهران له خوا په دنده ګومارل شوی چې د ايرانيانو لپاره دې په فارسي ژبه په افغانستان کې مطالب تيار او نشر کړي. بابي او محقق کله هم دا پوښتنه له ځان څخه کړې او کنه؟

ګرانه ولسمشره!

ته بايد په دې پوه شې چې ستا تربور مرحوم اعليحضرت د دې خلکو لپاره خپله ژبه له لاسه ورکړې وه او د اوه اتيا کالو په ټول عمر کې يې ان د ستړي مشې کليمه هم نه وه زده کړې. بيا هم چا ونه مانه، نو که ته ورته چپن او يا قره قولي په سر کړې بيا به دې هم دا خلک خپل نه کړې. هسې خپل لوی ټبر له ځانه مه بدراه کوه.

حضرت سعدي شيرازي څه عجيبه تشخيص د دې خلکو کړی چې وايی:
عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود ګر چه باآدمی بزرګ شود

او يا لکه چې په دې لاندې بيت کې ورته اشاره شوې ده، چې وايی:
که ميبينم که نابيناه وچاه است اګر خاموش مينشينم هم ګناه است

اګر چې شاعر دلته د حضرت يعقوب عليه السلام د پېغمبري خاندان ناخوالې ته اشاره کړې ده چې په څومره ژور انداز تللی دی. حضرت يوسف عليه السلام خپل پلار حضرت يعقوب عليه السلام ته د خوب حال وايی چې (ياابت انی رايت احد عشر کوکباً والشمس والقمر لی ساجدين) . پلار خو پېغمبر وو، پوه شو چې بچيه الله به تا ته د دنيا او آخرت نېکبختي او سعادت به در په برخه کړي، خو ګوره بچو دا حال دې نورو ورونو ته مه وايه دا سې نه چې کوم مشکل درته ايجاد نه شي. هغه څه چې ورته مقرر ول هغه خو وشول. ته ګوره چې الله پاک څومره ازمايښتونه د يعقوب عليه السلام پر کورنۍ باندې راوستل. د يو پلار اولاد چې شيطان د دوی ترمينځ حايل شوی وو او د هغه کوښښ دا وو چې د پېغمبر خاندان په قتل کې ګرفتار کړي او د الله تعالی له عظيم رحمت او نعمت څخه يې محرومه کړي، مګر الله تعالی پخپل حکمت کامله سره وساتل. اګر چې د ورونو له خوا پر حضرت يوسف عليه السلام باندې تېری وشو، مګر دا په حقيقت کې پر دوی باندې د رب العلمين ډېر يو لوی امتحان وو.
 
هغه دا چې ورونو خو حضرت يوسف (ع) په څا کې وغورځولو او پلار ته په څه چلول، مکر وفريب او له ژړا ډک په ماښام کې راغلل او د خپل ورور کميس يې ورته وړاندې کړ چې هغه خو لېوه وخوړ. اګر چې پلار خو يوسف (ع) له دوی سره نه پرېښوده دا سې نه چې شرمښان يې وخوري. بيا هم په هر لحاظ دوی حضرت يوسف عليه السلام له ځان سره راضي کړ چې ورسره لوبو ته ولاړ شي. همغه وو چې په دې پلمه يې له ځان سره يووړ او هلته يې بيا هغه څه پرې وکړل چې د دوې په زړونو کې ورته پټ وو. اول خو يې په څه چل ونيرنګ ووهلو چې بيا پر دې يې هم قناعت ونه شو، نو د ده د وژلو هڅه يې وکړه. مګر مشر ورور يې د دې کار خوښه ورنه کړه او هغه دا چې په دې کار سره به موږ ابدالابد د پروردګار له وسيع رحمته محروم شو او دا کار زموږ د پېغمبري کورنۍ سره نه ښايي. نو همغه وو چې د يوسف عليه السلام کوهي ته يې په غورځولو سره سلا او مشوره راغله او شيطان لعين پروردګار پخپل عظيم مقصد کې کامياب نه کړ. کنه د هغه خو دا ارزو وه چې په قتل کې يې ګرفتار کړي او عندالله او عندالرسول دا لويه مؤاخذه يې پرنصيب شي. مګر د الله جل جلاله خو پر آل ابراهيم او پر آل يعقوب باندې داسې کله لورېدل چې دوی دې د داسې يو لوی جرم مرتکب شي، ولې په امتحان کې يې اچولي ول چې څنګه دوی د دې ازمايښت څخه بريالي راوځي.

بالاخره حضرت يوسف يې په کوهي واچولو بيا يې خپل پلار ته کميس راوړلو، نو حضرت يعقوب عليه السلام چې کميس واړولو ، راواړولو او ويې ليد چې کميس روغ رمټ او هېڅ يو ځای يې نه دی خراب شوی او نه څيرې شوی، نو يې تعجباً وويل چې دا څنګه هوښيار شرمخ وو چې زما لخت جګر يې وخوړ؟ کميس يې ترې روغ رمټ ايستلی او هېڅ اثر د څيروالي او شلېدلو پرې نشته. ځکه چې لېوه او درنده حيوان چې څوک خوري، نو هغه ترې بيا کميس نه وباسي او له هرڅه سره يې خوري، مګر زامن يې بيا هم د پلار په دې باريکۍ پوه نه شول. نو يې له ځان سره وويل چې هرڅه دې، خو ستاسو له خوا پېښ شوي دي او زه به دې په دې باره کې خپل رب ته صبر کوم.

بله دا چې الله تعالی د انبياوو جسد پر مځکه يعنې خاوره باندې حرام کړی. مځکه د پېغمبر جسد نه شي خوړلی يعنې نه شي خاورې کولی، نو همداسې الله تعالی د انبياوو جسد پر وحوشو او درنده وو باندې هم حرام کړی. هېڅ يو وحشي او درنده د انبياوو جسد نه شي خوړلی، دا متفق عليه مساله ده. وايی چې يوه ورځ حضرت يعقوب عليه السلام اواز وکړ. ټول درنده ګان او شرمښان چې په هغه شاوخوا غرونو کې اوسېدل راکښته شول او ترې يې وپوښتل چې تاسو يوسف خوړلی؟ نو هغوی ورته په ځواب کې وويل چې موږ نه دی خوړلی. او بله دا چې مفسرين وايی چې حضرت يعقوب عليه السلام خوب وليد او په خوب کې يې ملک الموت وکتلو او ترې يې وپوښتل چې هل قبضت روح يوسف؟ تا د يوسف روح اخېستی، نو هغه ورته وويل چې نه بل هو حیٌ اطلب عن ربک بلکې هغه ژوندی دی له رب نه يې وغواړه.
قرآنکريم دا کيسه په ډېر اوچت او ښکلي انداز کې بيان کړې ځکه چې کلام الهي دی او ويونکی يې خپله الله تعالی دی. نو چې سړی يې ايات پر ايات لولي، نو اوښکې پرې د سړي له سترګو څاڅي او حديث شريف کې راځي چې پر سړي ډېر زيات مصيبت راشي، نو سورت يوسف دې تلاوت کړي. الله تعالی به يې مصيبت او خفګان په خوشالۍ بدل کړي او سکون او ارام به ورته پيدا شي.

ته ګوره د الله جل جلاله رحمت او کارونو ته چې حضرت يوسف عليه السلام يې له کوهي څخه راويست. بيا د همدې ورونو له خوا په يو څو ناچله روپيو باندې وپلورل شو. بيا پرې د بي بي زليخا د عزيز د مصر چې د مصر د ماليې د وزير مېرمن وه امتحان راغی. بيا زندان ته ولاړ په زندان کې پرې هغسې ازمايښت راغی. او په زندان کې همداسې پاتې شو. بيا پاچا خوب وليد او د خوب تعبير يې ورته په وچکالۍ او ابادۍ وکړ او همغسې وشول. الله يې برائت پخپله پر بي بي زليخا وکړ چې ما رابللی وو او بله يې دا وښووه چې ما د ده په غياب کې خيانت نه دی کړی او نه مې ورپسې څه اضافي ويلي دي.

کله چې پاچا ته پته ولګېده چې دا خو امين انسان دی، نو ورته يې د سلطنت د واګو اخېستې بلنه ورکړه، مګر هغه قبوله نه کړه او يوازې د ماليې وزارت قبول کړ نه بله عهده. دا ځکه چې دا مسااله ده چې کله په يو ملک کې انارشي مينځته راځي او سيستم او نظام له مينځه ځي، نو عالم د وخت ته دا په کار نه دي چې خاموشي اختيار کړي، بلکې هغه به راپورته کېږي او د ملک د نظام او چارو واګې به په لاس کې نيسي چې د عمومي بلوا څخه مخه ونيول شي. نو ځکه خو حضرت يوسف عليه السلام وزارت ماليه قبول کړ نه نور وزارتونه او نه رياست او نه پادشاهي. ځکه هغه په علم وحکمت الهي سره په دې پوهېده چې که زه د خزانې وزير شم او مالي چارې په لاس کې واخلم، نو يوه روپۍ د رعيت او د ملت به بېځايه مصرف نه شي او په صحيح ځای به ولګېږي او بلکې همداسې د الله جل جلاله خوښه وه. نو پاچا ته يې وويل چې ما د ماليې وزير مقرر کړه او زه انشاءالله چې امين او مدبر يم. همغه وو چې حضرت يوسف د خزانې چارې په لاس کې واخېستې او داسې يو سيستم او انتظام يې برابر کړ چې د خلکو شخصي ملکيت او دارايي ان تر پيسو، مال او جايدادونو پورې او ان عام المنفعه ټوله پانګه او دارايې يې داسې وکاروله چې خلک د قحط سالۍ په وروستې کال له هرڅه نه خلاص شول ان تر دې چې خپل ځانونه يې پر دولت او بيت المال باندې خرڅ کړل. هېڅ پاتې نه شول، خپله هم خرڅ شول. او حضرت يوسف عليه السلام داسې کار کړی وو چې د ټولو خلکو پيسې، شتمني او دولت يې له ځان سره ليکلی وو چې چا څه شی اخېستی وو او څه يې بلورلي وول، نو د هغوی ټولو ريکارډ ورسره پروت وو. وچکالي او ولږه خلاصه شوه ابادي او پرېماني راغله، نو حضرت يوسف عليه السلام د مصر ټول خلک راغوښتل او ورته يې ټوله شتمني بيرته ورکړه ان تر مالونو پورې. مفسرين ليکي چې اصيل نه شي خرڅېدای او نه غلام کېدای شي، که کېدای شوای، نو د مصر ټول خلک به د حضرت يوسف عليه السلام غلامان وای.

په هر تقدير وچکالي اوږده او ولږه پراخه شوه، نو حضرت يعقوب عليه السلام اولادونه هم د غلې لپاره مصر ته ولېږل، خو بيا يې هم زړه وار نه کولو او ورته د حضرت يوسف عليه السلام په باره کې تاکيد وکړ چې پوښتنه يې وکړي. يوسف عليه السلام چې کله ورونه وليدل، نو ځان يې ورته ناګاره کړ او ډېر يې ونازول او بلکې ترغيب يې کړل چې بل ځل له ځان سره هغه بل ورور بنيامين هم راولي. دوی چی بيرته راغلل، نو ډېر خوشاله ول چې زموږ ډېر عزت وشو او دا ځل راسره زموږ دا بل ورور هم ولېږه چې دا ځل به ډېره غله راوړو. د پلار زړه يې نه وو مګر دوی هغه هم دا ځل له ځان سره يووړ او پلار ته يې ضمانت ورکړ چې موږ به دا ځل د ده په هکله ناګاري نه کوو، بلکې پوره حفاظت به يې کوو، نو يعقوب عليه السلام دا ځل پر دوی باور وکړ، کله چې هلته ولاړ. نو حضرت يوسف عليه السلام چې دوی وليدل او ورته يې وويل چې دا ځل مو هغه بل ورور هم له ځان سره راوړی دی. حضرت يوسف خو هغه پېژانده، مګر د دوی په مخامخ يې څه ونه ويل. بيا چې کله شپه شوه، هرڅوک خپل خپل کټ او بسترې ته ولاړ، نو حضرت يوسف عليه السلام خپل سکه ورور بنيامين ته راغی او ډېرې خبرې يې ورسره وکړې او د خپل بوډا پلار احوال يې ترې واخېست. بيا يې ورته وويل ته مه خفه کېږه زه به ستا لپاره يو تدبير جوړ کړم چې ته دلته پاتې شې او بالاخره چې ټوله کورنۍ دلته راشئ.

نوکرانو يا پېمانې والا ته يې وويل چې د پيمانې جام د د ده په بار کېږده. قافله ولاړه. اوازه شوه چې د پيمانې جام ورک دی. دا دی چې کسان د دوی پسې راورسېدل او د دوی قافله يې راستنه کړه او تالاشي يې واخېسته چې جام د بني امين په بار کې راووت. نو محافظينو بني امين بيرته له ځان سره ستون کړ. دوی بيا هم دعوه وکړه چې د ده ورور هم مخکې غلا کړې وه او حضرت يوسف عليه السلام يې يوځل بيا په غلا متهم کړ العياذ بالله.

دوی يې خوشې کړل او پرخپله مخه ولاړل. کورته چې راورسېدل، نو پلار ته يې وويل چې بني امين خو غلا کړې وه او پادشاه له ځان سره ستون کړ. حضرت يعقوب عليه السلام دا ځل وويل چې فلما اشکوا بثی وخزني الی الله بس زه به خپل فرياد الله تعالی ته کوم او له هغه نه به مرسته غواړم. بيا يې دوی راولېږل چې تاسو ولاړ شئ او زما پيغام ورته ورسوئ او ورته ووايئ او ورته عذر وکړئ چې دا راخوشې کړي. کله چې دوی راغلل، نو خپل عذر يې وړاندې کړ، نو کار ونه شو ځکه چې دوی خو په قانون کې ورته ملامته ول او به شريعت يعقوبي خو فيصله داسې وه چې چا به د چا څه مال پټ کړی وو او پرې به ثابت به شو، نو هغه سړی به بيا د هغه سړي غلام کېده، نو له دوی څخه پاچا يعنې حضرت يوسف عليه السلام پوښتنه کړې وه چې په کوم قانون له تاسو سره فيصله وکړم، نو دوی پخپله خوښه د پادشاه قانون غوره کړی وو او د پادشاه په قانون کې به يې قيد او سزا ګاللـه. له دې وجهې دوی زور نه شو کولای چې ورته ملامت ول، نو د دوی په خاندان کې يو بله خاصه دا وه چې کله به اولاد يعقوب په غوسه شول، نو د دوی د بدن وېښتان به نېغ ودرېدل او ان تر دې چې له کاليو څخه به د باندې راووتل. په دې وخت کې به که دوی چيرته جلالي چېغه کړه، نو اميدوارو ښځو به حمل غورځولو. کله چې د دوی مشر ورور يهوذا په غوسه شو، نو وېښتان يې پر بدن نېغ ودرېدل چې چيغه وکړي، نو حضرت يوسف خپل بچي ته وويل چې منډې ورشه او پر اوږه يې ورته لاس کښېږده. کله چې هغه د د ده پر بدن باندې لاس کېښود، نو سملاسي يې غوسه سړه شوه. نو فوراً پوه شو چې دلته خو خامخا ال يعقوب څوک شته له دې ناخبره چې خپل ورور يې ورته مخامخ ناست دی او نه يې پېژندلی. بالاخره چې کله د دوی پېژندګلوي وشوه، نو دوی ډېر وارخطا شول. حضرت يوسف عليه السلام ورته وويل چې مه خفه کېږئ (لاتثريب عليکم اليوم) نو د پلار نه بلکې د نېکه حضرت ابراهيم علی نبينا عليه الصلوة والسلام کميس يې ورته ورکړ چې الله تعالی ورته له جنته رالېږلی وو او د نمرود له اوره پرې په امان پاتې شوی وو. کله چې له پادشاهي درباره راووتل، نو د ورونو د کميس پر وړلو کې جروبحپ راغی. يو ويل چې زه يې وړم او بل ويل چې زه يې وړم. نو مشر ورور يې ورته وويل چې کميس به زه وړم ځکه چې ما باباجي ته د يوسف د شرمخ د خوړلو زيری وروړی او پرې غمګين کړی وو، نو زه به اوس دا کميس وړم چې برې يې خوشاله کړم. دوی لا پر لاره ول چې حضرت يعقوب عليه السلام په کنعان کې بوي اوري او حس کوي (انی لاجد ريح يوسف لولا ان تفندون) نوره کورنۍ او اولادونه يی ورته وايی چې (انک لفی ضللک القدم) تاسو اوس هم به هغه پخوانۍ مينه او محبت کې ياست. بالاخره دا دی چې اولادونه راورسېدل او د رسېدو سره يې کميس ورته په سترګو واچولو او سترګې مبارکې يې رڼا شوې. ځکه چې هغه مبارک د يوسف په فراق کې څلوېښت کاله ژړلي ول.

خوشالي شوه او ټوله کورنۍ د حضرت يوسف عليه السلام په بلنه مصر ته روان شول. حضرت يوسف عليه السلام د خپل بلار باباجې د استقبال لپاره مخې ته راوتلی وو او کله چې دربار ته ورسېدل، نو باباجي په تخت باندې پورته کړ او ټولو ثابته شوه چې الله تعالی يوسف عليه السلام ته عزت ورکړی وو او د الله تعالی د کلام مصداق وشو چې حضرت يوسف عليه السلام خوب ليدلی وو چې ياابت انی رايت احد عشر کوکباً والشمس والقمر لی ساجدين. مفسرين ليکي چې بيا حضرت يعقوب عليه السلام استغفار د جمعې شپې ته اوږد کړ او په دې ترتيب سره الله تعالی ورته بښنه وکړه او هم يې د نبوت په څنګ کې په پادشاهي نعمت سره ونازول.

مفسرين ليکي چې حضرت يوسف عليه السلام خپل پلار حضرت يعقوب عليه السلام يوه ورځ له ځان سره مطبعې ته بوت، نو چې يعقوب عليه السلام دا دفتر ودېوان او کاغذونه وکتل، نو يې له يوسف عليه السلام نه پوښتنه وکړه چې بچو له تا سره خو دومره ډېر زيات امکانات موجود ول، نو تا ولې ما ته يو دوه ګوتې ليک نه رااستولو چې ما ته خو لږ تسکين او اطمينان حاصل شوی وای، نو يوسف عليه السلام ورته په ځواب کې وويل چې زه رب العلمين له دې کاره منعه کړی وم او هغه دا چې جبرائيل عليه ورته ويلي ول چې دا کار به نه کوې.

حکمت:
له دې څخه دا استنباطېږي چې تعليم او تربيه او مطبوعات په دولتي امورو کې څومره مهم او ارزښت لري. نو که سړی د نظار شورا مشر مسعود ته ځير شي، نو د هغه لومړی ټينګار د دفاع وزارت باندې وو او ډېر سخت په دفاع وزارت پورې نښتی وو او پر مفتون وو. بيا چې کله سر په کڅوړه شو، نو بيا هم د دفاع، معارف او د باندنيو چارو وزارتونو باندې يې خېټه واچوله. بيا چې کله پوه شول چې د دې ظرفيت او اهليت هم پکې نشته، نو بيا يې ټول زور په کلتوري او د پوهنې وزارت پورې اړوندو څانګو او شعبو باندې واچولو او دا هرڅه يې د ځان لپاره موروثي وګڼل. له دې څخه داسې څرګندېږي چې دوی دا هر څه د يو چا په اشاره او د يو چا له خوشالولو لپاره کوي ځکه مطبوعات خو داسې يو شی چې ډېر زر پرې د خلکو افکار خرابېږي. ترڅو چې يو شی حقيقت ته رسېږي، نو بيا يې وخت تېر وي.

ښاغليه ولسمشره!
دا کيسه مې ډيره رالنډه کړې خدای دې وکړې چې څه خطايي او تېروتنه راڅخه پکې نه وي شوي.
اوس راځم دېته چې محقق د اطلاعاتو او کلتور وزير راغواړي او ترې پوښتي. زه محقق ته دا وايم چې تاسو د يو انسي شرمښ په توګه کله هم له ځانه پوښتلي چې د کابل پوهنتون چې د هېواد په کچه لوړترينه علمي مؤسسه ده. دلته به زموږ تعليميافته او باسواده قشر روزل کېده او تاسو خو دا علمي مؤسسې څخه قتلګاه او کشتارګاه جوړه کړې وه. تاسو خو ښه خبر ياست په ايمان يې ووايه چې امام خميني دې له تاسو بېزاره او ته دې له هغې بېزاره شې چې خميني تاسو ته همدا وصيت کړی وو چې د مظلومو افغانانو پر مړو نڅا وکړه، د ښځينه وو بې عفتي وکړه، سينې يې پرې کړه، له بنديانو څخه وينه وباسه او خلک حلالوه او بيا پرې تاوده تېل اړوه چې تاريخ پر تاسو ګواه دی. تاسو همغه جنايتکاره ياست چې د ټولو بشري ناورينو څخه زېږنده ياست. ته به ترڅو پورې په دې او هغه پلمه ځان خلاصوې. تاسو کله هم له خپل ځان څخه پوښتنه کړې چې زه به خامخا يوه ورځ له داسې يوې محکمې سره مخ کېږم او د عدالت منګولو ته به پرېوځم. ته کله هم چا رااحضار کړی يې، کله هم درڅخه چا پوښتنه کړې. تاسو خو په دې پوه ياست چې ستاسو نوم د بشري حقوقو د ناقضينو په لېست کې دی. له يوې خوا په دولت کې ياست او له بلې خوا بيا د دولت په مقابل کې جبهې جوړوئ او هغه هم د خپلې دفاع لپاره. ښه به دا وی مخکې له دې چې تاسو له داسې يوې عدليې محکمې سره مخامخېږي تاسو بايد د خپل ځان د برائت غم وکړئ او دا کومه لاره چې تاسو غوره کړې دا يې د نجات لاره نه ده. تاسو بايد په دې پوه شئ چې ترڅو به سيما ثمر له تاسو څخه د يو هزاره توکم په صفت ننګه کوي. دا خو اوس د کرزي د مصلحتونو او معاملو حکومت دی، نو ځکه تاسو اوس پوره ساه واخېسته او څه چې مو خوښه وي، نو کوې يې.

ښاغليه محققه تاسو بايد په دې پوه شئ چې يوه نه يوه ورځ ډېر راتلونکې ده او تاسو به ان شاءالله العظيم چې ډېر ژر به د خپلو کړووړو له انجام سره مخ شئ او چې څه مو کړي، نو وبه يې ريبئ. تاسو ته چا دا حق درکړی چې يو څوک د ټولو قانوني، ديني، کلتوري او علمي ارزښتونو سره په ټکر کې پاتې شوی وي. ايا دا د خلکو بېځايه وژنه دا يو جرم نه دی چې تاسو د پوهنتون په ساحه کې کړي. تاسو خو ان تر دې چې د پوهنتون هغه معيار او ارزښت ته هم نه دي کتلي. تاسو يې په ايمان ووايې چې څومره په زرګونو انسانان تاسو د پوهنتون په ساحه، تاوخانو او کوټو وژلي دي. تاسې کله هم د زړه له کومي، له پوره سوچ او تفکر نه دا محاسبه مو له ځانه سره کړې. ايا تاسو به څومره د هغو بېګناه انسانانو چېغې پخپلو غوږونو نه وي اورېدلي او د هغوې بدې او ناخوالې به مو د سر په سترګو نه وي کتلي. ولې نه مګر اوس ځانونه ناګاره کوې او داسې انګېرې چې ډېر پاک يې او د ديني ارزښتونو دعوېدار لا هم ځانته وايې. زه حيران ديته يم چې تاسو څنګه دا جرئت ځانته ورکوئ او له کومو عينکو ځانته او دې ولس ته ګورئ. همدا اوس د کابل پوهنتون ساحه کرزي ته د خاموشۍ په ژبه لګيا دي چې دا خاينين، ظالمان او مجرمين د عدالت مقام ته راوله، مګر کرزی يې نه اوري. هغه ستاسو د مصلحتونو او سازشونو کې دومره عرق دی چې اوس يې هېڅ د ملت چېغو او فرياد ته خيال نشته. خير دا شپې او ورځې به هم تېرې شي. کتمان حق دا خپله يو جرم دی چې څوک يې کوي الله جل جلاله به ورته په ورځ د قيامت کې د اور قيضې ورواچوي چې تا حق نه ويلو. کرزی د يو ولسمشر په حيث ولې ستاسو پر سر مؤاخذه واخلي چې مزې به تاسو کوې او عندالله او عندالرسول به هغه ماخوذ وي. يو هوښيار او پوه ولسمشر هېڅکله داسې کار نه کوي.

تاسو ته بايد دا مساله په ياد وي چې يو متهم به غبن فاحش سره چې هغه هم په نړيواله سطحه د بشري ناورينونو متهم وي او نوم يې هم به سر لېست وي دا څنګه د ديني او کلتوري ارزښتونو دعوېدار کېدای شي او ولې يې څوک دعوه واوري. نورې واګې او اختيارات ورکول خو لا څه کوې؟ خو دوعا کرزي ته کوه چې کمپله د ستر يې درباندې اچولې ده او پټ کړي يې ياست. خلک له تاسو څخه پوښتنه کوي چې د اختر پر دويمه ورځ د ولسمشر مرستيال او هم يې د پارلمان مشر په دوبۍ/اماراتو کې د ميليونو ډالرو او د اميردوست محمد خان د وخت د عتيقه آثارو سره ونيول شول او بېرته د کرزي په يو ټېلېفون خلاص شول. دا ډالر او مال يې ضبط شو او څنګه او که بېرته ورته ورکړل شول؟ دا پوښتنه هم په کار ده چې يو څوک زياتې پسې وړي، نو د قانون له مخې بايد ماليه ورکړي.