د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نمايشي دوعاګانې مجرمانو ته ګټه نشي رسولای

سید حسین پاچا 09.09.2008 11:48

 په ټول افغان کې مې د پوهنې وزير حنيف اتمر په اړه سرليک تر سترګو شو چې ليکلي يې دي چې حنيف اتمر د مسعود فاتحه واخېسته.

بې له شکه چې فاتحې، دوعاګانې، نوافل وخيرخيراتونه مړو او ژونديو ته ګټه رسوي چې الصدقة ردالبلاء، خو د دې په څنګ بايد دا هم هېره نه کړو چې زموږ اولوا العزمه انبياء عليهم الصلوة والسلام لکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم او حضرت ابراهيم عليه السلام دواړه منع شوي ول چې يو خپل تره ابوطالب او بل خپل پلار آذر ته د استغفار دوعا وکړه او دواړو ته د الله جل جلاله له لورې وعيد راغلل او قرآن يې شاهد دی.

راغلم زموږ دې د پوهنې وزير ته چې هره ورځ په لسګونو او په سلګونو کسان په هېواد کې وژل کېږي ايا منحيث يو مسلمان او د پوهنې وزير چېرې يې په زړه او په تصور کې هم دې شهداوو ته د دوعا ذکر قدرې ورته تېر شوی. ان تر دې چې لا خپل موروپلار، خپل خپلوانو او استاذانو ته به يې هم دوعا قدرې په زړه کې ګرځي او کنه، خو د "ملي اتل او شهيد" روح ته دوعا کوي او هم يې لا په مکتبونو کې اوس رايجوي. زه د دې مخالف نه يم او دوعا بايد چې ورته وشي ځکه چې هېڅوک حق نه لري چې د الله جل جلاله د رحمت ومغفرت دروازې په چا ونه تړي، خو ولې دومره خبره ده چې بښل او نه بښل دا د هغه کار دی. د اسلام د مبارک دين د اصولواو عقايدو له مخې خو الله جل جلاله به په حقوق الله کې بښنه وکړي، هغه هم د هغه د خوښې او رضا پوره اړه لري او په حقوق العبادو کې به څنګه شي؟

دا چې د کابل ښار د يو څو خودغرضو او معاندينو په خپلمنځي شخړو کې وران وېجاړ شو او په زرګونو بېګنا ښاريان شهيدان شول. ملي او شخصي شتمنۍ چوروتالان شوې ان تر دې چې پاريس ولندن راورسول شوې او اوس يې دلته څوک د پيرودلو توان نه لري، نو ايا په دغسې يو صورت کې چې نوموړي ته هم پکې ګوتڅنډنه کېږي، نو خدای تعالی خو د خپل عدالت او انصاف له مخې د چا حق او خونبها چا ته په تلاوتونو هغه هم په نمايشي توګه به کله هم معاف نه کړي.

هيله ده چې د پوهنې وزير دې لومړی خپل موروپلار، بيا خپل خپلوان، دوستان او نور هېوادوال ولسي وګړي هم له خپلې بې ريا دوعا له ياده نه وباسي. ګوره چې ريا شرک خفي دی او د يو مسلمان په حيث ترېنه هيله لرم چې ځان له شرک جلي وخفي دواړو نه وساتي. له ريا نه ډک اعمال هېڅکله خدای ته مقبول نه دي. قرآن کې واضحه د دې باره کې ذکر شوی. ان تر دې چې الله پاک ګناه کبيره بښي، خو شرک نه بښي. نور ډېر حقوق پر نوموړي باندې شته چې هغه به ورته اولويت او تفضل هم ولري او بې له شکه چې الله تعالی به نوموړي ته هم پکې اجر وثواب ورکړي او له دنيوي او اخروي پاداشه به برخمن شي.