د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له مسجده راايستل او غوږونه پرې کول

سید حسین پاچا 17.09.2008 12:20

ځېنې وخت انسان ته پوښتنه راولاړه شي او حيران شي نه پوهېږم، خو دلته د انګليستان په اکسفورد کې موږ درې نه، بلکې څلور جوماتونه لرو چې يو د منزل وی مرکزي جامع جومات بولي، بل د سټينلې سرک جومات، بل د بنګلدېشيانو جومات او څلورم د اکسفورد پوهنتون د اسلامي علومو څانګې پورې اړه لري. دلته موږ هره شپه چې د تروايحو لپاره ځو، نو په هر جومات کې بلا ناغې هره شپه په پاکستان کې د مدارسو لپاره چنده کېږي او ان تر دې چې د ښځينه شاګردانو او نورو لپاره پکې د اسلامي علومو په څنګ کې د نورو عصري علومو او انګرېزي سره سره د کمپيوتر د زده کړو لپاره هم پکې يادآوري کېږي او هرڅوک د خپلې وسې هغه مرسته ورسره کوي.

له کراچۍ نه رانيولې د پنجاب په ګوټ ګوټ کې ترې يوه مدرسه هم پاتې نه ده. ان تر دې چې کله ناکله خو يې سر زموږ د پښتنونخوا خوا ته هم راوځي، خو ډېر کم وتوم چېرې د ډېرهء اسماعيل خان او د کوېټې خواته کومه نيمه مدسه هم ياده شي. البته چې پروسږکال به کله نيمه د پښتونخوا کومه نيمه مدرسه ياده شوه، خو سږکال د خدای فضل دی چې تراوسه پورې خو لا چا پکې د پښتونخوا کومه مدرسه نه ده ياده کړې البته چې چا به ورته وېزه نه وي ورکړي او که څنګه؟ خو هره شبه د پنجاب او د کراچۍ د ايالتونو د مدرسو په نامه ښه بېخرته چندې ټولېږي او پاکستان ته انتقالېږي والله اعلم!

زه حيران دېته يم چې د خلکو په مدرسو کې د انګرېژۍ ژبه د تعليم يو معيار ګرځېدلې، نور عصري علوم او د کمپيوټر زده کړې خو لا څه کوې، او زما ښوونکی غريب چې هغه د خدای کور ته د لمانځه د اداء کولو لپاره هم راشي ترې په ارام نه پاتې کېږي. له مسجده راايستل کېږي او غوږونه يې پرې کېږي. ايا کومه عدلي او قضايي پروسه يې تراوسه پوره او تکميل شوې او شرعه خو څه داسې اسانه خبره نه ده چې بس فقط فتوی ورکړه او عمل اجراء کړه.

له بل اړخه دا پوښتنه هم بايد دغه ښاغلي له ځانه وکړي چې ايا د دوی دغه ډول عدلي او قضايي پرېکړې د دوی له کومې مخې کوي. دا ډول سزاګانو ته بيا شرعي جامه وراغوستل هم درست نه دي او نه داسې عاجلې پرېکړې او فيصلې له قضايي محکمې د پروسې سره اړه لري. دا چې څوک يې کوي او ځانته د جواز ونه جواز اړخونه يې پيدا کوي مسؤوليت يې ترخپلې غاړې دی او عندالله او عندالرسول به ماخوذه وي. دا چې څوک له چا سره تربګنۍ او نورې لانجې لري، نو په داسې شرايطو کې هېڅوک د چا مخه نشي نيولای او څه چې يې خوښه کوي يې کنه، نو داسې يو طرفه او عاجلې پرېکړې د قضايي احکامو او فيصلو سره اړخ نه لګوي.
بيا مساجدو ته اماکن د امن ويلی شي، نو څنګه يو انسان په دغه مبارکه مياشت کې چې د برکت ومغفرت و دنجات شپې دي. د رمضان المبارک احترام او د مسجد احترام ته هم نه کتل کېږي او له مسجد نه راايستل او غوږونه پرې کول خو ډېر ظلم دی چې د نوموړي ښوونکي سره شوی دی. که چېرې په کومه مساله کې حدود رانغښتې وي هغه خو بيا بايد چې د قضايي پروسې له ليارې مخې ته ولاړ شي نه په داسې صورت کې چې وضاحت يې مبهم وي.

دا کارونه که طالب وي او که د طالب په جامه کې بل هرڅوک يې کوي، خو د نام بدۍ توغ يې په طالب پاکېږي. هيله ده چې د طالبي نهضت مشرتابه شوری په داسې مسايلو له پوره تعقل او حکمت نه کار واخلي. طلبا او علمای کرام خو بايد چې د علم محامي اوسي نه يې دښمن ځکه چې دښمني له علم سره به د دوی راتلونکې د ډېرو ستونزو سره مخ کړي او ډېر بد تور داغونه به يې په لمنې پورې ونښلي. نوره يې خوښه خپله چې په دې اړه د علم، ښوونځيو او ښوونکيو سره دوستي کوي او که دښمني هغه يې خپله خوښه، خو خدای دې هېڅکله داسې نه کړي چې دوې د علم پتنګان د علم دښمنان شي.

دوی بايد په دې پوه شي چې خلک پخپلو مدرسو کې څه ډول زده کړې مخې ته بيايې او ما ولې څوک خپلو زده کړو ته نه پرېږدي. مشرتابه شوری بايد داسې بدناموونکيو مسايلو ته ډېره متوجه اوسي.