د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ظواهري افغان عالمان او سياستوال وغندل

سید حسین پاچا 29.03.2012 21:44

ده د افغانستان د حکومت پلوي سياستوالو او ديني عالمانو ته په اشارې ويلي: «دوی ږيرې پرې ايښي، لونګۍ پر سروي او دوه مخي سياستوال تر دوی هم بدتر دي. تر کفارو هم ناوړه دي.»

امريکا خو مې تاوان يونيم زر پونډه يا دوه نيم زره ډالره او خپل حکومت مې يو لک افغانۍ او طالب او القاعده بيا د يو ځانمرګي قيمت يولک ودېرش زره افغانۍ د ځای تر رسېدو پورې ټاکلی. تر اوسه لا زما تاوان د قانون په چوکاټ کې يو معين حد نه لري. بس د دوو جوړښت دی چې څنګه يې ورثه قانع کړل. تراوسه لا موږ ته د ناټو په چوکاټ کې نه، بلکې د هر ځانګړي هېواد له خوا د حالاتو د څرنګوالي سره تاوان راکول کيږي. زرداري که لوفر هم دی، خو خپل ولس ته دومره نه دی لکه څومره چې زموږ خانان او لوچکان ورته دي بې پروا او قيمت يې ورته بې ارزښته دي. ملا و محکمه او پارلمان مې هم سر په سوړه ننه باسي.

دا به ښه وي چې تاسو يو ځلې هغه مذهبي کوتکماران او سياستوال هم وغندئ چې ما او تا يې دواړه د يوې سپېڅلې عقيدې په نوم تير ايستلو او پر هغه چا يې بيا په شريکه د څارويو (مبيعې) په توګه هرڅ کړو چې ته يې خپل دښمن بولې. تنکي او کمعمره ماشومان په انتحاري معاملو کې مه کاروئ! که هغه نه پوهيږي، نو تاسو خو پوهېږئ. ما ته خو د ځان خرڅول خوند نه راکوي که تا ته يې درکوي، نو هغه ستا کار دی. امريکا او پاکستان دواړه اقرار کوي چې د نورو ځايونو په تناسب د القاعدې زيات غړي يې په پاکستانې وژلي او يا نيولي دي، نو ته ولې هغوی ته ګوته نه نيسې او ولې يې نه غندې ؟ چا چې ورته لاره ورکړې وه او هوايي ډګرونه يې ورته په اختيار کې ورکړي وو. که امريکا مې وژني او سېځي، نو ته مې بيا حلالوې او سر مې پر تنه او يا شا راته ږدې او مړی مې بيرته پر کورنۍ خرڅوې. پر بهرنيو ژورنالېستانو او د جنوبي کوريا پر دولس کسيزې ډلې دې ډالر واخېستل، خو غريب افغانان مو بيا حلال کړل.
پخوا به چنګېز د خلکو سرونه غوڅول، خو نن يې ته غوڅوې. که حکومت او محکمه مې غله نه وای، نو هومره تاوان به يې اخېستی وای، لکه څومره چې پاکستان واخېست. زما وينه تر تا عرب او پنجابي پورې بيا هم يو په شل چنده ارزانه ده. امريکا او اسرائيلو فلسطينيانو او پاکستان ته له امتيازاتو پرته د سعودي پر سپارش د سړي پر سر له يو ميليون زيات ډالر ورکړل، نو ما ته يې ولې پنځوس زره ډالر راکړل ؟ نه پوهېږم چې دانرخي مې خپل دی او که اوباما ؟
ستا له افراطه خو موږ وعراقيان او هم فلسطينيان په اور کې وسوځېدو. تا حلال کړو او دې د بشر دوستانو بيا په سپيو وخوړو. لرو ورباندې خرڅ کړو او برو بيا راباندې د مړو نڅاوې وکړې او هم يې ميخونه زموږ په سر کې ټک وهل. په خولې يو د اسلام او بل د بشر دوستۍ چېغې وهي، خو افسوس چې يو اسلام او بل بيا بشر دوستي وشرموله. د وحشي لېوانو پر ځای انساني لېوانو وخوړلو. په تاريخ اسلام کې خو داسې کوم ثبوت نشته چې د الله تعالی پېغمبر او يا دې خلفای راشدينو څوک برمته کړی وي او بيا دې پرې پيسې اخېستې وي ؟
د حديبې صلحه يا پيمان اګر چې په ظاهره د مسلمانانو په ضرر وه، خو د الله تعالی پېغمبر وکړه او هغه ته په ګټه تمامه شوه. دا خو هماغه د بشر دوستان دي چې هلته په منځني ختيځ کې يې ستا وينې په صيهونستانو او دلته يې بيا زما ويني پر تا او څارګرې ادارې دواړو توی کړې. لروبر د ژوند له ابتدايي حقوقو نه خلاص يم. هلته يې صيهونستان ستا پر سر حاکمان او دلته يې بيا څارګره اداره زما پر سر حاکمه کړه. ته يې هلته محکوم او زه يې دلته محکوم کړی يم. که څه وايم، نو د کفر ټاپه راباندې لګيږي او پر تا مې حلالوي.

خو زه بيا دا وايم : ((يو څوک چې تمبوزک يې مخ ته اچولی وي او د مذبوح شا ته درې څلور تنه يا زيات ډله ييز ولاړ وي. يو يې پيغام لولي او نور يې تاييدوي او د خلاصېدو سره سم يې بيا په زمکه څملوي او حلالوي يې، نو د مذبوحې حيوان په شان پرې ((تکبير)) وايې او حال دا چې ذابح په دې پوهيږي چې ((بسم الله)) ويل سنت او مستحب دي، خو که يو سړی يې د زنا، غلا، قتل او داسې نورو محارمو لپاره وکاروي، نو دا بيا علناً او عمداً کفر دی. تاسو چې پښتانه امريکا ته د جاسوسۍ په نوم قتل کړل په داسې حال کې چې دلته يوه سياسي انګېزه پرته ده او بله دا چې د خلکو د وېرونې او ترهونې لپاره داسې وحشيانه وژنې چې له ځان سره سياسي، مذهبي او وحشتي رنګ ولري، نو د ((تکبير)) ويل به کوم شرعي دک ودليل ونه لري. ګوره چې په لمانځه کې يوځلې ((تکبير أولی يا د تحريمې تکبير)) فرض دی او نور يې سنت دي. په داسې حال کې چې په خاوره کې مې هم پټ يې او ستا په سر مې حکومت هم دنګې دوال شو او نن ستا په شان پټ يم او له بل لورې مې بيا ټوله نړيواله ټولنه په هېواد کې ستا د لټون پسې راغلې او څوک دې نه شي پيدا کولای. خير دی که دا خلک دروغ وايی، نو ته خو پخپله پوهېږې چې چيرته او له چا سره پټ يې ؟ که ما ته ګوته نيسې، نو څلور تا ته تاويږي. دا جهاد نه دی چې څوک دې د خپلو سياسي موخو لپاره کاروي او مزدور يې درنه جوړ کړی وي.

دا شرم وحيا خو درکې نشته چې د همدې خلکو د غلامانو په غېږ کې پټ يې او زه دې د خپل سياسي حق لپاره د هغوی لپاره ووژلم. ته دا پوښتنه بايد له خپل ځانه وکړې چې زما وژنه تا ته د سياسي مسالې لپاره روا ده او کنه؟ که روا وي، نو بيا خو ستا مرګ هم اسرائيلي ته روا دی، نو بيا ولې يې ملامت بولې ؟ که ته سوچ وکړې، نو زما او ستا مشکل يو دی. همدې خلکو له ما نه هم اخېستې او بل چا ته يې ورکړې او نن مې هغه دی چې د همدې نړيوالو او ستا په لاس او هم مې پخپله وژني او له تا يې هم اخېستې او بل چا ته يې ورکړې، خو دومره خبره ده چې ستا په مساله کې بل څوک دعوه ګير نشته او نه دې بل څوګ بونګه کوي، خو زه د کشمير د مسالې په سر کې بونګه شوی يم. پخوا خو پټه وه، خو اوس ښکاره وايی چې اول دې کشمير مساله حل شي، بيا د افغانستان مساله حل کيږي.

افسوس چې خپل جهاد دې پرېښی، خو زما ته دې د نورو لپاره شنه ملا تړلې ده. که داسې د جهاد شوقي يې، نو بيا دې کشمير ته ولې نه ليږي چې دلته يې زما لپاره دېره کړی يې ؟ ما ته افسوس ودريږي چې کله په سپينه او کله په توره پګړۍ کې راڅرګند شې او ږيره دې هم شته او د اسلام د حفاظت دعوه هم کوې او ځان بيا سلفي او د ابن تيميه (رح) پيرو بولې، خو داسې برېښي چې په احکامو دې هډو سر نه خلاصيږي. درست ده چې ظن المؤمنين خيرا ... خو زه څه پوهېږم چې ايا تاسو په خپل ټاټوبي د کوم جُرم سابقه لرئ او کنه ؟

که ته په دې لوبه کې ورسره له پيله شريک نه وای، نو ولې له هرې خوا نه لکه د مردارې ټپوسان راتوی شوئ او خپل فرضي جهاد دې پرېښووه. نو ته چې د روسانو سره د جهاد لپاره راتلې، نو ولې دې خپل جهاد پرېښووه؟ او که چا راولېږلئ ؟ د مشرف او د نوازشريف ترمينځ خو هم دا ته عرب منځګړی شوې او د بېنظيرې او د مشرم ترمينځ دې هم رول ولوباوه او هغه دې خلاص کړ او زما ولسمشر چې درته د روغې لپاره خواستونه کوي، نو بيا مې طالب ته درې شرطونه ږدې، نو پاکستان ته دې ولې دا ډول شرطونه نه اېښوول چې مشرفه! زه به هغه وخت منځګړتوب وکړم چې ته له دوه مخۍ نه لاس واخلې، ځکه چې په يوه لاس کې دوه مڼې نه نيول کيږي، خو مشرف په لاس کې دوه مڼې نيولې وې. مانا دا چې په يوه لاس کې يې القاعده او طالبان او په بل لاس کې له امريکا سره دوستي کوله او نېغ په نېغه ورسره ولاړ وو چې تا ته به يې يو څه ويل او هغوی ته به يې بل څه ويل چې بالاخره الله تعالی رسوی کړل. نو ته چې ما ته وايی چې ((افغان عالمان او سياستوال تر کفارو هم ناوړه دي))، نو دې نورو ښکتنيو ته خو به هم يو څه وايی، کنه نو دا خبره دې خپله نه، بلکې د بل چا ده چې تا ته ويل شوې ده. ما خرڅ کړی نه يې ان تر پايه پخپله خبره ولاړ وم. ځان مې د همدې دوه مخيو په مشوره تباه، خو ته مې چا ته ونه سپارلې او اوس دې هم نه سپارم.

افسوس چې خاوره زما ده او د جهاد غم يې له تا او نورو سره دی، خو خپل نژدې او فرضي جهاد مو پرېښی. که جهاد غواړئ، نو فلسطين باندې تمرکز وکړئ او دا نور دې يې په کشمير باندې وکړي. ما خو نه ستا او نه د دې نورو خاوره لاندې کړې، بلکې دې نورو زما لاندې کړې، لکه څنګه يې چې له تا نه لاندې کړې. دا انصاف خو دې ونه کړ چې زه په خپل حق باندې داغل کېږم او ښکاره يې بونګه کړی يم. تا خو ظالم ته ګوته ونه نيوله، خو لا زياتي دې زما په مرۍ باندې خپل چړې پسې کړې. افسوس چې ځان د ابن تيميه (رح) پيرو بولې، خو ټکی عمل دې د هغه په لارښوونو نه دی کړی.

که هټلر د يهودو سره ظلم کړی، نو فلسطيني خو د دوی (اسرائيلو) سره نه دی کړی او نه يې د ده خاوره غصب کړې. دا چې دوی د هغه وخت د څلورګونو لوبغاړو يعنې روم، برېتانيا، برلين او د کرېملين له تاوه په اور کې وسوځېدل، بلکې لا داسې ويل کيږي چې دوی (يهود) د وخت د يو زبرځواک او لوبغاړي له لورې د هېټلر په مقابل کې د يوې سياسي وسيلې او پروپاګنده يا د پلمې په توګه وکارول شول، خو ګټه يې دومره وکړه که په اروپا او امريکا کې ورته صيهونيستي دولت تأسيس نه شو، نو په منځني ختيز کې خو د يو صيهونيستي دولت څښتنان شول.

ما خو د دوی د ډېرو غوښتنو باوجود د هغه وخت په لويه لوبه کې ځان ورسره شريک نه کړ او خپله بېطرفي مې وساتله، خو د دې باوجود يې تر ننه پرې نه ښوولم. که په تېر کې راپسې پخپله او د خپل کامنوېلټ لښکرې رالېږلې، خو نن له ټولې نړۍ سره بيا په بدرګه راغلی. که يې ستا خاوره بل ته ورکړې، نو زما خاوره يې له تا مخکې بل چا ته ورکړې چې نن له هماغه تاوه سوځم او تا مې لا ورپسې زياتي په مرۍ خپلې تېرې او بېرحمه چړې پسې کړې. زه حيران دېته يم چې زمکه خو له ما هم لاندې شوې او له تا هم لاندې شوې. که له تا هلته هغوی لاندې کړې، نو له ما هم دلته بل چا لاندې کړې. له تا سره خو به بيا هم د يو ارثي شراکت دعوه لري، نو له ما سره يې هغه د ارثي شراکت د دعوې حق هم نشته. که يې دعوه کوي، نو هغه دعوه يې له هند سره ده نه له ما سره. له هندو نه يې نه شي ګټلی، نو زه يې په کې بونګه کړی يم او تا ته يې تېرې او پسې چړې په لاس کې درکړي او هم يې د بمونو چل درښوولی. د شيخ يوسف الدکتور القرضاوي فتوی اوس فلسطينيان نه مراعاتوي، خو ته ترې زما لپاره کار اخلې.

زما مشوره تاسو ته دا ده چې د يو مسلمان ډاکټر په حيث تاسو يو ځل پخپل ګرېوان کې سر ښکته کړئ چې خپل مسلک دې پرېښی او خپل فرضي جهاد دې پرېښی او زما خاورې ته د يو مېلمه په توګه راغلی يې. خپل ځان مې درباندې دود کړ، خو افسوس چې زما ملاتړ خو دې ونه کړ چې چا مې خاوره لاندې کړې او نه يې راکوي او د هغې حق د پټولو او غصبولو لپاره يې راته ته او طالبان پيدا کړل. ته او خدای ته له ځان سره لږ فکر وکړه چې زه او ته دواړه د څارويو په ډول خرڅ شو. وزير دفاع مې پټ په پټه نيول کيږي او د دوی په زندان کې وژل کيږي او مړی هم نه راکوي. ملا برادر مې نيول کيږي او راته يې نه راکوي او داسې دا نور درواخله چې ځينې مسموم شوي هم دي. ته ولې په هغه چا غږ نه کوې چې ما او تا دواړو ته د انسان په سترګه نه ګوري. که ته جهاد غواړې، نو له دې ځايه به درته فلسطين اولويت ولري او بله دا چې خپل مسلک ته دې درناوی وکړه. ډاکټر د خلکو علاج کوي او د ډنګرو په شان يې نه حلالوي او د ډنګرو حلالول دا د قصابانو کار دی نه د ډاکټر. د ډاکټر کار له علاج او د شفاء سره دی.

زما مبارزه افراطي نه وه، خو تا افراطي کړه. که له تا سره له يو جانبه ظلم کيږي، نو له ما سره له بل جانبه کيږي، خو مرجع هماغه يوه ده، خو دومره ده چې تنوع يې سره فرق لري. که له تا سره خپل ظلم بد ښکاري، نو ما ته هم بيا ستا او د نورو ټولو بد ښکاري. ظلم ظلم دی ولو که له هر چا نه وي او هره بڼه ولري. مذهبي کوتکمارو خو دې اوس بله جبهه د ((دفاع پاکستان)) په نوم پرانېستې، زه خو دې پر خپل حق د پنجابي لپاره حلال کړم. ايا دا به تا ته د يو اُجرتي قاتل حکم ونه لري که څنګه ؟ طالب خو دې اوس د بلوڅانو برمته کولو ته هم شروع وکړه. خپل مړي بيرته پر خلکو خرڅوئ. نه تا او نه طالب دا سوچ له ځان سره وکړ چې تاسو د وژنې او برمته کونې د چا لپاره کوئ ؟ ايا د دغسې پيسو خوړل د تاسو لپاره روا دي ؟

اسلام چا ته د بلډينګونو د تخريب حکم نه کوي، بلکې لومړی د دعوت بلنه ورکوي او بيا د جهاد، خو تاسو خبره برعکس شروع کړې. که ته لږ له ځان سره فکر وکړې، نو تاسو خو د برجونو په نړولو کې څه ګټه وکړه ؟ هلته خو هم ډېر بېګناه خلک ووژل شول. او بيا د هغې په مقابل کې زه اشغال شوم. مړي مې وسوځول شو. د بدن غړي يې د ښکاري غرڅه په شان ترې ويستل شول او له ځان سره يې د يادګار په توګه ساتل او دا دی چې اوس يې بيا زما مړي وسېځل. ته يې حساب کړه چې څومره خلک په غزا، عراق او افغانستان کې شهيدان او معيوب شول ؟ دا د چا د لاسه ؟ په اسلام کې خو افراط او تفريط دواړو ته ځای نشته. د اسلام غوښتنه خو تعدل او اعتدال دی نه د افراط او نه افراطي رويه د اسلام لپاره کومه ګټه لري پرته له تاوان او بدنامۍ نه.

ښاغليه !
تاسو د يو مسلمان ډاکټر په حيث له هر ډول تبعيضه پرته د يو انسان د ژوند د ساتنې دنده لرئ، ولو که يوې عقيدې ته منسوب وي او کنه، خو له بده مرغه ستاسو په شتون کې موږ ستاسو او د هر چا له لاسه ډېر سخت وځپل شو. چا د مذهب په نوم حلال کړو، چا د دېموکراسۍ په نوم ووژلو او چا بيا د خپلو ګټو او سياسي ناولو موخو لپاره هم پخپله، هم په تاسو او هم يې پر بهرنيانو ووژلو. افسوس خاوره زما ده او د جهاد غم يې له تا او د نورو سره دی او چې بيا خبره د دوعا شي، نو د جمعې او اخترونو په لمانځه کې بيا تاسو (فلسطين) او خپل ځان (پاکستان وايران) ته دوعا کوي، ما ته خو څوک دوعا هم نه کوي. خپله خاوره دې پرېښې او زما له خاورې امريکا او نورې نړۍ ته ګوتڅنډنه کوې. زما مشوره تا ته دا ده چې لومړې دې خپل ځان له امريکا او يا د هغې د بالفعل وبالقوه مزدور له استعمار واستثمار نه ازاد کړې، نو بيا به د اسلام خدمت په ماحقه ډول وکړی شې. د غلام له خاورې د اسلام خدمت نه شي کېدای، که کېدای شوای، نو له پيداوښت نه به يې تر ننه انګرېزي قانون، شرعي يا اسلامي قانون ته رااړولی وای. د هغه چې انګرېزی قانون دی، نو د خپل پنجابي پکې دومره ارزښت شته چې ورثه وو ته يې تاوان پوره واخېست، خو وه چې اسلامي قانون لرم، د کومه خپل رعيت ته د ارزښت په سترګه ګورم، که مې کتلای، نو پر يو لک افغانيو نن د چا هېڅ درد او غم نه په دوا کيږي.

دا چې د روسانو په وخت کې له موږ سره اوږه پر اوږه جنګېدلي ياست او وينې مو توی کړي د قدر وړ دي، خو دا هم بايد له ياده ونه باسئ چې افغان ولس تاسو ته بلنه نه وه درکړې. دا چې تاسو د هر چا په بلنه راغلي ياست هغه تاسو پوه شه او هغوی، خو موږ نور د خدای په لحاظ ارام پرېږدئ! د اسلام د ترويج او حفاظت لپاره نورې ډېرې ليارې هم شته. يوازې افراطيت او د خلکو حلالول يې د حيوان په شان هم لاره نه ده. اسلام وحشت او کوتکماري نه ده، لکه څنګه چې نن تاسو نړۍ ته ورمعرفي کړی.

زموږ او ستاسو مسلمان ورورونو له موږ او تاسو سره سخته ناځواني وکړه او سخته دوه مخې لوبه يې زموږ او ستاسو او هم يې د نورو نړۍ سره وکړه چې ستاسو د ډېرو ملګرو د سرومال په زيان هم تمامه شوه، خو نور به ښه دا وي چه که تاسو جهاد غواړۍ، نو بهترين ځای به يې د فلسطين خاوره وي ځکه چې ارض الانبياء ده. بلکې ښه به دا وي چې غرب او تاسو خپل مسايل د سوله ييزو خبرو له لارې حل کړئ. هيله ده چې نور تاسو بيدار شئ او څوک مو نور زموږ د وژلو لپاره ونه کاروي. که چېرې مو هدف د اسلام ترويج وي، نو چې د دعوت له ليارې کيږي، نو ولې يې افراطي لياره خپلوئ چې هم ستاسو، هم د نورو مسلمانانو او هم د مذهب او دين د بدنامۍ او د ضرر سبب کيږي. اسلام د تعادل او د بشري او اجتماعي عدالت او خير ښېګڼې دين دی چې سوله او جهاد يې دواړه له يوې برخې نه کيږي. نن اسلامي نړۍ د غيرمسلمو په دام کې کېوتې د خلاصون لپاره يې بايد پر يو سرتاسري پلان کار وشي.
په پای کې به دومره درته ووايم چې له ما او تا دواړو قيادت او خپل حق غصب شوی. ښه به دا وي چې لومړی يو ښه قيادت مينځته راوړو بيا به نور مسايل قدم په قدم په منطق او استدلال لاسته راوړو. دا خو قيادت نه لرو چې ته هغسې استعمال شوې او موږ بيا دغسې وځپل شو چې ساری يې نه ليدل کيږي. ښه به دا وي چې سړی او نور خلاصوي، نو په معقولو لارو دې يې خلاص کړي.

په درنښت
سيدحسين پاچا