د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اوښکو چاردیوال

ګل آغا احمدي وردګ 04.12.2007 21:36
ته د عشق په ټال کې زانګې زه بې مینې بې پروا یم
په غزل مې ویشتي زړونه په ښکاري ژبه ګویا یم
ته ملنګ یې درویزګره صدقه غواړې د شونډو
سپیره ګوډۍ دې په غاړه زه ټولواک غوندې پاچا یم
زه مالکه  د دې سیمې چې ښایست یې خلک بولي
زه د وړانګو انځورګره زه د څرک غوندې رڼا یم
ما د حسن مورچل فتح په جادو د خپل غزل کړ
چې نړۍ ورپسې ستړې د رنګونو یوه نڅا یم
د آسمان رخسار ته هسکه د لېمو په کور کې ناسته
د ځیګر بوخڅې ته کوزه عجیبه غوندې معما یم
ما شکرې د لفظونو درلیږلې نوش جان کړه
په لمدو سترګو یې موښه زه تاویز د ستر ملا یم
ستا د اوښکو چاردیوال کې مې جونګړه ده آباده
واخ په ځمکه باندې لویږم زه خو دا رنګه دنیا یم