د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګل آغا احمدي وردګ

06.08.2012 18:20    |   ګل آغا احمدي وردګ خیښي (۹) برخه

په وردګو کې د شیریني د مجلس پر مهال که هغه ناسته وي او یا ستن وي نو له ډوډۍ خوړلو وروسته د هلک او نجلۍ د شرعي وکیلانو تر منځ د ټاکلي ملا صاحب په منځګړیتوب د ایجاب او قبول مراسم تر سره کیږي. په دې ډول چې د نجلۍ له لوري د نوموړې پلار یا کاکا او هلک له لوري د هغه پلار، کاکا، ماما یا بل سرپرست د ولي یا شرعي وکیل په توګه تعین کیږي او له دې مرحلې څخه وروسته ستن یا دسمال په یوه لویه مجمه کې د وچې میوې او دسمالونو په سر د مجلس منځته راوړل کیږي او د دواړو لوریو شرعي وکیلان د ملا صاحب خواته ورځي. شرعي وکیلان ملا صاحب ته په غوږ کې پټ څه وايي چې ګواکي ملا صاحب د ایجاب او قبول د تړون پر مهال د مهر یا ولور د کمیت یادونه وکړي او که یوازې دومره ووایي چې مهر مسمی؟ همدارنګه د ایجاب او قبول په طریقه کې د یادولو په موخه د نجلۍ او د هغې د پلار نوم په بشپړه توګه ملا صاحب ته په همدې وخت کې ور ښودل کیږي.

29.07.2012 11:30    |   ګل آغا احمدي وردګ خیښي (۸) برخه

په وردګو کې به پخوا پوښ په یوه اوسپنیز صندوق یا ښایسته یخدان کې ځای پر ځای کیده، میوه او نور اړوند څیزونه به په بوجۍ، خورجین یا څټه کې ایښودل کیدل او هغه مهال چې د موټر په څیر نقلیه وسیلې نه وې او یا محدودې وې نو د ۲۰ یا ۳۰ کسانو چې زیاتره به یې نارینه وو او کم تعداد به یې ښځینه ټنګورې وې، د خرو په وسیله به د نجلۍ کلي او کور ته انتقال کیده. البته دا په هغه صورت کې چې د نجلۍ کلی به لرې وو او د ورا د دویم ځلی ورتګ به مشکل وو نو دا ټول کار به په یو ځلې صورت موند او ټنګورې به هم په خرو باندې سپریدلې خو کله چې موټرونه پیدا شول نو دا کار بیا زموږ په ټولنه کې د موټرو په وسیله پيل شو.

24.07.2012 19:09    |   ګل آغا احمدي وردګ خیښي (۷) برخه

د خیښي کتاب دریم څپرکی د کوزدې مراسمو ته ځانګړی شوی دی او د کوزدې د مراسمو په هکله به تر دې عنوانونو لاندې مطالب د ګرانو لوستونکو سره شریک شي: سریزه، د پوښ وړل، ستن، ایجاب او قبول، د هلک کور ته د ستنې رسیدل، دسمال یا ناسته، د ناستې ځانګړي مراسم، چغل بازۍ، د زوم ناغه کول، مبایل چغل بازۍ، ټکری اچونه، خونی، پښه خلاصی، د اخترونو پوښ، د خوښۍ مجلسونه او وسلې.

22.07.2012 12:32    |   ګل آغا احمدي وردګ خیښي (۶) برخه

هغه ګل یا ځونډۍ چې د خیښۍ د نښې په توګه یې په لومړي سر کې د پیغلې کورنۍ د هلک د کورنۍ څخه راغلیو رویبارانو ته ورکوي، ته مالګه یا نښه هم ویل ورته کیږي خو دا چې ولې دغې نښې ته مالګه ویل کیږي لاسته راغلی معلومات ښيي چې مالګې ته زموږ د وګړو تر منځ د یوه تبرک په سترګه کتل کیږي او پخوا به د خیښۍ د لومړي مجلس په لړ کې د دعا پر مهال د دواړو کورنیو د مشرانو تر منځ یوه له ګل یا ځونډي سره یو ځای یوه اندازه مالګه هم ایښودل کیده، یا به ځونډي ګنډل کیده او بیا به د دوستۍ د نښې په توګه رویبارانو ته ورکول کیده. بل دا چې مالګه د خوردې په نامه په ځینو زیارتونو کې ایښودل

18.07.2012 21:54    |   ګل آغا احمدي وردګ خیښي (۵) برخه

په وردګو کې چې کله د پیغلې د کورنۍ مشران د خیښۍ په موخه د ځوان د کورنۍ له وړاندیز سره مخ شي نو هڅه کوي چې په دې هکله ژور فکر، هراړخیزه مشوره او له ټولو اړوندو نارینه او ښځینه کسانو سره خوښه وکړي. د دې ډول مشورو ځواب که مثبت وي نو د نجلۍ د مور، مشرې خور، انا، کاکاناوې، مامۍ او یا بلې کومې مشرې ښځې په وسیله له پيغلې سره هم خوښه کیږي خو زموږ په ټولنه کې په دې هکله د پيغلې ځواب مستقیم نه وي چې د خوښې په صورت کې په زړورتوب او ښکاره توګه (هو) یا (نه) ووايي بلکي د نوموړې موسکا، چوپوالی، له صحنې څخه منډه ځان پناه کول، لنډکۍ ژړا او یا دا خبره (هر څه چې کوی) د هغې مثبت ځواب ګڼل کیږي. خو دا یو حقیقت دی چې په زیاتره وخت که د نجلۍ کورنۍ د هلک د کورنۍ له لوري د وړاندیز شوې خیښۍ په هکله مثبت فکر و لري او پیغله د خپل ریښتني منفي ځواب د ښکارولو په هکله هر څومره ژړا، شور، فریاد، بدې ورځې او غالمغال وکړي نو د نوموړې د کورنۍ غړي د خپلې پیغلې خوښې ته کوم اهمیت نه ورکوي بلکي د هغې خوښه مثبته ارزوي. له همدې کبله د ناخوښۍ په صورت کې کله کله ځینې پیغلې خپل غبرګون ډیر توند څرګندوي او د ځان وژنې تر هڅې پورې رسیږي.

15.07.2012 11:26    |   ګل آغا احمدي وردګ خیښي (۴) برخه

په وردګو کې رویباري هغه ورتګ ته ویل کیږي چې د خپلې کورنۍ یوه ځوان ته د بلې کورنۍ د پيغلې د کوزده کولو یا په بله مانا د دواړو کورونیو تر منځ د خیښۍ او دوستۍ د رامنځته کولو په هدف تر سره کیږي او هغه کسان چې په دې پلاوي کې شامل وي مفرد ته یې رویبار او جمعې ته رویباران ویل کیږي. په لومړي رویبارۍ کې کیدای شي یو شخص یا له یوه څخه زیات کسان شامل وي خو غالباً دغه پلاوی د هلک د کورنۍ له دریو ډیرو نږدې کسانو څخه نه زیاتیږي ځکه چې که چیرې د نجلۍ کورنۍ د همدې خیښۍ او دوستۍ د وړاندیز په هکله موافقه ورسره و نه کړي چې عام ولس پرې خبر نه شي، د زلمي شخصیت او یا کورنۍ ته کومه عیب جنه خبره متوجه نه شي یا دا چې څوک د نجلۍ د پلار ذهنیت ته د دې دوستۍ په هکله ناسم معلومات ور نه کړي او پښیمانۍ ته یې و نه هڅوي.

10.07.2012 21:24    |   ګل آغا احمدي وردګ خیښي (۳) برخه

د پیغلې کتنه په وردګو کې د کوزدې لپاره لومړی او ضروري ګام ګڼل کیږي په دې مانا چې هغې کورنۍ ته د بې واده ځوانانو د کورنیو د ښځو ورتګ پيل کیږي چې پيغله لور یا پیغله خور لري او ممکن پخپلوانو او یا کلیوالو کې داسې پیښ شي چې یو ځوان د خپل ژوند د ملګري په توګه یوه خوښه کړې پیغله په داسې حالت کې له لرې یا نږدې واټن څخه و ویني چې نوموړې پیغله د همدې کلیوال نارینه ځوان په نیت پوه نه وي. همدارنګه که د هلک لپاره د خوښې کړې پیغلې مخامخ لیدل ممکن نه وي نو نوموړی هڅه کوي چې د خپلو خویندو، مور او یا نورو ښځینه خپلوانو له لارې د خوښې کړې پیغلې د ښکلا، اخلاقو،

03.07.2012 19:53    |   ګل آغا احمدي وردګ خیښي (۱) برخه

غواړم چې له ګرانو لوستونکو سره د معلوماتو د شریکولو په موخه د خیښي کتاب ټولې برخې د لنډو لیکنو په شکل او تدریجي توګه ستاسو درانه چوپړ ته وړاندې کړم. په دې برخه کې د خیښي کتاب لومړی څپرکی شامل دی چې د نکاح تعریف او د کورنۍ ته تشکیل ته ځانګړی شوی دی.

17.06.2012 10:40    |   ګل آغا احمدي وردګ اتلولي د معیارونو په تله

اتلولي هغه صفت دی چې د بریالي، هڅاند او نابغه انسان په برخه کیږي، په ژوند او یا له مړینې وروسته یې د نامه سره په طبیعي توګه تړاو مومي، اړوند ملتونه یې په ویاړ یادوي، په ملي افتخاراتو کې یې شمیري، مجسمې یې انځوروي، په اتل انسان پسې د خپلې ټولنې وګړي دعاوې کوي او د ژوند د سمون په چارو کې یې له شهکارونو، حکمت، میړانې، څیړنې، نبوغ، پوهې، علمي اکتشافاتو، انساني خدمت، کړو وړو او تجربې څخه حاضر او راتلونکي نسلونه ګټه اخلي.

09.06.2012 09:00    |   ګل آغا احمدي وردګ انارګل ته ډالۍ

کندهار په ویر کې ډوب دی، سمه، غر ژاړي خاونده له ټټر یې ویني څاڅي هر ځیګر ژاړي خاونده د تنکیو سرو ګلابو په ګلپاڼو لمبې ګډې ارغنداب ټپي، ټپي دی، سپين سحر ژاړي خاونده

02.06.2012 11:23    |   ګل آغا احمدي وردګ د یوولسمې مڼې ګل د مشاعرې راپورتاژ

د مڼې ګل یوولسمه دودیزه مشاعره د ۱۳۹۱ د غبرګولي په ۱۱ مه چې د ۲۰۱۲ د مې د ۳۱ نیټې سره برابره ده تر دې شعار لاندې چې ( مڼې ګل له جهاني سره) د وردګو او میدان د ولایت په مرکز میدانښار کې د سلګونو مینه والو، مشرانو، شاعرانو، لیکوالانو، ولایتي هستوګنو او چارواکو په ګډون جوړه او پيل یې د قرآن کریم په تلاوت او ملي سرود سره و شو. د وردګو ولایت د والي، استاد حبیب الله رفیع، د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال، کابل والي، استاد عبدالباري جهاني او صابرشاه صابر تر ویناوو وروسته د هیواد ګڼ شمیر شاعرانو د خپلو شعرونو په لوستلو سره مشاعرې ته په شعري ژبه هنري ښکلا ور و بخښله، پخپلو شعرونو کې مینه، محبت، ورورګلوي او پوهنیز بنسټونه و پسولل، د اوریدونکو زړونه یې له خوښۍ مالامال کړل او د یو شمیر ډالیو تر ویشلو وروسته په دعاییې، غرمنۍ او د نومیالي سندرغاړي حیات ګردیزي په خوږو وطني سندرو او ملي اتڼونو سره پای ته ورسیده.

14.02.2012 23:06    |   ګل آغا احمدي وردګ ژمی په واورو ښه ښکاري

د کال هر موسم خپلې ځانګړتیاوې لري او د خپلو مشخصو ځانګړتیاوو له مخې یې د ښکلاوو رنګین بهیر ځان ته رابللی وي. که پسرلی د اورښت، نرمې، هوا، زرغونوالي او ګلونو د غوړیدو سره د انسانانو نړۍ ته میلمه کیږي او په ویناوو، شعرونو او بدلو کې یې ځانګړتیاوې ستایل کیږي نو اوړی بیا د تودوالي غلو دانو او میوو د پخیدو په موسم مشهور دی او توده هوا یې د دې سبب کیږي چې د ځمکې پر مخ را شنه شوي ډکي د پخیدو په لوري روان کړي او د هغه کښت حاصلات انسانانو ته په لاس ورکړي چې د کال په موسم کې یې کرلي وي.

05.02.2012 10:28    |   ګل آغا احمدي وردګ دریو ختیځو ولایتونو ته د پوهنیز سفر راپورتاژ

د 1390سلواغې په 11 نیټه د افغانستان د پوهنې وزیر او ورسره پلاوي د هیواد دریو ختیځو ولایتونو ګړ او لغمان ته یو درې ورځنی پوهنیزړ او د خپل سفر په ترځې یې د 3 بابه ښوونیزو موسساتو د بنسټ د ډبرو ایښودلو او ګټې اخیستنې ته د یو باب جومات او ګڼو تعلیمي ودانیو د سپارلو سربیره د همدې ولایتونو د باغباني او علیشنګ په ښارګوټیې بې سرپناه ښګنې 626 نمرې ځه توزیع او د ننګرهار د استقلال په لیې د ښیړ د څاګي د لیسې، څۍ د دارالعلوم او د لغمان د ښوونیزو موسساتو څخه هم لیړه.

19.01.2012 20:18    |   ګل آغا احمدي وردګ په وردګو کې د 40 بابه نوو تعلیمي ودانیو د بشپړیدو راپورتاژ

د 1390 کال د مرغومې په 27 نیټه د وردګو او میدان ولایت د چک ولسوالۍ د اله سنګ د بې بې فاطمې د ښوونځي په انګړې کې د یوې درنې غونډې په ترځ کې د 1,920,000 امریکايي ډالرو په لګښت د همدې ولایت په 9 اداري واحدونو کې 40 تعلیمي پشپړې شوې پروژې ګتې اخیستنې ته و سپارل شوې. په نوموړې غونډه کې د پوهنې د وزیر ښاغلي فاروق وردګ، د وردګو او میدان والي ښاغلي محمد حلیم فدايي د ولایتي او محلي شوراګانو یو شمیر استازو، دولتي اراکینو سربیره د سیمې یو زیات شمیر ښوونکو، زده کوونکو، د پوهنې مینه والو او د چک د ولسوالۍ وګړو ګډون کړی وو.

22.08.2011 20:47    |   ګل آغا احمدي وردګ د یوې بلې پریکړې اړتیا

په دې وروستیو کې د افغانستان د ترافیک پولیسو د ادارې له خوا د ترافیکي خطراتو د مخنیوي په موخه یوه پریکړه صادره شوې ده چې په هیواد کې موټر چلوونکو او د موټرونو د مخ سیټ کښیناستونکو ته د امنیتي کمربند تړلو او د موټرو خاوندانو ته په خپلو نقلیه وسایطو کې د اور وژنې آلې یا Fire Box د نصبولو امر کوي چې په خپل ځای یوه ښه پریکړه ده او هیله ده چې د ترافیکو پولیس به د موټر چلوونکو، چارواکو او عامو وګړو د همکارۍ په نتیجه کې د دې پریکړې د بشپړ عملي کولو په برخه کې بریالي شي او زموږ یو زیات شمیر هیوادوال به له دې درکه د پیښدونکو ترافیکي خطرونو په وړاندې مصؤنیت تر لاسه کړي.

09.08.2011 18:06    |   ګل آغا احمدي وردګ وچکالي

وچکالي چې په انګریزي کې ورته Drought ویل کیږي د زمانې د داسې یوه واټن څخه عبارت دی چې په یوه سیمه کې خپل موجودیت ثابتوي کله کله یې مده میاشتو رسیږي خو کله کله د وچکالۍ زماني واټن تر کلونو پورې دوام کوي او هغه مهال واقع کیږي چې کله د اورښت د نه اوریدو له کبله د ځمکې په یوه سیمه کې اوبه کمې شي. وچکالي په عمومي توګه هغه وخت رامنځته کیږي چې د ځمکې پر مخ باندې د اورښت اندازه خپلې ټیټې کچې ته را ورسیږي چې دغه پدیده بیا په اړونده سیمه کې د اوبو لګولو، شنو بوټو او اهلي څارویو په ژوند باندې ژوره ناوړه اغیزه کوي. همدارنګه وچکالي د کلونو کلونو لپاره په یوه سیمه کې هم دوام کولای شي خو وچکالي که اوږدمهاله وي یا لنډمهاله د سیمې په کرنه، محلي اقتصاد، ټولنیز ژوند، چاپیریال، توریزم، زرغونوالي او اهلي څارویو او انسانانو باندې سختې ناوړه اغیزې پریږدي.

26.04.2011 18:33    |   ګل آغا احمدي وردګ د پوهنې وزارت او خصوصي زده کړې

خصوصي زده کړې د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې رواج لري او په ځینو پرمختللیو هیوادونو کې ډیر غوره او د لوړې کچې تعلیم پر مشهورو دولتي پوهنیزو موسسو سربیره په خصوصي تعلیمي موسسو کې سر ته رسیږي او خپلې ټولنې ته له دې لارې غوره علمي کدرونه وړاندې کوي.

14.02.2011 17:11    |   ګل آغا احمدي وردګ د عربي دیکتاتوریو د زوال بهیر دویمه برخه

محمد حسني مبارک د ۱۹۲۸ میلادي کال د مې په څلورمه نېټه د مصر په یوه غریب میشته سیمه کې پیدا شوی چې کفرالمصلیحه نومیږي او د المنوفیه په ولایت پورې اړه لري چې د قاهرې شمال د دلتا سیمه بلل کیږي. د لومړنیو زده کړو تر مرحلې وروسته د لوړو زده کړو لپاره د مصر حربي اکاډیمۍ ته شامل شو چې له همدې اکاډیمۍ څخه یې په پوځي برخه کې په ۱۹۴۸ کال لیسانس واخیست او په ۱۹۵۰ کې د هوایي ځواک د څانګې څخه هم د فراغت بریالیتوب تر لاسه او د یوه پياوړي پيلوټ په څیره کې را څرګند شو.

13.02.2011 10:30    |   ګل آغا احمدي وردګ د عربي دیکتاتوریو د زوال بهیر لومړۍ برخه

د ۱۳۸۹ د سلواغې ۲۳ د قاهرې سهار بیل رنګ ځانته غوره کړی وو او د دې هیواد میلیونونه خلک او ځوانان له ګڼو هیلو څخه په ډکو زړونو فکر کوي چې دوی بریالي شوي او د دې هیواد د تاریخ یوه لوی دیکتاتور او ۸۳ کلن حسني مبارک ته یې ماته ورکړه چې ۳۰ کاله یې په مطلق العنان ډول په دې هیواد حکمراني کړې ده.

08.02.2011 13:56    |   ګل آغا احمدي وردګ افغان مشران او تخریبي کړۍ

دا یو حقیقت دی چې د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه هغه خواخوږي افغانان چې د خپل خدای ورکړي استعداد له مخې یې په خپلو چارو کې پرمختګ حاصل کړی، د خپل ولس لپاره یې د خدمت غوره نمونې یې وړاندې کړې، هیڅکله یې د زور او غصب لاره نه ده نیولې او افغانان یې د خپلو هیلو د لاسته راوړلو په لاره کې د یوه محور په توګه پیژني او بې شمیره امیدونه ورته لري، د تخریبي کړیو له خوا د بې شمیره، بې سببه او بې توجیه تخریباتو له یوې توندې لړۍ سره مخ شوي دي.

02.01.2011 12:59    |   ګل آغا احمدي وردګ د پاڼ او پړانګ تر منځ

په دې کې شک نشته چې د ډیورنډ د کرښې د دواړو غاړو اوسیدونکي چې مطلق اکثریت یې پښتانه دي د زمانې د یوه سخت پړاو څخه تیریږي او د داسې لویو لویو ستونزو او مصیبتونو سره لاس په ګریوان دي چې په تیر ماضي کې یې ساری نه لیدل کیږي.

23.08.2010 08:50    |   ګل آغا احمدي وردګ د دوی پنځه تنه څومره زورور دي؟

تر همدې عنوان لاندې مې د هیواد د ځوان ژرونالیست او د هندوستان د حیدرآباد د عثمانیه پوهنتون د محصل ښاغلي محمد کبیر حقمل هغه لیکنه و لوسته چې د ۱۳۸۹ د زمري په ۲۱ نیټه په ټول افغان بریښناپاڼه کې خپره شوې ده. دغه لیکنه چې ښکلی عنوان لري ډیره په زړه پورې راته ښکاره شوه او ما هم و غوښتل چې یو څه پرې ور زیات کړم.

24.07.2010 13:25    |   ګل آغا احمدي وردګ تور او سپین

تور او سپین په انځورونو کې تاریخي حقایق د هغه کتاب نوم دی چې د پوهنې د وزارت په نوښت تازه له چاپه راوتلی او د ۱۳۸۹ د چنګاښ په ۲۶ نیټه د افغانستان د مصور تاریخ د نندارتون د پرانیستلو په لړ کې د پوهنې د وزارت د مقام محترم فاروق وردګ له خوا معرفي شو چې د کابل ښار په اماني لیسه کې جوړ شوی وو. تور او سپين کتاب ۲۴۹ پاڼې لري او د افغانستان د تیر ۲۰۰ کلن

14.06.2010 11:10    |   ګل آغا احمدي وردګ پوهنه د اونۍ په هېنداره کې

تېره اونۍ هم د افغانستان د پوهنې ډګر د ګڼو لاسته راوړنو شاهد وو چې د نوو ښوونځیو د تعمیراتو د جوړولو او بنسټ ایښودلو، له ښوونکو څخه د آرموینې د اخیستلو، تعلیمي مرستو سپورتي لوبو په لاره اچولو او داسې نور یې د نمونې په توګه یادولی شو. د دې اونۍ تفصیلي راپور په لاندې توګه د ګرانو لوستونکو د مطالعې وړ ګرزي چې په تاریخ وار ډول ترتیب شوی دی:

09.05.2010 10:25    |   ګل آغا احمدي وردګ د پوهنې حق

په دې کې شک نشته چې پوهنه د انسانانو د ژوند د هراړخیز بریالیتوب تر ټولو لومړی بنسټ یا اصل ګڼل کیږي او په نړۍ کې هغه شمیر ټولنې، هیوادونه او ولسونه د پرمختیاوو له هر راز نعمت څخه برخمن کیږي چې په خپل چاپیریال کې یې پوهنې ته پاملرنه کړې، دغه اصل یې په ریښتنې بڼه په پام کې نیولی، هغه ته یې وده ورکړې او خپل وګړي یې له دې ستر نعمت څخه په مناسبه توګه برخمن کړي دي. له همدې کبله د اسلام سپیڅلي دین زده کړه په هر نارینه او ښځینه مسلمان باندې فرض ګرځولې، د علم حصول یې د دنیا په ګوټ ګوټ کې لازم ګڼلی او هغه یې د دنیوي او اخروي بریالیتوبونو تر ټولو غوره اساس ګڼلی دی.