د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیښي (۵) برخه

ګل آغا احمدي وردګ 19.07.2012 00:54

خوښه او مصلحت
په وردګو کې چې کله د پیغلې د کورنۍ مشران د خیښۍ په موخه د ځوان د کورنۍ له وړاندیز سره مخ شي نو هڅه کوي چې په دې هکله ژور فکر، هراړخیزه مشوره او له ټولو اړوندو نارینه او ښځینه کسانو سره خوښه وکړي. د دې ډول مشورو ځواب که مثبت وي نو د نجلۍ د مور، مشرې خور، انا، کاکاناوې، مامۍ او یا بلې کومې مشرې ښځې په وسیله له پيغلې سره هم خوښه کیږي خو زموږ په ټولنه کې په دې هکله د پيغلې ځواب مستقیم نه وي چې د خوښې په صورت کې په زړورتوب او ښکاره توګه (هو) یا (نه) ووايي بلکي د نوموړې موسکا، چوپوالی، له صحنې څخه منډه ځان پناه کول، لنډکۍ ژړا او یا دا خبره (هر څه چې کوی) د هغې مثبت ځواب ګڼل کیږي. خو دا یو حقیقت دی چې په زیاتره وخت که د نجلۍ کورنۍ د هلک د کورنۍ له لوري د وړاندیز شوې خیښۍ په هکله مثبت فکر و لري او پیغله د خپل ریښتني منفي ځواب د ښکارولو په هکله هر څومره ژړا، شور، فریاد، بدې ورځې او غالمغال وکړي نو د نوموړې د کورنۍ غړي د خپلې پیغلې خوښې ته کوم اهمیت نه ورکوي بلکي د هغې خوښه مثبته ارزوي. له همدې کبله د ناخوښۍ په صورت کې کله کله ځینې پیغلې خپل غبرګون ډیر توند څرګندوي او د ځان وژنې تر هڅې پورې رسیږي.  
 
دعا
په وردګو کې د دوو کورنیو تر منځ د خيښۍ او دوستۍ اعلان په دعا سره د هغې میلمستیا په لړ کې کیږي چې د ټاکلې نیټې له مخې د پیغلې د کورنۍ له خوا د هلک د کورنۍ رویبارانو ته چمتو شوې وي. د دې رویبارانو په ډله کې کیدای شي د ځوان هلک پلار، کاکا، ماما، د کلي ملا امام، ملک او د کورنۍ د مشر کوم نږدې او هوښیار دوست هم راغلی وي او ټولټال یې شمیر له پنځو یا شپږو کسانو څخه نه زیاتیږي. کله کله داسې هم پیښیږي چې د دعا په مجلس کې د هلک له خوا یواځې د هغه پلار، کاکا او مشر ورور ګډون و لري.
د دعا په مجلس کې د دواړو لوریو له خوا له یو بل سره د دوستۍ ځانګړې علاقه څرګندیږي، په تودو دوستانه الفاظو یو بل مخاطب کیږي او خبره مخکې له مخکې معلومه وي. دغه راز مجلسونه د هغو کورنیو تر منځ ژر نتیجې ته رسیږي چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي، د سواد کچه یې لوړه وي، د نظر ساحه یې پراخه وي، عادي څیزونو ته کوم اهمیت نه ورکوي او د خيښۍ په ټولو رمزونو پوهیږي. خو د هغو کورنیو تر منځ د دعا مجلس ډیر اوږدیږي او ستړونکې بڼه غوره کوي چې اقتصاد یې کمزور وي، د افرادو ځیر ساحه یې محدوده وي، ډیرو وړو مسایلو ته اهمیت ورکوي او د خیښۍ ټول بې مورده او فرعي مسایل په لویه کچه مطرح کوي. حتی داسې هم پیښیږي چې د څارویو په څیر د پيغلې د ولور (مهر) په هکله له یو بل سره اوږدې او بې ګټې خبرې د دعوو په  شکل تبادله شي او هغوی ورته ووايي چې د پلانکي په روی لږ لمن را پریږده مانا دا چې د ولور او لګښتونو په برخه کې مراعات راسره وکړه. لمن پریښودل هغه مبلغ ته ویل کیږي چې پلورونکی اړخ یې اخیستونکي اړخ ته د یو شخص او یا یو مناسبت په هدف پریږدي او نه یوازې د ولور بلکي د پلورلو او اخیستلو په زیاتو لویو معاملو کې مطرح کیږي.
د دعا څخه د مخه د پيغلې د ولور یا مهر، د شیریني خوري پر مسایلو چې ګواکي ستن وي او که ناسته، چغلبازیو او د زوم په پریښودلو یا نه پریښودولو، پښه وازي، د واده پر مسایلو او لګښتونو په بشپړه توګه خبرې کیږي او دواړه اړخونه موافقې ته پرې رسیږي. پخوا به دغه مسایل یوازې د شفاهي موافقې په توګه د دواړو لوریو تر منځ پاتې کیدل خو په دې وروستیو وختونو کې یې لیکنه هم رواج شوې او د په دې اړوند د لیکلي سند په پای کې دواړه لوري لاسلیک  کوي.
کله چې رویباران او د نجلۍ د کورنۍ مشران په ټولو اړوندو مسایلو توافق ته سره و رسیږي نو بیا د نجلۍ د پلار له لوري د خیښۍ د نښې په موخه یو عادي ځونډۍ، برابر دسمال او یا ګل راوړل کیږي او په منځکې ایښودله کیږي.
په دې وخت کې د مجلس د ګډونوالو څخه یو مشر د قرآن کریم څو آیتونه لولي او که یې آیتونه نه وي زده نو په عادي ډول د دعا لاسونه پورته کوي او د دواړو کورنیو د همیشنۍ دوستۍ او روښانه خیښۍ په هکله دعا کیږي. کله چې دعا پای ته و رسیږي نو د مجلس د لوري لومړی د هلک د کورنۍ مشرانو او بیا د نجلۍ د کورنۍ مشرانو ته د دې دوستۍ په هکله د مبارک مو شه په لفظ سره مبارکي ورکول کیږي اود دعا له پای ته رسیدو وروسته د خیښۍ د نښې ځونډۍ، ګل او یا دسمال رویبارانو ته وړاندې کیږي.
که په دې کلي کې په نږدې وختونو کې مړی نه وي شوی نو په وردګو کې پخوا داسې رواج وو چې د هلک د کورنۍ مشران به چې د نجلۍ له کور څخه ووتل نو سمدلاسه به یې د ټوپک یا تمانچې څو ډزې کولې او د همدې ډزو په کولو سره به د  دواړو کورنیو تر منځ خیښي په رسمي توګه اعلان شوه.
باید وویل شي چې د پیغلې د کورنۍ ښځې د پیغلې په شمول د دروازې تر وړو سوریو او یا کوم پټ ځای څخه د دې ټول مجلس بهیر څاري، د دواړو لوریو خبرې اوري او د مجلس په پایله باندې ځانونه پوه کوي. کله چې پیغله د خپلو ورکولو یا کوزدې څخه خبره شي نو که په زړه باندې هر څومره خوشحاله او له نوې دوستۍ څخه راضي وي خپل لومړی غبرګون په ډیرو حالاتو کې په ژړا سره څرګندوي.
که کومه ښځه ورته ووایي چې پلانکي ته یې ورکړې نو پیغله وايي: ( نو زه څه وکړم چې ورکړې یې یم). همدارنګه ورکړې نجلۍ هڅه کوي چې چاته په مخه ور نه شي، د دعا په لومړیو شیبو کې تر نامعلوم وخت پورې له عام منظر څخه پټه وي او یوازې خپلو کوچنیو وروڼو او خویندو ته ځان ور ښودلی شي. خو د پیغلې مور د مشرانو لوڼو په ملتیا د خپلې تجربې له مخې هڅه کوي چې نوې کوزده شوې نجلۍ پیدا کړي، دلاسا یې کړي او د مورنۍ مینې په الفاظو یې و نازوي او په دې حقیقت پوه کړي چې خور او لور آخر د پردي کور ده. همدارنګه له دې سره جوخت ډیر ژر په لرې او نږدې کلیو کې د نوې خيښۍ په هکله اوازه خپره شي او د کلي ښځې یې په دې الفاظو سره یادوي: ( اخی نامینده کۍ  نه شې خبره یې که نه، پلانکۍ پیغله یې د پلانکي زوی پلانکي ته ورکړې ده).