د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیښي (۱) برخه

ګل آغا احمدي وردګ 03.07.2012 22:53

غواړم چې له ګرانو لوستونکو سره د معلوماتو د شریکولو په موخه د خیښي کتاب ټولې برخې د لنډو لیکنو په شکل او تدریجي توګه ستاسو درانه چوپړ ته وړاندې کړم. په دې برخه کې د خیښي کتاب لومړی څپرکی شامل دی چې د نکاح تعریف  او د کورنۍ ته تشکیل ته ځانګړی شوی دی.
 
دا چې د افغاني  ټولنې کلتور او فولکلور د اسلام د مبارک دین سره نه شلیدونکې تړاو لري نو ضروري ګڼل کیږي چې د کتاب لومړی څپرکی د اسلام له نظره د نکاح او نوې کورنۍ تشکیل او اهمیت ته ځانګړی شي. همدارنګه د دې کتاب یوه لویه موخه د کلتور د پیژندلو تر څنګ  زموږ په ټولنه کې د ټولنیزو ریفورمونو یا اصلاحاتو په لوري اړین ګامونه ایښودل دي او کله چې موږ له ټولنیزو اصلاحاتو څخه خبرې کوو نو ډیر ژر د دین مسئله را مخته کیږي نو په دې اړوند د لومړنیو معلوماتو وړاندې کولو ته اړتیا لیدل کیږي.

د نکاح تعریف
نکاح په لغت کې عقد یا تړون ته ویل کیږي او په اصطلاح کې له هغه تړون څخه عبارت دی چې په اسلامي ټولنه کې د نبوي سنتو او ټولو اړوندو شرایطو سره سم د یوه نارینه او ښځینه تر منځ د روا جنسي غریزې د اشباع، له انحرافاتو څخه د ځوانانو د ساتلو، د ښځې او نارینه تر منځ د شریک ژوند د پيلیدو، سالمې کورنۍ د تشکیل، د دوو کورنیو د دوستانه اړیکو د ایجاد او سالم انساني نسل د دوام په موخه تړل کیږي. نکاح د اسلام د سپیڅلي څخه پرته په نورو مذاهبو، عقایدو، ادیانو او وګړو کې هم موجودیت لري او هره ټولنه یې د خپلو عقایدو په رڼا کې تړي.
   
د نکاح اهمیت په اسلام کې
د نکاح تړون په اسلامي دین کې یو ستایل شوی عمل، محمدي سنت او په تعریف کې د یاد شوو بنسټونو او اړتیاوو پر بنسټ داسې یوه طریقه ګڼل کیږي چې د ځمکې په سر د سالم بشري نسل یا کهول د دوام، سالمې کورنۍ د تشکیل او روښانه انساني ټولنې د رامنځته کیدو یوازینی لاره ده.
لوی خدای (ج) د قرآن کریم د نساء د سورت په ۳ آیت کې فرمایلي دي چې ژباړه یې داسې ده: ( ای د ایمان خاوندانو  نکاح وکړی له ښځو سره څومره چې تاسو توان لری، دوې، درې یا څلور ښځې خو که چیرې د عدالت نه کولو په سبب ویریږی نو له یوې ښځې سره نکاح و تړی...)
د اسلام ستر پيغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و سلم په یوه حدیث شریف کې فرمایلي دي: (يا معشر الشباب، من استطاع منكم الباءة فليتزوّج؛ فإنه أغضّ للبصر، وأحصن للفرج، ومن لم يستطع، فعليه بالصوم، فإنه له وجاء )
ژباړه: (ای د ځوانانو ټولګیه، څوک چې له تاسو څخه د جماع کولو توان لري نو واده وکړﺉ ځکه چې واده سترګې له محارمو څخه منع کوي او نکاح له محارمو څخه د فرج د ساتلو وسیله ده. خو که چیرې څوک د واده کولو توان نه لري نو هغه ته ښايي چې روژه ونیسي ځکه چې روژه له ناروا څیزونو څخه د مخنیوي وسیله ده)
د نارینه او ښځینه د نکاح تر منځ دوه څیزونه د اسلام د سپیڅلو ارشاداتو له مخې ډیر اړین دي چې لومړی د دواړو تر منځ د نکاح تړلو لپاره عام او تام رضایت او بل د ولي یا سرپرست موجودیت او په ځانګړې توګه د ښځې لپاره چې د هغه پلار، ورور، نیکه، کاکا او یا د کورنۍ سرپرست ګڼل کیږي.
د اسلام د لارښوونو پر بنسټ پر نکاح کې ښځه د حسي او معنوي ښکلا له مخې خوښیږي په دې مانا چې ښکلی صورت، ښه ونه، بډاینه او ښه نسب به لري او په معنوي ښایست کې بیا دینداري، نیک اخلاق، زده کړه، ښه کردار او غوره سلوک و لري.
هغه آثار چې په اسلامي نکاح پورې تړاو لري ښځې ته د نکاح په بدل کې د مهر له ورکولو، د هغې د نفقې د مسوولیت منلو، د کورنیو تر منځ د خپلوۍ منځته راتګ او د هغه د پاللو، د هلک او نجلۍ لپاره د محرماتو د اصنافو تشکیل او د محرمیت د اصل پاللو او د خاوند په میراث کې د ښځې له ګډون څخه عبارت دي.
د نکاح غږ تل د خوښیو سره مل وي، انسانان یې په اوریدلو سره خوښیږي، اسلام دغه خوښي ستایلې او په هره ټولنه کې خوښۍ خپلې ځانګړنې لري او دغه خوښۍ د اړوندې ټولنې د عرف او دودونو سره سمه اجرا کیږي.

د کورنۍ تشکیل
یو نارینه یا ښځینه انسان هیڅکله په یوازې توګه د دې جوګه نشي ګرځیدای چې خپلو جنسي غوښتنو ته دې روغه لار پیدا، سالمه کورنۍ دې تشکیل او ماشومان دې و زیږوي. همدارنګه یو انسان هیڅکله په یوازې ځان نه شي کولای چې ټولنې ته دې وړ افراد  وړاندې او انساني نسل ته دې د بقا زمینه برابره کړي بلکي د نارینه او ښځې تر منځ د شرعي نکاح په وسیله انسان د دې توانايي تر لاسه کوي چې د خپل نسل بقا ته په داسې توګه دوام ورکړي چې هم یې خپلې روا غوښتنې تر سره شوې وي او هم یې د ځمکې په سر دغه لوی خدايي امانت سر ته رسولی وي.
له همدې کبله د نکاح د تړون یوه عمده موخه د روغې کورنۍ تشکیل دی چې د یوه نارینه او ښځینه انسان له یو ځای کیدو سره سم منځته راځي، د خپلو اولادونو په زیږولو سره د کورنۍ غړي ډیریږي او ټولنې ته داسې افراد وړاندې کوي چې له جسمي، عقلي او رواني نظره روغ او په سمه روزنه سمبال شوي وي. دغه ټوله لړۍ چې د آدم (ع) د پیدا کیدو څخه وروسته را روانه ده، د دې سبب کیږي چې انساني نسل د ځمکې پر مخ د بقا چانس و مومي او خپل موجودیت ته په ښه توګه دوام ورکړي.
اسلام همیشه کورنی نظام ستایلی او هغه یې د سالمو افرادو د روزنې یوازینی اساس ګڼلی دی چې له همدې کبله په افغانستان کې چې یوه اسلامي، قبیلوي او سنتي ټولنه ګڼل کیږي، تل کورنی نظام په ښه توګه وده کړې او زموږ د هیواد هستوګن وګړي دغه نظام ته تل په درنه سترګه ګوري.