د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملا سیرلی مې بیرته راکه

ګل آغا احمدي وردګ 27.09.2007 01:00
په اوږه مې یې ورو لاس را کیښود او را ته ویې ویل: بیشکه خدای خو دې تا د موږ له منځه نه کموي یاره هوښیارانو رښتیا ویلي دي چې: سل سړي دې و مره خو د سر سړی دې مه مره. تر اوسه خو مې که منلې یا نه خو اوس درته تسلیم یم. زه نه پوهیږم چې څه جادو دې پرې کړی وو که څنګه؟ خو په قلم دې برکت شه آفرین خدای دې ما د داسې ګوتو نه قربان کړي.
مخ مې چې ور واړاوه نو مبارک صیب وو ورته ومې ویل: ښه صیب دا تاسو یاستی، ګوره خبره څه ده زه خو پوه نه شوم ولې مې دومره سر راستروې؟ زه خو دتاسو غوندې مبارکو خلکو د پښو خاورې یم، زه په دومره صفتونو نه ارزم لکه تاسو یې چې کوی.
مبارک صیب زما د خبرو په اوریدو موسکی شو، غاړه یې تازه کړه پداسې حال کې یې بلې خبرې ته ځان جوړاوه چې په سر باندې یې د منظمې سپینې لونګۍ په ولونو تازه ګوتې ووهلې او داسې مالومیده چې د سر په ویښتانو یې همدا نن نوې پاکي را کش کړې وي و یې ویل، اې، ګوره ځان به په ناپوهۍ نه وهې، ته خو یوارې ما ته داسې ښه وګوره، موږ خو څه چې هغه د سارندوال صیب ګذاره هم ستا د قلم له برکته ښه برابره ده او پوره یو کال و شو چې هره میاشت یې کور ته شنه شنه بنډلونه راځي او دا وار خو یې د دریو میاشتو پوره راوړي دي. اوریدلي مې وو چې هلته هم ستا قلم چلیدلی. یاره زه خو دې ته حیران یم چې ستا په قلم کې څه تاثیر دی چې دومره ژر رسمي کیږي. هغه متل دی چې وایي: قرائت خو هر څوک کوي خو خوله د ملا قادر غواړي. خیر دی موږ ته هم دا چل را وښیه ګوندې وي چې زموږ ټکله هم ورسره لمده شي.
مبارک صیب قسم دی که خو زه ستا په خبره باندې پوه شوی وم، دا تاسو څه وایی، کنایې منایې پریږده سپینه خبره وکړه او ښکاره یې راته ووایه چې څه چل دی، باور دې وشه که په دې فلسفه خو زما سر خلاص شوی وي.
مبارک صیب دا ځل په خپله هغه اوږده ږیره ښی لاس را تیر کړ چې د ګوتو شمیر پرته نور ټول ویښتان یې سپین شوي وو خدایزده لکه  چې په شامپو کې یې ونیځلې وه خو چې لمر ته به مخامخ شو نو د ویښتانو رڼا یې د سړي سترګې بریښولې. د مبارک صیب په چپ لاس کې داسې تور رنګې میده تسبیح وې چې ګمان کیده د اصل لرګي به وې او شمیر یې له سلو څخه اوښت یوه یوه یې په ګوتو کې اړوله، خوله یې زما غوږ ته را نږدې کړه او ویې ویل هیئت درته یادوم هیئت، هی هی ښه پوهیږې خو ځان دې په ټکۍ وهلی دی.
وه مبارک صیب د خدای د پاره کوم هیئت او د څه شي هیئت؟
ولې هیر دې شو هغه د پروسږ کال هیئت چې دلته راغلی وو.
سمه ده پوه شوم پوه شوم له ځان سره مې ورو ورو و خندل او را په یاد شول چې په هغه ورځ مبارک صیب بیچاره څومره ډیر ځایونه راپسې کتلي وو او هر سړی به مې چې لیده نو همدا یوه خبر به یې راته کوله چې هغه ډیر پسې ګرزي، ټول ځایونه یې په تا پسې وکتل او څو سړي یې در پسې لیږلي دي ژر شه او ځان ور وښیه، آن د سارندوال کور یې هم وکوت. زه په همدې چورتونو کې د کور خوا ته روان وم چې یاره دا بلاوې له تا نه څه غواړي، کومه خطایي خو دې هم نه دی کړی چې بیا یې سړي در پسې مرش کړي دي. زه په همدې چورتونو کې وم چې مبارک صیب او د جبهې اړوند مسوول مې نیغ مخې ته و دریدل او د لنډې پوښتنې او ستړي مه شي څخه وروسته یې را ته وویل چیرې یې؟ د انځیر ګل ګرزیدلی یې، پښې مو در پسې وخوړې او ژر ژر یې په خپل تصمیم خبر کړم. مبارک صیب او اړوند مسوول نو په دومر القابو وستایلم چې زه د هغه وړ نه وم که رښتیا درته ووایم نو په صفتونو صفتونو یې تش په تشه جامع الکمالات را نه جوړ کړ.
ما ورته وویل مبارک صیب! تاسو ډیر محترم یی خو زه دا کار نه شم کولای، نور خو یې نور خو دا د آخرت ځواب...؟
 ما لا خپله خبره پوره کړې نه وه چې مبارک صیب په رډو رډو سترګو را ته وکتل او و یې ویل: دا څه وایې؟ دا څه اورم؟ نه نه داسې نه کیږي، حتمن...
ما ورته رټ ځواب ورکړ او ورته ومې ویل: زه بخښنه غواړم، زما عذر و منی، تاسو دا کار د بل چا له لارې وکړی. خو هغوی زما د هرې خبرې سره نور هم جدي کیدل او ډول ډول دلایل یې را ته مخکې کول چې مه کوه ګوره تاوان به وکړې او د انکار په صورت کې خو بیا د  جبهې مخه چا نه ده نیولې؟ ګوره که غر لوړ دی نو په سر یې لاره تیره ده.
بیا یې وویل: ګوره، او ویده،  اې خدای دې خوار نه کړه لږ ویښ شه، موږ خو یواځې  نه یو چې دا کار کوو، په دې یوه وړه منطقه کې سارندوال صیب درې دانې رسمي کړې، کوماندان زیکویک دوې دانې، کوماندان خرابات درې دانې، کوماندان چور دوې دانې او هر کلي ته کوماندانانو دوې درې دانې راوړې دي، اې بې خبره نو موږ خو هم له چا نه کم یو؟
اې، ګوره ته به څه فکر کوې موږ خو بیا دومره ناځوانه هم نه یو چې ستاسو ریښتني کار ته تاوان ورسوو خو ته خپله ښه پوهیږې چې موږ هم په بده ورځ اخته یو، د خدای په لاره کې مو سرونه نیولي دي، پیسې میسې نشته، د جبهې مصارف دی، نو هیله کوو، خیر دی.
په همدې وخت کې له مبارک صیب سره د جبهې راغلي مسوول د خبرو نوبت و نیو او ویې ویل: ګوره که ته د موږ سره په دې کار کې کمک وکړې نو موږ هم دومره بې انصافه نه یو چې همداسې دې بې برخې پریږدو، برخه به دې نغده درته سپارو ته بیغمه شه. مبارک صیب هم پسې را غبرګه کړه هو هو ته په دې باره کې هیڅ چورت مه وهه.
واه واه پکه دا دې لا بله سپکه، دا څه په مصیبت واوښتم چې یا خدایه دومره لویه...؟ ورته و مې ویل: چې زه هیڅ شی نه غواړم، ښه تاسو نو زه ستاسو سره څه مرسته کولی شم؟ بل دا چې د آخرت مسوولیت به یې څوک په غاړه وړي اوکه هئیت خبر شي نو بیا؟
زما په دې خبره دواړه داسې سره و غوړیدل چې رنګونه یې له ډیر خوشحالۍ تک سره واوښتل، مبارک صیب د خبرو مزی په لاس کې و نیو او ویې ویل: اول خو دا چې د آخرت مسوولیت او هیئت خبرې ټولې موږ ته پریږده، موږ پوه شه ځواب او مسوولیت یې له دې سره سم یې هغه کار را وسپاره چې زه یې باید نن تر قضا ماسپښین پورې  تکمیل کړم. اوږده اوږده نوي تک سپین او تش کتابونه یا خدایه دا به څنګه ممکنه وي؟
یو، دوه، درې، څلور، پنځه خو تکمیل شول. مبارک صیب به د هر کتاب د تکمیدلو سره یو وارې را ته یوه پښه یې تر ما او بله تر جوماته پورې وه او راغلي هیئت ته به یې ډاډ ورکاوه، چې هر څه تیار دي لږ صبر وکړی چې موږ یې په رسمي ډول درتسلیموو ، دا دي که خدای کول  اوس یې راوړم، صیب لږ نور صبر وکړﺉ.
د شپږم ټولګي د حاضرۍ کتاب تکمیل شوی وو او ما یې په ترقي تعلیم شروع کړې وه چې انجنیر شیرین  دې خواته ته پیښه راوکړه او ویې ویل: بیا دې مخې ته څه شی پراته دي؟ یاره ستا خو هم بې له کودو کودو کاغذو ګذاره نه کیږي خو د مبارک صیب په چټکو ګامونو پوه شو چې خبره څه ده.
ما ورته وویل چې یاره انجنیر صاحب نور یې نو لیونی کړم که څه چاره وي او مرسته راسره کولی شې؟ ته در واخله دغه یو څو پاڼې راته ډکې کړه. انجنیر شیرین  هم زما د خبرې په اوریدو سره خپل برګ  واسکټ له غاړې لرې کا، خپل ټوپک یې د خونې د دیوال په میخ وځړاوه، لاسونه یې و غزول او غاړه یې یوې او بلې خوا ته تاو کړه، د کوټې د کونج بسترې ته یې ډه ډه ولګوله په داسې حال کې چې ځان ته یې د تاوده چای نوې پیاله ډه کړه را ته  و یې ویل لیکه: زما زړه په دربیدا شو، نه انجنیر صیب که یې هئیت ولولي نو بیا؟ لدې سره سم انجنیر شرین راته وویل یاره ته هم عجیب سړی زه درته وایم لیکه ما هم وویل تواکل په خدای کا او  په بې پروا توګه مې د شپږم ټولګي د ترقي تعلیم کتاب په داسې خوند پرې ډک کړ چې د ټولې ورځې ستړیا یې راڅخه لرې کړه د ترقي تعلیم په وروستۍ پاڼه کې د وروستیو دوو مضمونونو په مخ کې ولیکل شول چې:
(ساینس) ملا سیرلی مې بیرته راکړه
(اجتماعیات) د تا په کوډو لیلا خوله نه راکوینه
د لیکلو نیټه: ۱۸ جنوري ۲۰۰۲ یا ۲۸ مرغومې ۱۳۸۰