د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي ، سوله د هر افغان د زړه آواز

ګل آغا احمدي وردګ 23.09.2007 04:00
یوه خبره چې بیا بیا تکراریږي او په معاصره زمانه کې د هر افغان د زړه آواز او د هیلو غوټۍ ده هغه دا چې د هیوادوالو زیاته برخه پخپل ګران هیواد افغانستان کې سوله، وروګلوي، هر اړخیز سمون، روغه جوړه او بیا رغونه غواړي.
سوله هغه آرمان دی چې د هر افغان د زړه مراندې پرې تړلې او راتلو ته یې د زړه له تل څخه هیله من دي چې بیا یې خپل هیواد، کور، جونګړې او د خپل  ژوند هراړخیز ارزښتونه د سولې تر رنګین، ښکلي او زرین چتر لاندې د نیکمرغۍ مزل پیل کړي.
سوله هغه بنسټ دی چې د ژوند ټولې بریاوې پرې تړلې او د ژوند د روښانه خوښیو شرینې پیمانې یوازې د سولې په رنګین ټاټوبي کې موندل کیدای شي. یوازې سوله ده چې بشر ته د نیکمرغۍ د خوږو جامونو رنګینې پیمانې وړاندې کولی شي.
 همدارنګه یوازې سوله ده چې انسانانو ته د غوره او مخکښ ژوند نظام ډالۍ کوي، په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او هراړخیزو ډګرونو کې یې لاسنیوی کوي او د وړانګو داسې یوه داسې روښانه ماحول ته یې ورسره بیايي چې هر لوري ته یې د زرین څرک ویاړلي مشالونه د رڼایۍ په نڅا بوخت وي.
هو سوله خو ښه څیز دی بلکي د ژوند تر ټولو وړانګیز، رنګین او قیمتي جوهر ګڼل کیږي نو څنګه کیدای شي چې بشر او بیا په ځانګړي توګه معاصر افغانان د دې ګران بها جوهر په لاسته راوړلو کې د بري لاره و مومي؟
زما په آند دا یوه ښه پوښتنه او نن ورځ د زیاتو هغو خواخوږو اړخونو سره مطرح ده چې د دې هیواد او خلکو لپاره د یوه پرتمین ژوند د موندلو په هڅو لګیا دي. راځئ چې ټول په ګډه د دې مهمې پوښتنې د ځواب موندلو په تلا ش کې هلې ځلې وکړو، د خپل توان، وړتیا، نفوذ او اغیزې په اندازه په خپله ټولنه کې د عملي سولې د لاسته راوړلو لپاره ریښتنې او هراړخیزې هڅې پيل کړو. همدارنګه که مو تراوسه پورې دغه هلې ځلې پیل کړي وي ، نو د پراختیا او سمون په لاره یې سمې کړو. په یقین سره ویلای شم چې د افغاني ټولنې پوهنیز روڼ آندي چې خدای (ج) د پوهې له ډیوو څخه ونډه ورکړې ده په دې لاره کې تر ټولو لوی مسوولیت لري څو د دغه قیمتي جوهر د لاسته راړولو او په هغه باندې د خپلې ټولنې د سمبالتیا په چارو کې د هیواد د ننه او بهر د خپلو هڅو یوې پراخې او ګټورې لړۍ ته منځ پراختیا ورکړي.
په دې لړ کې که دغه لاندې ټکو ته جدي او ریښتنې پاملرنه وشي نو له شک څخه پرته چې ګټورې پایلې به ولري:
لومړی: راځئ په خپل منځ کې داسې ژمنه او هوډ وکړو چې هر افغان د خپل وس سره سم، د خدای د رضا د حصول او له بدمرغیو څخه د خپل ځپل شوي ولس د خلاصون په لاره کې ونډه اخلو او د سولې د راوستلو هر هغه ګام پورته کولو ته ملا وتړو چې له وسه مو پوره وي.
دویم: هر فرهنګپال افغان هغه که دیني عالم وي، ټولنیز شخصیت وي، لیکوال وي، شاعر وي، ژونالیست وي، نطاق وي، ملا امام وي او یا قومي مشر وي نو لږ تر لږه د سولې په هکله د یوه مطلب په لیکلو، لوستلو، تبلیغ کولو، نشرولو او د خلکو د پوهولو په لاره کې عملا ونډه واخلو او د ملي یووالي په چوکاټ کې هیواد ته  د سولې د راستلو بهیر ګړندی کړو.
دریم: هر هغه افغان چې د لانجې په مختلفو اړخونو هر څومره اغیزه درلودلی شي نو له خپلې اغیزې څخه دې کار واخلي څو هغوی په هیواد کې د ریښتینې سولې راوستلو ته و هڅوي. د سولې د راوستلو په لاره کې د لانجې ښکیلو  د پخلاینې کچکول و نیسو، د خپل ځوریدلي اولس حال ورته تشریح کړو او نور یې هیواد کې د تاوتریخوالي له ډیرو څخه منع کړو. همدارنګه ننواتې ورشو، خپله یوه لیکنه ور ولیږو او په هغو ګواښونو یې پوه کړو چې زموږ تاریخي هیواد افغانستان، خلکو، سیمې او زموږ ړنګې جونګړې ته د جګړې، تاوتریخوالي او بدبختیو له کبله متوجه دي.
څلورم: راځئ چې د خپل وس، ونډې او اغیزې په اندازه د هغو رسنیو ټوله پاملرنه د سولې خواته را واړوو چې موږ ورسره کار کوو، ورسره پیژنو او یا اغیزه ورباندې لرو. باور لرم چې په دې لاره کې زموږ بیا بیا غوښتنه، زموږ ژړا، زموږ اسویلي، زموږ سلګۍ، زموږ ننواتې او زموږ ګډ کار به هرو مرو یوه داسې بختوره او روښانه پایله له خپل ځان سره ولري چې په هیواد کې د هراړخیزې، ډاډمنې او ریښتنې سولې د ټینګښت په لاره کې موثره تمامه شي.
پنځم: راځئ چې هیواد ته د سولې د راوستلو په داسې یوه میکانیزم توافق سره وکړو چې موخه یې یوازې او یوازې په دې ځورول شوي، ځپل شوي، وران او ویجاړ هیواد کې د هراړخیزې سولې تامین، د افغانستان د خلکو خوښي او د پرمختګ په لاره د خپل هیواد برابرول وي. د دې میکانیزم لپاره که له تاسو ښاغلیو سره هر ډول طرح، نظر او یا وړاندیز وي، نو د خدای (ج) د رضا د حصول د افغانستان د ټوکر ټوکر هیواد د بیا رغونې او د دې ځپل شوو خلکو د نجات په خاطر یې له هغو اشخاصو او اړخونو سره شریک کړی چې د همدې موخې لپاره په هڅو لګیا دي څو ټول په ګډه د یوې پرمختللې افغاني ټولنې په جوړیدو کې برخه واخلو. زه متیقن یم چې تاسو به مخکې له دې هم په دې هکله خپله ونډه ادا کړې وي، اوس به هم په هیواد کې د سولې د راوستلو په هڅو لګیا وی او په راتلونکي کې به یې هم قصد لری چې په دې لاره کې کار وکړی خو په دې هکله  د یوه ګډ اقدام لپاره بیا هم خپله غوښتنه تکراروم او ستاسو ښاغلیو پاملرنه ورته را جلب کوم.
شپږم: راځئ ټول په ګډه له دې تاریخي فرصت څخه استفاده وکړو او د سولې دغه اوچت شوي غږ ته له لبیک ویلو سره سره هغه ته پراختیا ورکړو چې د افغانستان د نجات لپاره د مخلتفو لوریو له لوري زمزمه کیږي. که نور نه وي نو لږ تر لږه د یوه داسې پراخ کمپاین په لړ کې چې له یوې میاشتې څخه تر شپږو میاشتو پورې او یا څومره چې تاسو مناسبه ګڼۍ دومره  وخت یوازې د سولې د آواز د اوچتولو لپاره ځانګړی کړو. په دې موده کې د خپلو ټولو مطبوعاتو، رسنیو او لیکنو پاملرنه د سولې د راوستلو د تبلیغاتو په لاره کې په کار ولګوو او هغه د دیني، ملي، ټولنیزو او هر اړخیزو اړخونو له زاویې څخه تشریح، اړوندو ملي او نړیوالو اړخونو ته یې ورسوو. همدارنګه غوره به وي چې هغه ټاکلې مودې ته د افغانستان د سولې د اعادې نوم ورکړو.
اووم: نا امیدي او نهیلي د ناکامو پرګنو کار دی، افغانان لکه څنګه چې د پردیو د یرغل او سختیو په مختلفو ادوارو کې یې په ستونزو باندې د بري کلۍ موندلې ده، نو باور لرم چې خپل هیواد ته د سولې په راوستلو کې به هم وروسته پاتې نه شي او خپل دغه آرمان به د عمل په ډګر کې و ویني. خو نوموړی کار په یوه شرط ممکن دی هغه دا چې د هیواد فرهنګي کړۍ، لیکوالان، ژورنالیستان، شاعران، پوهان، روحانیون، بزګران، قومي مشران او ټولنیز شخصیتونه او عام وګړي یې ملاتړ وکړي. بیا هم په دې لاره کې د فرهنګي کړیو مسوولیت له ټولو څخه دروند او اغیزمن دی څو له جګړې، تاوتریخوالي او لانجو څخه د سولې، بیا رغونې، سواد او نیکمرغۍ خواته د خلکو د اذهانو د جوړولو په لاره کې خپله اغیزه په کار واچوي. دغه کړۍ کولای شي چې د ټولنې د وګړو مسیر ته مثبت بدلون ورکړي او کوم ځواک چې په مطبوعاتو کې شته دی د وګړو له بل هیڅ راز پرګنې سره نشته دی. ستاسو د یووالي هر غږ، لیکنه، تبلیغ او هغه عمل به په دې لاره کې ټاکونکی رول و لوبوي چې د خپلې ټولنې د سمون، سولې او روغې جوړې د تامین لپاره یې پورته کوی.
آتم: زه باید د یوې خبرې وضاحت وکړم او هغه دا چې دغه کلیمات چې ستاسو قدرمن حضور ته وړاندې شول یوازې د یوه داسې درمند زړه آواز دی چې خپله ټولنه د سولې د وړانګو تر چتر لاندې د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسول غواړي او هر افغان ته په خپل هیواد کې د ښه ژوند او خوښۍ د برابرولو په تکل پسې لالهاند دی. رحمان بابا وایي:
چې غوټې پسې وهې په لاس په درشي
چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته