د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي اخلاق د روښانه ژوند لاره

ګل آغا احمدي وردګ 17.09.2007 04:00

اسلام داسې یو شامل دین دی چې د انسان د ژوند هره برخه یې د خپلو زرینو ارشاداتو په پلوشو کې رانیولې ده.
اخلاق د اسلام د هغه بنسټونو څخه دي چې انسانانو ته یې همیشه په هغه باندې ټینګار کړی  چې ګواکي د خپل مور، پلار، کورنۍ، میرمن، اولاد، کلي، ولس، ماحول، ټولنې، هیواد، سیمې او نړۍ د خلکو سره څرنګه اخلاق باید وشي او کومه تګلاره د دوی په وړاندې په داسې توګه خپله شي چې مسلمانو وګړو ته یو بختور، مبارک او روښانه ژوند و بخښي.
د انسانانو ژوند داسې سره اخښل شوی دی چې د یو بل له همکارۍ پرته د خپل ژوند د کاروان پرمختګ ورته ناشونی دی  او دغه راز همکاري بیا د اخلاقو په چوکاټ کې سر ته رسیږي.
د اخلاقو په هکله د اسلام ستر پیغمبر وايي: ژباړه ( په تحقیق سره زه د دې لپاره په پیغمبرۍ مبعوث  شوی یم چې د غوره اخلاقو د عملي کولو پروسه بشپړه کړم) د دې مانا دا شوه چې اسلام او غوره اخلاق له یو بل سره څومره نږدې تړاو لري چې د لوی خدای (ج) نازولی پیغمبر یې په خپله وايي چې زه په ټولنه کې د غوره اخلاقو د بهیر د بشپړولو په موخه لوی خدای د پیغمبرۍ په مبارک رسالت باندې مامور کړی یم.
اوس پوښتنه دا ده چې په اسلامي ټولنه کې د اخلاقو عملي مانا څه شی ده او مسلمان باید د خپلو مومنو وروڼو په مقابل کې له څه ډول چلند څخه کار واخلي؟
اخلاق هغه غوره اعمال دي چې انسان یې په خپلو کړو وړو کې ښکاره کوي چې له ایمان څخه رانیولې د دیني مناسکو تر اجرا او له نوور انسانانو سره کړو وړو په درشل کې تر سره کیږي.
مومن مسلمان ته ښايي چې د فرضي عباداتو په تر سره کولو سره سره دا خبره په ثبوت و رسوي چې هیڅ مسلمان ته به نه د خولې او نه هم د خپلو کړو وړو په وسیله ضرر رسوي. همدارنګه د خپلې کورنۍ د غړو، مور، پلار، وروڼو، خویندو، زامنو او د ټولنې د عامو وګړو سره به داسې چلند کوي چې چاته پکې د ضرر رسولو یوه ذره نیت او عمل موجود نه وي. ځکه چې د یوه حدیث شریف مضمون دی وايي څوک چې مسلمان ته د ضرر د نه رسولو ضمانت وکړي نو د اسلام د ستر پیغمبر د ارشاداتو سره سم هغه ته د جنت ضمانت شوی دی.
بل دا چې هر څه ته به د شک په سترګه نه ګوري، د یوې موضوع په باره کې به تر هغه فیصله نه کوي چې حقیقت په ښه توګه ورته څرګند شوی نه دی.
د هر ډول ګناهونو لکه غلا، لاره نیول، شوکې، د نورو مسلمانانو له آزار او هر ډول ناروا عمل څخه به ډه ډه کوي او په هغو اعمالو به د بطلان کرښه را کشوي چې اسلام حرام ګرزولي دي.
په همدې توګه اسلامي اخلاق ایجابوي چې د هر ډول نشه یې توکو له کرلو، سوداګرۍ، قاچاق او استعمال څخه به د خپل ځان، کورنۍ، ماحول، ټولنې، هیواد او سیمې حفاظت کوي او د دې ناولې پدیدې د مخنیوي په لاره کې خپل کردار ادا کوي.
اسلامي اخلاق موږ ته لارښوونه کوي چې د خپلو خلکو تر منځ د بدبینۍ، نفاق، بیلتون او خرابوالي په ځای د ورورګلوۍ، سولې، یووالی او وحدت مزي را ټینګ او د یوې هوسا ټولنې د جوړولو لپاره لاس په کار شو.
له غیبت، بهتان، ښکنځلو، بدو ویلو او بې ځایه د یو بل مسلمان متهم کولو څخه ځان ساتنه د اسلامي اخلاقو یوه بله نمونه ده چې مسلمان یې په خپل ژوند کې په ثبوت رسوي او یاد شوي ټول څیزونه د کبیره ګناهونو په جمله کې راځي چې ریښتنی مومن هر وخت خپل ځان ترې ساتي.
د اسلامي اخلاقو یوه اساسي غوښتنه له انسانانو څخه دا ده چې د پوهې ژوند غوره کړي او هغو بنسټونو ته په ریښتنې توګه کار وکړي چې د ټولنې په وړاندې د تورتم دروازې تړي او د پوهې په روښانه کاروان کې یې ورګډوي. نو له همدې کبله مسلمانانو ته ښايی چې له خپلو تعلیمي موسساتو، مدارسو او ښوونځیو سره د بې پروایۍ لاره غوره نه کړي بلکي په ښه توګه یې سمبالې او د خپلو حاضرو او راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې زانګو ترې جوړه کړي.
خدای دې موږ ټول په غوره او ریښتنیو اسلامي اخلاقو سمبال کړي.