د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د نوې رهبرۍ د پام وړ

ګل آغا احمدي وردګ 08.08.2006 04:00

له ټولو د مخه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نوي وزیر ښاغلي عبدالکریم خرم ته د خپلې نوې دندې له کبله د زړه له کومي مبارکي وایم. لوی خدای دې وکړي چې په دې درانده مسئولیت کې د هر اړخیز بریالیتوب څخه برخمن او د افغان ولس د هیلو سره سم خپلې چارې پرمخ بوزي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بن د تړون او لنډمهالي حکومت له تشکیل څخه وروسته د څو تیرو کلونو په موده کې د عجیبو صحنو شاهد وو او د افغان ولس له ملي ژبې، ملي عنعناتو، ملي فرهنګ او ملي ترمینالوجۍ سره داسې لوبې وشوې چې تاریخ به هیڅکله دغه راز تاړاک هیر نه کړي او نه به هغو کرکترونو ته بښنه وکړي چې زموږ د ملي ویاړونو سره یې په ډیره بې پروایۍ لوبې وکړې او د پردیو د ناولو موخو پلي کولو ته یې د هیواد د کلتوري بهیر په ډګر کې لاره پرانیسته.

په څو تیرو کلونو کې د هیواد له ریښتنې ملي ژبې پښتو سره په لویه کچه او قصدي توګه له خورا بې پروایۍ او بې عدالتۍ څخه کار واخیستل شو او د وزارت هر ډول امکانات د یوې ځانګړي ژبې ویونکو په واک کې ورکول کیدل. په همدې توګه د هیواد ملي ترمینالوجي د پردیو د ناولو موخو په پښو کې قرباني کیده چې د څو تیرو کلونو رادیويي، تلویزني او نور هر ډول خپرونې او د پردیو د موخو د پالونکو فعالیتونه د دې حقیقت غوره څرګندویي کوي.

په همدې توګه هغه خپرونې، نشرات، کتابونه، مقالې او لیکنې د دې ادعی د ثبوت لپاره ګڼ دلایل له خپل ځان سره لري چې هیوادپالو او ریښتینو افغانانو وخت پر وخت د خپل ملي، اسلامي او ایماني مسئولیتونو له مخې کړې او هغه ناوړه فعالیتونه یې بربنډ کړي دي چې د پردیو د چوپړ لپاره یې مټې را نغښتې وې. په همدې توګه د دې غیور او با شهامته ملت ملي، ټولنیز او هر اړخیز ارزښتونه یې په ډیره بې پروا توګه پلورلي او د خپلو ناولو موخو د سر ته رسولو په تکل کې دي.
په هر صورت دا خبره ټولو افغانانو ته جوته ده چې د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د غویي له کودتا وروسته د افغان ولس، افغاني کلتور او ريښتینې ملي ژبې په مقابل کې د زیاتو اړخونو له خوا نه بخښونکې، قصدي او ناوړه کړنې تر سره شوې دي. ځانګړو ډلو د خپلو شومو ورانونکو فعالیتونو تر څنګ د دې غیور ملت په ژبه، کلتور او ملي عنعناتو نه بخښونکي ګذارونه او تیري کړي دي چې د تاریخ پاڼو هره یوه بیله بیله ثبت کړې او افغان ولس به د هغو کرکترونو او اړخونو ناخوالې هیرې نه کړي چې په ناوړه او قصدي توګه یې د دې ملت د ژبې او کلتور د نابودولو هڅې کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نوی مقام او د رهبري پلاوی دنده لري چې په معقوله توګه د دې ولس په هغو پرهارونو پتۍ کښیږدي چې د ځینو څرګندو او ناڅرګندو اړخونو له خوا په ناوړه توګه د پردي کلتور، پردۍ ترمینالوجۍ او پردي فرهنګ د رواجولو له کبله د دې ولس په کلتور او فرهنګ باندې شوي دي. هغه بې عدالتي له منځه یوسي چې په قصدي توګه یې د دې ویاړلي ملت ژبې، فرهنګ او کلتور شاته غورزولی دی.

د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نوی مقام او رهبري به هرو مرو د خپلې کاري تګلارې په لړ کې د هغو ناخوالو د سمون لپاره مټې را ونغاړي او د خپلې کاري اجندا په سر کې به یې راولي چې په دې څو تیرو کلونو کې د افغان برمیال ولس کلتور، ژبې او فرهنګ ته پرې صدمه رسیدلې ده. موږ هم په خپل نوبت او د خپل ملي مسوولیت له مخې غواړو چې خپل نظر د نوموړي وزارت د مقام او نوو چارواکو سره شریک کړو.

لومړی: د وزارت د نوم په هکله تجدید نظر

اوسنی وزارت چې د اطلاتو، فرهنګ او ځوانانو د وزارت په نوم یادیږي، د لنډ مهالي حکومت له پیل او نوموړي وزارت ته د ځینو داسې څیرو په راتللو سره چې د افغانستان د کلتور او فرهنګ سره لوبې یې لوبې کولې د نوموړي وزارت نوم د شخصي سلیقې له مخې او ۱۳۴۲ کال د اساسي قانون خلاف چې هغه مهال د هیواد د سیاسي نظام پلی اساسي قانون بلل کیده د دې وزارت نوم له اطلاتو او کلتور څخه اطلاعاتو او فرهنګ ته واړول شو. په دې اړه د افغانستان عامو خلکو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، کلتوري او فرهنګي کړیو زښته زیاتې لیکنې، تبصرې، مرکې، عریضې او له اړوندو چارواکو څخه یې په دې اړه د اساسي قانون د پلي کیدو غوښتنه وکړه خو هیچا هم د افغان ولس غږ ته مثبت او یا د قناعت وړ ځواب و نه وایه. د افغانستان وګړي هیله لري چې د هیواد له اساسي قانون څخه د دې سرغړونې په هکله دې د نوموړي وزارت نوې رهبري څیړنه وکړي او د وزارت خپل نوم دې بیرته ورته اعاده شي. بل دا چې که په نوم کې یې کوم بدلون را ځي نو باید د هیواد د اساسي قانون مطابق وي، د هیواد د ولسمشر حکم ولري، په کابینه کې پرې بحث وشي او د ملي شوری له تصویب څخه تیر شي.
دوهم: د هیواد په ملي ترمینالوژۍ باندې د تیري مخنیوی
هر هیواد یو لړ ملي ارزښتونه او ملي پانګه لري چې د ناموس په څیر یې په ساتلو کې دنده او مسئولیت لري. له دې خبرې څخه هم هیڅوک انکار نه شي کولای چې په څو تیرو کلونو کې د ځینو ګاونډیو هیوادونو په اشاره او داخلي ګومارل شویو کړیو د فعالیتونو له کبله د هیواد ملي ترمینالوجۍ ته د زیان رسولو زیاتې هڅې شوې او دغه تخریبي اعمال اوس هم په خپل ټول شدت او زور سره د هیواد په مرکز او ګوټ ګوټ کې جریان لري. د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوې رهبري دنده لري چې د افغانستان ملي ترمینالوجي او ملي ژبې له هر راز بهرني یرغل څخه وژغوري او د ژغورلو په دې بهیر کې خپله ملي وجیبه ادا کاندي.
ملي ترمینالوجۍ ته د زیان رسولو هڅې او پردۍ ترمینالوجي رواجول د هغو رادیويي خپرونو، تلویزیوني خپرونو، اخبارونو، مجلو، لیکنو او تبصرو له لارې صورت مومي چې په هیواد کې د پردیو د موخو د پلي کولو لپاره کار کوي او په ډیره سپین سترګۍ سره د هیواد د اساسي قانون، د مطبوعاتو د قانون او د دې ملت د ارادې په خلاف خپلو شومو فعالیتونو ته دوام ورکوي چې د هیواد د اساسي قانون له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده لري چې دغه راز افرادو، کړیو او ګومارل شوو اړخونو سره د قانون له مخې چلند وکړي او د هغوی د تخریبي اعمالو مخه و نیول شي.

دریم: په خبري رسنیو کې د ژبو انډول په پام کې نیول

د هیواد ټولې پرګنې حق لري چې د قانون سره سم د خپلې مورنۍ ژبې د پراختیا، رواجولو او سمسورتیا لپاره کار وکړي او د هیواد په مطبوعاتو کې یې منعکسې کړي. له ژبو سره د مور او میرې توپیر له منځه ولاړ شي بلکي د هیواد د ساکنو قومونو د نفوس په انډول د هرې ژبې حق ادا شي. باید په زغرده او ښکاره توګه وویل شي چې په څو تیرو کلونو کې په دې اړه داسې یوه بې عدالتي شوې او روانه ده چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. تر ټولو عجیبه خو دا چې نوموړی کار په قصدي او ښکاره توګه صورت مومي. نوموړې بې عدالتي د دولتي رسمي اسنادو په لیکنو، رادیويي او تلویزیوني خپرونو، اخبارونو، ورځپاڼو، مجلو، ښوونځیو، پوهنتونونو او هر ډول رسمي مکاتبو، مکالمو او هر ډول کلتوري، فرهنګي او تعلیمي فعالیتونو کې په واضحه توګه ښکاري چې په دې هکله د اطلاعاتو او کلتور وزارت ډیره لویه او درنده وظیفه لري چې د دې ډول بې عدالتیو مخه و نیول شي او له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.
د افغانستان ټولې پرګنې او وګړي په دې هکله یوازې د عدالت تامین او خپل خدای ورکړی حق غواړي داسې حق چې له قانون سره سم او د عدالت په رنګینو جامو کې پوښلی وي.

څلورم: قانوني مراجعو ته د هیواد د تاریخي آثارو د لوټمارانو معرفي

د تیرې غمیزې په لړ کې څومره چې افغانستان په فزیکي شکل وران شو د هغه په انډول په سلګونو ځلې په معنوي توګه وران شوی دی او هر ډول پانګه یې د لوټمارانو د توپان څپو وهلې ده چې د افغانستان لرغونو او تاریخي آثارو ته هم له حد او اندازې څخه زیات تاوانونه رسیدلي دي. د دې تاوانونو په لړ کې یو هم د هیواد د لرغونو، تاریخي، کلتوري او فرهنګي آثارو غلا کول دي چې د یو شمیر بهرني لاسوهونکو په لمسون د ځینو افرادو او کړیو له خوا په غیر قانوني توګه له هیواد څخه ایستل شوي او د نړیوالې مافیا په تورو بازارونو کې پلورل شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نوې رهبري دنده لري چې د دغه راز اشخاصو په پیژندنه او قانوني مراجعو ته د هغوی په معرفي کولو کې خپله ملي دنده اجرا کړي.

پنځم: په هیواد کې د پردیو مبتذلو خپرونو مخنیوی

د کابل ښار د هیواد پلازمینه ده خو د ټول افغانستان استازیتوب نه شي کولای او د کابل د ښار استازي یوازې د رادیویي او تلویزني خپرونو هغه څو نارینه او ښځینه اوریدونکي نه دي چې په دې ښار کې جوړ شوو تلویزیوني او رادیويي چینلونو ته د بهرنیو سندرو او پروګرامونو د خپرولو په موخه د تیلفون له لارې فرمایشونه ورکوي. بلکي افغانستان هم د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر یو داسې هیواد دی چې خپل لرغونی تاریخ، ځانګړي دودونه، رواجونه، بډای کلتور او فرهنګ لري. افغانستان ښارونه لري، کلي لري او بانډې لري چې په مشترکه توګه یې په ډیرو سختو شرایطو کې د خپلو نوامیسو، دینی او کلتوري ارزښتونو ساتنه کړې ده او اوس یې هم کوي. خو په تیرو څو کلونو کې د نورو ناخوالو تر څنګ دغه هیواد او بیا په تیره پلازمینه د یو لړ داسې رادیویي او تلویزیوني خپرونو شاهد دی چې په هیڅ ډول د دې ولس له دیني او ملي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي. بلکي هیواد مو خدای مه کړه د یوې نامعلومې تباهۍ او بربادۍ په لوري بیايي. د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نوې رهبري دنده لري چې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته او داسې خپرونو ته اجازه ورکړي چې د دې هیواد دیني، کلتوري او فرهنګي ارزښتونو ته یې د احترام په سترګه کتلي او د دې هیواد خلکو ته د منلو وړ وي.

موږ په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مقام ته د خپلې نوې دندې په هکله یو ځل بیا مبارکي وایو د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یو چې هغوی به په خپلو موخو کې د بریالیتوب لوړو پوړیو ته ورسوي او د دې دردیدلي ملت د دردونو لپاره به د یوه ښه روغتیا پال په توګه کار وکړي.