د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غصې څپه

ګل آغا احمدي وردګ 15.02.2006 03:00
خبري رسنۍ، د بيان آزادي، مطبوعات او ديموكراسي هغه اساسات، كړنې او الفاظ دي چې هر يو خپل ځانګړى چوكاټ لري چې له خپل چوكاټ څخه بلې خوا ته پښې غزول د هغو ديني، اخلاقي، ديموكراتيكو او د بيان د آزادۍ له قانون څخه خلاف عمل او تيرى ګڼل كيږي چې انسانان ورته احترام لري او د خپلو هراړخيزو ارزښتونو د ساتنې لپاره يې ټاكلي او يا په معنوي ډول موجود دي.
 په ډير تاسف سره بايد ووايو چې ځينې وخت كفري نړۍ د بيان د آزادۍ تر عنوان لاندې ځينې داسې كړنې او اعمال سر ته رسوي چې د ميليونونو مومنو انسانانو احساسات په ژوره توګه ټپي او اغيزمن كړي چې په هيڅ توګه د توجيه كولو وړ نه دي.
 د دې ډول ناوړه اعمالو د سلسلې په لړ كې د تير ۲۰۰۵ ميلادي كال د سپتمبر په مياشت كې چې د روان ۱۳۸۴ هجري لمريز كال د تلې يا ميزان دمياشتې سره سمون خوري د ډنمارك هيواد د دنيش د ورځپاڼې د هغو كارتونونه چاپول دي چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته منسوب، هغه مبارك ته د سپكاوۍ او بې حرمتۍ له كرغيړنو او قصدي كړنو څخه ډك دي.
 نوموړى كار له ډنمارك څخه وروسته او د ځينو اسلامي هيوادونو د غبرګون د څرګندولو په مقابل كې بيا هم د بيان د آزادۍ تر عنوان لاندې د يو لړ نورو اروپايي هيوادونو له خوا تكرار او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د قهر او غصې څپې يې را وپارولې، د نړۍ په ګوټ ګوټ كې يې په ميليونونو مسلمانان غمجن او ديني احساسات يې په كلكه توګه ټپي او سخت اغيزمن شول. په دې توګه د نړۍ د ټولو مسلمانانو د قهر او غصې يوه لويه څپه را اوچته شوې چې د لاريونونو او داسې نورو اعتراضاتو په لړ كې صورت مومي او دورځې په تيريدو سره په ټوله نړۍ كې پراخوالى مومي. مسلمانان به هيڅكله چاته د هيڅ يوه عنوان لاندې اجازه ور نه كړي چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته دې څوك د سپكاوۍ، بې ادبۍ او يا بې حرمتۍ د كولو جرئت وكړي بلكي په خپلو ټولو شته امكاناتو سره به د هغه يرغلګرو اعمال محكوموي چې دغه ډول ناوړه كړنو ته لاره هواروي او د اسلام په سپيڅلو مقدساتو د تيري نيت لري.
 په دې لړ كې زموږ د هيواد افغانستان په شمول د نړۍ په يو زيات شمير اسلامي او غير اسلامي هيوادونو كې په ميليونونو مسلمانانو د سترو سترو مظاهرو، لاريونونو، اعتراضاتو او داسې نورو ورته كارونو په سر ته رسولو سره د دې ناوړه عمل په مقابل خپل سخت غبرګون څرګند او د بيان د آزادۍ تر عنوان لاندې يې د ډنمارك او يو شمير نورو اروپايي هيوادونو د يو شمير خبري رسنيو له خوا دغه غير اسلامي، غير اخلاقي، غير ديموكراتيك او ناوړه عمل غندنه وكړه او نوموړى عمل يې له اسلام سره د دښمنۍ يوه نمونه و ګڼله. همدارنګه د نړۍ ټول مسلمانان د دې ناوړه عمل د مرتكبينو د محاكمې او په راتلونكي كې د داسې ناوړه عمل د څركندولو د مخنيوي غوښتنه هم وكړه.
 دغه لاريويونه ډول ډول بڼې لري ځينې يې سوله ايز او په هغه چوكاټ كې تر سره كيږي چې د مظاهرو او لاريونونو لپاره مناسب دى خو ځينې نورې يې بيا له هغو حدودو او چوكاټ څخه تيرى كوي چې يو لاريون، اعتراض او يا مظاهره يې بايد ولري.
 د نړۍ ټولو مسلمانانو د دې ناوړه عمل په مقابل كې خپل غبرګون په لاندې ډول څرګند كړى دى:
 • د لاريونونو، مظاهراتو او اعتراضونو په لاره اچول
 • له خپلو حكومتونو څخه د ډنمارك او هغو هيوادونو سره د سياسي علاقاتو د پريكون غوښتنه چې دغه ناوړه عمل يې سر ته رسولى دى.
 • له ډنمارك سره د اقتصادي راكړې وركړې د مخنيوي هڅې او په خپلو هيوادونو كې د ډنمارك په توليداتو د بنديز غوښتنه
 • په اسلامي هيوادونو كې د ډنمارك او يو شمير نورو اروپايي هيوادونو سياسي نمايندګيو ته د ضرر رسولو هڅې
 • له اسلامي هيوادونو څخه د ډنمارك او يو شمير نورو اروپايي هيوادونو د ديپلوماتانو د ويستلو غږ پورته كول
 • په اسلامي نړۍ كې د ډنمارك او ځنيو نورو اروپايي هيوادونو بيرغونو ته اور اچول او داسې نور.
 په ځينو اسلامي هيوادونو لكه سوريه او لبنان كې لاريون كوونكي په دې بريالي شول چې د ډنمارك سفارتونو ته زيان ورسوي. خو په اسلامي هيوادونو كې د غربي هيوادونو ميشتو نمايندګيو ته ضرر رسول او يا سوزول د دې مسئلې غوره لاره نه ده بلكي د اسلامي نړۍ لپاره په كار ده چې په دې هكله يوه مشتركه او معقوله تګلاره خپله كړي په دې ډول چې د تاوتريخوالي مخه يې نيولې او ټاكليو موخو ته په آسانه توګه رسيدګي و كړاى شي. همدارنګه د يوه مشترك دريځ په ترڅ كې د هغو كسانو محاكمه وغواړي چې په دغه ناوړه عمل يې لاس پورې كړى دى او د راتلونكي لپاره بيا تكرار نه شي.
 زموږ د هيواد مومنو خلكو او حكومت هم په ټوليزه توګه د دې شوم عمل په مقابل كې خپل غږ اوچت كړى او د خپل غبرګون د څرګندولو په ترڅ كې يې د هغه چا دمحاكمې غوښتنه كړې ده چې دغه ډول پارونكى عمل يې سر ته رسولى دى. په دې لړ كې لاندې اقدامات سر ته رسيدلي دي:
 • د هيواد د ولسمشر حامد كرزي له خوا د دې عمل غندنه شوې او په دې اړه د جمهوري رياست دفتر اعلاميه خپره كړې ده.
 • د افغانستان سترې محمكې دغه ناوړه عمل غندلى او په دې هكله يې يو پريكړه ليك صادر كړى دى.
 • د افغانستان د حكومت د وزيرانو شورى هم نوموړى عمل غندلى
 • د افغانستان په ملي شورى كې په دې اړه بحث شوى د مشرانو او ولسي جرګې ټولو غړو د دې ناوړه عمل غندنه كړې ده
 • د افغانستان په پلازمينه ، لويو ښارونو او تقريبا ټولو ولايتونو كې د خلكو له خوا د غونډو او لاريونو په ترڅ كې دغه ناوړه عمل غندل شوى او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلىالله عليه وسلم ته يې هر راز سپكاوى او بې ادبي په كلكه رد كړې، د ډنمارك د دنيش د ورځپاڼې او هغو بې لارې افرادو د محاكمې غوښتنه يې كړې ده چې دغه ناوړه، غيرانساني، غير اخلاقي، غير ديني او پاروونكى عمل يې سر ته رسولى دى.
 خو په تاسف سره بايد ووايو چې د هيواد په ځينو برخو كې لاريونونه او مظاهرې له خپل اصلي موخې، هدف، مقصد او چوكاټ څخه وتلې چې په نتيجه كې د مرګ ژوبلې، ملي او شخصي شتنميو ته د زيان رسولو سبب شوې دي. يا دا چې د هغو فرصت طلبو او ګډوډي غوښتونكو د موخو ښكار شوي دي چې دغه راز حالاتو ته شپه او ورځ لار څاري او له دې ډول حالاتو څخه د خپلو ناوړه موخو د لاسته راوړلو لپاره ګټه اخلي.
 په دې ځاى كې غوره بولم چې د خپلو ګرانو لوستونكو پاملرنه د لاريونونو او مظاهرو ريښتنې بڼې ته را واړوم څو په راتلونكې كې د داسې ناوړه اعمالو او پيښو مخنيوى وشي چې له تاوتريخوالي سره مل وي، په هيواد كې ترينګلي حالات رامنځته كوي، د هيواد اقتصادي زيربناوو ته زيانونه رسوي، ګټه يې يوازې او يوازې د هيواد غليمانو او د ناوړه موخو درلودونكو فرصت طلبو اشخاصو ته رسيږي.
 عام مظهر، واټونو، ښارونو او داسې نورو محلاتو ته د يوه عمل په مقابل كې د غبرګون د څرګندولو په موخه د خلكو راوتلو او د ناخوښۍ څرګندولو ته لاريون يا مظاهره ويل كيږي چې مختلفې موخې لري او ټاكلى وخت نه لري. لاريون كله كله د يوې ډلې او كله كله د څو ډلو له خوا تر سره كيږي. كله كله خو د يوه هيواد په داخل كې د حكومت د ځينو پاليسيو، اعمالو او كړنو په مقابل كې د شعارونو د وركولو، د بيرغونو د سوزولو او كله كله د تاوتريخوالي او تشدد څخه د ډكو اعمالو په وسيله غبرګون څرګنديږي.
 د مظاهرې يا لاريون ريښتيني چوكاټ ته په لاندې توګه ګوته نيول كيږي:
 1. مخكې لدې چې لاريون كوونكي په لاريون لاس پورې كړي ضروري ده چې د هيواد امنيتي ځواكونو ته د مظاهرې د وخت، ځاى، موخې، د لاريون د سوله ايزې بڼې او داسې نورو اړينو څيزونو په هكله معلومات وركړل شي څو هغوى وتوانيږي چې د مظاهرې پرمهال د لاريون كوونكو او د هيواد د ملي شتمنيو امنيت و ساتي.
 2. لاريون يا مظاهره بايد سوله ايزه بڼه ولري او هيڅ راز تاوتريخوالي ته اجازه ور نه كړاى شي چې د هيواد ملي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو او زيربناوو ته تاوان ورسوي او په هيواد كې ترينګلي حالات رامنځته كړي. په همدې توګه داسې بڼه ښكاره نه كړي چې د يوه مهذب قوم له اخلاقي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي.
 3. داسې مغرضو اشخاصو ته بايد د لاريون په ترڅ كې د فعاليت او نفوذ ونډه ور نه كړاى شي چې تاوتريخوالي ته لمن وهي، د لاريون سوله ايزه بڼه په ناوړه بڼه اړوي، خپلې شخصي او سياسي موخې د نورو په ناوړه استعمال كې لټوي، د چور چپاول او داسې نورو ناوړه كړنو سر ته رسولو ته لاره هواروي.
 4. لاريون يا مظاهره بايد د ښار په داسې يوه څنډه كې تر سره شي چې د عامو وګړو د تكليف باعث نه شي او داسې بڼه خپله نه كړي چې د لاريون كوونكو د موخو او احساساتو سره اړخ نه لګوي.
 5. مظاهره بايد مشخص او ټاكلى وخت ولري او د خپل وخت په ختيمدو سره لاريون هم بايد په سوله ايزه توګه او پرته له كوم تاوتريخوالي ختم شي.
 6. د لاريون په ترڅ كې بايد يوازې د شعارونو په وركولو اكتفا وشي د وسلو، سوټيو او ځينو نورو داسې وسايلو ليږدول او استعمال د لاريون له طبيعيت او د لاريون كوونكيو له موخو څخه تيرى دى چې بايد لاريون كوونكي ډه ډه ور څخه وكړي.
 7. د لاريون په ترڅ كې له امنيتي ارګانونو او پوليسو سره همكاري په كار ده او بايد په ډبرو، وسلو، سوټيو او ځينو نورو داسې شيانو د امنيتي ځواكونو مقابله و نه شي چې لاريون له خپلو ټاكليو موخو او سوله ايز چوكاټ څخه وباسي بلكي لاريون كوونكو ته لازمه ده چې خپلې سوله ايزې غوښتنې يوازې او يوازې د آواز په څرګندولو سره جوت كړي.
 8. په هيواد كې د بهرنيو هيوادونو ميشتو سياسي نمايندګيو ته بايد له ضرر رسولو څخه ډه ډه وشي او لاريون كوونكي بايد خپلې موخې او غوښتنې د شعارونو او پريكړه ليك په وسيله بيان كړي ځكه چې په هيواد كې د سياسي نمايندګيو ساتنه د ملت او حكومت ګډ ملي مسئوليت دى.
 9. د مظاهرې او لاريون په ترڅ كې د داسې شعارونو د وركولو څخه ډه ډه وشي چې په هيواد كې ژبنيو، سمتي، مذهبي، سياسي او ټولنيز تاوتريخوالي ته لاره پرانيزي بلكي د ملي يووالي بنسټ بايد د هرې يوې كړنې پر مهال كلك په نظر كې و نيول شي.
 10. لاریون باید يوازې د يوه ملي، هراړخيز او سپيڅلي هدف لپاره تر سره شي.
 
 د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د شان په هكله هر ډول سپكاوى د اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ د څرګندونې په مانا دى او هيڅ وخت به مسلمانان اجازه ورته ور نه كړي چې د هغوى سپيڅلي پيغمبر او نورو ديني اساساتو ته په بد نظر و ګوري. د ډنمارك د دنيش د ورځپاڼې او يو شمير نورو غربي هيوادونو له خوا د دې ناوړه عمل تر سره كول د نړۍ د ټولو مسلمانانو او معقولو اړخونو له خوا د غندنې وړ دي چې په دې اړه د ټولې اسلامي نړۍ مسلمانانو په يوه آواز سره د لاريونونو او يو لړ نورو اقداماتو د سر ته رسولو په وسيله د اعتراض غږ اوچت كړى دى. له بلې خوا لاريونونه او مظاهرې خپل ځانګړى قانون او سوله ايز چوكاټ لري چې له هغه څخه سرغړونه د دې پر ځاى چې د لاريون له موخو سره مرسته وكړي بلكي تاوان ورته رسوي. د بيان آزادي هم خپل حدود او چوكاټ لري او داسې شوم او ناوړه عمل د بيان د آزادۍ له بنسټونو څخه ندى چې د ميليونونو مسلمانانو احساسات جريحه دار كوي. د افغانستان حكومت او ملت د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته د سپكاوۍ عمل چې د ډنمارك او ځينو نورو غربي هيوادونو د ځنيو مطبوعاتو له خوا د كارتونونو د چاپ پر بڼه تر سره شوى په كلكه توګه غندلى، د دې عمل د مرتكبينو د محاكمې او د راتلونكي لپاره يې د داسې پاروونكيو اعمالو د مخنيوي غوښتنه كړې ده.