د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو د سیميزو ګړدودونو په لومه کې

ډاکټر لمر 25.01.2006 03:00
درنو لوستونکوپه وروستیو دریو لسيزوز کې د افغانستان ټولنيز بهیر داسې بې سر او پښو دی چې ډېر انسانان ورته د حيرانتیا غاښونه چيچي او ګڼشمېر بې وزله خلک ورته له ورایه ګوري او د خپلو غمونو پوښتۍ پرې امباروي٠ د افغانستان کړکېچونه دومره هر اړخيز او پراخ بنسټه دي چې د هرې پېښې او یا هم هر ډول ټولنيز بهير او یا واکمني پۀ اړه چې څۀ وایې او یا اورې، نو لومړی بۀ دې د سر ويښته ودرېږي او بیا بۀ د ناهيلۍ لۀ هندارې سره مخمامخ شي٠
 
 د افغانستان پۀ ستونځو کې د پښتو ژبې ټولنیز موقف هم نا څرګند دي، څرنګه چې افغانستان په خپل سیاسي ډګر کې د بېلابېلو سیاسي کړیو په اخ او ډب کې دړي وړې شو، خو له پښتو سره هم سياسي تربګني وشوه چې د دغه ناخوالو غوره لوبغاړ پښتانۀ پخپله دي او د نورو د کلتوري، سیاسي او حتی دیني او مذهبي يرغلونو لاره یې ورته هواره کړه٠ افغاني ټنګ ټکور مو پۀ سيمه کې پۀ هندي او ایراني واوښت او پۀ غربي نړۍ کې مو افغانان راکن-رال ته نڅېږي او یا هم تنده پۀ رېپ او یا پوپ ماتوي ٠ درنو هېوادوالو زما د دغه لیکنې موضوع د پښتو ژبې دستونځو او د دغه ستونځو د مناسبې حللارې د دريځ پۀ اړه ده، نو د افغانانو نور پرابلمونه بۀ هغوی ته پرېږدم٠
 
 پښتو د افغانستان ملي ژبه وه او بيرته د رسمي ژبې ډګر ته ورواښته٠ پښتو د شلمې پېړۍ په پیل کې خپل رسمیت په اداري چارو کې تر لاسه کړ او پۀ ١٩٣٦ م ک کې لومړنۍ رسمي او د ١٩٦٤ م ک د اساسي قانون پر بنسټ د افغانستان یوازينۍ ملي ژبه ومنل شوه، خو وروسته له سرې غميزې او بیا د اسلامي اوښتنونو په بهير کې د افغانستان له نورو ناخوالو سره پښتو هم بدمرغه شوه او د ننني واکمنو له خوا د میلیتوب له پړاو راوغورځول شوه چې اوسمهال يې ډېرو ډلو د له منځه وړلو دريځ خپل کړی٠
 
 باید یاده شي چې د پښتو وده، پراختیا دودېدل او پۀ پښتو ليکل پۀ لومړي ګام کې د پښتني پوهانو او لوستو لیکوالو مسؤلیت دی٠ نن سبا پۀ نړۍ کې لږ تر لږه سل میلیونه پښتانه اوسېږي، چې له هغوی څخه ډېر يې په افغانستان، پښتونستان او هندوستان کې مېشت دي٠ ګڼشمېر پښتانۀ پۀ کشمير، بنګله دېش، ایران او د نړۍ پۀ نورو سیمو کې هم ژوند کوي او پۀ وروستیو دريو لسيزو کې، پۀ هېواد کې د بل شوي اور له کبله، د نړۍ پۀ ګوټ ګوټ کې خوارۀ وارۀ شول او اوسمهال د نړۍ پۀ بېلابېلو سيمو کې پردېس دي٠
 
 پښتو اریایي ژبه ده، چې پۀ ختیزه ارياني (باختري) څانګې پورې اړه لري٠ پښتو ډېره خوږه او سمسوره ده٠ پښتو ډېر ګړدودونه لري چې ټول پۀ دریو څانګو (ختيزه، منځنۍاو لوېديزه) پۀ افغانستان کې راغبرګېږي٠ د پښتو د دغو څانګو توپير د (ږ ، ښ) غږونو پۀ وینګ او پۀ ځینو ويیو کې د بېلابېلو ورته غږونو لکه (ج-جبه، ز-زبه، ژ-ژبه، يا وريجې، وريزې، وريژې) کارول او پۀ غونډله کې د (شول) کړ د (ش) پر ځای د (س) د توري کارول دي٠
 
 پۀ ختيزو سیمو کې د (ږ) غږ د (ګ) او د (ښ) غږ د (خ) پۀ ډول ویل کېږي، خو د (ږ) غږ لپاره د ژبې ملا نرم تالو ته ورنژدې کېږي او د (ګ) غږ ته ورته ویل کېږي او د (ښ) لپاره د ژبۍ وروستۍ برخه د تالو نرمې برخې ته ورنژدې کېږي او د (خ) غږ ته ورته د تالو د نرمې برخې او ژبۍ تر منځ جوړېږي٠
 
 پۀ لوېديزو سيمو کې (ږ) د (ژ) او (ښ) د(ش) پۀ څېر ویل کېږي، خو د دواړو پۀ وینګ کې ژبه زيږ تالو ته له ورجګېدو سره بيرته راغبرګېږي او ژبه پۀ (ښ) کې لږ مخکې او پۀ (ږ) لږ شا ته غبرګېږي او پۀ مښلو غبرګژبيزو اوازانو کې شمېرل کېږي٠
 
 پۀ منځنۍ څانګه کې د (ږ) او د (ښ) غږونه نرم ویل کېږي، خو د(ږ) او د (ښ) لپاره ژبه ډېره نه خوځېږي او غږ د ژبې او تالو پۀ منځ کې جوړېږي٠ د دواړو (ږ، ښ) توریو غږونه د ژبې او تالو تر منځ د هوا د فشار پۀ پیاوړتیا له یو بل سره توپير مومي٠
 
 باید یاده شي چې په ورستیو کې د افغاني خپرونو په تګلاره کې داسې هڅې تر سترګو کېږي چې د پښتو ژبې لیکدود د سيمیزو ګړدودونو له لیکبڼې له ګواښ سره مخامخ کړي٠ د پښتو پۀ وده کې پۀ وروستیو پنځوسو کلونو کې هر اړخيز هڅې شوي دي، چې پښتو لیکدود ته معیاري بڼه ورکړي، خو ځینې لیکوال پخپلو لیکنو کې د خپلې سیمې ګړدود کاروي، چې د ځینو بېلګې يې دلته یادوم :
 
 پۀ يوه لیکنه کې یو څوک لیکي چې موږ مڼې ته سېب، ونې ته درخته، سیوري ته سایه او داسې نور او وایي چې د چا پروا نه لرم٠ بل بیل کله کله له فارسي نېغ پۀ نېغه وراشې راژباړي چې پۀ پښتو کېدای شي بله مانا ورکړي،لکه : د فارسی خواهش میکنم (خایې شکوم) او داسې نور٠
 
 پۀ بله لیکنه کې بیا یو بل لیکي چې د پلانۍ سیمې ژبه اسانه او خوږه ده او کرزي ته وړاندیز کوي چې لوېديز ګړدود دې د پښتو معیاري لیکبڼه وګرځي٠ پۀ جرمني کې مې د بلې سیمې یوه خپرونه تر سترګو شوه، چې جنوبي سیمیز ګړدود یې د لیکبڼې بنسټ وو، خو د هېواد نامتو لیکوال، شاعران او ژبپوهان هم په سیاسي، سیمیزو او نورو تعصبونو پۀ څپو تاودۀ دي٠ یو نامتو افغان پۀ هلمند کې د خپرېدونکې (پګړۍ) پۀ اړه يې د (بګړۍ) سپارښت کړی وو چې د دغه خپرونې یواځې دویمه یا درېمه ګڼه (پګړۍ) نومي نورې يې زموږ د ښاغلي شاعرله سپارښت سره سم پۀ (بګړۍ )اوښتی دی او پۀ دې کار ویاړي هم ٠
 
 د ځینو بیا د (سول) او (شول) مرستیالکړ کارول دي، چې پۀ بېلابېلو سیمو کې پۀ بېلابېلو ډولونو سره ویل او لیکل کېږي چې د سول، سوځېدل، سوځل یا سېځل کړونو د پوهېدنې بهير يې ستونځمن کړی٠ د یو ژبپوه پۀ مرکه کې مې ولوستل چې د سول پر ځای دې سوځل وکارول شي، خو کۀ سم پام وشي نو سول د یو شي د سوځېدو بهير ته ښودنه کوي او سوځل یوه کوانده (فعاله) پېښه ده چې یو کس یو شی سوځي او وسول د پېښې تېر مهال څرګندوي، ځکه نو د معیاري لیکدود کارول او پۀ دې برخه کې هڅې ډېرې اړینې برېښي٠
 
 ملي ټرمینالوجي هم د ناپوهۍ او یا هم تعصبونو پۀ اور پخېږي، د بېلګې پۀ توګه د وردګ ولایت نوم پۀ ځینو برېښنا پاڼو کې وردګ-میدان لیکل کېږي٠ باید یاده شي چې ولایت وردګ دی او منځی (مرکز) یې میدان دی، خو زۀ نۀ پوهېږم چې د دغه پورته هلو ځلو موخه څۀ ده٠ پښتو یوه ده او باید هم یو ټولمنلي لیکدود ولري٠ کۀ څوک وایي چې د پلانۍ سیمې ګړدود یا د بیستانکۍ سیمې لیکدود دې معیاري وټاکل شي ، زما پۀ ګومان چې د پښتو د ورکېدو ګاډی بۀ نور هم پیاوړی شي او پۀ زغرده بۀ د تریتامي پۀ کنده کې نسکور شي٠
 
 د پښتوژبه نه دا چې د ګړدودونو پۀ لومه کې بنده ده او د ملیتوب لمنه یې سپکه ده او پۀ پښتو ليکل یوه غوره هڅه ګڼل کېږي، خو ځیني لیکوالان داسې لیکنې کوي چې لۀ ګټې يې ورانی ډېر دی٠ پۀ یوه لیکنه کې یو لیکوال د افغانستان داقتصادي چارو پۀ اړه خپل وړاندیزونه کوي او د اپینو کرنه ، دچرسو سوداګري او ورته کړو وړو رسمي کول د افغانستان پۀ اقتصاد کې ډېر غوره ګڼي، خو په زړۀ پورې خبره خو دا ده چې دغه لیکوال د چرسو او هیروئینو کارول پۀ ټولنه کې د سیګرټو او شرابو پۀ پرتله ګټور ګڼي او لیکي چې پۀ دې برخه کې د غربي نړۍ پۀ منطق نه پوهېږي٠
 
 دا څرګنده ده چې چرس د ماغزو د وینې جریان یا بهیر څو ځله پیاوړی کوي او پۀ ماغزو کې د بېلابېلو ناروغو وظیفوي چینو دجوړېد سبب ګرځي چې لنډ مهاله پاييله یې بې سدي، نشه او لیونتوب دي او لرمهاله پاييله يې د رګونو لۀ منځه وړل، د ماغزو د وظیفوي مرکزونو بې سېکتیا، روږدېدنه او د ماغزو د سکتې ګواښ دی٠
 
 هیروئین پرته له پورته یادې شویو پېښو او روږدېدنې د داسې ناروغیو لکه اېدس (HIV)، د ینې وایروسي ناروغي (Hipatitis) او ټولنیزو ناخوالو ګواښ رامنځ ته کوي٠ پۀ غربي نړۍ کې پۀ ناروغانو کې د شارګونو پۀ ځانګړې توګه د اوردا (aorta) د چاودېدنې یو لۀ غوره لاملونو څخه د کوکائېن (Cocaine) کارول یادېږي، ځکه چې د روږدو خلکو د وینې فشار د کوکائین له کارولو سره لۀ کنتروله وځي٠
 
 نو د سیګرټو او شرابو تر څنګ هیرویئن، کوکائېن او چرس د ټولنیز فساد او بېلابېلو ناروغیو رښکۍ پۀ ټولنه کې غځوي او د هر مسلمان او با وجدانه انسان فرض دی چې خلک لۀ دغه ګواښونو خبر کړي او انساني ټولنه لۀ دغه بدمرغیو وژغوري٠
 
 کله چې داسې لیکنې ولولوې، نو د خلکو ځینې خبرې دې پۀ یاد شي چې ویل بۀ يې : چې څو چرسیان سره ناست وو او د خمار پۀ حالت یې یو او بل ته ویل چې اوس بۀ مکې ته ځو، چې څو ګامونه یې واخیستل نو یوۀ یې ورنارې کړل چې وګورۍ چې لۀ مکې نۀ تېر شوي نۀ وو٠ نو درنو هېوادوالو ښۀ ویل شوي "چرسي سړی نۀ سړی"٠ زما پۀ ګمان د لیکنې لیکوال چرسو ته د "بتې فقیر" پۀ سترګو ګوري او یا هم د لیکنې پۀ ترڅ کې يې ځان "دودبند" کړی وو چې داسې وړاندیزونه یې کول٠
 
 پۀ یوه لیکنه کې د اقتصادي عیني او رواني اړخونه پۀ ګوته شوي دي، کۀ څوک دا لیکنه ولولي لۀ خوارا ډېرو پوښتنو سر بۀ مخامخ شي، زۀ اقتصاد پوه نۀ یم، خو د ځینو څرګندونو پۀ اړه بۀ څو لیکې تورې کړم٠
 
 د یو هېواد اقتصادي چارې د هغه هېواد د تولیداتو، وارداتو او صادراتو او لګښتونو پر بنسټ تر سره کېږي، چې پۀ دې برخه کې د هېواد امنیت، ترانسپورت، تخنیکي پر مختګ او طبیعي زېرمې خورا لوی رول لوبوي او د چارو پۀ سمبالښت کې د تبادلې پۀ برخه کې پیسې هم خپل رول لري، خو پۀ افغانستان کې هر څۀ پۀ بل ډول دي، ځکه چې افغانستان دی٠
 
 پۀ پرمختللو هېوادونو کې د پیسې ارزښت (currency) د مارکېتینګ پر بنسټ ټاکل کېږي چې د غوښتلو او واړندیز د انډول پۀ مهال د پیسو پۀ ارزښت کې توپیر نۀ راځي او کۀ د پیسوتقاضا ډېره وي او وړاندیز کم وي نو د پیسو ارزښت لوړېږي، یانې چې یو هېواد ډېر شیان واخلي او لږ تولید کړي٠
 
 انفلاسیون : د ارزښتونو د کچې ټولیزې لوړوالې ته وایي چې د مصرفونکي د لګښت پر بنسټ ټاکل کېږي، چې لۀ کچې ډېر لګښت ته (demmand-pull inflation) وايي او یا د نورو لګښتونو (معاش، د برېښنا لګښت، د تېلو بیه او داسې نور لګښتونه) زیاتول چې ورته (Lost-push inflation) وايي او پۀ پر مخته تللو هېوادونو کې انفلاسیون د کورنی د کلني لګښت پر بنسټ ټاکل کېږي٠
 
 د پیسو پۀ اړه غواړم د اروپاد اېورو پۀ اړه ټولیز مالومات وړاندې کړم٠ ایرو د اروپایي قراردادونو د بېلابېلو مادو او توګو پر بنسټ رامنځ ته شوې ده چې د تورو پیسو کچه یې ٢،٨ میلیارده وه او پۀ ٨ بېلابېلو سېکو کې جوړې شوي دي او د دغه قرار داد پر بنسټ کېدای شي د تورو پیسو کچه تر ٣،٣ میلیارده لوړه شي او د پیسو دوګون يې د بریتانیا تر څنګ په جرمني، بلجیم، فرانسه او نیدرلند کې هم جوړېږي، خو دغه پیسې چې بېلابېلو هېوادونو کې جوړېږي باید پۀ نورو هېوادنو کې تخنیکي او برېښنایي ستونځې رامنځ ته نۀ کړي، ځکه نو وروسته لۀ ازموینې پۀ ټولنه کې خپرېږي٠
 
 د ایرو (Euro) لوټونه هم د ځانګړو قرادادونو پر بنسټ رامنځ ته شوې دي، چې پۀ نیدرلند کې ٦٠٠ میلیونه لوټونه او پۀ ټوله اروپا کې د لوټونو شمېر ١٤،٥ میلیارده ښودل شوی دی، چې ټولیز ارزښت یې ٦١٦ میلیارده ایرو(Euro) دي٠ پۀ اروپا کې لۀ دغه لوټونو څخه ١٠ میلیارده پۀ دوران کې دي چې لۀ هغوی څخه ٣٦٠ میلیونه پۀ نیدرلند کې کارول کېږي٠ پۀ ٢٠٠٠ م ک پۀ نیدرلند کې ٤٠٠ میلیونه لوټونه چاپ شوي دي، چې لۀ هغې څخه یواځې ٣٥ میلیونه لوټونه پۀ دوران کې دي٠
 
 پۀ افغانستان کې هم نوې پیسې چاپ شوې، خو افغانستان پۀ نړېواله کچه کوم ځانکړي تولیدات نۀ لري او بهرنۍ مرستې هم یوازې د امنیتي چارو، اداري چارو، ښوونه او روزنه او د هېواد پۀ بیا رغاونه لګول کېږي، ځکه نو ډېر ژر خپل ارزښت لۀ لاسه ورکوي او لۀ نورو پیسو سره سيالي نۀ شي کولی٠
 
 پۀ تېرو څو کلونو کې لۀ افغانستان سره څۀ د پاسه ٩ میلیارده ډالره مرسته شوې ده، چې پۀ دغه مرسته کې د نړیوال بانک برخه ٩٧٣،٤ میلیونه ډالره وه، چې د ښوونې او روزنې، روغتیايې چارو، پۀ هېواد کې د لوږې د له منځه وړلو، برېښنایي ستونځو د لرې کولو، امنيتي چارو پۀ برخه کې لګول شوي دي٠ د یادونې وړ ده چې ډېره مرسته پۀ نظامي برخه کې لګول کېږي، چې یو بنسټیزلامل یې د هېواد بې امني او د بهرنیو ځواکونو لګښتونه دي، ځکه نو افغانان باید یو موټی شي او د هېواد پۀ بیا رغاونه لاس پورې کړي او دخپلواکي لپاره هلې ځلې وکړي٠
 
 پۀ افغانستان کې د یوې ملي ژبې پیاوړي کول، ژبه چې د ډېرکي وګړو د شمېر پر بنسټ ټاکل شوې ده د څو ژبنیز دریځ پۀ پرتله بۀ داضافي لګښتونو مخنیوی وکړي او د هېواد پۀ خپلواکي او بشپړتیا کۀ بۀ غوره رول ولوبوي او هېواد بۀ د ملت جوړېدنې پۀ پړاو کې لۀ کمو ستونځو سره مخامخ شي٠
 
 پاييله
 
 د افغانستان چارې داسې بې سرو پښو دي چې د جوت سپارښت او وړاندیز د پلي کولو شونتیا نا څرګنده ده، خو ځینو ټکو ته د چارواکو پام اړوم:
 - پۀ لندن کې د افغانستان د بیا رغاونې پۀ اړه د مرستو ټولولو پۀ غونډه کې باید افغاني چارواکي لۀ جوت لنډ مهال او لر مهال ستراتیژیک پلان سره راشي او خپلې هلې ځلې دې د روغتیا، ښوونې او روزنې، کرهنې او مالداري او امنیت پۀ برخه کې پیاوړې کړي٠
 - د افغانستان د ځوانانو شمېر د زړو پۀ پرتله ډېر دی، ځکه نو افغانستان یو ځوان هېواد شمېرل کېږي، خو د ټولنیز ژوند امکانات (ښوونه اوروزنه، لوړه زدهکړه، د کار او نورو فعالیتونو امکانات) ډېر کم دي، ځکه نو بېکاري او بېګاري کېدای شي چې افغانستان پۀ راتلونکو کې د ټولنیز نا انډولتیا لۀ نویو ګواښونو سره مخامخ کړي٠
 - لۀ پښتو سره د نا مناسب دريځ پۀ ترڅ کې پښتانۀ لۀ دولتي چارواکو لیرې کېږي او د غچ اخیستنې دریځ خپل کوي او د پښتنو تجريدېدنه لۀ نورو ټبرونو سره د ورشه درشې د کموالي لامل ګرځي، ځکه نو د پښتو ښوونځیو ، پوهنتونوجوړول او پۀ اداري چارو کې د پښتو کارول اړین برېښې او د پښتو پۀ وده کې باید معیاري لیکدود ته پاملرنه وشي٠
 - د افغانستان د خپلواکي او سمې ادارې لپاره باید یو ځواکمن افغاني ګوند جوړ شي او پۀ مبارزه کې باید منل شوي مېتودونه لکه سولييزلاریونونه، اعتصابونه او د پیاوړو خپرونو چې بنسټ یې هېواد پالنه، اسلام پالنه او انسان پالنه وي، وکاروي او د خپلو غوښتنو لپاره د نړیوالو پام ورواړوي او د دښمن اصلیت نړیوالو ته پۀ خپلو لیکنو، فلمونو او نورو راپورونو کې څرګند کړي٠