د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د ټاکنو په ګواښونو کې او نړۍ د وېشنو په لومو کې

ډاکټر لمر 07.07.2014 09:18

له بده مرغه زموږ بشری نړۍ د خپل تاريخ په بهير کې د انساني ارزښتونو او خوالو تر څنګ د ګڼشمېر بدمرغيو او ناخوالو شاهده هم ده. د انسان ژوند که د حضرت آدم (ع) او بي بي حوا له ګډ ژونده راپيل شوی دی او د نننۍ نړۍ د انسانانو د ژوندون پېلامې پکې نغښتي دي، خو تر څنګ يې د هابيل او کابيل د جګړو او د قتلوقتال تر پوړني لاندې د قاتل او مقتول انګازې هم پټې دي، چې يو ورور د بل ورور وينه ليا د بشري نړۍ د خوځښت په پيل کې تويې کړه او د بشر په ذهنيت کې يې د انسان وژنې د وحشت بړبوکۍ رامنځ ته کړه، چې دغه جنګۍ تفکر تر ننه په انسانانو کې موجود دی. په يوويشتمه پېړۍ کې هم يو او يا بل ټبر يا ملک لاندې کېږي، بل يې د ظلمونو او ښکېلاک قرباني کېږي او نور بيا په نظامي پوړني کې پياوړي کېږي، چې يوه او يا بله سيمه د جګرو په شُغلو لمبه کوي، چې د هرې جګړې بيا خپلې ناخوالې، بدمرغۍ او ټولنيزې يا جيوپوليتيک پايلې وي.
داسې څرګندونې هم شته دي، چې د انسانانو د ژبنيزې ودې په ترڅ کې د نيوناندرتالوس يا «د مخکني پړاو انسان بڼه مخلوقاتو» د ژوند په بهير کې دا په ګوته شوې ده، چې ژبه د بشر پايښت سبب شوې ده. داسې ګنګوسې هم کېږي، چې ګواکې د نيوندرتالوس د کوپړيو په کتنه کې دا تر سترګو شوې ده، چې تقريبآ د ټولو پر سر د کوم شي وار شوی دی او کوپړۍ يې ورماته کړې ده، يعني په يوه بڼه نه په يوه بڼه يې خپل مظلوم مخاطب يا سيال وژل دی، چې په پښتو کې هم متل دی، چې وايي: يو وايي وار مې بد دی او بل وايي کر مې بد دی!، خو عاقبت يې په دواړو حالتونو کې بدمرغي ده، چې پلار بور، مور سرسامه، مېرمن کونډه او ماشومان يتيمان يا يسيران شي.
د پښتو په «يو وايي وار مې بد دی او بل وايي کر مې بد دی»  وراشه کې ستر ټولنيز فلسفي آند نغښتی دی. پوهان داسې وايي، چې د نيوندرتالوس په قبيلو کې، کله چې ژبې لږ څه وده وکړه، نو د بشري مخلوقاتو په اړيکو کې د  «زور او وار ذهنيت» هم بدلون وموملو او د لومړي ځل لپاره يې د خبرو رښکۍ رامنځ ته کړه، چې انسان د لومړي ځل لپاره خپل زړه يا په زاريو او يا هم په ښکنځلو تش کړ،  چې ژبنيز بريد انسان ته د فکر کولو ځواک هم ورکړ، چې  له مخامخ واره  ډډه وکړي او په خپلو ماغزو فشار راولي، چې ژبنيز فرهنګ د انسان د نسل د پاتې کېدو يو مهم سبب ګڼل شوی دی.
ژوند بيا داسې وده وکړه، چې په څو زرنو کې اديان هم رامنځ ته شول، نويو فلسفوي فکرونو وده وکړه او حتی د ټولنيز ژوند د ادارې لپاره نوې آېديالوژۍ او د هغې د پلي کولو نوې توګې هم رامنځ ته شوې، قبیلوي او ګوندي سلیقې هم پیاوړې شوې، نو افغانان هم د بشري نړۍ د بېړۍ ګډ مخلوقات دي، چې له دغو پړاونو نه تېر شوي دي، مګر په وروستيو ۳۵ کلونو کې يو شمېر سياسيون داسې ګنګسوګول شوي دي او هسې سرګردانه دي، چې د سمې لارې په موندلو کې بادسري شوي دي، چې د وروستۍ ټاکنې او پرلپسې بيا ټاکنې اخوډب يې هم یوه ځانګړې بېلګه ده، مګر بيا هم تر ټوپکه د ژبې کارول بهتره ښکاري، ځکه ژبه د فکري ودې تضمين دی، مګر ټوپک توده شپېلۍ غږوي، چې قرباني يې ټول ملت او حتی سیمې کېدلی شي.  
ډېر مخکنی بشري تاريخ به نه راسپړو، مګر لومړۍ نړيوالې جګړې، بيا پسې دويمې نړيوالې جګړې په نړۍ کې خپلې اغېزې او پايلې درلودې، مګر د افغانستان لپاره د لويې لوبې پايلې او بيا د لويديز او ختيز سوړ جنګ په تاوده جنګ واوښتل او په پای کې د لويديزوالو د تيلو او د سيمې د جيوپولتيک نننۍ جګړه هم خپلې له تندرونو او لمبو ډکې پايلې درلودلې، چې وروسته د افغاني ټاکنو له څرګندونو به خپل اغېزناکه او رڼه کرښه د افغانانو په زړه او د سیمې به لمنه وکاږي، چې له فکري تشنجاتو سره به مله پېښه وي.
وروسته له لومړۍ نړيوالې جګړې ټوله اروپا دړې وړې شوه او د انګرېز د نړېوالې امپراتوري پښې سستې شوې، د تورکيې امپراتوري دړې وړې شوه، چې عربې نړۍ د عربي شونيزم په لومه کې ښکېله شوه او په روسيه کې د کمونيزم ليوال واکمن شول، چې د نوې سړې جګړې پېلامې يې رامنځ ته کړې. په جرمني کې د هتلري ناسیستانو په رامنځ ته کېدلو سره دويمه نړيواله جګړه پېښه شوه، چې جرمني پکې سر وخوړ، خو د انګريزي امپراتوري یې هم شمزۍ ورماته کړه، ځکه چې د دويمې نړيوالې جګړې له ختمېدو سره سم ګڼشمېر ملکونو خپله خپلواکي تر لاسه کړه، چې هندوستان، نننی پاکستان او ګڼشمېر نور ملکونه يا خپلواک شول او يا هم د نويو ملکونو په بڼه د نړۍ پر نقشه وکښل شول، خو تر څنګ يې نړيوال سوسياليستي بلوک هم رامنځ ته شو، چې د نړۍ د وېش واکمن يې يوزف ويستريونويچ ستالين، روزوېلت او چېرچيل وو، خو د نړۍ له نوې وېشنې سره د لوېديز او ختيز اخوډب هم په فعالې سړې جګړې واوښتلو، چې پايله يې د شوروي اتحاد او د امريکا په مشري د ناټو د غړو ملکونو ښکر په ښکر کېدل ول، مګر افغانستان د دغو ځبرځواکونو تر منځ د يو بوفرـزون يعنې ناپېيلې خاورې په بڼه پاتې شو، چې د همدغه ناپېليتوب د دريځ قرباني هم شو او دا دي د افغانستان د ناورين څلورمه لسيزه ده، مګر په هره نوې لسيزه کې د يو نوي ناورين لوبغالی بیا هم افغانستان ګرځېدلی دی.
روسانو په ۱۹۷۹ ميلادي کال پر افغانستان بربنډ يرغل وکړ، چې پايله يې د ميليونونو افغانانو قرباني وه، مګر د شوروي اتحاد هم پکې  دړې وړې کېدل ول، چې افغاني جګړې د روسيې پوله تر کزاکستان او او کرکيزيستان ورواړوله. د ځمکې د خپلواکو ملکونو شمېر يې تر ۲۰۰ ورسولو، خو د شوروي اتحاد نوم تاريخ ته پاتې شو او يوګسلاويا هم د نړۍ له نقشې ورکه شوه او پر ځای يې ۷ نوي خودمختاره ملکونه رامنځ ته شول او بيا د اروپايې اتحاديې په نس کې ورننوتل، چې دغه د نړۍ د ملکونو وېشنه او د قدرت آزموينه هم د افغانستان د جګړې پايله وه.
ځبرځواکونه مخامخ په يو او بل حملې نه کوي، ځکه دواړه پوهېږي، چې د دوی له جګړې سره د اټومي وسلې ګواښ هم موجود دی، ځکه نو د خپلو ناغېړو موخو لپاره په نورو ملکونو کې خپلې مټې آزمويي. امريکايانو د افغان ولس په وينه شوروي اتحاد په جګړو کې ښکېل کړ او د شوروي اقتصادي حالت داسې شو، چې نور نو له سا ايستنې پاتې شو او په شوروي اتحاد کې د ملت ناخوښي ورځ تر بلې زياتېدله، چې په نويمو کلونو کې يې ټول ملک له اداري انارشی، ټولنيزو ستونزو او حتی د خوراکي توکيو له نشتوالي سره مخامخ شو او په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد ټغر هم د نړۍ له غولي ټول شو.
په افغانستان کې د تروريزم تر پلمې لاندې امريکايي جګړه هم په نړۍ کې د زور آزموينې بله بېلګه ده، چې امريکايانو ګومان کولو چې له جګړې ستړي افغانان به ډېر ژر اېل شي او د امريکايي امپراتوري به د منځنۍ آسيا تر ټټره ورسېږي. د امريکايي يرغل د وروستيو ۱۳ کلونو پايلې ټولو ته څرګندې دي، چې په اړه يې ليکنې ډېرې شوې دي او د شواهدو تر څنګ يې عيني معلومات هم په رسنيو کې شته دي. د افغانستان، عراق، سوريې او له القاعدې سره جګړه امريکايانو ته ډېره ګرانه پرېوتله، ځکه نن سبا امريکا له خپل ۲۰ تريليونه پور سره د دې جوګه نه ده، چې د افغانستان د جګړې لګښتونو ته ځان ټينګ کړي او هرومرو به له سيمې تښتي، خو د سياسي چلند لپاره د نويو امکاناتو په رامنځ ته کولو بوخته ده.
په جګړو کې د امريکا ښکېلېدل او اقتصادي شنډېدل يې د دې سبب شول، چې د امريکايي نظامي ماشين په خوځښت روسان پياوړي شول، ايران د نړيوالو تحريمونو ترڅنګ خپل تېل په پرېمانه پيمانه په افغانستان کې په شنو ډالرو اوبه کړل او پاکستان هم د خپل موقعيت په اړوند سره امريکايانو ته سم ورواچولو، چې هم يې خپل اقتصاد پرې پياوړی کړلو، هم يې خپل نظامي ماشين پرې مضبوت کړ او هم يې خپل سياسي موقف په لويديزه ټولنه کې تقويه کړل، ځکه نو نن سبا د نړۍ د بيا وېشنې پيلامې رامنځ ته شوې دي، چې افغان ولس بايد دغه حالت ته ډېر ځير اوسي او هسې نه چې له خپلې ځيرکې سره په غبرګو پښو په لومه کې ونښلي.
د افغانستان د تظعيفولو لپاره د روسانو تر څنګ اوزبکستان، پاکستان، ايران، عربي ملکونه او حتی چين هم سترګې پټې کړې دي او هندوستان هم د زړه تڼاکې ورته ويلې کوي، نو افغانان بايد دغه سياسي، نظامي او جغرافيوي حالت ته سم ځير شي، ښه ويل شوي: پر ګاونډي باور ښه دی، مګر څارنه يې حتمي ده! نو اوس هم افغانان بايد د اسلامي اخوډب، په سيمه کې د ناولو اهدافو او د ځبرځواکونو د سيمه ييزو سياليو قرباني نه شي، ځکه د افغانستان جيوپوليتيک حالت همداسې دی، چې تل د نورو د اهدافو د چلول قرباني شوی دی!
روسانو څه موده مخکې د کريم (Krim) په نيمه ټاپو بربنډ يرغل وکړ او دغه خاوره يې، چې ۵۵-۶۰ سلنه مَسکال (روسان)، ۲۵ سلنه نا بلل شوي د کريم تاتار او تر ۲۰ سلنه يې اوکرايني خَخول دي، خو دغه ځمکه ليا پخوا روسانو لاندې کړې وه، مګر داسې ويل کېږي، چې خروسچوف د ودکا په خومار کې خپلو اوکراينيانو خپلوانو ته وربښلې وه، ځکه نو روسان وايي چې دوی خپله تاريخي خاوره بيرته تر لاسه کړې ده، مګر د کريم د سيمې تر څنګ ډېرې نورې سيمې دي، چې د روسانو او سيمييزو ملکونو تر منځ د شخړو او تيريو سبب کېدلی شي، چې د لوېديز او ختيز د انډوخر د رامنځ ته کېدلو امکانات يې هم ډېر کړي دي.
په مالداويا کې د پردنيسترويا، په ګورجستان کې د ابخازيا، شمالي اوسېتيا، په کوکاز کې داغستان او چېچنيا يا د آزربايجان او ارمنستان تر منځ د ناګورنئ کاراباخ معضله د يادولو وړ ده، خو د دغو سيمو تر څنګ روسيه نه غواړي، چې امريکايان په منځنۍ آسيا کې پښې خښې کړي، ځکه يې له تاجکستان سره تر ۲۰۴۲ کاله د خپلو نظامي ځواکونو د پاتې کېدلو قردادونه لاسليک کړل او د افغانستان په پوله کې يې خپلې نظامي اډې ځای پرځای کړې، چې پايلې به يې دسيمې لپاره ډېرې ستونځمنې وي. تورکمنستان، اوزبکستان، قرغزستان هم هڅه کوي، چې د روسانو له اغيزه ځان خلاص کړي، مګر کزاکستان بيا له روسيې سره په يوه اقتصادي او نظامي اتحاد کې جوړ راغلی دی، چې د سيمې د اېلولو لپاره يې امکانات ډېر کړي دي او کرکزکستان هم اوس د روسيې، امريکا او هند تر منځ په نظامي تجارت بوخت دی، مګر د روسانو تله پرې درنه ده.
روسان هڅه کوي، چې تاجکستان، کرکزستان، کزاکستان او نور د منځنۍ آسيا ملکونه د افغانستان په اسلامي خوځښتونو، افغاني ترياکو او جهادي فعاليتونو ووېروي، چې هلته خپل موجوديت ته پلمه جوړه کړي، خو له بل پلوه هند هم په خپلو نظامي موخو پسې لګيا دی، چې اوسمهال په تاجکستان کې خپله نظامي اډه لري او نورو آسيايي ملکونو ته هم خوځېږي. چين د دغه سيمې ټول ملکونه په خپلې اقتصادي لومه کې ښکېل کړي دي، خو امنيتي چارې يې روسيې ته ورسپارلې دي، چې د روسيې او چين تر منځ يې د نازغمي پېلامې رامنځ ته کړې دي.
د نړۍ د وېشنې بهير په زغرده روان دی. په سوريه کې د بشار الاسد د واکمني ژمنتيا هم د روسانو د سمندريزو ځواکونو په توګې پياوړې شوه. روسانو په منځنۍ آسيا کې د تاجکستان، کرکزستان، کزاکستان او نورو سيمو په لاندې کولو يې خپل موجوديت تضمين کړی دی او له چين سره يې خپل ستراتيژيک موقف ټاکلي دی، خو په زړه پورې ليا دا ده، چې کيوبا ته د ولاديمير پوتين د رسمي سفر په درشل کې، دو روسيې پارلمان (دومې)  کيوبا ته د لږ تر ۳۵ ميلياردو د شوروي اتحاد زوړ پور وروباښه، چې روسان په جنوبي يا لاتينه امريکا کې خپل موقف پياوړي کړي، نو نړۍ بيا د قطبي ناخوالو او سياليو په درشل کې ده.
په سيمه کې پاکستان، ايران او حتی روسيه په دې هلو ځلو کې ده، چې د افغان ولس بدمرغي نوره هم اوږده شي، ځکه د دغو ملکونو ګټه په دې کې ده، چې خپل معيوب اقتصاد د افغانستان په جګړه يز حالت پياوړی کړي. د افغانستان په اداري انارشي که به د افغانستان زمرُد، لاجورد او نور ارزښتناکه توکي او همدا ډول د منځنۍ آسيا تېل، خوراکي مواد او تعميراتي توکي پاکستان ته قاچاق کېږي او ايران به خپل تېل او نور توکي په افغانستان په غېر قانوني بڼه پلوري، مګر د «سه کشور هم زبان» په اصطلاح به يې غولوي. همدا ډول روسيه هم خپله اقتصادي نېکمرغي د افغان ولس په بدمرغي کې ويني، ځکه هم خپله وسله پر لويديزوالو پلوري او هم خپل تېل په شنو ډالرو اوبه کوي.
د شوروي اتحاد په موده کې د منځنۍ آسيا د اداري چارو سيمه ييز مرکز اوزبکستان وو، خو وروسته له ۱۹۹۱ کاله اوزبکستان په تاجکستان، کرکزستان، تورکمنستان او حتی کزاکستان کې خپلې لاسوهنې کولې، چې په تاجکستان کې حتی تر ۱۹۹۵ کاله پورې ټول لوړ پوړي چارواکي د اوزبکستان په نغوته ګومارل کېدل او اداره يې تر سره کېدله، چې د تاجکستان په کورنيو جګړو کې د اوزبک جنرال خدای بېردي پراخ ګډون د يادولو وړ دی، چې بيا د روسيې په وساتط د تاجکستان د مقاومت ډلې او دولتي سيستم د اوزبکو پر ضد متحد شول او د تاجکستان جګړې ته يې د پای ټکې کېښود او په سيمه کې د ازبکستان اغېز کاوړی او د روسانو پسي پياوړی شو.  
په شرقي اوکراين کې د روسانو نظامي فعاليتونو ته يو شمېر د روسانو د نظامي پياوړتيا نغوته کوي، ځکه روسانو د کريم ټاپو خپل کړ او د سېواستوپل سمندرېزې لارې يې تر خپل کنټرو لاندې راوستلې او کېدلی شي د اوکراين په شرق کې د روسانو يوه خودمختاري هم رامنځ ته کړي، مګر نور بيا داسې فکر کوي، چې روسان په وروستيو لسيزو کې پرلپسې خپلې سيمې پرېږدي او د ګواښونو کرښې د روسيې پولو ته ورنېژدې کېږي او روسيه د انزوا په لوري روانه ده او نفوس يې هم د ورکېدو په ترڅ کې دی، چې د ګواښ کرښه يې په لمنه ورتېره ده.
وروسته له ۱۹۹۱ ميلادي کاله لومړی شوروي اتحاد دړې وړې شو او بيا ټول سوسياليستي بلاک هم غربي اروپا ته ورواوښت، د روسيې بل ملګری هېواد «يوګوسلاويا» هم ټوټې ټوې شوه او د ناټو ځواکونه يې له رومانيا او سلواک ور تېر شول، چې حتی په ګورجستان او آذربايجان کې هم ځای پر ځای شول او دا دي اوس يې اوکراين هم غربي اروپا ته ورمات کړ او په سيمه کې يې نوی ناسور رامنځ ته کړ، چې نظامي قرباني به يې روسان او اوکراينيان وي، مګر وسله او توکي به د لوېديز پلورل کېږي، خو وينه به د مَسکال او خَخول تويېږي!  
نن سبا اروپا د پراخېدو په درشل کې ده او ورځ تر بلې د يو مضبوت اقتصادي، نظامي او سياسي بلوک په بڼه ځان پياوړی کوي، چې د نړۍ د يو قطبي کېدلو د ګلوبولېزېشن يا نړيوالتوب د سلسلې کړې يې کاوړې کړې ده او بل پلو ته د هندو-چين اتحاد له روسانو سره د جوړېدو په ترڅ کې دی او د روسانو د «اِيوروـاېژين» د اتحاديې خبرې هم تودې دي، چې د نړۍ د ګڼ قطبي اداري امکانات يې رامنځ ته کړي دي، چې دغه ګڼ قطبی اداري وېش هم پرته له زورآزموينې او قربانيو نه تر سره کېږي، چې له بده مرغه د دغه نوې آزموينې د وينو او لمبو کرښه بيا هم پر افغانستان تېرېږي، چې بيا هم د سياسي نانځکو لخوا د قرباني په ډګر اوښتی دی.
پاکستان او اوزبکستان غواړي چې د امريکايانو نظامي وسايل او وسلې تر لاسه کړې، چې پاکستان هند پرې ګواښي او اوزبکستان کې امريکايي وسله روسانو ته د زغملو وړه نه ده، نو د غچ اخيستنې ذهنيت هم په هندوانو کې پياوړی دی او هم په روسانو کې، چې د سيالي ډګر به يې بيا هم افغانستان وي، ځکه د اور لمبې بايد ټول له خپلې لمنې لرې وساتي، ځکه نو په افغانستان کې جګړه په هند او روسيه کې د سولې ژمنه ده! او د روسانو له وېرې  اوزبکستان د دې تمايل لري، چې له امريکايانو سره په سيمه کې د لوبې برخه وګرځي. د امريکايي څېړنيزو وېشنو سره سم (کزاکستان، تاجکستان او تورکمنستان) هغه ملکونه دي، چې اېلېدل او مدغمېدل يې په نورو ملکونو کې ممکن دي، ځکه په تاجکستان کې د تاجکو تر څنګ اوزبک، روسان، بدخشانيان هم اوسېږي، چې ديني، مذهبي او ژبنيز اړخونه يې بېل دي. د اوزبکستان او تاجکستان اخوډب ليا نور هم ژور دی، ځکه تاجکستان روسانو ته مخه کړې او ازبکستان د روسانو له وېرې امريکايانو ته لېوال دي، خو افغانان بايد پام وکړي، چې د مدغمېدونکو ملکونو په ډله کې را نه شي.
تورکمنيستان په وروستيو مياشتو کې د افغانستان په پولو کې په جګړو بوخت وو، نو داسې ويل کېږي، که امريکايان له سيمې وتښتي، نو یا به روسان ورودانګې او يا دا چې تورکمنان به له طالبانو سره يو داسې توافق ته ورسېږي، چې لکه ۱۹۹۲ـ۱۹۹۶ پورې په سوله کې خپل موجوديت تضمين کړي، خو امريکايان به هلته پاتې کېږي، چې د تېلو او غازو د ترانسپورت او خرڅلاو واک يې بيا روسانو ته په لاس ور نه شي، نو وروسته له ۲۰۱۴ د تورکمنستان سوله ييز موجوديت په سيمه کې په وسله وال مقاومت او امريکايي غوښتنو پورې تړلی دی.
پاکستان او ايران افغانستان ته د خپل يو ولايت په سترګه ګوري، چې يوې شمالي سوبه ګڼي او بل يې شرقي ستان بولي، خو دا بيا په افغانانو پورې اړه لري، چې له دغه ستونزمن حالته په څه ډول د خپل ملت او ځمکني بشپړتيا لپاره کار اخلي او په افغانستان کې د سوله ييزې اداري ژمن پاتې کېږي. په عربي ملکونو کې هم د داعش د خلافت ډنډوره په زور کې ده، زموږ افغانان د اسلام تر معنويته د دين ظاهري بڼې ته ډېر خوشاله وي، نو خدای مه کړې، چې د نننيو ناخوالو سره د ابوبکر البغدادي پېښې او پېرې په افغانستان کې پلې نه کړي، ځکه افغانستان به نور هم په وينو او کرکو کې ډوب شي.
ما مخکې هم دا په زغرده ويلي دي، چې په افغانستان کې بايد يو بينالافغاني پلاتفورم د ټولنيزې ادارې لپاره رامنځ ته شي، چې د افغانستان ټول ښکېل اړخونه پکې ګډون وکړي او د افغانستان دغه اوږدمهالې بدمرغي ته د پای ټکی کېږدي. په افغانستان کې د تېرو ټاکنو په لومړني پړاو کې زه په کابل کې وم او د شمالي، شبرغان، هلمند، جلال آباد، وردګو، کابل او يو شمېر نورو سيمو له مخورو سره مو دا په ګوته کړه، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د افغانستان لپاره يو ښه زعيم وټاکي، چې په تولو سيمو کې ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته ليوالتيا ډېره وه او ښاغلي اشرف غني يې په فعلي شرايطو کې يو ښه ټولنيز شخصيت ګڼلو، چې د ډاکټر صيب له يو شمېر استازو سره په دې اړه ليدنې کتنې هم وشوې.
په هغو ورځو کې له يو شمېر دوستانو سره د ښاغلي الحاج سيد اکبر آغا کور ته هم ورغللو او له ښاغلي سيد اکبر آغا سره مو د افغانستان د کړکېچن حالت په اړه او په ټاکنو کې د دولتي سيستم او وسله وال مقاومت تر منځ د ټاکنو د امنيت په اړه د منځګړتيا غوښتنه هم وکړه، چې ښاغلي الحاج سيد اکبر آغا په دې برخه کې خپلې هلې ځلې نه دي سپمولې. د خبرو په ترڅ کې وروسته له ۲۰۱۴ د افغانستان د امنيت، د ځمکني بشپړتيا د ژغورنې په اړه هم خبرې وشوې، چې بيا د ښاغلي سيد اکبر آغا په نوښت د «افغانستان ژغورنه او يا نجات افغانستان» د تحريک د رامنځ ته کېدلو خبره هم ياده شوه، چې بيا وروسته د افغاني علماوو په ګډون يوه لويه غونډه راوبلل شوه او د «نجات افغانستان» د خوځښت بنسټ کېښودل شو، چې اوسمهال د کابل تر څنګ په کندهار، مزار، هرات، جلال آباد او ګڼشمېر نورو ملکونو کې خپل سيمه ييز اداري واحدونه هم لري.
د «نجات افغانستان» موخې په افغانستان کې د سولې تضمين، د ژبنيز-قومي مخالفتونو مخنيوی، د افغانستان د بشپړتيا ژمنتيا، د تعليمي هلو ځلو پياوړتيا او په ښوونه او روزنه کې د نجونو نور هم پراخ ګډون، د افغانستان د خپلواکي لپاره هلې ځلې، چې امريکايان له افغانستان ووځي او وروسته د امريکايانو له تګه په افغانستان کې د بين الافغاني د تفاهم پياوړتيا او د تنظيمي شخړو د مخنيوي لپاره هلې ځلې دي. د ټاکنو په دويم پړاو کې هم په دې ټينګار وشو، چې افغانان په سوله ييز چاپېر کې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د وسله وال مقاومت لخوا د انتخاباتو پروسه سبوتاژ نه شي، چې همداسې هم وشول. اوسمهال د افغانستان په ګڼشمېر ولايتونو کې د سولييز خوځښت فعاليت په زغرده روان دی، چې د ګڼشمېر ټولنيزو ناخوالو د مخنيوي ژمنتيا پکې ليدلی شو.
په افغانستان کې د غبرګو ټاکنو په اړه داسې ګنګوسې دي، چې له نغوتو يې داسې ښکاري، چې ښاغلی ډاکټر اشرف غني به ګټونکی وي، خو ډاکټر عبدالله بيا د وينو د سمندرونو ټينګتې کوي او د اوريا نومي په خوله يې بيانوي، خو دغو ښاغلو دې ته پام نه دی کړی، چې د پاکستان تر څنګ په لسهاوو نورو ملکونو او ځبرځواکونو د افغانستان ايلولو ته ملا تړلې، چې خپله دغه موخه به د افغانانو تر منځ د مخالفتونو په مټو تر سره کوي، چې د افغانانو د تظعيفېدلو ښه بېلګه يې په کونړو د پاکستاني راکټونو باران دی، خو ايران بيا د افغانستان د ايلولو او بېلولو خپله نقشه لري، اوزبکستان خپل خپلوان په افغانستان کې پالي، تورکمنستان هم ورو ورو د افغانستان خوا ته پښې غزوي، نو څرګنده نه ده، چې څه به کېږي، خو افغاني سياسيون بايد په افغانستان کې هوسا، سوله ييز او بشري ژوند ته ژمن پاتې شي!
اوسمهال امريکا په اقتصادي بحران کې ښکېل ده، ځکه په سوريه، عراق  او افغانستان کې له ناکامي او بدمرغي سره مخامخ ده، مګر ستراتېژيک او جيوپوليتيک موخو يې دې ته اړه کړې، چې يا به مقاومت کوي او يا به سيمه نورو ته پرېږدي، نو افغانان بايد د امريکا د دغه حالت په پام کې نيولو سره خپل جيوپوليتيک موقف په سمه توګه وکاروي او د خپل هېواد د نيکمرغي لپاره سم پلان شوي ګامونه په سيمه ييز او نړيواله کچه پورته کړي.
په افغانستان کې يو شمېر سياسيون بيا قومي شخړو او ناندرو ته لمنه وهي، خو بايد ياده شي، چې افغان ولس په تاريخ کې دا ثابته کړې، چې خپل ملي ذهنيت د يو شمېر کوڅه ډبو د فکري ناانډولتيا قرباني نه کړي. ټول افغاني قومونه به لکه تل غوندې د يو او بل ترڅنګ په افغاني مينه پاتې شي او له نننۍ ټولنېزې آزموينې به بيا بريالي راوځي، نو يو شمېر نا اهله سياسيون بايد د ملت پر برخليک لوبې و نه کړي. امريکا په عراق کې خپل لاسپوڅي دولت د داعش له نظامي آزموينې سره د وينو او مړينو په ډګر کې تنها پرېښود او همداسې يې له ويتنام سره هم کړي ول او افغانان هم د پاکستان د راکټونو په مخ کې ننګول کېږي، مګر امريکايان مړه غوږونه نيولي دي! نو افغانان هم بايد له تېر تاريخه عبرت واخلي.
د پورته یادوشويو فکتورونو په پام کې نيولو سره بايد ياده شي، چې په فعلي شرايطو کې بايد په افغانستان کې په هر حالت کې يوه مرکزي اداره موجوده وي، چې د ټاکنو په ترڅ کې د افغانستان زعيم ټاکل شوی دی او د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا به خلکو ته وروپېژندل شي، خو هر سيال بايد د انتخاباتو پايلې ومني او لوړ هدف يعنې د افغانستان خپلواکي، ځمکني بشپړتيا، ملي ارزښتونو او د ۳۶ ميليونو افغانانو د هوساينې ټولنيز     تضمين رامنځ ته کړي او افغانستان ته يوه څانګپوهه اداره جوړه کړي او له وسله وال مقاومت سره د افغانستان د نېکمرغي لپاره د زغم، تفاهم او سولې امکانات رامنځ ته کړي، چې افغانستان له دغه اوږدمهالې بدمرغي وژغورل شي.
په درنښت