د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سږيو د رګونو ترومبوايمبولي

ډاکټر لمر 21.06.2014 09:53

د سږيو د رګونو بندېدنې ته «Pulmonary Thromboembolism» يا پولمونري ترومبوايمبولي هم وايي، چې د سږيو رګونو ته د ګاټه وينې د لېږد په ترڅ کې رامنځ ته کېږي، چې عاقبت يې د بندشويو رګونو په غټوالي، شمېر او د سږيو سم يا نا سم حالت پورې اړه لري. د ګاټه وينې غوټه کېدلی شي د لږ او يا هم زيات ناروغتوب سبب شي، چې  د سږيو د رګونو د بنديديدو په ترڅ کې ناروغ ته تر (۷۰ ٪) سابندي، تر (۶۲ ٪) د ټټر یا سينې دردونه، تر (۳۵ ٪) ټوخی، تر (۱۲ ٪) په بلغم کې لږ او يا ډېره وينه او تر (۱۲ ٪) د کمخوني نښې پيدا کېږي. په دغه ناروغي کې تبه او د زړه رپېدنه هم رامنځ ته کېږي، خو د نورو کلينيکي نښو په پرتله کمه وي.


د دغه ناروغي په رامنځ ته کېدلو کې د وينې ګاټه شوې وينه (غوټه-ترومبوايمبولوس) د پښو په شين رګيو او يا وريدونو کې رامنځ ته کېږي، چې بيا د وينې په جريان کې د وريدونو له لارې د سږيو تر رګونو پورې رسېږي او د سږيو واړه او لوی رګونه بندوي، چې د سږيو دغه برخه د حادې کمخوني له کبله له منځه ځي.
په شين رګو کې د بدن له ټولو برخو کماوکسيجنه وينه راټولېږي او بيا زړه ته لېږدول کېږي، چې د زړه له ښۍ نيمايي نه بېا دغه کماوکسيجنه وينه د سږيو سوررګيو ته ورشنل يا پمپ کېږي. د ترومبوايمبوليزم په ترڅ کې د وريدونو په وينه کې له پښو نه غوټه شوې وينه د زړه پلو ته او بيا سږېو ته لېږدول کېږي او په دې توګه د سږيو يو او يا ګڼشمېر رګونه په ګاټه وينه بندېږي. وروسته له جراحي عملياته او يا هم د هډوکو د ماتېدنې په ترڅ کې هم يو ترومبوايمبولوس د وينې د شين رګو يا سوررګيو له لارې سږيو ته انتقالېدلی شي او هيماتوجين ترومبوايمبوليزم ورته وايي، چې د سږيو او د بدن د نورو غړيو د رګونو د بندېدو سبب کېږي.
وينه په هغه حالت کې ګاټه کېږي او يا غوټه کېږي، چې په يو شين رګي او يا وريد کې د وينې جريان کرار يا بطي شي يا هم د رګونو منځنی قشر ژوبل او يا تنګ شي او يا يو څوک د ترمبوفيلي په ناروغي آخته وي، چې دغو درېو حالتونو ته د (Virchow Triads) هم وايي. د شين رګو د وينې غوټه زياتره په هغه ناروغانو کې چې اوږدمهاله پراته وي او يا هغه خلک چې اوږد وخت پراته وي او پښې و نه ښوروي، نو په وينه کې يې د ګاټه غوټې يا ترومبوس رامنځ ته کېږي او د سږيو د رګونو د بندېدو ګواښ رامنځ ته کوي. همدا ډول په موټر او يا الوتکه کې اوږدمهاله سفر هم په پښو کې د وينې د ګاټه کېدلو مخاطره زياتوي، ځکه نو د سفر په بهير کې د دې سپارښت کېږي، چې د سفر په بهير کې هر يو ساعته وروسته موټر ودرول شي او سورلۍ د څو دقيقو لپاره پلې وګرځي او په الوتکه کې هم بايد سورلۍ له ځايه پورته شي او په الوتکه کې قدم ووهي او يا په پرلپسې توګه د لنګيو د عضلاتو تمرينات تر سره کړي، يعنې د لنګيو د عضلاتو عُضلوي پمپ  یا د «ګاستروکنيموس پمپ» وکاروي، چې د خپړو، لنګيو او ورنونو د شين رګو د وينې جريان سريع شي او په رګونو کې يې د ګاټه کېدلو مخنيوی وشي.
په افغانانو او يو شمېر نورو خلکو کې پلترۍ وهل يا (چارزانو) کېناستل ډېر دود دي، خو له بده مرغه، چې دا ډول کېناستنه د زنګنونو په برخه کې رګونه کېمنډي او بندوي يې، چې د لنګيو په شين رګيو کې د وينې د غوټو درامنځ ته کېدلو ګواښ رامنځ ته کوي، ځکه نو په شين رګيو کې د وينې د ښه جريان لپاره بايد له اوږدمهاله درېدلو، پلتريو، کيناستلو او يا متواتره پرېوتلو ډډه وشي، ځکه د ګرځېدلو په ترڅ کې د وينې جريان سريع وي او د ګاټه کېدلو او يا غوټه کېدلو امکانات يې کم وي.
د وينې د غوټه کېدلو امکانات د وينې د ګاټه توب له اړوند فکتورونو سره هم تړلي دي، چې د وينې د جريان تر څنګ د وينې د ګاټه کېدلو د فکتورونو ناانډولتيا هم کېدلی شي په شين رګيو کې د وينې غوټې رامنځ ته کړي، چې د وينې له جريان سره سږيو ته ورانتقال شي او د سږيو رګونه پرې بند شي. همدا ډول امېدواري، د زچه توب موده او یا د اوميدواري ضد ګولۍ هم د وينې د غوټو د رامنځ ته کېدو ګواښ لري، چې د سږيو د رګونو د بنديدو ګواښ هم ورسره مل دی، ځکه نو ښځينه ناروغان په اړه بايد پورته ياد شوي حالتونه په پام کې ونيول شي.
د ترومبوفيلي ناروغي هم د وينې په ګاټه کېدو کې خپل اړخ لري، چې په لاندې اډانه کې يې ځينې فکتورونه ښودل شوي دي، چې د پولموناري ترومبوايمبوليزم په ترڅ کې ورته پام وشي او د ناروغي سم تشخيص او درملنه تر سره شي، ځکه د ترومبوفيلي فکتورنو شتون د ترمبوايمبوليزم اوږدمهالې درملنې اړتيا لري.
     

د شين رګیو ځانګړې التهابي ناروغي (Thrombophlebitis)، واريکوز يا د شين رګيو پراخېدنه او پړسېدنه هم د وينې د جريان له کموالی سره د وينې د ګاټه توب او د وينو د غوټو د جوړېدلو ګواښ رامنځ ته کوي. همدا ډول چاغښت هم د وينې د ګاټه کېدلو د امکاناتو يو ګواښ شمېرل کېږي. د وينې غوټې د زړه د رپېدنې (Atrium Fibrillation) يا د زړه د ريتم له انډولتيا سره هم رامنځ ته کېږي او د بدن د شيريانونو د (اَنېوريزما) په ناروغي کې هم د ترومبوايمبولس جوړېدنه او بيا د بدن نورو برخو ته يې د انتقال ګواښ موجود دی. وروسته د زړه له سکتې هم کېدلی شي، چې د زړه د بطن اَنيوريزما يا ديلاتاسيون يا وظيفوي نيمګړتيا رامنځ ته شي، چې د وينې د غوټه کېدلو مخاطره ورسره مله وي. بايد ياده شي، چې د زړه لخطه شوې وينه د (Persisted Oval Foramen) له سوروي نه د زړه ښي اړخ ته تېرېدی شي، چې بيا د سږيو رګونو ته لېږدېدلی شي او د رګونو د بندېدو سبب يې کېدلی شي.  
د سږيو د رګونو د بندېدنې د ناروغي نښې او شکايتونه د سږيو نورو ناروغيو ته ورته دي، ځکه نو د يو سم تشخيص لپاره بايد ناروغ سم وڅېړل شي، چې جوته شي، چې ناروغ د سږيو ايمبولي يا د سږګيو د رګونو په بنديدنه آخته شوی دی، ځکه سم تشخيص د سمې درملنې ژمنتيا ده او د سږيو د رګونو د بندېدنې په تشخيص کې بايد دقيق واوسو.
-    د تشخيص لپاره د وينې (D-Dimmer) تعينېږي. د دغه څېړنې په مرسته د ګاټه وينې د غوټې د ماتو شويو برخو کچه په وينه کې تعينيږي. که چېرې په وينه کې د (D-Dimmer) کچه لوړه وي، نو د سږيو د رګونو د بنديدو يا (پولموناري ترومبوايمبولي) امکانات ډېر وي.
-    د پولموناري ترومبوايمبولي په تشخيص کې الکتروکارديوګرافي (ECG) خپل اړخ لري. دغه څېړنه موږ ته د زړه د څرنګوالي او د سږيو د رګونو د بندېدو په اړه معلومات راکوي، چې د زړه په ګراف کې د (P-Pulmonal)، د (T غاښ يا امپليتود) منفي کېدل او د (S-T) سيګمنت يا اينتروال له محوره ښکته کېدل ليدل کېږي او د زړه د ګراف د امپليتودو لوړوالی يا اوښتنه ښې خوا ته په ګوته کوي.
-    د پولموناري ترومبوايمبولي لپاره د زړه ايکوګرافي هم تر سره کېږي، چې د دغه څېړنې په بهير کې د زړه د ښۍ خوا پراخېدنه، د زړه د ښي بطن د خوځېدنې ټيټوالی (RV-Hypokenisia)، د زړه د بطنونو تر منځ د پردې ناانډوله خوځېدنه (Paradoxical Septal Moving)، د زړه د ترکوسپېدال والو نېمګړتيا (Tricuspidal insifficiention) ليدل کېږي. په دغه ناروغي يعنې د سږيو د رګونو د بندېدنې په ترڅ کې د سږيو په رګونو کې فشار لوړ وي (Pulmonalartery Hypertension)، ځکه نو د سږيو د شيريانونو پراخېدنه (Pulmonalartery Dilatation) هم ليدل کېږي او د نفس اېستلو په ترڅ کې  د زړه د ښکتني لوی وريد راټولېدنه يا کولاپس (Vena Cava Inferior Inspiratour Collaps) هم نه تر سترګو کېږي. د سږيو د رګونو د بنديدو يا پولموناري ترومبوايمبولي په ترڅ کې د (MRI) په څېړنه کې د زړه د بطنونو د پردې څنګته خوځېدنه يا (Septum Diviation) ليدل کېږي، چې وروسته له درملنې يعنې ترومبوليزه (Thromblysis) او يا وروسته له پولمونال ترومبوايمبولايکتومي (PTE-Pulmonalthromboembolectomy) نه د زړه د بینالبطني پردې خوځېدنه خپل عادي حالت ته رسېږي.
 
-    همدا ډول د سږيو د ايکسرې انځور کولی شي، موږ ته د سږيو نورې ناروغۍ لکه د سږيو التهابي ناروغۍ (پنومونيا)، د سږيو د يو برخې هوا نشتوالی (اتليکتاز) او يا د سږيو د پردو د اوبو نيونې (پلورايتيس) شتوالی يا نشتوالی را ته مشخص کړي.
-    د سږيو د پولموناري ترومبوايمبولي د تشخيص لپاره سي-ټي-سکن له کانټرست مادې سره هم کارول کېږي، چې د يوې ستنې په مرسته کانټرست مواد په وينه کې پېچکاري کېږي او په سږيو کې د وينو د رګونو انځور پرې کتل کېږي. که چېرې د سږي کوم رګ او يا څورګونه بند وي، نو وروسته د رګ او يا رګونو له بندښته د سږيو په رګونو کې د وينې جريان نه ليدل کېږي او يا د وينې ګاټه غوټه په ځانګړي ډول ليدل کېږي، چې د رګ جدار يې بند کړی وي.
-    د  سږيو د ترومبوايمبولي د تشخيص لپاره د سږيو ځانګړی سي-ټي-سکن يا پولمونري پېرفوژن سکن (Pulmonary Pefussion-Scan) هم تر سره کېږي. د دغه څېړنې لپاره د ستنې په واسطه له پېچکاري سره په اشعاوو سمبال کانټرست (راډيو اکتيف مواد) وينې ته ورشنل کېږي، چې بيا له وينې سره سږيو ته رسېږي او د دغه څېړنې په مرسته د وينې جريان او د کانټرست شننه په سږيو کې ليدل کېږي، چې د پولمونري ترومبوايمبولي په ترڅ کې د سږيو په وړه او يا هم لويه برخه کې د کانټرست شننه کمه وي او يا هم هېڅ نه ليدل کېږي. بايد ياده شي، چې دغه څېړنيز راډيواکتيف مواد د بدن نورو غړيو ته نقص نه لري او د نورو ناروغيو مخاطره ورسره نه شته ده.
-    په ځينو حالتونو کې د پښو د شين رګيو ايکوګرافي (تلويزيوني معاينه) هم تر سره کېږي، چې په شين رګيو کې د وينې ګاټه شوې لخطه او يا غوټه تشخيص شي. د پښو د شين رګيو د وينې ګاټه توب او يا د وينو غوټې کېدلی شي د ناروغ په څېړنه کې هم په ګوته شي. دغه ناروغان زياتره مخکې له مخکې د ناروغي په اړه تداوي شوي دي او کولی شي ډاکټر ته دغه معلومات ورکړي، خو د دې تر څنګ دغه ناروغي خپلې کلينيکي نښې او شکايات هم لري.
-    دغه ناروغان زياتره د پنډيو له دردونو شکايت کوي يا يې خپړې او لنګي پړسېدلي وي. د پښو په خوځولو او په ځانګړي توګه د خپړو په ښورولو په پنډيو کې درد لري او يا يې ټوله پښه پړسېدلې وي. زياتره ناروغان د يوې ايلاستيکې اوږدې جرابې (جرابو) په مرسته د کومپرسيونتېراپي لپاره تداوي شوي وي او يا تداوي کېږي.
د پولموناري ترومبوايمبولي د درملنې موخه دا ده، چې د وينې د ګاټه کېدو او غوټو د جوړېدنې د پراختيا مخنيوی وشي او په رګونو کې د موجوده ګاټه شوي او غوټه شوې وينې ولې کېدل او د ويني نريتوب دی، چې رګونه له بندېدو پرانيستل شي او د وينې د نويو غوټو د جوړېدنې او ګاټه کېدلو مخنيوی وشي. په رګونو کې لخطه شوې يا غوټه شوې وينه تر يو برېده پخپله بدن ولې کوي او د ويني د نري کېدو درمل په دې برخه کې مرسته ورسره کوي. د درملنې بنسټيزه برخه د وريد وينې ته د هيپارين (Heparin) تزريقول دي، چې د (APTT/PT) د کچې په تعينولو سره د درمل کچه تعينېږي، چې د (APTT= 60-80S) سپارښت کېږي. همدا ډول د (LMWH) کارول کېږي، چې په دې حالت کې (5700 I.E. S.C.) تر پوستکي لاندې دوه ځله د ورځې د يوې اونۍ لپاره تزريقېږي. د پولمونري ترومبوايمبولي د متداومې درملنې لپاره د وينې د ګاټه کېدو ضد درمل، چې د (Coumarin) په ګروپ پورې اړه لري، ورکول کېږي.
څنګه مو چې ياده کړه، د هيپارين يا فرکسيپارين له درملنې سر جوخت (Asencoumarol/Marcoumar/Warpharin)، چې (Fenprocoumon) يې هم يو معادل دی، ناروغ ته ورکول کېږي، چې کچه يې په وينه کې د (PT) او د (INR) د اندازې له معلومولو سره سم ټاکل کېږي او (INR = 2.5-3.5) د درملنې سمې بڼې ته ښودنه کوي او د سمې درملنې په بهير کې د هيپارين او يا فرکسيپارين تداوي ختمېږي او يوازې د (کومارين) ګروپ تداوي له ۶ مياشتو تر يو کال ورکول کېږي. د ترومبوز او يا پولمونري ترومبوايمبولي د بيا رامنځ ته کېدلو په ترڅ کې د (Coumarin) ګروپ درملنه د ټول عمر لپاره بايد ورکړل شي.      
د سږيو د رګونو د بندېدو په لومړيو ساعتونو او يا لومړيو ورځو کې ناروغ اضافي اوکسيجن (Oxygen) ته اړتيا لري او بايد په بېړه ورته لومدشوی اوکسيجن د سږمو په پيپونو کې ورکړل شي، چې د بدن د اوکسيجن اړتيا پوره شي. د وينې د فشار د لوېدو يا د شوک په حالت کې د اکتيف ترومبوليز (Active Thrombolysis) تکتيک په پام کې نيول کېږي، چې په دې حالت کې تدواي د (Streptokinase/Urokinase) په مرسته تر سره کېږي او د ترومبوليز سوند په رګ کې د وينې غوټې ته نږدې ځای پرځای کېږي. د اکتيف ترومبوليز درملنه د خونرېزيو له ګواښ سره مله توګه ده، ځکه په ډېرو مشکلو حالتونو کې دغه درملنه تر سره کېږي.  
د پولمونري ترومبوايمبولي د ناروغي په درملنه کې د نورو توګو  تر څنګ په لويو اکاډميک روغتونونو کې د پولمونار  ترومبوايمبولايکتومي د عمليات امکانات (PTE-Pulomonalthromboembolectomy) او وروسته له عملياته د مراقبت امکانات شته دي، چې د زړه او سږيو د ماشين په موجوديت کې ترسره کېږي او همدا ډول د سوند يا کتېتر پولمونال ترومبو ايمبولايکتومي په مرسته هم ګاټه وينه د سږيو له رګونو (شيريانونو) ايستل کېږي، چې (Catheter-Pulmonalthromboembolectomy) ورته ويل کېږي، مګر دغه درملنه په ډېرو ځانګړو حالتونو کې تر سره کېږي.
د ناروغ تداوي په لومړيو ورځو کې په روغتون کې تر سره کېږي او که چېرې د ناروغ صحي حالت ښه شي، نو بيا يې نوره تداوي په کور کې هم تر سره کېدلی شي، ځکه ناروغ د (Coumarin) درمل اخلي او د (LMWH) ستنې پخپله په کور کې هم کولی شي ووهي. د (INR) کنټرول بايد په لومړيو کې هر اونۍ تر سره شي او چې د ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې د (INR) کچه د (2.5-3.5) تر منځ وي، نو د هيپارين او يا (LMWH) تداوي ختمېږي او يوازې د (Marcoumar) تداوي دومداره تر سره کېږي.
 د ناروغي په لومړيو ۲۴ ساعتونو کې د استراحت سپارښت کېږي او وروسته له ۲۴ ساعتونو که د ناروغ صحي حالت ښه وي، نو کولی شي چې خپل عادي فعاليتونه لکه ځان پرېول، ګرځېدل او نور عادي حرکات تر سره کړي. د سمې تداوي په دويمه اونۍ کې د ناروغ وضيعت ښه کېږي او کولی شي چې خپل عادي کار پيل کړي او ورو ورو سپورت هم وکړي. داسې سپارښت کېږي، چې ورځنيز فعاليتونه د ناروغي په بهير تاثير نه کوي.
دغه ناروغان د پښو د شينرګيو د نيمګړتيا له رنځورتيا سره هم مخامخ وي، نو دوی ته د ايلاستيکي طبي جرابو د اغوستلو سپارښت کېږي، چې په لومړيو وروځوکې يې ۲۴ ساعته او وروسته له ۲ اونيو يې ګرده ورځ اغوندي او د شپې له خوايي که واغوندي ښه به وي، خو کولی شي د شپې لخوا يې بيا وباسي.
د ستوني ستغ پرېوتو په ترڅ کې ناروغ کولی شي تر ګونډو لاندې بالښتونه کېږدي، چې لنګي يې د ورنونو په پرتله پورته وي او د لنګيو د عضلاتو تمرينات بايد په متواتره توګه تر سره کړي، چې په دې برخه کې د پښو د خپړو خوځېدنه ډېر غوره ګڼل کېږي. د ناروغي د پرمختګ او د وينې د جريان د پياوړتيا لپاره ګرځېدل او خوځېدل ډېر ګټور دي.
د سږيو د رګونو د بندېدو په ترڅ کې ناروغان له دردونو هم ځورېږي، ځکه پولمونري ترومبوايمبولي په ترڅ کې د سږيو د پردو يا پلېورا عصبي آخذې تمبې کېږي، چې د ټټر دردونه رامنځ ته کوي. د درد درمل لپاره د (Paracetamol) سپارښت کېږي، چې د کوديين ګروپ نه وي پکې  ګډ، ځکه د مورفين ګروپ او يا هغه ته ورته درمل د سږيو پر مرکزي مغزي مرکز باندې فشار راوړي، چې د ساايستنې ستونزې کېدی شي رامنځ ته کړي. ډېر نور درمل لکه د (NSAID) د ګروپ درمل د وينو په نرې کېدلو اغېز کوي، چې د هيپارين او کومارين د ګروپ د درملنې ترڅنګ وينه نوره هم نرۍ کېدلی شي، چې د خونرېزيو ګواښ هم ورسره مل وي، نو د درد د درمل په برخه کې بايد هر ناروغ ته د ناروغي د کلينيکي بڼې سره سم د درد درمل ورکړل شي.
د پولمونري ترومبوايمبولي ناروغي د نرينه په پرتله په ښځو کې ډېر پېښېږي، چې په ځوانو ښځو او پېغلو کې هم رامنځ ته کېږي، ځکه نو د مياشتنۍ وينې په ترڅ کې د ناروغې خونرېزي زياته وي، ځکه نو د وينې د هيموګلوبين کنټرول ډېر اړين دی. د کمخوني په حالت کې بايد د کمخوني تداوي سمه تر سره شي، چې د وسپنې لرونکو درمل (Ferrofomarat 200 mg) او د ويتامين (Vitamin B 12) او يا (Methylcobalamin 1000 mcg) درمل وکارول شي. د دې تر څنګ کېدلی شي د مياشتنې وېنې موده د حمل ضد درملونو په مرسته ودرول شي، چې د مياشتنۍ وينې په ترڅ کې ډېره وينه ضايع نه کړي. سربېره پر دې چې د اميدواري ضد درمل هم د وينې د ګاټه کېدو او لخطه کېدو خاصيت لرې، خو  د (Coumarin) ګروپ درمل په بهېر کې ترې استفاده کېدی شي، چې د اضافي خونرېزي مخنيوی وشي، همدا ډول د هارموني سپيرال د ځای پرځای کولو سپارښت هم کېږي، خو په دې اړه بايد له مجرب ګينيکولوژيست (نسايي-ولادي) ډاکټر سره مشوره وشي.
وروسته د پولمونري ترومبوايمبولي له سمې تداوي زياتره ناروغان د خپل ژوند عادي حالت ته راګرځي او خپلې ورځنۍ چارې به سمه توګه پر مخ بيايي. د يو شمېر ناروغانو بدن نه شي کولی، چې د سږيو په رګونو کې ګاټه شوې وينه نرۍ او حل کړي، نو د ناروغي نښې په رنځور کې پاتې کېږي، چې د بند شوېو رګونو په شمېر، لويوالي او د سږيو ټوليز حالت پورې تړوا لري. که چېرې د سږېو ګڼشمېر او يا لوی رګونه په ګاټه شوې وينه بند پاتې شي، نو د سږيو په رګونو کې فشار لوړېږي او ناروغي مزمنه بڼه نيسي، چې د وينې جريان د سږيو په رګونو کې ټېټېږي او په سږيو کې (Pulmonic Hypertension) سبب کېږي، چې دې ناروغي ته (Chronic Thrombo-Embolic Pulmonic Hypertension-CTEPH ) ويل کېږي.
د (CTEPH) ناروغي يوه تلپاتې او وخيمېدونکې ناورغي ده، چې د لږ فزيکي فعاليت په ترڅ کې ناروغ ته سابندي، د زړه رپېدا او ستړتيا پيدا کېږي، چې د وخت په تېرېدو سره د ناروغ حالت نور هم خرابېږي، خو په دې حالت کې د عمليات اړتيا رامنځ ته کېږي، چې د (PTE) عمليات بايد تر سره شي. په دې حالت کې يو شمېر درمل هم د سږيو د رګونو د فشار د ټيتوالي لپاره کارول کېږي، چې دلته يې بېلګې يادېږي:  ( Tadalafil, Nitroglycerin, Ramipril, Theophyllin, Amlodipin, Treprostinil).
وروسته له درملنې ناروغان کولی شي، چې خپل ورځنی ژوند پر مخ بوزي او خپل مخکني فعاليتونه ټول تر سره کړي. ناروغان بايد له يو شمېر سپورټونو لکه باډي بيلد‎دري او هغه سپورتونه چې په جسم ډېر فشار راوړي، ورڅخه دې ډډه وشي. ګرځېدل، ځغاستل، لمبېدل ناروغي ته کوم ګواښ نه رامنځ ته کوي. ناروغانو ته سپارښت کېږي، چې نورمال فعال ژوند وکړي او د سېګرېتو او دوخانياتو له څکولو او الکولي مشروباتو له څښلو ډډه وکړي.
د ترومبوايمبولي د سينډروم په درملنه کې د هيپارين يا فرکسيپارين د کارولو په بهير کې د (HIT-Heparin Inducted Thrombocytopenia) ناروغي رامنځ ته کېږی، چې په دغه حالت کې د هيپارين يا فرکسيپارين پر ځای د (Orgaran) له درمله، چې په يو ځانګړي د (Anti-Xa) ګروپ پورې اړه لري، استفاده کېږي او د تداوي موده تر دوو اونيو پوري وي.
پايله
په پښو کې د وينې ګاټه کېدل، د وينې د غوټه کېدلو او يا لخطه کېدلو په ترڅ کې د لخطه شوې وينې د لېږد ګواښ موجود دی، چې کېدلی شي د شين رګيو د وينې په جريان کې د ايمبولوس په بڼه زړه ته ولېږدول شي، چې بيا د سږيو شيريانونو ته ورسېږي او د سږيو رګونه پرې بند شي، چې دغه حالت يو ناروغ د مرګ له ګواښ سره مخامخ کوي، ځکه نو د سږيو د رګونو د بنديدو په ترڅ کې بايد ناروغ ژر تر ژره يو روغتون ته انتقال شي، چې پر وخت يې تداوي پيل شي. د پولمونري ترومبوايمبولي د مخنيوي لپاره د شين رګيو د وينې د ګاټه کېدلو تداوي دې سمه تر سره شي، چې د شين رګيو د وينې د ګاټه کېدلو د تکرارېدلو په ترڅ کې بايد ناروغ د ټول عمر لپاره د (Coumarin) د ګروپ په درملو تدواي شي.