د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر لمر

12.09.2016 10:58    |   ډاکټر لمر افغانستان د وينو او مړينو په لومه کې

دغه ليکنه په ۲۰۱۳ ميلادي کال ليکلې شوې ده، خو د سېپټامبر مياشتي د يولسمې نېټې د پېښې د پنځلسمې کليزې په درشل کې ګڼشمېر پوهانو دا جوته کړې، چې د نړيوال تجارتي مرکز ودانې د الوتکو د بريد په ترڅ که نه دې ړنګ شوي، بلکې د يو پلان شوي انجينيري پلان سره سم نسکور شوي دي، چې د سيستيماتيک ډيناميتي چاودنو په ترڅ کې تر سره شوې دي، خو ليا يوه پوښتنه پرته له ځوابه پاتې ده، چې د ډيناميت د چودولو لپاره د اورلګېدنې مزي په څه ډول ځای پرځای شوي ول، چې د هېڅ دولتي، استخباراتي او يا هم ساختماني ادارو لخوا ورته پام نه دی شوی او يا دا چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سېپټامبر د يوولسمې نېټې پېښه مخکې له مخکې پلان شوې وه، چې د امريکايي د جيوپوليتيک خوخو لپاره کارول شوې ده. دغه معلومات د آلمان په يو شمېر برېښناپاڼو کې د سېپتامبر په لسمه نېټه خپاره شوي دي. د اوس لپاره هم د دې لیکنې بیا خپرول اړین ښکاره شول نو ځکه یې تاسې ته وړاندې کوم.

27.07.2016 12:09    |   ډاکټر لمر د تروريزم پديدې ته ځغلنده کتنه

د تروريزم پديدې ته ځغلنده کتنه

21.07.2016 11:12    |   ډاکټر لمر د اعلیحضرت ظاهر شاه واکمني ته لنډه کتنه

«افغانستان در پنجاه سال اخير» د هغه کتاب نوم دی، چې ما دوې لسيزې مخکې ناڅاپه له يوې کتابفروشي په آمستردام کې تر لاسه کړ. يو خدای بښلي ملګري مې زه د افغاني مغازې په نيت د يو افغان دوکان ته بوتلم. د خبرو په ترڅ کې ياده شوه، چې دغه افغان کتابونه هم د خرڅلاو لپاره لري. د مغازې په لومړي پوړ کې يې ډېر کتابونه د خرڅلاو لپاره لرل، خو لومړی يې ما ته د مرحوم نور محمد تره کي يو کتاب، چې زما په ګمان «د بنګو مسافري» نومېده راکړ. زما سترګې د «افغانستان در پنجاه سال اخير» پر کتاب ولګېدلې او دغه کتاب مې ترېنه واخيست، چې نن يې منځپانګه د پي ډي اېف په بڼه له هېوادوالو سره شريکوم. بايد ياده کړم، چې د پي ډي اېف چارې يې ښاغلي سيدعبدالله ولي زي تر سره کړې دي، خو ما دغه څو کرښې پرې تورې کړې دي.

24.05.2016 21:51    |   ډاکټر لمر د افغانستان برېښنايي ستونزو ته لنډه کتنه

افغانستان يو ډېر بېوزلی هېواد دی او له بده مرغه چې تر ننه نه توليدي مملکت شو او نه هم خودکفا ملت. د مرحوم محمد ظاهر شاه له دورانه نيولې بيا د شهيد سردار محمد داود خان تر واکمني پورې دغه بدمرغه ملت په بهرنيو مرستو يا دونري سيروم ساتل شوی دی، چې څوک يې علت داخلي ټبريزې شخړې ګڼي او نور يې بيا د سيمه ييزو او نړېوالو بهرنيو لاسوهني نوموي، خو د فارسي متل دی، چې وايي «مالته هوش کُن و همساېته دزد نګير».

28.12.2015 12:07    |   ډاکټر لمر د افغانستان پرلپسې غميزې ته لنډه کتنه

دا ټولو ته څرګنده ده، چې افغان ولس د خپلې غميزې د څلورمې لسيزې په درشل کې دی، مګر د هر افغان هيله دا ده، چې په څه ډول دغه غميزې ته د پای ټکی کېږدي او خپل ولس ته د سوکاله او خوشاله ژوند وږمې ورکړي، خو له بده مرغه افغان ولس داسې ستړی او ستومانه دی او يا په سليقوي اخوډب کې ښکېل دی، چې د دغه غميزې د حل لاره هم ترې ورکه ده، ځکه نه معتمد ليډر شته او نه هم متحد خلک، بس ټول د ماغزو د فعالولو پر ځای، منګولې پياوړې کړې او يا د خدای په هيله ناست دي او ښېرې کوي، مګر دا خبره يې له هېره ايستلې ده، چې خدای وايي: بنده ستا يې حرکت او زما يې برکت!

21.01.2015 10:09    |   ډاکټر لمر د افغانستان نوې کابينې ته لنډه کتنه

په افغانستان کې ټولنيز وحشت او دهشت غبرګ روان دي. په رسنيو کې ليکل کېږي، چې په شبرغان کې يو هلک په خپلې خور جنسي تجاوز کړی دی. د خیرخانې په سر کوتل کې ۱۴ کلنه نجلې د عصبي تشنج او په وينو لړې موندل شوې ده، چې هم پوليس او هم د کوم روغتون کارکوونکو ورڅخه تقاضا کوله، ځکه د سړک پر غاړې يې بې سيکه موندلې ده. په قلعه نجارا کې يوې خورلنډې خپله ملګرې د خپل ورور په منګولو کې ښکېل کړې وه، چې ورور يې له نورو څو تنو سره جنسي تجاوز پرې کړی دی. نجلۍ نه شي ګرځېدلی او همدا يې په ژبه راځي، چې پنځه تنه ول. هو د پغمان د پېښې داغ ليا هم په زړنو لکه خپسکه ناست دی، خو ولس د «دوه سره او چار پای» دولت په تمه دی.

31.12.2014 14:00    |   ډاکټر لمر افغانستان د عين و غين په لومه کې

درنو هېوادوالو! تاسو ته څرګنده ده، چې افغان ولس وروسته د ښاغلي حامد کرزي له واکمني د افغانستان نويو بدلونونو ته په تمه وو، چې د نويو ټاکنو په ترڅ کې او د ناټو له تېښتې وروسته به افغانستان ته، يوه سمه، صادقه او څانګپوهه اداره رامنځ ته شي، خو له بده مرغه د ټاکنو له لومړي پړاوه بيا تر ننه پورې د افغانستان په ټولنيزه، سياسي او اقتصادي برخه کې داسې بدلون رانغی، چې افغان ولس ورته خوشاله شي او يا د زړو او نويو پرهارونو او ټپونو درمل او دوا يې وشي، مګر افغان ولس ليا هم د ناهيلي په ګرداب کې لاهو دی.

07.07.2014 09:18    |   ډاکټر لمر افغانستان د ټاکنو په ګواښونو کې او نړۍ د وېشنو په لومو کې

له بده مرغه زموږ بشری نړۍ د خپل تاريخ په بهير کې د انساني ارزښتونو او خوالو تر څنګ د ګڼشمېر بدمرغيو او ناخوالو شاهده هم ده. د انسان ژوند که د حضرت آدم (ع) او بي بي حوا له ګډ ژونده راپيل شوی دی او د نننۍ نړۍ د انسانانو د ژوندون پېلامې پکې نغښتي دي، خو تر څنګ يې د هابيل او کابيل د جګړو او د قتلوقتال تر پوړني لاندې د قاتل او مقتول انګازې هم پټې دي، چې يو ورور د بل ورور وينه ليا د بشري نړۍ د خوځښت په پيل کې تويې کړه او د بشر په ذهنيت کې يې د انسان وژنې د

21.06.2014 09:53    |   ډاکټر لمر د سږيو د رګونو ترومبوايمبولي

د سږيو د رګونو بندېدنې ته «Pulmonary Thromboembolism» يا پولمونري ترومبوايمبولي هم وايي، چې د سږيو رګونو ته د ګاټه وينې د لېږد په ترڅ کې رامنځ ته کېږي، چې عاقبت يې د بندشويو رګونو په غټوالي، شمېر او د سږيو سم يا نا سم حالت پورې اړه لري. د ګاټه وينې غوټه کېدلی شي د لږ او يا هم زيات ناروغتوب سبب شي، چې د سږيو د رګونو د بنديديدو په ترڅ کې ناروغ ته تر (۷۰ ٪) سابندي، تر (۶۲ ٪) د ټټر یا سينې دردونه، تر (۳۵ ٪) ټوخی، تر (۱۲ ٪) په بلغم کې لږ او يا ډېره وينه او تر (۱۲ ٪) د کمخوني نښې پيدا کېږي. په دغه ناروغي کې تبه او د زړه رپېدنه هم رامنځ ته کېږي، خو د نورو کلينيکي نښو په پرتله کمه وي.

24.09.2013 22:10    |   ډاکټر لمر د ثور جنايت او د جديې خيانت

د کمونيستانو سره غميزه د ۱۳۵۷ لمريز کال د ثور مياشتې په ۷ نېټه رامنځ ته شوه، چې پيل يې په ارګ کې د بريدمن امام الدين، چې په ناروې کې مهاجر دی، د مرحوم شهيد سردار محمد داود خان د کورنۍ او د کابېنې د ۷۳ تنو په وژنه تر سره شوه، چې وروسته له دغه پېښې د افغانستان متدين او با غيرته ولس په يو او بل نامه ترور شول، چې په لومړيو دوو کلونو کې ۲۰۰۰۰ انسانان په قتل ورسېدل، چې په دې اړه تاريخ ليکونکي صديق فرهنګ په خپل کتاب «افغانستان در پنج قرن اخير» کې پوره معلومات ورکړي دي، چې تاسو يې هم کولی شی په نومولشوي کتاب کې دغه معلومات ولولی. مګر زما د دغه ليکنې موخه د ثور جنايت او د جديې خيانت ته ګوښې شوې ده، ځکه چې يو شمېر ليکوالو هڅه کړې، چې د کارمل خيانت د خلقيانو د جنايت تر پوړني لاندې تېر کړي، چې ګواکې د ټولو خوالو او نا خوالو مسؤلين خلقيان ول او په تېره بيا حفيظ الله امين يې په ګوته کړی دی او غواړي په دې ډول خپل غوړ لاسونه هم د امين په لمن پاک کړي او له خپلو مخکښو کاذب مشران جوړ کړي او د شادروان، سرداراو قهرمان مختاړي او د فقيد، همېشه ياد، قافله سالار او داسو نور ورستاړي ورزيات کړي.

26.03.2013 13:18    |   ډاکټر لمر د باطن اندېښنې خو د ظاهر انګازې

په افغانستان کې هر څه بل ډول دي. په نورو کې يو د اسلام دين دی، مګر په افغانستان کې بيا بل ډول اسلام دی، ځکه ويل کېږي، چې پښتنو نيم قرآن منلی او نيم يې نه دی منلی، خو ځيني بيا وايي: چېزی که در اسلام است در افغانستان نيست و چېزی کې در افغانستان است در اسلام نیست! مګر بيا هم موږ افغانان يو، چې د هر دين او هر آین وزر لکه چرګان په ټټر وهو او يوه يا بله ناره هم لکه سهارنی بانګی له ستوني راوباسو. زموږ افغاني سره تر نورو سرو ليا نور هم تک سره ول، چې د دې ټټر يې وهلو، چې ګواکې روسان بايد له افغانانو زده کړي، چې تاريخي پړاونه څنګه لکه کونګرو په ټوپونو تېروي او ځان د څلي سر ته رسوي، خو همغه خبره شوه چې وايي: بقه تقليد از مار کرد زد کونه اوګار کرد! په روسيه کې سوسياليزم نسکور شو، اقتصاد يې در په در شو او لوی شوروي اتحاد په سيمو او کليو ووېشل شو، خو زموږ يو شمېر سره نن هم هرڅه په سرو ښيښو کې ويني او ليا هم ګومان کوي، چې روسيه به بيا سور زوګانوف فتح کړي او د دوی مړۍ به هم پکې غوړه شي!

16.03.2013 23:27    |   ډاکټر لمر سرګردانه آسماني خيالونه خو تلپاتي ځمکني غمونه

ځلانده ستوري په رڼه آسمان کې پړکېږي، چې زموږ کاينات ته يو ځانګړی ښايست ورکوي. ډېر ستوري لکه مرغلرې په يو او بل پسې پېيلي دي او لکه شوبينه تسبېحې ځلېږي، چې ځيني يې عجيبه بڼې او رنګونه هم خپلوي، خو په يو ستوري پسې د سرې لمبې لکۍ ورپورې شي او بل لکه آسماني کاڼی په نڅېدو شي، بل بيا لکه تالنده په لوېدو شي او لکه سره سکروټه د بشر پر سر رانسکور شي. سوځېدونکي، پړکېدونکي او نسکورېدونکي ستوري د ستورن آسمان ښايست ته د خوځېدونکي کاينات ځلېدونکی پوړنی ورواغوندي، چې اشرف المخلوقات تل د کاينات طبيعت ته په سوچونو کې لاهو کړي، بيا نو څوک پکې د نوي ژوند ننداره ګوري او څوک بيا پکې د زرو خزانه لټوي، خو زه هم چې شين آسمان ته پاس سترګې هسکې کړم، نو د ستورو د ځلېدو په ننداره شم اود پړکېدونکې نڅا په ښايست کې يې لاهو شم.

08.03.2013 22:54    |   ډاکټر لمر ښځه د مارچ د اتمې د سياسي شعارونو په لومه کې

د مارچ د اتمې ډنډوره روانه ده، خو ټول انسانان دې يو ځل خپل چاپېر ته ځيرشي، چې د هر يو انسان په کور کې څو نجونه اومېرمني دي. څوک به خپله مور په پام کې تېره کړي، بل ته به خپله نيا تر سترګو شي، څوک به د خپلو خويندو ياد تازه کړي او يو شمېر به خپله مېرمن په خپلو خيالونو کې انځور کړي، نو اوس پوښتنه کېږي، چې تاسو لوستونکو کې د کوم يوه پخپلو دغو د کورنيو غړو باندې بد لورېږي او يا يې د ژوندون بدمرغي غواړي! نو ډېر به له ځان سره ووايي، چې ريښتيا هم زموږ د ژوند لويه برخه مېرمنې ډکوي، چې زموږ کور پرې دروند دی او ټولنه مو پرې ژوندۍ ده.

05.03.2013 15:03    |   ډاکټر لمر سواتۍ ملاله د نوبل جايزې په درشل کي

ځينې لوستونکي به بيا د ميوند ملالې او د سوات د ملالې پرتليزه ګواښونه کوي او ما ته به ټينګتې کوي، چې بيا دې د سوات ملاله ياده کړه. زه هم نه پوهېږم، چې ولې مې د دغه معصومې نجلۍ تاريخي رسالت ته پام شوی، د پوهنيزې مينې ولولې مې په ذهن کې پياوړې کېږي او د ملالې يادون مې په کراره نه پرېږدي. که د ميوند ملاله مې د تاريخ په پاڼو کې او د شاعرانو د شعرونو په څپو کې انځور کړې ده، مګر د سوات ملالې انځور مې د دې له ۱۲ کلنۍ څارلی، د دې شهامت مې د ليک لوست په اړه په سترګو لیدلی او په هغه ورځ چې د ملالې د وېشتلو انګازه لکه خپسکه په زړونو خپره شوه، نو وېر يې تر ما هم راورسېدلو او له همغه ورځې مې د سوات د ملالې په اړه يو څو کرښې د قلم په وېنه او بشري مينه ورته وکاږلې.

03.03.2013 12:01    |   ډاکټر لمر د قناعت کريکه او که د ذهنيت څړيکه

افغانستان د وروستيو څو لسيزو د ناخوالو په لومه کې نښتی دی، چې په ميليونونو خلک يې قرباني شول، لیا هم د ظلم په مېچن کې اوړه کېږي او په وينو يې د ظلم د انتها ژرندې چلېږي. هر اهل او نا اهل په خپل وار سره د افغان ولس په وينو د خپلو سياسي چړچو، ګوندي سليقو او ديني پړپړو او يا ښه ووايم د خپلې ټلوالې څېرې د بقا لپاره افغان ولس په نښه کړی دی، چې په ډول ډول توګو يې وربړلو، ورټلو او آخر يې ووژلو، خو ليا هم د خونخوار او ظالم د زړه تسکين او د ذهن قناعت يې نه دی حاصل شوی او ليا ورځ تر بلې سياسي رهبر او که د ملي ارزښتونو رهزن نور هم ظالم کېږي او د ظلم په انتها پسې لالهانده دی.

20.02.2013 22:02    |   ډاکټر لمر د ميرمن قارقين د قومي مبارزې شاليد

تاسو به وایی، چې زه اوس څه اپلتې ليکم، نه اپلتې نه دي، مګر د دغه مېرمنې شفيقه قارقين يوې ليکنې زه دې ته وهڅولم، چې دغه څو کرښې تورې کړم. ما يو ځلې لوستي ول، چې يو پوه ويلي: که غواړې د خپل دوست او دوښمن په اړه پياوړی نظر ورکړې، نو د هغوی ذهني حالت وڅېړه او د تفکر شاليد ته يې پام وکړه، ځکه د دغو پېښو په اړه پوهه تاسو ته د مبارزې يوه ښه اپورچونيتي (چلوتې) درکوي، نو ما هم د دغه مېرمنې څو کرښې ولوستې، چې پرته له اپلتو او سپکاوي مې هېڅ هم پکې ونه ليدل.

15.02.2013 18:37    |   ډاکټر لمر د قيامت انګازې

نن په خپرونو کې خپاره شوي دي چې تېره شپه د سايبيريا د اورال په غرونو د آسماني کاڼو (آسترويدونو) باران وو، چې د ښار د کورونو کړکۍ او هندارې يې ماتې کړې دي او خلک يې بېرولي دي. دغه پېښه د روسيې خاورې د چيليابينسک له سيمې ۲۰۰ کيلومتره لرې د اورال په غرنۍ برخه کې پېښه شوې ده. له نېکه مرغه د دغه سيمې د وګړو نفوس کم دی، خو بيا هم يو شمېر خلک په ماتو شويو ښيښو ټپيان شوي دي او دسيمې خلک ډېر بېرېدلي هم دي. د چيليابينسک سيمه اوس د روسيې د ځمکني او هوايي ځواکونو لخوا چاپېر ده او څارل کېږي، چې د پېښې سمه څېړنه وشي.

01.02.2013 08:51    |   ډاکټر لمر د ټوپکمار د ټوپک برچه او د ډاکټر د لاس چاړه

د سوات ملاله چې ليا ۱۴ کلنه هم نه وه، د ۲۰۱۲ م کال اکتوبر په مياشت کې د پېښور د بنګوره په سيمه کې د ناپېژندلشويو کسانو لخوا په سر په ګوليو وويشتل شوه، چې د مرګ له ګواښ سره يې مخامخ شوه. وروسته له عملياتونو او څو شپو بې سدي د ژوند او مرګ په لومه کې د پښتونخوا او بيا د پاکستان له روغتونونو نه د انګلستان ايدنبورګ ته د درملني لپاره واستول شوه، چې هلته يې هم د څو ورځو شپو په ترڅ کې ژوند لیا له مرګ سره لاس او ګرېوان وو، چې بيا يې ورو ورو حالت د بيرته رغونې پړاو ته ورننوت، خو ليا هم ډېره ځپېدلې او بې سېکه ده، چې بيا رغاونه او سم ژوند ته يې د ستنېدو لپاره د میاشتو پر ځای کلونو ته اړتيا ده او کېدی شي، چې له يو شمېر ذهني کمزورتيا او نيمګړتيا سره به تلپاتي معيوبه هم پاتې شي. د دغه پښتنې يوسفزۍ په اړه مې په ډېرو رسنيو کې ولوستل، خو د افغانستاني آريايې برېښناپاڼې (www.ariaye.com) بيا بل څه ولوستل.

29.01.2013 19:29    |   ډاکټر لمر د ټولنې څرګند ارزښتونه او د ژوند پټ رازونه

داسې ويل کېږي، چې ژوند د ټولنيزو پېښو يو ځانګړی نندارتون دی او پېښې د هر انسان تر سترګو په همغه ټاکلې موده او سيمه کې تر سره کيږي چې دی پکې موجود وي او په يو ډوله نه يو ډول يې په ذهن کې يې تلپاتې کېږي، نو ما هم په ژوند کې ډېر څه ليدلي، ډېر مې اورېدلي او يا مې لوستي دي، خو هره پېښه خپل سبب، خپل لوبغاړي او خپل ذهني علتونه لري، چې کله انسان هم له ډېرو پوښتنو سره مخامخ کوي، خو خوند هله کوي، چې دپېښو فلسفوي او پوهنيز شالید وشنل شي، وسپړل شي او بيا د شعور لپاره ترې تغذيوي ماده جوړه شي.

18.01.2013 19:02    |   ډاکټر لمر د ناروغۍ بربڼد ګواښونه او د درمل پټ رمزونه

نن سبا بشري نړۍ د ناروغيو له ګڼشمېر بڼو سره لاس او ګرېوان ده. پوهان د نويو درملو او درمليزو توګو په لټه کې دي. د انسانانو بيا ځیني وخت د ايمپريک (ناڅاپه) تکتيک په مرسته نوي درملونو ته پام شي، يا يې ناڅاپه کوم طبيعي راز تر لاسه شي او يا هم څېړونکي په لابراتوارونو کې د نوي درمل په جوړولو بريالی شي، خو ناروغ هم په نويو نارغيومبتلا شي. داسې ويل کېږي، چې انسان په ژوند کې ډېر څه پر ځان آزمويلي او يا يې ناڅاپه ليدلي دي، چې د خپل ذهني ودې د شعور ځيرکتيا يې پرې جوړه، پياوړې او ساتلې ده، خو دا هم ويل کېږي، چې ځينې پېښې يې تر سترګو شوې، چې بربنډه نښې او پټې وږمې يې درلودلې، نو د څار په درشل کې يو ځل کوم چا يوه ټپي غرڅه هم ليدلې وه، چې زخمونه يې خيږړن، خوړين، بويناک او له زويو ډک ول، مګر دغه څارنه د بشر د ذهني تحول سبب هم شوې ده.

13.01.2013 17:32    |   ډاکټر لمر د وردګ ناورين ته ځغلنده کتنه

ما دغه څو کرښې په تاند کې د وردګ د غميزې په اړه په ځغلنده توګه تورې کړې، چې د افغانو پام د وردګ سيمې ټولنيز ناسور او د يرغلګرو ناورين ته راواړوم. له هر څه دمخه درنو افغانانو ته سلامونه او جميل صبر تاسو او د شهيدانو کورنيو ته له لويه خدايه غواړم! وردګو په ننني افغاني د خپلواکي په غورځنګ کې د افغاني جهاد ولولې او د آزاد ژوند مشال تاوده ساتلي دي، سر بيره پر دې چې زه د جنګ پلوی نه يم او د افغانستان د معظلې د سياسي او سوله ييز حللارې غوښتونکی يم، خو د وردګو څو پېښې به يادې کړم، چې د افغانستان د ټولنيز ناورين او د وردګو د ناسور شاليد تاسو ته څرګند کړم.

10.01.2013 19:21    |   ډاکټر لمر د خوراکي توکيو خواږه انځورونه او ترخه رازونه

ټولو ته څرګنده ده، چې د نړۍ نفوس ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی او نن سبا په نړۍ کې څه د پاسه اووه ميليارده خلک ژوند کوي. د نړۍ د نفوس لوړې کچې په انسانانو کې د لوږې ګواښونه، ناروغي، جګړې او نورې بدمرغي هم رامنځ ته کړې دي، چې اوسمهال يې په ميلياردونو خلک قرباني دي او ټوله نړۍ يې د خوراکي توکيو د کمښت له ګواښنې سره مخامخ کړې ده. نن سبا پوهان په دې توانېدلي دي، چې د جين-انجينيري په مرسته په غله جاتو، ميوه جاتو او يو شمېر سبزيجاتو کې داسې جنيتيک بدلونونه رامنځ ته کړي، چې د دغه خوراکي توکيو د حاصل کچه لوړه کړي، خو انسان د طبيعت په دغه برخه کې د لاسوهنو په ترڅ کې د کومو نورو بدلونونو، ګواښونو او رنځورونو د رامنځ ته کېدلو سبب کېدلی شي، ننني پوهان ليا پوره نه پوهېږي، ځکه د جين-اينجينيري صنعت يوه نوې پدېده ده او د پوهنې دغه برخه بشريت ته ګټوره ښکاري، مګر ګواښوونکې هم کېدلی شي تمامه شي، مګرپه افغانستان کې د طبیعي ښورې ترڅنګ د يوريا يا نيتريک اسيد لرونکي کيمياوي توکې هم په کرنه کې کاروي، چې خپل ناغېړ اغيز د انسانانو په روغتيايي حالت پرېږدي، خو افغان دولت د خوراکي توکو د بدمرغيو دغه اړخ ته پام نه کوی، دخلکو خبره يو ټولنيز غوبل دی، چې پر مظلوم ولس يې راڅرخوي!

08.12.2012 11:09    |   ډاکټر لمر قيامتي اندېښنې که ذهني انګازې

زما سر د قيامت له اندېښنو سره ليا له ماشومتوبه سر ګردان دی، پروسږ کال مې يو ليکنه د قيامت د فزيکي ممکني سببونو په اړه ليکلې وه. له هغه مودې دا دي دويم کال هم مخ په تېرېدو شو، خو ليا هم پر ما قيامت نه دی شوی. د لاتين امريکا د انديانو د مايا د کليز پر بنسټ د ۲۰۱۲ ميلادي کال د دسمبر ۲۱ نېټه د بشري ژوندون لپاره د قيامت نېټه ټاکل شوې ده، چې زموږ نړۍ به ورانېږي يا ورکېږي او يا دا چې ټول کاينات به له منځه ځي. په ګڼشمېر اديانو کې د ټول کاينات ګډوډېدلو ته قيامت وايي او هر دين قيامت ته خپل تعبير او تفسير ورکړی دی. عجيبه بيا دا ده، چې د دسمبر یوويشتمه هم د يلدا شپه يادېږي او هم د قيامت آنګازه ده.

28.11.2012 20:29    |   ډاکټر لمر په سړو، تيارو او مالګينو اوبو کې د خدای د مخلوق څرک

ملايانو به موږ ته ويل، چې د خدای په لکهاو قسمه مخلوق په آسمانو کې الوزي، همدومره پر ځمکه ګرځي او نور په لکهاو قسمه په اوبو کې لامبي، خو دا يې نه و راته ويلي، چې مخلوق تر ګنګل لاندې هم په پټو، سړو او تيارو مالګينو اوبو کې غوټې وهي. د انترکتيکا د وېدا (Vida) په سيمه کې د (Desert Research Institute-DRI) يو شمېر پوهانو له ۳ تر ۴ کيلومټره پېرړ او په زرهاوو کيلومټره پلن کنګل لاندې په منفي ۱۳ درجو کې داسي ژوندي ميکروبونه موندلي دي، چې د نړۍ ساينسپوهان ورته ګوته په خوله او لاس تر زنې ناست دي او په رډو رډو سترګو ورته ګوري.

23.11.2012 22:54    |   ډاکټر لمر افغانستان د سياسي اعدامونو په لومه کې

په افغانستان کې مې د وروستيو اعدامونو په اړه په يو شمېر افغاني او بهرنيو رسنيو کې ځينې ضد او نقيض معلومات ولوستل، چې ما هم په برېښنايي جال کې پلټنې پسې پيل کړې. له بده مرغه په سلهاوو څه چې په زرهاوو ليکنې مې رابرسېره کړې، چې په افغانستان کې يې انسان وژنو ته نغوته کوله. وروسته له ليکنو مې انځوريزه برخه په ګوته کړه، نو په افغانستان کې د اعدامولو او په تېره بيا په عامه ننداره کې د انسان وژلو برخه ډېره زړه بوږنونکې وه، چې د وژلو بېلابېلې توګې، د انسانانو د غړيو او غاړو غوڅول سربېره، په وينو کې د انسان لت او پت کېدل ول، مګر د ننداره چيانو په شوندو موسکا، د قصابانو د الله اکبر هېاهوی او د وژلشويو په اړه د راټولشويو خلکو مړې سترګې، زه له ډېرو پوښتنو سره مخامخ کړم. زه مرګ حق ګڼم او لکه ډاکټر غوندې مې ډېر ناروغان تر چاړې لاندې هم نيولي دي، چې ګڼشمېر يې وروسته له عملياته روغ شوي دي، د يوشمېر زړونه درېدلي دي او بل شمېر خلکو زما مخکې د تل لپاره سا ورکړې ده، چې نه هم د زړه مساژ او نه هم د برېښنا بريد شوک ورته ګټه کړې ده، خو بايد ياده شي، چې دغه ټول مړي د ناروغي له کبله له منځه تللي، مګر په افغانستان کې د انسانانو وژل لکه يو ناروغ ذهني سپورټ غوندې راته ښکاره شو، چې هره واکمني د خپلو سياسي لوبو او يا هم د ظلم انتها د خلکو په اعدامولو او يا وژلو څرګندوي، مګر رېښتني مجرمين، قاتلين او خاينين بيا يا عفوه کوي او يا يې مصؤن ځي ته استوي!