د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مهاجرت لامل

محمود ساپی 30.11.2016 13:29

افغانستان چې د کلونو راپدیخوا په کې داسي یو ناوړه او بي مانا جنګ روان دی چې له خلکو یې د ژوند ټولې اسانتیاوې اخیستې او زیاتره اوسیدونکي یې یوازي ساه اخلي نور د ژوند په خوند او مزه نه پوهیږي هره ورځ مرګونه او قتلونه دي .
په زیاتره سیمو کې خلک د ژوند کولو د لومړنیو اسانتیاو څخه هم بي برخې دي ، ډاکتر نشته ، تعلیم نشته ، ارام ، سکون او امنیت نشته .
دلومړنیو اسانتیاو د نشتون په صورت کې زیاتره کورني او ځوانان بهرنیو هیوادونو د په مرګونيو لارو ددی لپاره سفر کوي چې ځان د ارام سیوري ته ورسوي . ځکه چې جنګ له دغه خلکو هرڅه اخیستي او یوازې په جنازو او ماتم شپه سبا کوې .
پرته له شکه ترهغې چې د جنګ لاملونه ختم شوي نه وي مهاجرتونه او قتلونه به دې هیواد کې دوام ولري .
د جنګ او تباهي یو لامل په افغانستان کې د امریکاي ځواکونو شتون دی ترهغې چې دلته امریکایان وي جنګ او تباهي به روانه وې .
که روان وضعیت همداسي دوام وکړي ددی احتمال شته چې ګڼ شمیر نور افغانان به هم له هیواده وتلو ته نیت ښه کړي .بهر ته د افغانانوتګ د هیواد په زیان دی .
د امریکایانو په راتګ سره حالات ښه نه بلکي له بد بتر شول امنیت ورک شو او جالبه داده چې اوس په اروپا کې د مهاجرینو د بیرته ستنیدو روحیه مخ په پیاوړې کیدو ده ولي دیته فکر نه کوي چې د مهاجرت اصلي لامل او عنصر لمنځه یو سي او امریکایانو ته ووایي چې له افغانستان نه ووځي .
که وغواړو چې په افغانستان کې به تباهي او بربادي خلاص شو نو بهتره ده چې افغانان په یوه اواز د امریکایانو د وتلو غوښتنه وکړي .
د امریکایانو شتون په افغانستان کې د جنګ ددوام څخه پرته بل څه نه لري په دې کار سره موږ کولای شو چې بهر ته تلونکي افغانان راستانه او یوځای سره ژوند وکړو.