د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مرستو اغیزمنتیا

محمود ساپی 28.06.2016 12:53

په تیرو څوارلسو کلونو کې له افغان حکومت سره زیاتې مرستې وشوې خو د ناسم مدیریت له امله یې د عامو خلکو په ژوند کې کوم مثبت بدلون رانه وست او نه یې هم مناسبه اغیزمنتیا ترسترګو کیږي.
دا ځکه چې د مرستو زیاتره برخه د شخصې موخو د ترلاسه کیدو لپاره لګول شوې دي نو ځکه یې له خیر اوبرکت څخه عام خلک بې برخې او ناخبره ده دي.
په دې وروستیو کې روسیه اعلان وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو سره د جنګي وسایلو مرسته کوي، بهتره به وې چې لومړی یې اړتیا وارزول شي او بیا مرسته وشي او هر کمک چې کیږي باید د مطبوعاتو له لارې ترینه خلک خبرشي .
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د روسيي مرستي موثري دي او روسان کولای شي چې د خپل مرستو د لګښت مدیریت د مستقیمې څارنې دلارې وکړي.
روسان د پخوا په پرتله اوس له افغانستان سره نیکو اړیکو ته لیواله دي او هڅه کوي چې په افغانستان کې ثبات او امنیت رامنځته شي.
روسیه په دې باور ده چې باثباته افغانستان ددوی په ګټه دی .
په دې وروستیو کې روسیه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د بیا رغونې له پروژو سره مرسته وکړي او په ځانګړې توګه د ټاپي له پروژې سره.
روسان کولای شي چې ددغه سترې پروژې په تخنیکي برخه کې موثره مرسته وکړي افغان حکومت ته پکارده چې د روسيي د مرستو دلازیاتوالي لپآره له دغه هیواد سره ښې اړیکې وپالې .
په افغانستان کې چې روسیه کومې پروژې کړې زیاتې پیاوړې او قوې دي ، او امریکایانو کې چې کومې پروژې کړې د کیفیت له اړخه خرابي او مخ په ویجاړیدو دي .
که افغانان په افغانستان کې د روسيي او امریکا کړنې وارزوي نو طبعې ده چې پر امریکایانو به روسیي ته ترجیح ورکړي او د خپلو اړیکو د پیاوړتیا هڅه به وکړي .
روسان پرته له کوم داسي هدف څخه چې د افغانستان د ملي ګټو سره په ټکر کې وې له افغانانو سره کمک کوي خو امریکایان د افغانانو د هوساینې لپاره نه بلکي د خپلو شومو موخو د تعقیب لپاره له افغانستان سره درواغجنې مرستې کوي .
کمک هلته موثر وې چې د شخصې ګټو پرځای دعامو خلکو اړتیا او ضرورتونه په پآم کې ونیول شي او که داسي نه وې نو بیا هیڅ ګټه نه لري.
په پای کې افغان حکومت باید له تیرو څلوارلسو کلنو زده کړه کړې وې او په دې پوهه شوی وې چې څوک یې په ګټه او څوک یې په تاوان دی او له هرچا سره چې اړیکې پالې باید د ملي ګټو په تامینولو کې یې وپالي .