د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمود ساپی

30.11.2016 11:29    |   محمود ساپی د مهاجرت لامل

افغانستان چې د کلونو راپدیخوا په کې داسي یو ناوړه او بي مانا جنګ روان دی چې له خلکو یې د ژوند ټولې اسانتیاوې اخیستې او زیاتره اوسیدونکي یې یوازي ساه اخلي نور د ژوند په خوند او مزه نه پوهیږي هره ورځ مرګونه او قتلونه دي .

08.10.2016 10:09    |   محمود ساپی د هیروینوسوداګري حرامه ده

افغانستان په نړۍ کې یو له هغه هیوادونو څخه شمیرل کيږي چې په لویه پیمانه کوکنار په کې کرل کیږي . دغه راز په دی هیواد کې د هیروینو د تولید زیاتې فابریکې شتون لري . د نشه توکو قاچاقبران په افغانستان کې کوکنار پروسیس کوي او هیروین ترینه جوړه وې دغه هیروین بیا نور ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کوي. د قاچاق په برخه کې دګاونډیانو په منځ کې د روسیي هیواد زیات متضرر کیږي داپه داسي حال کې ده چې روسیه د افغانستان په بیا رغونه کې رغنده رول لوبوي او دې ته لیواله ده چې د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي .

19.07.2016 09:13    |   محمود ساپی افغانستان وسلو ته اړتیا لري

افغانستان کې د جنګونو له امله هرڅه لمنځه تللې او هیواد په کنډواله بدل شوی بیا رغونه یې وخت ، امکاناتو اوقوي ارادې ته اړتیا لري. پرته له شکه چې افغانستان په ټولو برخو کې کمک ته ضروت لري خو په دې حساسو او جنګي حالاتو کې نظامي مرستې ورته اړینې دي. طبعې ده چې افغانستان به دغه مرستې له کوم بل هیواد څخه ترلاسه کوې خو د تیرو تجربو پراساس په افغانستان کې د روسانو مرستې ګټورې ثابتي شوې او دغه هیواد تل له افغانانو سره په بیلا بیلو برخو کې مرسته کړې ده . اوس روسیه ژمنه ده چې چې افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې وکړې، افغان حکومت باید له روسانو سره د حسن همجواري پربنسټ دهغوی نظامي مرستې جلب او ترلاسه کړي.

28.06.2016 09:53    |   محمود ساپی د مرستو اغیزمنتیا

په تیرو څوارلسو کلونو کې له افغان حکومت سره زیاتې مرستې وشوې خو د ناسم مدیریت له امله یې د عامو خلکو په ژوند کې کوم مثبت بدلون رانه وست او نه یې هم مناسبه اغیزمنتیا ترسترګو کیږي. دا ځکه چې د مرستو زیاتره برخه د شخصې موخو د ترلاسه کیدو لپاره لګول شوې دي نو ځکه یې له خیر اوبرکت څخه عام خلک بې برخې او ناخبره ده دي. په دې وروستیو کې روسیه اعلان وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو سره د جنګي وسایلو مرسته کوي، بهتره به وې چې لومړی یې اړتیا وارزول شي او بیا مرسته وشي او هر کمک چې کیږي باید د مطبوعاتو له لارې ترینه خلک خبرشي .

12.06.2016 11:09    |   محمود ساپی د افغان ځوانانو د تیښتې لامل امریکا دی

په افغانستان کې په تیرو پنځلسو کلونو کې د بیا رغونې په نوم زیاتې پیسې راغلې چې ډیره یې بیرته د بهرنیو موسساتو لخوا د خپل ذوق او میل پربنسټ ولګول شوې . بهرنیانو د لګښت پرمهال د هیواد اړتیا ته پام ونه کړ او هر چرته چې یې خوښه وه لګښتونه یې وکړل په زیاتره مواردو کې دافغان حکومت له همغږۍ پرته په خپل سر کارونه وکړل دغو خپل سرو لګښتونو د افغان حکومت له توندو نیوکو سره مخ شول ولي بیا هم بهرنیانو دافغان حکومت پر نیکو غوږ ونه ګراوه اود بي ځایه لګښتونو ته یې دوام ورکړ.