د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هیروینوسوداګري حرامه ده

محمود ساپی 08.10.2016 13:09

افغانستان په نړۍ کې یو له هغه هیوادونو څخه شمیرل کيږي چې په لویه پیمانه کوکنار په کې کرل کیږي .
دغه راز په دی هیواد کې د هیروینو د تولید زیاتې فابریکې شتون لري .
د نشه توکو قاچاقبران په افغانستان کې کوکنار پروسیس کوي او هیروین ترینه جوړه وې دغه هیروین بیا نور ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق کوي.
د قاچاق په برخه کې دګاونډیانو په منځ کې د روسیي هیواد زیات متضرر کیږي داپه داسي حال کې ده چې روسیه د افغانستان په بیا رغونه کې رغنده رول لوبوي او دې ته لیواله ده چې د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي .
ولي د هیروینو سوداګر بیا د روسانو د نیکو بدله په بدۍ سره ورکوي او دغه هیواد ته په ټنونو هیروین قاچاق کوي، په تاسف سره چې دغه کار د ښه ګاونډیتوب منافي او د اخلاقي معیارونو خلاف کار بلل کیږي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي وایي، په تیر لمریز کال کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره ۲۹۱۹ لوی او کوچني عملیات په افغانستان کې ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۲۹۰۰ لوی او واړه قاچاقبران نیول شوي دي.
ښاغلي احمدي وویل په نیول شوو قاچاقبرانو کې ۲۱ پولیس، ۱۴ د ملي اردو منسوبین، ۳۲ ښځې او ۶ بهرنیان هم شامل دي.
سمه ده چې افغان حکومت د قاچاقبرانو پرخلاف جدي ګامونه اخلي خو ولي عام ولس دنیول شویو کسانو پر علني محکمه تاکید کوې او دغه کار ځکه اړین دی چې نور ترینه پند واخلي او بل څوک بیا د هیروینو قاچاق ونه کړي.
د اسلام د مبین دین له نظره د هیروینو تولید، کارول او سوداګري حرامه ده مسلمانانو ته پکاره ده چې له دغه ناروا کار څخه ځان وژغوري .
د هیروینو په کاروبار کې له یوه پلوه ګناه ده اوله بل پلوه د ګاونډیانو د اذیت او ازار سبب هم کیږي چې دغه کار د اسلامي اخلاقو سره په ټکر کې دی .
تمه کیږي چې افغان حکومت د هیروینود قاچاقبرانو پرخلاف جدي ګامونه پورته کړي او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړي په دې کارسره به د ښه ګاونډیتوب حق ادا او له بل پلوه به ټولنه له دغه ناوړه دود او کاروبارو څخه پاکه شې .