د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نشه یی توکو کورنۍ پټ مارکیټ ، هیواد ته یو ګواښ

احمدجان تڼی 22.05.2016 22:59

د رسنیو د راپورونو سره سم نږدی دری میلیونه وګړي په افغانستان کی په نشه یی توکو روږدی دی. چی دا شمیر په ډیره چټکتیا سره مخ په زیاتیدو دی.
که چیری ددی ستر ګواښ په مقابل کی جدی او سنجول شوی اقدامات تر سره نه شی کیدای شی په راتلونکو لسو کلونو کې دوه برابره شی.
په هیواد کی د په نشه یی توکو د روږدی کیدو بهیر ته وګورو ، دا شمیر ویرونکي واوسی . اوس به په هیواد کی داسی سیمه نه وي چی په نشه یی توکو روږدی وګړی په کی ونه اوسي.
همدارنګه په نشه یی توکو روږدی کسان په یوه جنس پوري تړلي ندي. په نشه یی توکو روږدی کسان په نارینه او ښځو کی لیدل کیږی او همدارنګه ماشومان ، ځوانان ، د پاخه عمر او حتی سپین ږیری هم په نشه یی توکو د روږدو کسانو په جمله کې شته.
باید ووایو چی په نشه یی توکو روږدی کسان په یوه توکم ، قوم ، ژبه او مذهب پورې تړلی نه د ی. په دوی کی د هیواد د هر قوم ، سیمی ، ژبی او مذهب کسان شته.
دا په دی مانا چی په نشه یی توکو د روږدو کسانو شته والی یوه سیمه ایزه او توکمیزه ستونزه نه ده بلکی دا ملی ستونزه ده چی د وخت په تیریدو سره دا ستونزه ددی په ځای چی اواره شي په ډیره چټکتیا سره پراخیږي.
له دی امله دا اړینه ده چی ولی دا ستونزه په وروستیو پنځلسو کلونو کی دومره پراخه شوه ، چی اوس د هیواد هر سالم وګړی یی په تشویش کی اچولی دی . هغوی ویره لری چی کیدای شی د دوی د کورنی کوم غړی او یا دوست په دی لوی مصیبت باندی ککړ شی.
پخوا په افغانستان کی چا پوډریان نه پیژندل. د پوډریانو شمیر د اوسنیو شمیرو په تناسب ډیر کم و. مګر په دی وروستیو پنځلسو کلونو کی دا ستونزه دومره پراخه شوه چی هر چیرې ، هر وخت پوډری لیدل کیږي.
ددی ستونزې په دې چټکتیا سره خپریدل ، دا په ډاګه کوی چی دا کوم ناڅاپی ستونزه نه ده چی په خپله په ټولنه کی را پیدا شوي وي. بلکی کیدای شی دا ستونزه د یو ټاکلی پلان له مخې را منځته شوی او مخ په پراخیدو روانه وي.
نوموړی ستونزه په ټولنه کی سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز ناوړې پایلی ولري .
لومړی اقتصادی ناوړوی پایلی یی دا دي چی که چیری هر پوډری د ورځی یو امریکایی ډالر پوډر مصرف کړي . په نتیجه کی د ورځی درې میلیونه ډالره افغانستان د اقتصادی لحاظه ضرر ویني . چی که چیری دا لګښت په میاشتو او کال کی حساب کړو ، د لاسته راغلو ارقامو دا ښکاره کیږی چی د یوه میلیارد ډالرو څخه زیات زیان افغانستان اقتصاد تر رسیږی.
بله دا چی اوسمهال په نشه یی توکو د روږدو کسانو نوي سلنه ځوانان او یا د پاخه عمر کسان جوړوی چی د کار فعاله قوه ګڼل کیږی که چیری یو وګړی د ورځی په منځنی توګه لس امریکایی ډالره تولید ولری نو په دی توګه د درې نیم میلیاردو ډالرو څخه زیات اقتصادی زیان افغانستان ته رسیږی.
که چیری په تخمینی توګه وګورو اوسنی په نشه یی توکو روږدی کسان په کال کې نږدی پنځه میلیارده ډالر د افغانستان ټولنی اقتصاد ته زیان رسوي.
د دې په اړخ کی په نشه یی توکو روږدی کسان د افغانستان ټولنې د پاره د سیاسی لحاظه په زیان تمامیږی لکه چی ددی کسانو نوی سلنه ځوانان او د پاخه عمر دی او دوی ددی حق لری چی د ټولنی په سیاسی ژوندانه کی فعاله ونډه ولری. یعنی رایه ورکړی او یا خپل ځان نوماند کړي . مګر اعتیاد ددی سبب شوی دی چی دوی په ټولنه کی د سیاسی فعالی ونډی اخیستلو څخه ګوښه شی چی دا د ټولنی سیاسی ژوند کی ناوړه اغیزه لري.
ډیر کسان وایی ، چی د یو شمیر کړی ، په نشه یی توکو روږدو کسانو ته د لږ اندازی روپیو په ورکولو سره هغوی اړ کوي چی مظاهرو کی ګډون وکړی تر څو لدی لاری د خپلو مظاهرو د ګډون کونکو شمیر زیات کړی. چی دا هم د روږدو کسانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده.
د بلی خوا د هر معتاد یا روږدی وګړي شته والی نه یوازی د ټولنی د پاره ستونزی زیږوی بلکی د خپلی کورنی د پاره لوی د سر درد دی . دوی د کور سامانونه غلا کوی په کور کی تاوتریخوالی کوي دا ددی سبب کیږی چی نه یوازی نوموړی روږدی وګړی ناروغ واوسی بلکی د کورنی نورو غړو ته هم عصبی تکلیفونه پیدا کوی.
په دی ډول ویل کیږی چی په نشه یی توکو د روږدو کسان نه یوازی په غلاو او شوکو کی لاس لری بلکی کیدای شی د هغوی څخه د یوې سیمی په نا امن کولو کی هم ناوړه ګټه پورته شی.
پورتنیو ناوړو پایلو ته په کتلو سره دا ښکاره کیږی په افغانستان کی د نشه یی توکو د استعمال د ودې او پراختیا د پاره د هیواد د دښمنانو کوم ناوړه پلان موجود وی. دا ځکه چی په دی ډول په نشه یی توکو د روږدی کیدو دومره چټکه وده ، کوم خودبخودی بهیر نه شي کیدای.
د پورتنیو حقایقو څخه ښکاری چی د پوډرو کورنی مافیا ښایی دی ته پام کړی وي چی دوی کولی شی په هیواد کی د اعتیاد په ودې سره ، د هیواد په دننه کی د پوډرو د پلورلو له امله هم زیاته ګټه تر لاسه کړي.
دا ځکه چی دوی کولی شی نشه یی توکی په اسانه توګه په هیواد کی د مصرف کونکو په واک کی ورکړي او هم له دی لاری خپلي روپی ډیری په اسانه تر لاسه کړي.
که چیری د هیواد څخه بهر ته د نشه یی توکو په قاچاق باندی محدودیتونه زیات شي او یا یی مخنیوی وشي ، مګر بیا هم په افغانستان کی د نشه یی توکو د کورنی مارکیت په شتوالی سره ددی ناوړی سوداګری څخه د پوډرو مافیا کولی شی ګټه تر لاسه کړي.
همدارنګه کیدای شی د افغانستان دښمنان پلان ولری چی دا هیواد د اوږدې مودې ستراتیژیک پلان له مخې هڅه کوی چی د افغانستان خلک په نشه یی خلکو باندی واړوي.
که چیری په نشه یی توکو د خلکو چټکه روږدتیا ته وګورو دا فکر د هر کتونکی سره پیدا کیږی چې کیدای شی د اعتیاد په ستونزه کی د افغانستان د دښمنانو لاسونه موجود وي .
نو له دی امله اړینه ده چی چارواکي ددی مسلی سره ډیر جدی چلند وکړي.
که څه هم د افغانستان دولت او نړیوالی ټولنې په هیواد کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره یو لړ ګامونه پورته کړی دی او د هیواد په مختلفو برخو کی د په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره روغتونونه جوړ شوی دی خو داسی ښکاری چی دا تدابیر بس نه دی او نه شی کیدای په هیواد کی د ټولو روږدو کسانو د درملنی جوګه شی.
همدارنګه کیدای شی د هغو کسانو چی په یوه میاشت کی په نشه یی توکو روږدی کیږی د هغه کسانو په تناسب چی په یوه میاشت کی درملنه پای ته رسیږی ډیر توپیر موجود وي.
په نشه یی توکو روږدی کسان وایی چی دوی کولی شی په ډیره اسانه توګه نشه یی توکي تر لاسه کړي. دا په دی مانا دی چی په افغانستان کی د نشه یی توکو پراخ مارکیت شته دی او د نشه یی توکو کاروباریان په ډیره اسانی سره کولی شی خپل د پلورنی توکی په اسانه مصرف کونکو ته وړاندې کړی.
په دی کی شک نه شته چی د نشه یی توکو کوچنی کاروباریان ، په کمه اندازه پوډر د ځانه سره ساتی او هغه پلوری . دوی په دی فکر کی دی چی لومړی که د لږ اندازی نشه یی توکو سره ونیول شی د هغه جزا به کمه وي او که لږ اندازه نشه یی توکي د دولت له خوا ضبط شول بیا یی هم دوی ته زیان کم دی.
له دی امله دا په ډاګه کیږی چی په هیواد کی د نشه یی توکو کوچنی کاروباریان په زرګونو کسان وي چی د لویو کاروباریانو له خوا نشه یی توکي د هغوی په واک کی ورکول کیږی او هم یی ملاتړ کیږی.
یو ټکی باید په نظر کی ولرو چی په هیواد کې د نشه یی توکو د کاروبار د مارکیت شتوالی او یا پراختیا په مستقیمه توګه د کوکنارو او نورو نشه یی توکو د کښت سره مستقیمه اړیکي لري.
که چیرې په هیواد کی د کوکنارو کښت له منځه ولاړ شی کیدای شی په هیواد کی نشه یی توکو کاروبار هم د ستونزو سره مخامخ شی او ډیر کسان د نشه یی توکو د لوړې بیی له امله دی ته اړ شی چی د نشه یی توکو استعمال پریږدی.
همدارنګه که چیری د نشه یی توکو د پاره د بهر په څنګ کې د کور دننه مارکیت شته وی په مختلفو شکلونو سره به بزګران اړ کیږی چی کوکنار وکري.
له دی امله ویلی شو چې د ، د کوکنارو د کښت ، د نشه یی توکو د کورني مارکیت ، د نشه یی توکو د بهرنی مارکیت تر منځ مستقیمې اړیکی موجودې دی. همدا خبره ده چی دا درې سره ستونزه باید د هر اړخیزو هڅو له لاری اواره کړل.
باید وویل شی چی تر اوسه د نشه یی توکو د کاروبار د مارکیت د منځه وړلو د پاره له څنګه چی اړینه ده پاملرنه نه ده شوي. که چیری د نورو هڅو په اړخ کی د نشه یی توکو د کورني مارکیټ د منځه وړلو د پاره مشخص پلانونه تر لاس لاندی ونیول شی په هغه صورت کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو په شمیر کی به کموالی راشی او هم د روږدو ډیر کسان به اړ شی چی د نشه یی توکو استعمال څخه مخ واړوي.
د نشه یی توکو د کورنی مارکیټ له منځه وړل ، په افغانستان کی د خلکو نشه یی کیدو د مخنیوی په لاره کی مهم ګام دی .