د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اوښکو سېلاب

ډاکټر محمدآجان مرزئ 19.02.2016 12:26

نسیم راوړل بیا یادونه هم د اوښکو سیلابونه
تېر شو وخت پاته شول ماته د ابترو پرهارونه
زمزمې د پرون اورم د مطرب سر او تال نشته
د هستۍ راګونه ورک شول ورک د مینې غزلونه
راشه ای ساقي د قدر پلمې نورې راته مکړه
غم مېلمه شولو په زړه کې راکوه نوي جامونه
د ژوندون آخر ساعت دی کاروانونه روانېږي
د کوثر ویالې نه غواړم د ژوندون راوړه سازونه
ماڼی ړنګې د خیالونو د فکرونو په ګرداب کې
کيسې پرېږده د خوبونو را پوره کړه ارمانونه
اوښکې پاکې کړه په سترګو د بېکسه ماشومانو
د رڼا کاروان دې مل کړه مات د ظلم ځنځیرونه
ماڼی ړنګې کړه د لافو د عمل میدان ته درومه
ارمانی خبرې پریږده ورک خیالی کړه تصویرونه
هره خوا د غم نارې دي اور د سوو زړونو ګورم
راوچت شه اوچت غږ کړه ورک د بدو تدبیرونه
د ظلمت تُورې چې وژني د رڼا بچیان بیرحمه
مسیحا شه د رنځونو ورک له زړونو کړه دردونه