د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هجر ورځې

ډاکټر محمدآجان مرزئ 07.01.2016 12:39

د هجر ورځې
ناست د هجران ورځې په هيلو د رڼا تېروم
ساز د مطرب ته یم په تمه غم د تا هېروم
ساقي شراب راوړه وعدې راته د بیا مکوه
نشه نه غواړمه د ښکلو زه سودا هېروم
د مېلمنو عزت په کار نورې پلمې مه کوه
حجرې ته ستا یمه راغلی زه بېګا هېروم
بیا جنون راوله بېخوده له وجوده مې کړه
صحرا ته ځمه سترګې مستې د لېلا هېروم
اورونه بل دي په سینه کې د جفا له غمه
د زړه دردونو کې د بڼ ښکلې بورا هېروم
لکه پتنګ وزر مې سوزي په لمبو کې د اور
ناست په اېرو کې د زړه نښې د عنقا هېروم
لېونی ګرځم په کوڅو کې له دنیا بېخبر
سترګو د یار کې انځورونه د بلچا هېروم