د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر محمدآجان مرزئ

08.09.2016 10:12    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ یادونه

غزل

19.04.2016 20:53    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د پانامې سندونه او له مالياتو تېښته

آف شور شرکتونه په ځينو ټاپوګانو او هېوادونو کې چې د آف شور مرکزونو په نامه يادېږي د بانکونو او حقوقي ادارو له خوا د شرکتونو او منفردو بډايو وګړو په غوښتنه تأسييږي. پانګوال او شتمن خلک زيار باسي چې د دې شرکتونو په مرسته خپله پانګه او يا شتمني پټه وساتي. که دا شتمني په اصلي هېواد کې په قانوني توګه ترلاسه شوي وي او ماليه يې ورکړ شوي وي نو په وړاندې يې کوم قانوني خنډ موجود ندی په بل عبارت غېرقانوني کار ندی. خو تجربو ښودلې ده چې پانګوالو، شتمنو وګړو او سياستوالو په تېره کې له دې لارې زيار باسلی دی چې له مالياتو تېښته وکړي، خپلې تورې پېسې سپينې کړي او په ځينو حالاتو کې له دې لارې د ځينوهېوادونو او شرکتونو په وړاندې له اقتصادي نبديزونو هم سرغړونه وشي. د هېوادونو د مالياتو او له نورو مالي قوانينو څخه د سرغړونې پر مهال، کله چې د دا ډول معاملې کشف شي، تورن ته د نافذو قوانينو پر بنسټ جزا ورکول کېږي. خو باېد ووېل شي چې په زياتو حالاتو کې د دا ډول معاملو ترسره کول د آف شور شرکتونو په چوکاټ کې ډېره پېچلې بڼه لري او کشفول يې آسان کار ندی. دا ډول اعمال هېوادونو ته اقتصادي، سياسي او ټولنيز تاوانونه رسوي. له همدې کبله، په ځانګړې توګه پرمختللي هېوادونه، له کلونو راپدې خوا په دې هڅه کې دي چې مخنيو ترينه وکړي. په دې اړه تراوسه يوازې نسبي پرمختګونه تر لاسه شوي دي. د دې يو لامل هم دا دی چې ځينې هېوادونه يا انفرادي عمل کوي او يا دا چې دا ډول معاملې په جدي توګه نه تعقيبوي او يا د دې دندې د ترسره کولو لپاره پوره مسلکي ظرفيتونه نه لري.

17.04.2016 10:31    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د غم توپان

شعر

15.04.2016 10:10    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ يادونه

شعر

19.02.2016 11:26    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د اوښکو سېلاب

شعر

13.02.2016 14:43    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د اروپا پر هېوادونو د کډوالو اقتصادي او سياسي اغېزې

تېر کال لوېديځې اروپا په ځانګړې توګه آلمان ته له افغانستان، عراق، سوريې، ځتيځې اروپا او ځينو نورو بې وزلو هېوادونو تر يوه ميليون زيات کډوال راغلل. د لوېديځو هېوادونو پام د کډوالو له راتلو وروسته يو ځل بيا د بې وزلو او جګړې ځپلو هېوادونو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو ته ورواوخت. د حکومتونو او وګړو په کچه بېلابېل بحثونه رامنځته شول. ځينې هېوادونو لکه هنګري، پولند او چک يا د دې کډوالو له مننې او هغوی ته له پناه ورکولو ډډه کوي او يا هم يوازې د مسيحي محدودو کډوالو د منلو ژمنه کوي. په داسې حال کې چې آلمان، اطريش او سويدن زيات شمېر کډوال ومنل او هېواد ته د ننوتلو اجازه يې ورکړه. له دې امله په ځانګړې توګه د آلمان صدراعظمه انګيلا ميرکل په خپل ګوند کې د ننه او هم د ځينو نورو ګوندونو او وګړو، په ځانګړې توګه د سخت دريزه کړيو له خوا له زيات مقاومت او نيوکو سره مخ شوه.

02.02.2016 11:28    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د غم نظمونه

غزل

25.01.2016 11:17    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ تورې ورېځې

شعر

21.01.2016 12:53    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ ورکه لار

غزل

11.01.2016 11:13    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د افغانستان په ملي اقتصاد کې د زيات شوي ارزښت ماليې رول

زموږ هېواد افغانستان اوس مهال له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی. که حکومت ونشي کړای چې د هېواد د ملي اقتصاد مالي توان زيات کړي نو زه پوره باور لرم چې وبه نه توانېږي چې په راتلونکو کلونو او لسيزو کې پر ځان بسيا شي او د خپلې کلنۍ بودجې لګښتنونه بې له بهرنۍ مرستو پوره کاندي. همدا اوس د افغانستان د کلنۍ بودجې کابو ۷۰ سلنه برخه له بهرنيو مرستو تمويلېږي. د بودجې کسر ډېر زيات دي (که بهرنۍ مرستې په پام کې ونه نيول شي)، توليد کم او په ډېرو حالاتو کې په دوديزه توګه ترسره کېږي. زموږ ملي محصولات په نړېوالو بازارونو کې ورځ په ورځ د نورو هېوادونو د محصولاتو په وړاندې د سيالۍ کولو وړتيا له لاسه ورکوي. همدا اوس موږ له خپلو کورنيو عاېداتو څخه د هېواد د دفاعي بودجې يو پر درېمه برخه نشو پوره کولای. حکومت تر اوسه هم تر زياته حده پر بهرنيو مرستو تکيه کوي او په تېرو څوارلسو کلونو کې له دې مرستو څخه د وتلو لپاره کوم د يادونې وړ ګامونه ندي ترسره شوی. د پېسو د نړېوال صندوق د يوه رپوټ له مخې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ ميلادي کلونو په لړ کې بودجوي عاېدات د کورنيو ناخالصو محصولاتو له ۷ سلنې برخې ۱۱ سلنې ته لوړ شول خو د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ ميلادي کلونو په لړ کې د کورنيو ناخالصو محصولاتو تر ۹،۵ او لس سلنې برخې پورې کم شول. (د پېسو نړېوال صندوق، ۶ ،۲۰۱۴). د همدې رپوټ پر بنسټ د افغانستان حکومت ژمنه کړې وه چې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې به اقتصادي ثبات رامنځته کړي، د کورنيو عاېداتو کچه به لوړه کړي، مالي سيستم ته به وده ورکړي او اقتصادي مديريت به پاوړی کاندي. خو تر اوسه په دې هکله کومې د پام وړ مثبتې نتيجې ندي ترلاسه شوي.

07.01.2016 11:39    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د هجر ورځې

غزل

20.12.2015 13:10    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ په امريکا کې د بانکي سود د نرخ د لوړېدو اقتصادي اغېزې

تېره اونۍ د امريکا د متحده ايالتونو حکومت د بانکي سود نرخ له ۰،۲۵ ٪ څخه ۰،۵۰ سلنې ته لوړ کړ. دا په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې له مالي نړېوال بحران څخه وروسته لومړی ځل دی چې دا هېواد د مرکزي بانک د سود کچه لوړوي. په دې توګه به په راتلونکې کې د امريکا بانکونه له مرکزي بانک څخه لنډ مهاله پورونه د سود د لوړ نرخ پر بنسټ ترلاسه کوي. په بل عبارت د پورونو ترلاسه کول په هېواد کې ګرانېږي. د نوموړي هېواد مرکزي بانک د بانکي سود نرخ کچه له هغې وروسته لوره کړه چې د ملي اقتصاد وده په نسبي توګه مضبوط ده، توليد وده کړي ده او د بېکارۍ کچه هم ټيټه شوې ده. په دې توګه له يوې خوي په هېواد کې توليد زيات شوی دی او له بلې خوا د وګړو د عاېداتو کچه هم لوړه شوې ده او مصرف په ټوليزه توګه زيات شوی دی. په ملي اقتصاد کې په داسې حالاتو کې حکومتونه د پېسو او مالي سياستونو په مرسته زيار باسي چې په ملي اقتصاد کې د پېسو بهير محدود کړي تر څو انفلاسيون له يوې محدودې کچې زيات نشي.

18.12.2015 11:25    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د ژوند لار

غزل

15.12.2015 11:15    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د نفتو ټيټه بېه او نړېوال اقتصاد

په تېر يوه کال کې د نفتو بېه په نړېوالو بازارونو کې زياته اندازه ټيټه شوې ده. تېر کال د يوه بېرل (۱۵۹ ليتر) نفتو بېه په نړېوالو بازارونو کې ۱۰۰ ډالره وه او اوس مهال د نفتو د يوه بېرل بېه د څلوېښتو او پنځه څلوېښتو ډالرو تر منځ ده. اقتصادي کارپوهان په دې آند دي چې په راتلونکې کې به د نفتو بېه لا نوره هم ټيټه شي او آن د دې شونتيا موجوده ده چې د يوه بېرل نفتو بېه شلو ډالرو ته ورسېږي. په نړېوالو بازارونو کې د نفتو ټيټه بېه بېلابېل اقتصادي لاملونه لري او په لنډ مهاله او منځمهاله توګه د نړۍ د بېلابېلو سيمو پراقتصادونو بېلابېلې مثبتې او يا منفي اغېزې رامنځته کوي. خو د نفتو ټيټه بېه به په اوږد مهاله توګه په ټوله نړۍ کې ناوړه اقتصادي اغېزې رامنځته کړي. زه به په خپله دې ليکنه کې زيار وباسم چې د نفتو د ټيټې بېې لاملونه روښانه کړم او د هغې ناوړه اغېزې پر ځانګړو هېوادونو، اقتصادي سيمو او پر نړېوال اقتصاد په لنډ ډول روښانې کړم.

21.11.2015 12:43    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د افغانستان د ملي اقتصاد د صادراتي کېدو شونتياوې

افغانستان او س مهال يو وارداتي هېواد دی او د سوداګرۍ بيلانس يې زياته اندازه کسر لري. په دې معنی چې د وارداتو کچه د صادراتو د کچې په پرتله ډېره زياته ده. د وروسته پاتې هېوادونو ملي اقتصاد په داسې يوه حالت کې يا د اقتصادي چټکې ودې او پرمختګ له لارې او يا هم د زياته اندازه معدني زېرمو د استخراج له لارې (لکه نفتي مواد) د صادراتي کېدو په لور وده کولای شي. د افغانستان ملي اقتصاد ډېر وروسته پاتې دی، د صنعتي توليداتو ونډه په ملي محصولاتو کې ډېره کمه ده، د کورنيو ناخالصو محصولاتو زياته برخه د کرهني له سکتور څخه ترلاسه کېږي چې کمه وده لري او د دوديز توليد کچه په کې لوړه ده. همدا رنګه د افغانستان د صادراتو لويه برخه هم اوليه محصولات دي، چې په نړېوالو بازارونو کې د سيالۍ زياته وړتيا نلري او بېه يې په نسبي توګه مخ پر کمېدو ده. له دې پلوه به د هېواد د صادراتي کېدو موخې ته رسېدل ډېره ګرانه او اوږده مهاله دنده وي. د هېواد د اقتصادي او ټولنيزو بنسټونو (زيېربنا) د ودې کچې ته په پاملرنې وېلای شو چې که افغانستان زياته اندازه معدني زېرمې لري نو د دې زېرمو يوه زياته اندازه لا تر اوسه تر خاورو لاندې ده، استخراج يې له يوې خوا د اقتصادي بنسټونو ودې او له بلې خوا په هېواد کې د سولې تامينولو ته اړتيا لري. د اقتصادي بنسټونو له ودې سره يو ځای باېد صنعت هم وده وکړي. د دې تر څنګه باېد د افغانستان ملي اقتصاد د وارداتي توکو لپاره د تعويضي محصولاتو د توليد وړتيا تر لاسه کړي. دا محصولات به بيا هم د ورته توکو د وارداتو ځای ونيسي او هم به په نړېوالو بازارونو کې له نورو ورته محصولاتو سره سيالي وکړای شي.

25.10.2015 12:32    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ پېغمبر

جبران خليل جبران يو لبناني الاصل شاعر، ليکوال او انځورګر و چې د ۱۸۸۳ ميلادي کال د جنورۍ په شپږمه نېټه په لبنان کې زېږېدلی او د ۱۹۳۱ ميلادي کال د اپرېل په لسمه نېټه د امريکا د متحده ايالاتو د نيويارک په ښار کې وفات شو. خليل جبران زيات شمېر آثار لري خو له ټولو نامتو اثر يې (پېغمبر) دی. نوموړي خپل دا اثر چې يوه فلسفي او ټولنيزه ليکنه ده په انګرېزي ژبه ليکلی دی او د لمړي ځل لپاره په ۱۹۲۳ ميلادي کال کې نشر شو. خليل جبران پر خپله دې ليکنه ۲۵ کاله وخت ولګاوه. ليکوال په خپل دغه اثر کې په ډېره خوږه او شاعرانه ژبه له زيږېدو نه تر مرګ پوری د انساني خصلت د بېلابېلو اړخونو، لکه ژوند، مينه، دوستي، مرګ... په هكله خپله فلسفي ديدگاه چې د انسان د رړه د خوښې آرمانونه پكې نغښتي دې، لوستونکي ته وړاندې کوي.

25.10.2015 12:31    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د حق لار

غزل

16.10.2015 10:06    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ نوی ژوند

د غرو لمن کې سرو خاټولو د صحرا ته ګورم ښکلي انځور کې د خلقت ښکلې دنیا ته ګورم عطر د شنو پټو خواره فصل د ژوند نوی شو

13.10.2015 10:12    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د امريکا په متحده ايالتونو کې د بانکي سود د نرخ له لوړېدو د نړېوال اقتصاد وېره

د ۲۰۰۸ ميلادي کال د مالي بحران پر مهال او له هغه وروسته زيات شمېر هېوادونه، په ځانګړې توګه پرمختللي او درشليز هېوادونه له اقتصادي رکود او وېجاړتيا سره مخ شول. په بورسونو (د ونډو او ارزښت لرونکو سندونو بازار) کې د ارزښت لرونکو سندونو بېه په ډېره چټکتيا ټيټه شوه، لوی بانکونه او توليدي تصدی نه يوازې د افلاس له ګواښ سره مخ شوې بلکه په ځانګړې توګه يو شمېرتوليدي تصديو افلاس وکړ، خلکو د خپلو سپماوو يوه زياته برخه له لاسه ورکړه ، بېکاري زياته شوه او په دې توګه هم توليد کم شو او هم د وګړو د عاېداتو د کمښت له امله توکو او خدمتونو ته غوښتنه کمه شوه. د امريکا په متحده ايالتونو کې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ ميلادي کلونو تر منځ ۸،۸ ميليونه وګړي بېکاره شول او د کورنيو د شتمنيو په ارزښت کې ۱۹،۲ ميليارده ډالره کمښت رامنځته شو. ( د مالي بحران په وراندې غبرګون، ۲۰۱۲). نړېوال کلني ناخالص محصولات په ۲۰۰۹ ميلادې کال کې ۰،۶ ٪ کم شول. (د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس، ۱، ۲۰۱۰). د وګړو د عاېداتو د کمښت له امله وارداتي توکو او خدمتونو ته غوښتنه هم کمه شوله. د اروپا د ټولنې صادرات د ۲۰۰۹ ميلادي کال په لمړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال د لمړيو څلورو مياشتو په پرتله ۱۹،۶ ٪ کم شو. (ل. کوران، ۲۰۰۹).

02.10.2015 18:29    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ وروسته پاتې هېوادونه او مالي سياست

مالي سياست په ملي اقتصاد کې د حکومت له خوا د لګښتونو او عاېداتو - په ځانګړې توګه د مالياتي عاېداتو - له لارې معېن سياستونه دي چې موخه يې د بېکارۍ له منځه وړل د انفلاسيون او ديفلاسيون کنترولول او د اقتصادي ودې او پرمختګ تشويقول دي. په بل عبارت حکومت له دې لارې د خپلو لګښتونو او عاېداتو پر بنسټ پر ملي اقتصاد باندې د ټولنې د اقتصادي ودې او پرمختګ د غوښتنو پر بنسټ اغېز غورځوي. په دې اړه باېد وويل شي چې مالي سياست پر هغو پالېسيو او د هغو له لارې پر هغو اغېزو بحث کوي چې په ملي اقتصاد کې په ټوليزه توګه محسوس وي.

28.09.2015 10:03    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د مينې کاروان

شعر

16.08.2015 12:30    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ په چين کې د پېسو د ارزښت د کمولو (Devaluation) اقتصادي اغېزې

د چين ملي اقتصاد د ودې کچه د روانې پېړۍ په لمړۍ لسيزه کې د ۲۰۰۸ کال تر نړېوال مالي بحران پورې په کال کې له ۱۰٪ څخه زياته وه. خو د مالي نړېوال بحران په لړ کې يې د نړۍ د زيات شمېر نورو هېوادونو په شان د ودې کچه تر زياته حده کمه شوله. د ملي اقتصاد ودې له ۲۰۰۹ کال وروسته بيا هم مثبته بڼه غوره کړه او دې حالت تر ۲۰۱۰ کال پورې دوام وکړ. خو د دې هېواد د ملي اقتصاد وده له ۲۰۱۰ کال راپدې خوا مخ پر کمېدو شوه او له ۲۰۱۱ کال راپدې خوا له ۱۰٪ ټيټه ده. په روان کال کې د چين د دوې کچه لا نوره هم ټيټه شوه او د همدې کال په دوهمه ربع کې له ۷٪ هم کمه ښودل شوې ده، په داسې حال کې چې د چېن حکومت د هېواد د اقتصادي ودې حد اقل کچه ۷٪ ټاکلی وه.

25.07.2015 10:37    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ په وروسته پاتې هېوادونو کې د تبادلې نسبت

په تيوريکي بحثونو کې د پرمختللو او پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونو تر منځ د تبادلې د نسبت په هکله بېلابېل بحثونه روان دي. خو د دغو ټولو بحثونو ګډ ټکی د وروسته پاتې هېوادونو لپاره د دې نسبت منفي بڼه ده. ځينې يې لامل د وروسته پاتې هېوادونو د صادراتو په جوړښت کې او ځينې ېې هم د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصادي اړيکو په بڼه کې ګوري. زما په آند دواړه عوامل په دې اړه اغېز لري. داسې نظريې هم موجودې دي، چې که د پرمختلونکو يا هم درشليزو او وروسته پاتې هېوادونو تر منځ اقتصادي همکاری او اړيکې پراختيا ومومي نو د تبادلې په نسبت کې به د ټولو خواوو لپاره ګټور بدلون رامنځته شي او په نړېوالو بازارونو کې به د پرمختلونکو او وروسته پاتې هېوادونو د معامله کولو وړتيا لوړه شي. د دې نظريې د ارزونې لپاره به د دغو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر ارقامو هم بحث وکړم.

02.07.2015 23:03    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ د هېوادونو د اقتصادي وروسته پاتې والې لاملونه

د هېوادونو د وروسته پاتې والي د لاملونو او د هغو د له منځه وړلو لپاره بېلابېلې نظريي موجودې دي، چې د وروسته پاتي والي پديدې له بېلابېلو خواوو څېړي. له دغو څخه زياتې ېې په نولس سوه پنځوسمو کلونو کې طرح شوي دي. سره له دې چې اوس مهال په نړېوالو اقتصادي اړيکو او حالاتو کې د شپېتو او يا اويا کلونو د پخوا په پرتله زيات بدلون رامنځته شوی دی او يو شمېر بېوزلي هېوادونه پر دې توانيدلي دي چې په نسبي توګه پرمختګ وکړي، د نوموړو نظريو اساسي ټکي لا هم اعتبار او د کارولو وړتيا لري. له دوېمې جګړې وروسته کله چې زيات شمېر هېوادونه د استعمار له جوغ څخه خلاص شول، د دې هېوادونو حکومتونو د خپلو اقتصادونو د بيا رغونې، پرمختګ او دوې د موخو لپاره لارې چارې لټولې. په دې هکله د ملګرو ملتونو سازمان او نورو نړېوالو سازمانونو هم د دې هېوادونو د پرمختګ لپاره خپلې مرستې پېل کړې. په دې اړه د زياتو طرحو محتوا د معلول له منځه وړل و، بې له دې چې د وروسته پاتې والي لاملونه وڅېړي او د هغوی د له منځه وړلو لپاره کاري پلانونه طرحه کړي. يوه بله اشتباه د پرمختللو هېوادونو د ودې او پرمختګ کاپي کول و. په دې اړه په پرمختلونکو هېوادونو کې داسې پلانونه طرحه شول چې د هېوادونو ټولنيزو شراېطو او غوښتنو ته پکې کمه پاملرنه شوې وه. په پاېله کې زيات شمېر هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ترلاسه شوي پورونه او مرستې په داسې لارو کې ولګول چې د اقتصاد د پرمختګ لپاره يي کومې ځانګړې مثبتې پاېلې رامنځته نکړې او د دې هېوادونو اقتصادي ستونزې يې د پورونو د زياتېدو له امله لا نورې هم زياتې کړې. په دې ځای کې باېد په دې هېوادونو کې اداري فساد هم هېر نکړو.

20.06.2015 13:14    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ په پانګوال (سرماېداري) اقتصادي سيستم کې ټولنيزه نابرابري

پانګوال اقتصاد له اتلسمې پېړۍ راپدې خوا ډېر زيات پرمختګ او وده کړې ده. دې پرمختګ د بشري ټولنې او د توليد پرمختګ او وده هم رامنځته کړې ده. خو دې اقتصادي سيستم په عين وخت کې د بډايو او بېوزلو تر منځ د عاېداتو او د ژوند د کچې له مخې توپير او واټن هم زيات کړی دی. په بل عبارت د پانګوالې تاريخ د ټولنې د بډايو وګړو په ګټه د شتمنيو د نابرابر ويش تاريخ هم نومولای شو. د پانګوال توليد د بڼې د عمل يو بنسټيز اصل د بيو ميکانيزم دی. په تيوريکي ډول د دې ميکانيزم له مخې د عرضې او غوښتنې (تقاضا) قواوې د بازار د تعادل لامل ګرځي چې د دواړو خواوو لپاره ګټور اوسېدلای شي. په لنډه توګه د بازار د ميکانيزم له مخې کله چې توکو او خدمتونه ته په غوښتنه او يا د هغوی په عرضه کې بدلون راشي، په بل عبارت کله چې د بازار تعادل له منځه لاړ شي، بيا دا بدلون د بېو د بدلون لامل ګرځي او په دې توګه په غوښتنه او يا عرضې کې بدلون دا دواړه قواوې بيا هم يو او بل ته نږدې کوي او په پاېله کې د بېو او د بازار تعادلي حالت رامنځته کېږي. خو د پانګوال سيستم لويو بحرانونو، په ځانګړې توګه په ۱۹۲۹ کال کې لوی اقتصادي بحران او د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو بحران چې ناوړې اغېزې يي تر اوسه هم محسوسې دي، د دې حقيقت ښکارندوی دي چې په تېره کې د بازار د ميکانېزم تنظيمونکې قواوې د بازارونو او د ملي اقتصاد په تنظيمولو او سمبالولو کې بريالی نه وې. زه به په خپله دې ليکنه کې زيار وباسم چې د پانګوال ملي اقتصاد تاريخ ته د آدم سمېت له وخته، چې د ملي اقتصاد د نظرېي پلار هم بلل کېږي، تر نن ورځې پورې لنډه انتقادي کتنه وکړم. په عين حال کې به زيار وباسم چې د اوس مهال په نړۍ کې د پانګوال توليد د حقانيت پر خبره رڼا واچوم او په دې اړه به په اوسني وخت کې د بازار د ميکانيزم او د خلکو پر ژوند د هغه د اغېزو په هکله د ځينو نامتو اقتصاد پوهانو نظر هم تشريح کړم. دې پوښتنې ته به هم ځواب ولټوم چې آيا د توليد پانګواله بڼه، په ځانګړې توګه نوی لېبرالېزم، د دې توان لري چې زموږ د وخت بېړنيزې ستونزې لکه بېکاري، بېوزلي، د چاپېريال ستونزې حل کاندي او د ظرفېتونو او زېرمو له زياته اندازه ضاېع کېدو مخنيوی وکړي؟