د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جرګې په مخکې او د ټـوپک تر شا (۲)

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار 01.02.2016 13:02

لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ


(۱۰) بـې جـبه خانې او بـې خـزانې غـوڼـډ مــشـر
  یارمحّمد خان وزیری چې هغه مهال غـوڼـډمشر و، د امان الله خان په غوښتنه د وزیرستان په لـور پـیاده  ځانـله وخوځید(۱۵ حمل ۱۳۰۸لمریز) [۴ اپریل ۱۹۲۹]. د امان الله خان فـرمانونه يې خزانه وه، او د وزیرستان په خلکو کې د غوڼډ مشر وزیري نږدې او کلکه پیژندګلوي  یې جبه خانه وه. هغه ۷ ورځې وروسته(د حمل په ۲۲، ۱۳۰۸) [۱۱ اپریل ۱۹۰۸]«خپل قدم د وزیرستان  په خاوره کې کښیښود» او د «غړوبه» نومې کلي  نومیالي شیرمحّمد خان خوجلخیل وزیر میلمستون ته د ماښام په تیاره کې ورننوت او د ماخوستن له لماځه وروسته یې  د کلي د مشرانو سره هم په میلمستون کې په موضوع خبرې وکړې او هغوی ورسره خپل ملاتړ وښود. د سهر له لمانځه نه وروسته(۲۳ وری ۱۳۰۸ لمریز[۱۲ اپریل ۱۹۲۹] لیکوال جنرال یارمحمد خان وزیری د «یوې ډلې» وزیرو سره د سهیلي وزیرستان د مرکز  واڼـه په لور وخوځید. همغه ورځ د واڼه په سیمه کې بوميخیل نومې کلي ته ورسیدل او د محّمد خان زلیخیل په میلمستون کې یې واړول- مخونه: ۱۳۷ تر ۱۴۶؛ ۱۴۸ تر ۱۷۱. د ماخوستن له لمانځه نه وروسته، ټول مشران میلمستون ته راغلل او جنرال وزیري ورته د امان الله خان پیغام  واوراوه.  دولس مشرانو ته یې پیغامونه ولیکل

پـاس سند د وزیرستان د مشرانو له خوا د جنرال یار محّمد خان وزیري کومانده او مشري تصـدیقـوي

چې سهار وختي یې د ځوانانو په لاس هغوی ته ورسوي. مشرانو ته په پیغامونو کې یې هر ولسي مشر ته په ګـــوتــه کړه چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د خوجلخیلو په غټ جومات کې «جـرګه کــوو». سهار(۲۴ حمــل  ۱۳۰۸[۱۳ اپریل ۱۹۲۹] جنرال وزیری او یــو څو تنــه مشــران د بــوډاشــــوي احـمــدزي وزیــر ملا هــمزالله اخونـد د لــیــدنې لـــاره د شکې په لــوري
 وخوځـــیدل(شکه/شکۍ د سهــیلي وزیرستان د مرکــز واڼــه پــه شمـــل کې او د رزمک او مکیــن په جــنوب غرب کې پــرته ده). په واڼــه کې د خوجلخیــلو غټ جومات مرکــزي مقام لاره. په تن کمزوري همــزالله اخونــد هم پــه دغـه غټه جــرګه کې ګــډون لاره چې د وزیرو او مسیدو مشران پکې د پریکړې لپاره راغوڼـډ شوي وو. د مولوي عتیداګل خان له خطبې نه وروستــه، لیکوال ‎په خپله وینا کې د افغانستان او امان الله خان په وضعه رڼا واچوله او د امان الله خان پیغام یې حاضرینو ته ورساوه. ورپسې ننګیالي مجاهد انګور خان وویل چې: «موږ بې له افغانستان نه او افغانستان بې له موږ نه ژوندي نه شي پاتی کیدلی.» د مسیدو په استازیــتوب ملا فضل الــدین اخوند( مشهور په شهزاده) وویل چې زرترزره جنګیالي راټــول کړو او د  جنرال  یار محّمد حان وزیري کومانــدې ته یــې وروسپارو. لــوي مجاهد ملا همزالله احمدزي اخــوند جرګې ته  نهـه لارښــوونکي او ګټور اصول ور په ګوته کړل. په نــهم اصل کې یې وویل چې هــره چــاره بایــد په «ســلا او مشــوره وي». هغه زیاته کړه چې یارمحّمد خان وزیری  دې  چـې [ په ۱۹۱۹ کې  د خپـلـواکۍ پــه جګــړه کې ] د حا جي صاحب ملا عــبدالــزاق خان اخونــد د مجـاهـدیــنو غــوڼـډ مشـر و، «اوس دې د هــمدې لښکر جرنیل[جنرال] وي.»( ۱۸۱ تر ۱۸۴مخونه). دغه وړاندیز د ټولو مشرانو له خوا ومنل شو. د خوجل خیلو د جامع جومات په غټه جرګه کې ۵۷ مشرانو ګډون کړی و: یو پکې فرقه مشر و، ۱۳ پکې غوڼډمشران وو، شپـږ پکې کڼـډ ک مشران وو او یــو پکې جـنرال و. د ګډون کوونکو قـومي نومونه په دې ډول وو: اتمانزي وزیر، احمدزي وزیر، زلیخیل اتمانزي وزیر، خوجلخیل وزیر، مداخیل وزیر، او مسید.

(۱۱)انګـریـزان باید غـافـل وساتل شـي  
لـیکوال جـنـرال  یار محّمد خان وزیری بـومۍ ته لاړ. هلته د خانجانخان ککه خیل په میلمستون کې پټ شو او دا اوزه یې ګـډه کړه چې وزیرو او مسیدو د ده پلا ن ردکړی دی او له دې امله افغانستان ته ستون شوی دی. په دې ډول یې انګریزان غافـل وساتل.  د وري (حمل) په دیرشمه نیټه[۱۹اپریل ۱۹۲۹] د څو تنو ســره «د څیرې او جامو په تغـیر» د واڼه مرکز په لور ي وخوځید.  د مشرانو د پریکړې له مخې بــایــد لښکـر د ۱۳۰۸ لمـریز د ثور په لــومړئ نیټه [۲۱ اپریل ۱۹۲۹] په واڼه کې راغـوڼډ شي او له هغـه ځایه دې د غـزني په لوري وخوځیـږي. هلته یې د خــوجل خــیلوپه جومات کې واړول او مـلګــري یې نورو ځایــونو ته ولیـږل. د انګریزانــو هڅې چــې د وزیــرو او مســیدو لښکـر د «قادیاني» شوي امان الله خان له ملاتړ نه وګرځوي، نتیجه ورنګړه، او نـږدې شپـږ زره تنه وسله وال لښکرد ۱۳۰۸لمــریــز د  ثــور په لومــړئ نــیټه[ ۲۱ اپریل ۱۹۲۹] د افغانستان په لوري په  «ډولــونو او اتــڼ» وخوځید. وروسته له اتڼ نه ورته ملا فضل الدین مشهور په شهزاده یوه کوټلې او هـڅوونکې وینا وکړه: «هغه ننګیالي مشران چې زما د مرحوم پلار ،  اګا (ملا همزالله اخوند) او رئیس المجاهدین (حاجي ملا عبدالرزاق خان انـدړ) تر څنګ جنګیدل، د افغانستان په تلو کې ســتاسو په اوږه ولاړ دي».  لښکر ته یې دوه مهمې سپارښتنې وکړې: یو دا چې د امان الله خان پلویانو ته بــه په «دې عظیم  خدمت کې وڼـډه ورکوئ»، او بل داچې «هڅه به کوئ چې مخالفین د ...جـرګې لــه لارې په خپله خوا کې ودروئ». ورپسې انګورخان، دلبازخان، زنګي خان او هفتي خــان هــر یــو پـه عسکري لحاظ  پـه درې مهمو ټکو ټینګار وکړ:(۱) د هر قوم مشر د همغه قوم کـومانــدان ټـاکل شوی دی؛ (۲) «مــوږ غایب او حاضر مشـرانو» جنرال یارمحّمد خان وزیری د وزیرو او مسیدو د «ټـولــو لښکــرو جـرنیل[ جنرال]» ټاکلی دی؛ او (۳) د کابل «تر نیــولو پورې[بــه]د ده ترقیادت لانـدې روان یــو»،۱۸۸ تر۱۹۶مخــونه

(۱۲) پـه غـزني کې د امان الله خان د لښکر مـاتې
د وزيــرستــان نږدې شـپـږ زره  لښکر اورګــون ته ورسید چې د بچه سقاو په ضد په غـزني کې وجنګــیـږي. خـو مخکې لـه دې چې غــزني تـه ورسـیـږي، خبـر شول چې هلـته د امــان الله خان کندهاري لښکر ماتې خوړلې وه او بیرته کندهار ته ستون شوی و. د  وزیرو لښکر هم  د ۱۳۰۸ د ثور په ۴[۲۴ اپریل ۱۹۲۹] د وزیرستان برمل ته ستون شو
محّمـدنـادرخان چې د ۱۳۰۷ لمریز د حـوت [مارچ ۱۹۲۹] په میاشت کې له فرانس نه پیښور ته راسـتــون شوی و، له هغه ځایه یې ځان پکتیا ته رسولی و. دوه وروڼه یې ( کرنیل شاه ولیخان او کرنیل شاه محمود خان) په پکتیا کې ورسره وو چې هلته ولس د بچه سقاو په ضد راټول کړي. په ننګرهار کې هم محّمد ګل مـومند او سردار محّمد هاشم خان دغه هدف ته د رسیدلو لپاره ملا تړلې وه. خـو د دوی ټـولو هڅو کومه نتیجه ورنکړه ځکه چې د ولس مشران د بچه سقاو پلویان وو او د حــضرت صاحب نورالـمشایـخ  اغا ګل مجــد دي په مشورو کې ښکیل شوي وو. د «غلجي پښتنو اکثر قـبـایل او مشران یـې د مریدۍ په حلقه کې وو». نادرخان او وروڼه یې د بچه سقاو په ضد وو، خـــو نــادرخــان خــپــل دریــځ نــه و اعــلا ن کړی چې د امـان الله خــان یــا د خــپل ځان لــپاره د سـقــاوۍ خــتمـول غــواړي( ۲۱۲-۲۰۷مخــونه).[ پــه دې اړونــد کې بـه زه  وروستـه د نـورو افـغان او غیـر افغان څیـړونکو مــعلـومات اونــظـریې هـم د د ې لیـکنــې پــه پــای کې وړانـــدې کـــړم].

(۱۳) د مسیدو او وزیر د لښکر بیا را غـوڼـډول
جنرال  وزیری  دې پایلې ته ورسید چې بیا دې د مسیدو او وزیرو لښکر راغـونـډ کړي او سقاوي دې پای ته ورسوي. «سپه سالار محّمد نادرخان او د هغه سره مل وروڼو د څلور میاشتو په مدت کې څلــور سـوه افراد په درست جنوبي کې هم نه وو په څنګ کې درولي‎»، او د سقاویانو د مخ په زیــاتیــدونکي  شمیـر له امله  له« یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په مڼډه او فرارکې  وو.» جنرال وزیری په بـرمل کې د قومي مشرانو سره پریکړه وکړه او دا ځل د شـپـږنیم زره لښکر سره پکتیا ته ننوت، په دې پلان چې لومړی به د اورګون چوڼۍ وهي او بیا به د کابل په لوري خوځیـږي. د وزیرو او مسیدو لښکر  د ۱۳۰۸ لمریز د جوزا په لومړئ نیټه[۲۲ می ۱۹۲۹] اورګون ته ورسید او خپل کمپ یې د اورګون نظامي کلا(موڼـډې) ته نـږدې وواهه چې سقاوي غوڼـډ مشر عبدالغیاث خان کوهدامنی او کڼـډکمشر میرحسن خان چند ولي یې کوماندانان وو.  جنرال وزیري وروسته له خپلمنځې جرګې مشورې نه،عبدالغیاث خان او سیدحسن خان ته د پښتونوالې د اصولو سره سم له درنــاوي ډک لــیک ور ولیـږه:« جناب غوڼـډ مشر صاحب عبدالغـیاث خان او جناب کڼـډ کــمشر صاحب سید حسن خان، السلام علیکم علی عبادالله صالحین!»  د موڼـډې کلا د وزیرو،سلیمانخیلو، دیګانو/تاجکو، خروټـو او ځدراڼـو ملکیت دی. روغه به دا وي چې تاسې له دغه قـومي ملکیت نه ووځئ ، د بچه سقاو جڼـډه راکوزه کړئ او« بیا د امکان په صورت کې د سیمې د قـومونو او قبیلو د مشــرانو د جــرګې د فــیصلې نــه وروسته واپـس اورګون او پوځي کلا ته داخل شئ » (۲۱۳تر۲۱۶مخونه). دغه لیک د وزیرو او مسیدو مشرانو هم لاسلیک کړی و. خو سقاوي عبدالغیاث خان ورتـه د لیک ځواب بې له لیک نه، په درې ګـزه  سپـین ټوکـر د «پـړوني» په څیر ور ولـیـږه چې «پـر سر یې کړې». جنرال یار محّمد خان دغه سپکاوی د نورو مشرانو او لښکرسره شریک کړ. د جنګ کـومانـده د جـنرال وزیري پــه لاس کې وه او مـرستیـالان یې انګـورخان او قطب خان مسید وو.
د لمــریز۱۳۰۸ د جـوزا د لومړئ شپې[۲۲ می ۱۹۲۹] په لسو بجو ډول ووهل شو په موڼـډه کلا بـریــد پـیـل شو. د جوزا په شلمه[۱۰ جون ۱۹۲۹] ، هغـه ملا یعـقــوب اورګـونی چې د ســقـاوي غـوڼــډمشرعبدالغیاث له خوا یې درې ګزه سپیـن ټوکر جنرال وزیري ته تسلیم کړی و، داځل د دوه سپیـن ږیـرو ســـره غـبرګ راغی او د عـبدالغـیاث خان « د تسلیمۍ او د کلا د راسپارلو پیغـام یې راورسـاوه.» سبا سقاوي پـوځیانو ځانــونه د وزیـرو او مسیدو کمپ ته تسلیم کړل، او ټولومشرانو ورســره د غـیـږې ستړي مشي وکـړل او د دښـمـن نه بلکې د یوه خواخـوږي دوست په څیر یې د هغـه[عبدالغیاث خان کوهـدامني] او ورسـره مل ملګرو عــزت او احترام وکړ....او ما[ جنرال وزیري] شخصا عـبد الغیاث خان غـوڼـډمشر ته یـو انګـریزی ټــوپک، دوه ســوه کارتوس او یو د سپـرلۍ اس ورکړ[ل]او هم مې څو تنه ننګیالي  د هغه د حفاظت لپاره ورسره مل کړ[ل]...او نور ټــول پوځیــان مــو په عــزت او احترام سره رخصت کړل.» نادرخان د ځاځیــو په علـیخــیلو کې اړولــي وو. جـنــرال یارمحّمد خان وزیری ورته لیک ولیـږه چې د امان الله خان د بیا راوستــلو لپاره ورســره د کابـل په لـوری وخـوځیـږي. خو جـواب یې «پــه څـټ را نغــی.»( مخونه ۲۱۶تر  ۲۲۵). جنرال وزیري شپـږنیم زره  تکړه سرتیري لرل، او وسله او خوراک یې په اورګون کې له موڼـډې کلا نه لاســته راوړي وو. خو نــادرخان او وروڼو یې نه سرتیري لرل، نه یې وسلې لرلې او نه یې پیسې لـرلې چـې د جــنګ سړي او وسلې پـرې راونیسي.  هغوی د ځاځیو په علیخیلو کې هم ارام نه وو ځکه چــې په خــوست او څـمکــنیـو کې د ســقاویــانو د ګـواښ ســره مخامــخ وو. پــــه دغـســې شرایطو کې نادرخان او وروڼه یې مجبور وو چې د لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیری کومانــدې ته تن کښیـږدي. پـه ساړه موسم کې پکتیا په داسې کوچیانو ډکه وه چې د سقاوۍ پلویان وو. د موڼـډې کلا  له بري نه وروسـته، د وزیرو او مسیدو لښکر تقــریبَا دوه میـاشتــې دمه وکړه  چې د کـور کارونـه سم کـړي او هــم پــریـږدي چې د هــوا پـه نـر میـدو سـره  کــوچیان له پکــتیا نه کــډې واخلي او د سقــاویانو زور کــم شي. پــه نــرمه هــوا کې د وزیــرو او مســیدو لښکـر کـولــی شـول چې پــه یــو څــادر کې هــم ځانــونــه تــــاوده وســاتــي   
ماما زیــارت په وزیــرستان کې د یـو غــټ شخص مـړستون (هدیره) دی. نږدې اویــا تنه مشران هلــته جــرګه شول او داسې پــریکــړې یې وکــړې: (۱) د جګړې کوماندان بیا هم جنرال یارمحّمد خان وزیری وټــاکل شـو؛ (۲) په اورګــون کې نیـول شوې وسـله او خـوراک دې د ځان سره ویوړل شي؛ (۳) کوښښ دې وشي چې د ســقاو پـلویانو ته د جنګ په ځای د دوستۍ لاس وروغځول شي؛(۴) محّمد نادرخان او وروڼه دې دیته راوبلل شي چې د هیواد د ژغورنې په جګړه کې برخه واخلي؛او(۵) د کابل په نیولو سره دې امان الله خان بیرته راوبلل شي یا دې د هغه د کورنۍ کوم نـږدې غړي ته د سلطنت واګې وروسپا ل شي. په ماما زیارت کې څلورنیم زره وزیر او مسید جنګیالي  د ۱۳۰۸ د سنــبلې په میاشت کې راغــوڼــډ شــول(مخونه ۲۳۳-۲۳۲). محّمـد نادرخان د لـوګر د کــولانګار د حــاجي نواب خان  او له پنجاب نه افغانستان ته  د راغـلي  الله نواز خان په لاس، په برمل کې د وزیرو او مسیدود لښکر کوماندان (جنرال یارمحّمد خان وزیري) ته داسې لیک ورولـیـږه: «عزیزانو! د وزیرو او مســودو[مسیدو] غــیورو مشرانو، ستاسې میـړانه او شجاعــت د خپلواکۍ په جګړه کې  راته څرګند شوي دي. نن بیا همغه د میـړانې اوغیرت ګيڼـټه ده. اعلیحضرت  غازي امان الله خان د یوه سارق او کـوتاه طـریق له لاسه خارج ته فــرار کړی دی. د هیواد هــره بر خه د بې اتفاقۍ په اور کې سوځیـږي. افغـاني ننــګ او غیــرت داتــقاضــا زمــوږ ټــولــو څخه کـوي : چې پــه اتــفاق او اتحاد سره وطن ته د روانې فتنې نه نجات ورکــړو. محمد نــادر»  - مخونه ۲۳۹-۲۳۸

(۱۴) د خـوست جــګــړه
کــله چې د وزیــرو او مسیــدو لښکر د خوست پــولو ته ورســید،د بچه سقاو پلویانو یې کلکه مخه ونیــوله. قاضي عبدالله خان شمل(د بچه سقـاو غوڼـډ مشر)، ګلام خان ګـربـز، بلــندخان ځدراڼ او مـلک جــان خان سلیمانخیـل ورته د خپلو سړو په لاس اخطار ورولـیـږه: د خوست اوسیدونکي  د وزیـرو او مسیـد و لښکـرنه پریـږدي چې د خوست له لارې کابل ته تیرشي، او تر څو چې «موږ ژونـدي اوسـو تاسې به دا کار ونکـړای شئ.» خوستیانو درې زره وسله وال لرل، او د خوست په ختـیزه خوا کې د وزیرو، مسیدو، دوړو اوتڼـیـو د جنګیالــیو شمیر څـلورنیم زره تنو ته رسیده چې هـلته «پوره دولس ورځې تم شول» ځکه چې د مقابل اړخ سره یې «د لارې د خلاصون په خاطر خـبرې او جرګې» کـولې. د نادرخان ســړی مـولــوي الله نــوازخان چې اصلا د پنجاب و او نـه د پښتــونـوالې په اصولو پوهیده او نه یې کومه قبیلوي غلیمي غاړې ته لـویـدله، «هــره شیـبه بـه یـې د جـنــګ د پــیــلولو خبرې کــولې».ولولئ:۲۴۲-۲۴۰مخــونه
د مشرانو له خپلمنځې جرګې نه وروسته، پریکړه دا شوه چې باید د دوی لښکر د سقاویانو په مقابل کې وجنګـیـږي او افغانــستان وژغوري( دا د ۱۳۰۸ د سنبلې اخري ورځې وې)[ د ۱۹۲۹زیـیــز  د سپتمبــر د شلمې په شاوخــوا کې]. په خوست باندې د برید د تیاري په مهال، ځلمــی خان مـنګل د اویـا(۷۰) سړو سره او زمرک خان « د قهرمان ببرک ځـدراڼ ځــوی» د اتیا(۸۰) ســړو سره د وزیــرو، مسـیدو، دوړو، او تــڼـیــو د لښکر سـره غبرګ شـول. ټــول د خوست د بازار په لوري وخـوځـیدل او سخت جنــګ پیـل شو. د خـوســتیانو کوڼـډي نومې قبیلې کلک برید وکړ،او له مقابل اړخ نـه یې لس تـنه ووژل او فـرقه مشر اخـتی جان احمد زی وزیر یې ټپي کړ. مخکې له دې چې کـوڼـډیانو تــه د نـورو سقاویانو ملاتړ راورسـیـږي، د ماښام په خړه کې یې ماتې وخوړه:شپیته تنه جنګیالي یې ووژل شــول او نــور وتــښتیــدل.وروستــه لــه دې چې کـوڼډیانو خپل مړي خاورو ته وسـپارل، د جنرال وزیري د کــوماندې لانـدې لښکر د کوڼډیانو د مړیو او نیول شوو وګړو وسلې ونـیولې. په دغـه مهال ورته د غــوڼـډ مشر نـور محّمد ګـردیزي پیغام راورسید چې په خوست کې دخپلو جنګیالیو سره محاصره شوی و. نوموړی د امان الله خان «د ځانګړ وفادارانو له جملې څخه و.» جنــرال یارمحّمد خان وزیری بله ورځ د غوڼډمشر ګــر دیــزي چوڼۍ ته ورغی او ده ورته ټوله وسله او جبه خــانه وروسپــارلــه.  له دې وروسته ، د افغانستان د ژغورنې زمریالي د زمرک ځدراڼ او ځلمي منګل په ګډون د بنګي باغ د کلا په لوری وخوځیدل ځکه چې هلته د بچه سقاو د غوڼډ مشر قاضي عــبدالله شمل، ګـلام خان ګـوربز، بـلند ځـدراڼ او ملک جان خان سلیمانخیل جنګیالیــو اړولي وو. جګړه «پــوره» درې ورځې او شپې  وغځیدله، او دواړه خواوې «په میـړانه» جنګــیدلــې(۲۴۰ تر ۲۴۷ مخونــه). خو په پایله کې سقـاوي اړخ ماتې وخــوړه(۱۳۴۸ هجری قمري د ربیع الثانی ۱۹)[ ۲۵ سپتمبر ۱۹۲۹= ۳ میزان ۱۳۰۸لمــریز]. وروســته لــه دې، بــریــالی اړخ د ځاځیو د علی خیلو په لــور وخوځـید چې هـلته د محّمد نـادر خان سره وګوري اوپه ګـډه سره د افغانستان د ژغــورنې (نجات)نــقشه جــوړه کــړي

(۱۵) د نـاهـیلي محّمد نادرخان سره ګـډه نـقـشه جوړول
د خــــوست او ځاځیـو په منځ کې څمکني میشت وو. هلته سقاویان د ملک میراکبر او مغل خان د مشرۍ لاندې برلاسي وو. خو بې له جنګه د لیکوال جنرال وزیري  پیغام ته تسلیم شول،ځــکه دوی دواړه د خــوستـي ســقاویــانو په کــلکه ماتې خبــر وو.  د ۱۳۴۸هـق د ربــیع الثانی په ۲۰[۲۵ سپتمبر ۱۹۲۹=۳ مــیزان ۱۳۰۸] د ژغــورنې لښکــر د ځاځــیو عــلیخیــلو تــه ورسیــد او هلـته ورتــه محّمــدنادرخان په «افــغاني جامه» کې له چاوڼۍ نه بهر راوتـلی و او د ټولو



پاس هغه لیک دی چې  سپه سالارمحّمد نادر خان په ځاځیو کې جنرال یار محّمد خان وزیري ته ورکړی و

مشرانو سره یې پـه غـیـږ روغـبـړ وکړ.  د ځاځــیو «غیرتي مشرانو»(حاجی جـانخان، سیدخان، سربلــندخان اولـیـپت خــان) د جــنرال یارمحّمد خان وزیري هیله ومنله چې: تـرهغه مهاله بــه دغــه مشـران او ولــس پـه وارســره « زمــوږ[ د وزیـرو، مسیدو، دوړو او تـڼـیو د لښکـر] ټـیکــله بـرابـروی » او دغــو «میـړنیـو مشـرانـو پـه وریـنـه ټـڼـډه سـره زمـا[جنـرال وزیري] غــوښتنه ومـنلــه». د ماښام له لمانځه نه وروستـه، نادرخان خپل استوګنځای ته ستون شو، او د ماخوستن له لمانځه نـه وروسته یې جنګي مشـرانو ته بلنــه ور کړه چې جرګه ورسره وکړي. هغوی ورغلل، او پــه استوګنځای(چوڼۍ) کې محّمـد نـادرخان «زموږ دهرکلي لپاره لاس پر نامه ولاړ و».  په دغــه غوڼـډه کې مشرانو «پوره درک کـړه» چې محّــمد نادرخان «څــومره ناهـیلی» و. ده په شپـږ میاشتو کې ونشوکولی چې پـه جنوبي کې «څلـور سوه جنګـیالي» پــه ځان راتـاو کړي
 (۱۶) د محّمد نـادرخان سره د امـان الله خان لپاره تـړون لاسلیک کول
د مشرانو په وکالت لـیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیـري چې د ژغـورنې د جګـړې کوماندان و، محّمـد نـادرخان ته داسې وویــل:«سـپاه سالار صاحب! دا نـنګـیالي او جنګیالي ...خاص د اعلی
حـضرت غازي امان الله خان د هغــه فرمان په اعتبار راغـوڼـډ شوي دي چې د ۱۳۰۸د حمل په دولسمه نیټه[۱ اپـریل ۱۹۲۹] په شاجوی کې مالــره وزیـر صاحب عــبدالا حد خان سپارلی و»(۲۵۷-۲۵۰مخونه). تـر دې وینا وروســتـه، عـبــد الله خان  مداخــیل د مــلک زنــګـي خان مــداخـیل ورور وویل: «ســپاه سـالار صـاحب!...[لیکـوال جنرال  یارمحّمد وزیري او د ژغورنې د جګړې کوماندان]هغه څه بیان کړه چې موږمشرانو عــهد او پیــمان پــرې کـړی دی». غوڼډه په دې پریکړه پای ته ورسیده چې «سبا به جرګه کوو». سبا د ربــیع الـثــاني په ۲۱/ ۱۳۴۸هــق [۲۶ سپتمــبر ۱۹۲۹=۴ میزان ۱۳۰۸لمریز] په جــرګه کــې د ژغـــورنې د جګــړې مــشرانـو او محّمد نادرخان ۱۵ پـریکړې ومنلې چې یــو څــو یــې دادي: (۱) د هـیواد په ژغورنې ورپسې دې واکمني امان الله خان ته  یا دې د ده د کورنۍ کوم بل غــړي تـه ور وسپارل شي؛ (۲) د امان الله خان تر راتګ پورې به محّمد نادرخان د واکمنۍ کفیل وي؛ (۳) حکــومت دې د هغه چا یادښت وکړي چې د هیواد د ژغورنې په لار کې یې سر او مال ښندلی وي، او په «تــاریخ کې دې ثبت شي»؛ (۴) له ژغــورنې وروسـته دې د ژغــورونکي لښکر د شهــیدانــو او معلولـینو پاتي شـونــو ته «معاشات او مکافـات مقرر شي»؛ (۵) له دې امله چې د هیواد پـوځ پـه کورنئ جګړه کې «تباه شوی دی او هم یو شمیـر صاحب منصبانودخاورې او حکومت سـره خیانت کړی دی...»، نو د ژغورونکو لښکرو«مشرانو او افسرانو ته دې په پوځ کې دندې  ورکــړل شــي»؛ (۶) د وزیــرو او مسیــدو د لښکــر مشرانـو د   ۱۳۰۸ لمریز له ثور راهیسې د افغــانستان د ژغورنې لپاره د سقاو پرضد «په کروړونو کروړونو افغانۍ لګولې دي»، له بــري نه وروستـه دې حکـومت هغـوی ته دغــه لګـښتـونه ورکړي؛ (۷) همدا اوس دې د سقاو ټولو پلویانو ته عـفوه اعلان شي، خو د جګړې بندیان دې د هیواد د ژغورنې پورې «وساتل شي» او بیا دې « په عـزت او احترام سره» ازاد شي. ورپسې محمد نادر خان «زموږ سره په قرآن لاسلیک وکړ چې د جــرګې ټــولــو پــریکړو... ته بــه غــاړه ږدي» . د لــیکوال جنرال یار محّمد خان وزیری د کــومانــدې لانــدې لښکر د ۱۳۴۸سپــوږمـیز د ربیع الــثانی پــه ۲۲ [ ۲۷ سپتمبر ۱۹۲۹= ۵ تــله ۱۳۰۸]، د ځاځــیو لــه علی خیلو نه د ځاځیــو د ګل غـوڼـډۍ په لوری وخوځید،او د ځدراڼو او منګلو ۱۵۰ تنه جنګیالي د خــپلو مشرانو [زمرک خان ځدراڼ او زلمي خان منګل] سره په علی خیلو کې  «پاتي شول». فقیر محّمـد خان مومند چې د امان الله خان په پـیرکې دسیهلي سیمو د ځنګلونو رئیس و، د امان الله خان « د درجـه اول پــلویانو او ملګرو څخه و» او هغه مهال چې د جنرال یارمحّمد خان وزیري جنګیالي د ځاځیو په ګل غـوڼـډۍ کې «اوسیده، نوما او رئیس صاحب فـقیر محّمد خان  مومند به هره ورځ یو دبل سره لـیدنه او کتنه کوله».  هغه مهال چې امان الله خان پربښی او کندهار ته تللی و،  فقیر محّمد مومنـد د ملنګ په جامو کې شاجوی ته تللی و او له جنرال وزیري نه  یې هــیله کــړې وه چې که هــزاره جات تــه یې د بــدرګې په واسطه ورسـوي. هغـه مهال لیکوال جنرال دغه مومند نه پـیـژانده خو د ملنګ هیله یې په ځای کړه. فقیر محّمد مومند ورته وویــل چې « هغــه ملنــګ پـخپـله دی و» او د سفـر مــوخه یې داوه چې هــزاره قـوم د امان الله خان د دفــاع لپاره راوپـاروی. فقیـرمحمد مومند  لیکــوال جنــرال ته ور زیاتــه کــړه چې: «ســتا سره هــم د هــغه [امان الله خـان]  مینه او محبت دی....ګـوره په دې ...ستر خدمت کې د چا په سیاسي لوبه کې راښکیل نه شې او د محّمد نادرخان پـه عهد او پیمان باندې باور ونه کړې». جنرال جنرال وزیري ور غــبرګه کړه چې «اولا ته د سلطنت د وکــالت له پــاره د [د امان الله خان د ورور] سـردار امین جان موافـقه تر لاسه کړه،وروسته ټولې چــارې زمــا پــه غــاړه دی.»  دسپوږمیز ۱۳۴۸ د ربیع الثاني په ۲۵[۳۰ سپتمبر ۱۹۲۹= ۸ تله ۱۳۰۸ لمریز]   ورتــه فــقیـر محّمد مــومنـد وویـل چې «ســردار امیــن جان د سلطنت د وکالت ستـر کـار ته ځان نه شــي نــیولای، هغــه بې زړه شـوی دی او یا داچـې د ســردار یـوسـف خـان ځـــوی[ د محّمد نادرخان پـلار، د یحی خان ځوی او د سـلطــان محّــمد خان طلایـي لمسی] د هغه پــه زړه بــانــدې د خــپل قـهـرمان ورور پــه وړانــدې حـسـد نــنــه ایــستلی دی.» ۲۵۸تـر ۲۶۶مخـونــه
جـنرال وزیري د مشرانو ملګرو سره له ګل غوڼـډۍ نه بیرته علی خیلو ته راستون شو(ق۱۳۴۸ ۲۷ ربیع الثاني= ۱۰ تله ۱۳۰۸لمریـز= ۲ اکتوبر ۱۹۲۹). علت یې داو چې د ځدراڼو اومنګلو د جنګــیالـیو مشرانو غوښتل چې ټول یو ځل بیا د محّمد نادرخان سره جرګه وکړي. محّمد نادرخان ورته وویل چې د لوګر په دوبندۍ کې دې د سر دار شاه ولیخان سره وویني او په ګډه  سره دې په کابــل بــانــدې د بریــد نـقــشه غــوره کړي.  ټــول لښکر د ۱۳۰۸لمریز د تلې(میزان) په ۵[ ۲۷ سـپتمــبر ۱۹۲۹] دوبندۍ ته ورسید او کرنیل شاه ولیخان او ملګري یې  ښه راغلاست ته راوتلي وو. شـاه ولیخان د ځاځیــو جامې اغوستې وې او د لښکر د ټولو مشرانو سره یې د غیـږې ستړي مشي وکړل. خو کرنیل شاه ولیخان اندیښمن و چې څنګه به څلورنیم زره لښکر د بچه سقاو اویا زره لښکر ته ماتې ورکړي. خو لیکوال جنرال وزیري ورته ډاډ ورکړ چې د بچه سقاو د جنګیالیو روحیه یې « په اورګون، خوست او څمکنیو کې لیدلې ده». ځلمي خان مـنګل، زمرک خان ځـدراڼ، مُلتاني مــولـوي صاحب الله نــوازخان(د حبیبیې ښوونځي ښوونکی)اوحاجي نواب خان کاکا هم د لیکوال جــنرال ستایــنه وکــړه ، او کرنـیل شاه ولیخان  ارام شـو. سبا( ۶ تله ۱۳۰۸)[ ۱۹۲۹ /۹/۲۸] د ژغــورنې لښکر د شُـتــرګــردن له لیـــارې دوشــۍ ته ورسیــد. په دغه قافـله کې د شاه ولی خان ۴۰۰ جنګیالیو (ځاځیانو او ګردیزیانو) برخه لرله او «یو شمیر[یې] ټوپکې هم...نه درلودې». ټول لښکر په خـوشۍ کې دوه شپــې او ورځې تـم شوی و چې د جګړې نقشه جوړه کړي. د ژغورنې د لښکر خوراک او څښــاک د دوشـۍ ولس په غــاړه اخیستی و. د جنرال یارمحّمد وزیري د کوماندې لانــدې دوه ورځــې وروستــه ( د تلې په اتمه)  د وزیرو او مسیدو د لښکر دولس سوه جنګیالي د تنګي په لــوري د ســقاویانو سره د مــقابــلې لپاره ورغلل. په تنګي کې سقاویانو د سپا سالار پردل خان او جرنیل محمد عمر خان ناصري («سور جرنیل») د کوماندې لاندې مورچلونه نیولي وو.  یــوه ورځ وروسته سهار وختي( په ۵ بجو) یې په مقابل اړخ له هرې خوانه بریدونه پیل کړل. جګړه تن په تن وا وښتــله او د غـرمې په ۱۲ بجو په هغـوی مــاتې ګــډه شـوه او دوه جــنرالانــو یې «مخکې تـیـښته کــړې وه.» لیکــوال جنرال وزیري د سقاویانـو ماتې د جګړې په ډګر کې غوښتله « نه د دوی په تباهۍ او مـرګ کې» ځکه دوی هم مسلمانان وو. زیات شمیر سقاویان مړه او ژوبل شول او پوره پنځه سوه یې «زما د ميـړنیو په لاس کیوتل.» د لښکر د مشرانو په مشوره، پریکړه وشوه چې لـه تنګې څخه دې زرغون ښارته لاړ شي. دغه شان خپل پاتي لښکر یې هم خبر کړ چې له خوشۍ نه دې ځانونه زرغون ښار ته ورســوي. د ۱۹۰۸ د تلې په نهمه[ا اکتوبر ۱۹۲۹=۲۶ ربیع الثانی ۱۳۴۸] دوی تنګــي ته ورسیــدل او کــرنــیل شــاه ولي خان هــم ځان هلتـه ورساوه. د سقاوي بنــدیانو په اکــله داسې پــریــکړه وشــوه چې په کابل کې له جګړې وروسته دې «په عـزت اواحترام رخصت کړل شــي.» دغـو غریــبو بنـدیانو ته ویـل شوي وو چې دوی د «قــادیــانــي» امان الله خان د لښکر پـه ضـــد جــنګــیـږي. ولــولــئ ۲۸۳-۲۶۷ مخونه    

(۱۷) کرنیل شاه ولی خان غوښتل چې د ژغـورنې د لښکر مشر شي
 د تیــر په شان د ژغــورنې لښکـر په زرغون ښارکې هم  د میلمستونونو په ځای، یو ځل بیا غوره وګــڼلـه چې په «سـپـیـره ډکــر» کې شپـه تیـره کړي او هم هلته د پیرې او فوري تیارسۍ ترتیبات ونیول شي. د ۱۳۰۸ د تلې (میزان) په لسمه نیټه[۲اکتوبر ۱۹۲۹]  چې سپیدې لا نه وې چاودلې    د محّمـد اغـې او نورو پلـوونو نـه د زرغـون ښار په لـوري د ماشینګڼـو، توپـونو اوټـوپکـونـو ډزو د تنګـي د جګړې ستړتیا او ساړه د ژغـورنې له لښکر نه هیر کړل. په نیمه ګيڼټه کې دغه لښکر د مقابـلې لپاره چمتـو شـو.کـرنیل شاه ولی خان او نـورو ملګـرو یې ځانونه د ژغـورنې د لښکر ډګر تـه راورسـول. شاه ولیخان په وارخطایي سره د ژغورنې د لښکر مشرانو ته خپله اندیښنه څرګنده کــړه:سقــاوي لښکـر غواړي چې «مـوږ په همـدې زرغــون ښار کې محاصره کـړي.» عبدالغني ګردیـزي او شاه ولیخان «په غیرمستقیم ډول» غوښتل چې د سقاویانو له خوا د تنګي د بیرته نـیولو پـــړه د ژغــورنې پــه لــښکـر ورواړوي. «نــژدې و چې زمــوږ او د دوی تر منځ همکاري» پای ته ورسیـږي. خـو زمرک خان ځـدراڼ، ځلمی خان منګل‎، سنک خان منګل، شیرجان تڼی او کوکو خــان چې په قـومي چارو پوهیدل «خبره سړه کړه.» غوڼډ مشر عبدالله جان احمدزي- وزیر کرنیل شاه ولی خان او عبدالغني خان ګردیزي ته وویل چې د ژغورنې لښکر پخپله خوښه راپورته شوې چې خـپل هـیواد وژغــوري. د ژغـورنې لښکـر په ګردیز او تنګي کې د سقاوي غــټانو غــوږونه ورتــاوکړي او تـیښتې ته اړکړي دي. اوس دې هغه کسان د تنګـي پیره داران شي چې «پــه مـوږ پــړه » اچـــوي.  د شاه ولی خان هڅه په دې راڅرخیدله چې د کابل په مورچلونو کې د ژغورنې د لښکر مشــرتــوب « په خپل نوم سره ونوموي ، خو موږ [د ژغورنې د لښکر مشرانو]» ته دغه هڅه د منلو وړ نه وه ځکه چې د خپلواکۍ له جګړې نه یې زده کړه کړې وه ( د خپلواکۍ په جګړه کې محّمد نــادرخــان ځان د ټــل فاتـح اعلان کړی و): هغه مهال (۱۹۱۹زییز) د وزیرو او مسیدو لښکـر له انګـریزانو نه ۵۵ چوڼۍ او پوځي مرکزونه ونیول، خو د افغانستان حکومت د وزیرو او مسیدو  د یـوه مشر نوم هم «په خوله یاد نکړ...او د ټـل پوځي چوڼۍ  چې مجاهدینو ونیوله ، بیا یې سپـه سالار محّمـدنادر خان ته بـلـنه ورکړه چې په خپـل قـدم سره [ دې دغه فـتح شوې] چــوڼۍ په رسمي ډول فتح کړي». خوبیا د ټـل د فتح شوې چوڼۍ «فتح د محّمد نادر خان په نوم سره ونومول شـوه(مخونه ۲۹۱-۲۹۰). په پایـله کې اتـفاق په دې شو چې د لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري جنګیالي دې په تنګي او محّمــداغـه کې د سقاویانو په مقابل کې وجنګیـږي. دلیــل یې دا و چې: د ده لـښکر د تیارسۍ په حالت کې و او د د نـورو لښکر په میلمستـونونو کې اړولي و. په  تنګي او محمداغه کې د سقاویانو پـه ضد د جګــړې لپــاره دوه زره تــنه وخــوځیـدل او نـور لښکر په زرغــون ښـار کې د زیـرمې پــه تــوګـــه پاتــي شــو
د ۱۳۰۸ لمریز د میـزان په یــولسمه نیټـه[۳، اکتوبر ۱۹۲۹] په تیاره سهار کې لښکر ته کومانـده ورکــړل شوه چې له درې خواو دې په محمّداغه کې په سقاویانو برید پیل کړي. په دغه جګړه کې بچه سقاو پخپله جنګـیده. کله چې د توپ یوه ګولۍ د هغه په جبه خانه او بله یې د هغه اس ته نږدې ولګیـدله ، په سقـاویانـو ماتې ګـډه شوه او د کابل په لوري وتښتیدل. د ژغـورنې لښکر په محّمداغه کې د غـلیم ټـول مورچلونه او درې سوه جنګي سړي ژوندي ونیول چې د اورګون د عسکري کلا  تسلــیم شــوی او پــه درنـاوي سره بـخښـل شــوی غـوڼـډ مــشر عـبدالغـیاث خان کــوهدامنی  هــم پکــې شامــل و. د ده په شـمــول نور ټول نیول شوي سړي زرغون ښار ته واستــول شول، خــــو دوهم ځل نیــول شــوی عبدالــغیاث خان کوهـدامنی  په  زرغــون ښار کې اعدام شو. د افغانستان د ژغــورنــې جنــګــیالي  د ۱۳۰۸ د میـزان  په ۱۲[۴، اکـتوبـر ۱۹۲۹]، د تـنګي واغـجان په بیا نــیــولو پسې لاړل. ماتې خــوړلي سقـاویــان ډیــر ژر وتــښتـیـدل، او لـیکوال جنرال وزیری د خپل لښکر ســره زرغـون ښـارته ستــون شــو. په هــمغــه ورځ( ۱۲میزان ۱۳۰۸)[۴ اکتوبر ۱۹۲۹] دولس بـجــو «نــنګــیــالی او غــیــرتي افــغــان» مـحّـمــد ګل مــــومــنــد ځــانــله زرغــــون ښـــار تــه راورســیـد او د ژغـــورنې د لـــښکــــر ســـره غـبــرګ شــو.
(۱۸) د کــابـل جګـــړه
داچې د سقاویانو روحیه ګړبیدلې وه، وروسته له جرګې په دوه بجو ټول لښکر له زرغون ښار نه د کابـل په لوري و خوځید. محّمدګل مومند موظف شو چې د احمدزیو کوچیانو او د رود د احمد زیو  سره دې د موسهي لـوګر له لارې د کابل په خوا وخوځیـږي او پاتی نور لښکر دې  د چاراسیاب له لارې کابـل ته ورنـنوځي. سردار شاه ولیحان د جرنیل(جنرال) غلام حیدرخان په کور کې دیره شو.  د ۱۳۰۸ د میزان په ۱۴[۶ اکتوبر ۱۹۲۹]، ولسي جنرال یارمحّمد وزیري د خپل لښکر سره د بچه سقاو په مقابل کې  د کابل په هسکو کې مورچلې ونیولې او په هغه ورځ یې د سقاویانو سره جګړه پیل کړه او په لــږ وخت کې یې څـلور مورچلې ورنه ونـیولې.  کرنیل شاه ولیخان په چهلستون کې «دربار غـوړولــی و، سـپاه سـالار صاحب محّمدنـادرخان د ځاځـیو په علیخیلو کې زما د جنګیالیـو د ماتې او بــري » خـبر ته ستـرګې په لار و(۳۰۴-۲۹۲ مخونه). کـرنیل شاه ولیخان مخکې له دې چې د ژغـورنې د لښکر مـورچـلـونو ته ورشي، د سقاوي سـور جرنـیل [جنرال] محّمد عمر خان سره یې لیـدلي وو. داچې  سور جنرال «څه ورته ویلی وو، د هغه څخه زه ناخبره وم». سردارشاه ولیخان چې له چهلستون نه د منګلو د مشر (ځلمی خان منګل)، د ځدراڼو  د مشر (زمرک خان ځدراڼ) او د ځاځیو د مشر (ملک جانخان)   په بـدرګه د لیکـوال جنرال وزیري د لیدنې لپاره په اس سپور ورغلی و، «مـا او زما ملګرو ته د مایوسۍ  او ناامیدۍ تلقیـن کاوه»(۳۰۷-۳۰۴ مخونه). جنرال یار محّمد خان وزیري ورته وویـل چې د ژغورنې د لښکر د مشرانو په پـریکړه به یـې خبر کړي
 پـریکړه داسې شــوه چې خپــل جنګیالي به «نــن شپــه» د ارګ هـر لوري ته رسوي. د کومانـدې په  مرکز کې پخپله جنرال وزیري او ملګري یې  انګور خان ، دلبازخان، شیرمحّمد خان، شیرخان تـڼـی، ښادیـن خیل دوړ، ملک ګل خان،  او ملک ډنډ خان ناست وو. د شپـې په نهه بجــو د کابل په لـــوري د بریـد ډولــونه ووهـل شول. د ژغــورنې لښکر د سهــار په اووه بجو د کابل ښار مــرکز ته ننوت،درې ګيـڼـټې وروسته ارګ ته ورسید، بچه سقاو یې هلته محاصره کړ، او له ارګ نه بهـر د سقـاو ټولې مورچلــې یې ړنګې کړې وې. د ۱۳۰۸ لمریز د میزان په ۱۸[۱۰ اکتوبر ۱۹۲۹]، سـردار شــاه ولی خان په اس سپــور د خــپلوځاځــيو او  ګردیــزیـو پیره دارانو او یو شمیر قومي مشـرانو ســره د کابـل ښار ته راورسید، او «موږ» ته یې د کابل د نیولو مبارکي راکړه، او دومره خـوښ و چې د ژغورنې د لښکر هر کوماندان او مشر به یې «په ږیـره او مخ بانـدې څو څو ځله ښکـولو.» یو چا ورته د ده دوه کلـن ځوي عـبدالـولي راوړ. د کابل ښار « ټــول مخــورین ټول په کــورونو کې وو او یو کس مو هم و نه لید چې موږ...ته د کابل د نیولو مبارکي ووایي.» خو د دې پـر ځــای، «یــواځـې» د کابــل غـریــبـو خلکو نارې وهلې چې: «زنده باد فاتحین کابل...زنده باد غـازی امان الله خان». د کرنیل شاه ولیخان په رارسیدلو سره «د کابل ښار مخـوریـن او سـرداران هـم د خپلــو کورونو څخــه راووتل او هـر یو شاه ولیخان ته د کابل د نیـولو مبارکي ویله او د تیـرې دورې څخــه یې خپــل شکایـتـونه وړانــدې کـول»(۳۰۶ تر۳۱۴)مخونه. د۱۳۰۸ د تلې په ۱۸[۱۰ اکتــوبر ۱۹۲۹]، سـردار شاه محمود خان د کابل له شـوربـازار نه پــه اس سپور د کابل د سیند په غــاړه د ژغـورنې د لښکر ساحې ته راورسید. «تـر حده زیات وارخطا و» او لیکوال جنرال ته یې وویل چې: «حالات ډیر خطر ناک دي. پردل سپه سالار د شپـږزره جنګي افرادو سره د خیرخانې د کـوتـل څخـه هـجـوم راوړی دی[او]د هغه په تعـقـیب نـور مسلح افـراد هـم د شمالي څـخه راروان دي....» جـنرال یارمحمّد خان وزیري ورغبرګه کړه چې: «جرنیل[جنرال] صاحب! غم او فکـر مه کـوه!» بچه سـقـاو د ژغـورنې د لښکر له خـوا په ارګ کې محاصره شـوی دی، او دهغــه دوه تــکړه جنرالان (پیـردل خان اوسور جرنیل [جنرال] ناصري) د ژغورنې د لښکر له خوا ځغلول شوي دي. جنرال وزیري، انګـور خان، بجان خان،عبدالله خان د ملک ډڼډ خان ورور، او شیر محّمد خان «دلښکر په مخکـې روان شـوو.» د ژغــورنې لښکـر د ده افغـانـان له لارې د کـلـوله پشــتې «پـه طرف د پـیــردل مـقابـلې تــه وخـوځــیـدو» او په بي بي مهــرو کې د پــیردل خان د سقــاوي لښکر ســره پــه جــګــړه اخــتـه شــــو. سقاوی سپه سالار پیردل خان له درې ګيڼــټې جګــړې وروسته د ژغــورنې د لښکر له خـوا ووژل شــو او پاتــي لښکر یې هرې خوا ته وتښتید. غالبو جنګیالیو، ماتې خوړلی سقاوي لښکر د قلعه حسیـن کــوټ او قــلعه مرادبـیګ پـورې دومره وځغـلاوه چې د خلکو کورونو ته یې پناه ویـوړه. د هغــې سیمې «پـاک لمنـو میـرمنو د جنګي فراریانو د امن او شفاعـت لپاره قرآنـونه  په لاسونو کې نیولي وو. د هغه افغاني بیبیانو په لیدلو سره ما خـپل جنګـیالي واپس د کابل په لـوري راروان کــړل». پــه کابل کې ارګ همغــه شان د محاصــرې لانــدې و
 ولسي  جنرال یارمحّمد خان وزیري  تـه محّمد ګل خان مومند ، زمرک خان ځدراڼ، عـبدالغـني خـان ګردیـزی، مـولـوي الله نـوازخـان، شـاه محمود خان او شاه ولیخان د مبارکۍ لپاره راغـلل.« د ټولو څخه لومړی محّـمــدګل مـومـنــد چې د ډیـر حساس فکـر خاونـد و» او زمـرک خان ځـدراڼ( د غــیـرتي ببـرک خان ځدراڼ ځوی) د جنرال  یار محمّد خان وزیري نظر ومانه چې زر تـر زره دې پــه ارګ بـریــد وشي، مخکې له دې چې له کندهار، مشرقي ، جنوبي او شمالي نه سقاوي لښکــرې کابل تـه راورسیـږي او دوی د ناکامۍ سره مخامخ کړي. ورپسې نورو ټولو ومنله چې د ۱۳۰۸ لمــریز د تـلې (میزان) پـه شلمه[۱۲ اکتوبر ۱۹۲۹] دې سهار وختي د ارګ عــملیات پـیل شــي. شاه محمود خان او شاه ولیخان په «ظاهره څه اظهار نه کاوه» ځکه چې د کورنۍ غړي یې په ارګ کې بندیان وو. د پریکړې سره سـم  په ارګ باندې  د توپـونو برید وشو او له غـولي نه یې د اور لمبې او لـوګي جګ شول. ولولئ مخونه ۳۱۵ تر ۳۲۲.
(۱۹) د حضرت اغـاګـل مجـد دي په مشرۍ د بچه سقـاو د سـولې هـیئت
حـضرت اغــاګل مجددي چې د حضرت نورالمشایخ مجددي ورور و، بچه سقاو ته به یې« سلا او مشــورې ورکـولې». حضرت نورالمشایخ «ځانته سلطنت او پادشاهي غوښته او پر ځان باندې يې غــلجي ټبــرونــه راټــول کــړي وو»( ۳۴۳ مخ).  پـه ارګ باندې له برید نه څو ګيڼـټې وړاندې، د ۱۳۰۸لمریز د تلې د نولسمې[۱۱ اکتوبر ۱۹۲۹] د شپې نهه بجې وې چې حضرت اغاګل مجددي د دوه نـورو ملایانو او حکمران  سردار علیشاه خان سره یو ځای، د بچه سقاو او دهغه د خیلخانې د امن د غــوښتلـو په شفاهي هـیله د ژغورنې د لښکر مورچلونو ته له ارګ څخه په مـوټـر کـې چې سپـیــن بیرغ ورباندې رپـانده و راغـلل. مشرانو خپلمنځه جـرګه وکړه چې وزیـر محّمدګل مـومنـد، ســردار شاه ولی خان، او سردار شاه محمود خان هم پکې برخه لرله. لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري  خپله پریکړه حضرت اغاګل مجددي او د هغه ملګرو ته په ډاګه کړه چې «د ملت قاتل» بچه سقاو ته د امن او یا په  امـن د فــرار اجازه نـشي ورکولی. پریکړه دا وه چې د بچه سقاو نه به «قدرت په زور اخلو او هلته په ارګ کې به یې لاس تړلی نیسو....» سردار شاه ولی خان  «فــوراً د څو کلمو ویـلو اجازه» وغــوښته او پــه « ډیــره عاجــزانه وینا سره یې موږ ته »  داسې وویل چې: لیکوال جنرال یارمحّمد خان وزیري «هغه څه وویل چې زموږ ټولو مشرانو د واحد زړه او فکر خبرې وې. اوس به موږ د حبیب الله سره په څه توګه جنګ وکړو. هغه[حبیب الله بچه سقاو] په ارګ ګې دی او زموږ د کورنۍ نارینه او ښځینه غــړي ...یــې په ارګ کې یــرغمل کــړي دي. زموږ د لــوري په حبیب الله باندې فــشار، زموږ د کورنۍ د غــړو ژونــد په خطر کې اچــوي. ولې بیا هم د وطن د نجات په هیله تاسو د قوم مشرانو چې هــرڅه پــریکړه وکړه په هغه باندې زما او د شـاه محمـود موافـقه ده.» لیکوال جـنرال وزیری وایــي چې دواړه سـرداران وروڼــه «پــریـشانـه او ماڼـیجن ښکــاریــده».  
محّمدګل مومند چې یو «حکومتي او قـومي  هوښیار او ځیرک  شخصیت و او د جـرګې چاپیـریال یې ډیـر ښه څاره»، ټولو مشرانو ته وړاندیـز وکړ چې د حبیب الله د امن پریکړه دې دوه سردارانو وروڼـو (شاه ولی خان او شاه محمود خان) ته وسپـارله شي په دې دلیل چې د دوی ناموس د حبیب الله له خـوا یرغـمل شوی دی. محّمـد ګل مومـند چې د نامــوس او پـت خبرې ته ګوته ونیوله، ټولو مشـرانـو د هغــه وړانـد یــز ومانــه. سـردار شاه ولـیخان بـچه سـقاو تـه داسې ولیکل: «حبـیب الله وروره! ته د افــغانستان د حکــومت غـاصب یې او د افغانستان مظلوم ملت دې ټـوکر ټـوکر کړی دی، اوس تـه امـن غــواړې.  زمـوږ له لــوري څخه تــاتـه امـن دی او د خـپل ال و عـیال سره [د ارګ] د شمالي  دروازې له لارې نه کـوهدامــن ته ولاړ شه، په بیت المال او جبه خانه باندې لاس مــه وهــه». د شـپې لس بجې وې چه دغـه لیک حضرت اغـاګل مجددي او دوه ملایانو ته وسپارل شــو، خو د ژغـورنې د لښکـر د مشرانو جـرګې  سردار عا لیشاه خان د ځان سره وساته.  دا هغه  نمک حرام سردار و چې  په کند هار کې د والي  په حیث یې د هیواد د نجات په اتلانو د کندهار زندانونه ډک کړي وو. د کرنیل پایو خان ساه  په زندان کې وختله. په هغه شپه حضرت اغــا ګل مجــددي د خـپلو دوه ملګرو سره په خپل موټر کې  سپور شو او د ارګ په خوایې حرکت وکړ. څه کم یوه ګيڼټه وروسته د جرګې مشران خبر شول چې بچه سقاو د ارګ د شمالي  دروازې له لارې «فرار کړی دی. د دې خبر اوریدلو موږ ټول حیران او په سخته اندیښنه کې  واچولو....د شپـې په یولس بجـو ارګ ته د خپلو جنګیالــیو  سـره  داخل شوو.» او هلته «مو د چور او چپاول د مخنــیوي لپاره پیــرې او ګزمې مقرر کړې او په هغه تیاره شپه مو د حبیب الله د بندیخانې  څخه د ســپه سالار محّمد نادرخان، شاه ولی خان، شاه محمود خان، سر دار اسد الله خان،د  سردار علیشاه خان دکورنۍ غړي او د اعلیحضرت امان الله خان ورور راوویستل». پــه کابل کې به د ژغــورنې جنګیالیــو پــیرې او ګــزمې کــولې او مشــران بــه هــم په ګــزمـــو او پیــرو ګـرځیدل.  تر دغــه مهاله  محّمـد نادرخان په ځاځــیـو کې و، امان الله خـان له هــیواد نـه بهــر و او هیــواد ته بـیــرتــه راتــګ یـې زر نـاشـونـي و. خــو محــّمد نـادرخان د ژغـــورنې د جنــګــیالــیو د مشــرانــو ســره قــرآن مجــیــد لاسلــیک کـړی و چــې د بــري پــه صــورت کې بــه د«اعـلیحضرت غازي امان الله خــان یا د سراج دکــورنۍ کــوم بل غـړي ته تاج و تخـت سپاري»،  مخونه: ۳۲۴ تر ۳۲۹    
(۲۰) سیـــاســي لــوبــــــه
 د ارګ له نـیولـو نه درې ورځې وروسته، محّــمد نــادرخان کابل تـه راغئ او د ژغورنې د لښکر هـر مشر یې پـه غــیـږ کې داسې «ټــینګ نیـوه» لکه د بیت الله حاجي چې «حجـر اسـود پــه غـیـږ کې نـیسي». هغــه د کابل د نیولو څلورمه شپه په  چهلستون ماڼۍ  کې تیره کړه. د ۱۳۰۷ لمریز د تــلـې(میزان) په ۲۳[۱۵ اکتوبــر ۱۹۲۹] «مــوږ قـومي مشران» او محّمدنادرخان له چهـلستــون


جنرال یار محّمد وزیري ته د محّمد نادر شاه له خوا  په کندهار کې د کور اوزمکې فرمان ۱۳۰۸/ فبروری ۱۹۳۰
نــه د ارګ سلامخــانې ته ورسـیدلو. هلته د کابــل مخـور او سـرداران د سپه سالارمحمد مادرخان  هـرکلي تــه راغلي وو او د سفـارتـونو «یوشمیر غړي»هم لیدل کیدل. محّمدنادرخان حاضرینو ته په خپــله« لڼډه وینا» کې «خپل زحمتونه اوتـلاشونه بیـان کړل، د وطن د نجات ټـولې کارنامې يې په ځان او خــپلو وروڼــو پورې وتــړلې ....ولــې زموږ د خدمتونو او هڅو یې لـږ شانـته یادونه ونــه کړه...اود اعلیحـضرت غازي امان الله خان د بیا راوستو تـش وړاندیـز یې وکړ.» سم د لاسه د کابل « د مال او مقام وږو او تږو چاپلوسو افـرادو»  او «یوشمیـر»قـومي مشرانـواو د امان الله خان ورور( ســردار امـیـن جان[د نـادرخان خوری])، نادرخان ته بیعت وکړ.خو د وزیـرو، مسیدو، دوړو، ځدراڼو او تڼیـو مشران غــلي پاتي شـول او له دې لارې یې نـادرخان پـوه کړ چې دوی ناراض دي. دغه مشران د غوڼډې پــه پــای سره له ارګ نه ووتل او په ښار کې یې خپلو مورچلونو ته ځانـونه ورسول. په سبا ورځ دوی  پــه جــرګـه وو، پــه پکــتیــا کې د ځــنګلـونو رئیس او د امـان الله خان کـلک پلـوي فـقیـر مـحّمد مـومـند، جـنـرال وزیري تــه وویـل:«یارمحّمـد خانـه! ما په ګــل غــوڼــډۍ کې ستـا تــرغـوږ رسـولې وه چې محّمـد نــادرخان دې تیــر نــه باسي، دتـیرې ورځې بـیعت ښـه سیاسي لـوبـه وه.» جـنرال یار محّمد خان وزیري ورغبـرګه کړه:« اوس هم د کابل اداره زما په لاس کې ده ...هغــه شخص چې تا ســو د سلطنت د معـین  په توګه په ګل غوڼډۍ کې راته په ګوته کړی و، تا ولید چې هغه ډارن لومړی فـرد و چې د محّمد نادر خان سره یې بیعت وکــړ. ما د هغه د خانــدان او د هغــه د ورور په خــاطر دا ټــولې وینې وبهـولې ، اوس به هم د وینو ویـالې جاري کـړم ولې کاشکې د خپـلواکۍ محصل را لـره نژدې وای.» د مشرانو د دغې غوڼډې راپـور کوم چا محّمــدنـــادرخان تــه رسولـی و. په سبا (۲۵میزان ۱۳۰۸) [۱۷ اکتوبر ۱۹۲۹]شاه محمودخان او محّمدګل خان مومند د وزیرو او مسیدو مشرانو ته ورغلل چې احوال یې واخلي او د محّمدنادرخان  «هیلـه» ورته ورسوي چې «نن ورځ [به]په ځانګـړې توګـه ستاسو سـره وګـوري». لیکــوال جنـرال یـارمحّمـد خان وزیری دغه بلنه ومنله او د شاه محمو خان او محّمدګل خان مومند سره یـوځای د ســردار فتــح خان کورته ورغــلل چې محّمدنادرخان پکې دیــره و
په دغه کور او لارو کې د ګــردیــزیــانو، ځاځـیـو او موسـی خیلــو د ســړیـو پــیــرې او ګـزمې وې. کــورتــه په ننــوتــلوسـره، محّمدنادرخان یې روغـبـړ تـه ور ووت، او داسې یې ورته وویل چې: «دافغانستان ملت او زه شخصا ستاسو قهـرمانانو مـدیـون یم. د وطن د نجات په لارکې ستاسو هریو خدمت به انشالله په دنــیا او دیــن کې ضایع نــه شي....زه نــن هـم په هغه عهد او پیمان ولاړیم چې موږ او تاسو په ځاځیــو کې وربانــدې دُعا کــړې وه.» له دې ویــنا نه وروستـه، الله نــوازخان، ځلمی خان منګل، عبدالغــني خان ګــردیزی او محّمد ګل خان [مومند] هم څه یادونې وکړې.» ورپسې لیکــوال جــنرال یار محّــمـد خا ن وزیــري  د وزیــرو او مسیـدو «د ټـولـو مشرانـو» په استازیتوب د امان الله خان بیا راوستلو ته ګوته ونیوله: «سپه سالار [محّمد نادرخان] صاحب! د الله په نصرت او د قـومي مشرانو پــه همت او میـړانــه کابل فتح شو، د حبیب الله [بچه سقاو] شر او فساد د هیواد د یـوې برخې څخه ټـول شــوی دی؛ په کنـدهار، مشـرقي اوشمالي کـې  اوس هـم دهغه پـلویـان فعال دي او بهانې لـټـوي. اوس مـوږ ټــولــو تــه پــه کار ده چې [د ځاځیو] د علی خــیلو په پیــمان بانــدې عمل وکـړو چې د نــورو ویــنــو تویــولـو جـلوګــیري پـه هــمدې کار ســره وشــي.» محّـمد نـادرخان ورغــبرګه کــړه: «....نـن زه[دځاځیو] دعلی خیلو پـر هغه عهد او پیمان ولاړ یـم...پــه وطــن کې د ارامۍ او امنــیت راوستــلو وروستـه ستاســو عـزیزانو هــره فـیصله زمـوږ د وروڼــو فــیصله ده....انـشا لله وتعـالی چې درست کــارونه بــه قـدم په قــدم درســت شي. د اعلیحضرت امــان الله خان ســره بــه مــوږ پـه تماس کې شـو چې خــپل وطـن تــه راستـون شي او دا کـار څـه وخت غــواړي.» ولولئ  مخــونه: ۳۳۰تر ۳۳۶
(۲۱) د قـومونـو تر منځ د روغې جـوړې جـرګـه
کــله چـې د وزیـرو او مسیدو په میـړانه د حبـیب الله بچه سقاو او د هغه د پلویانو له لوري خطرې شـڼـډې شوې، محّمد نادرخان هڅه وکړه چې د وزیرو او مسیدو او نورو قـومونو په منځ کې روغه او جـوړه رامـنځـته شي‎ او له دې لارې د هغوی تر منځ جګړې او سیالۍ تم شي. د   ۱۳۴۸هجري سپــوږمیـز د شعبان په میاشت [جنوري ۱۹۳۰ زییز]کې د حضرت نورالمشایخ


له شاه جوی څخه کابل ته د جنرال  یارمحّمد خان وزیري د کډې کولو فرمان
مجددی په ریاست د ارګ په سلام خانـه کې جــرګه راوبلــل شوه چې لاندینـیو اشخاصو پکې ګډون کړی و: حضرت نـورالمشایخ مجددی، محّمدنــادرخان، محّمــد هاشــم خان، شاه محــمود خان،  د وزیرو او مسیـدو دقـومــونو ۹۷ مشــرانو ،او د پکـتیا ولایت ۳۳ تنه مشرانو(علی خیـلو،ســلیمان خــیلو او انــدړو). ولــولئ   ۳۳۹ تــر ۳۴۲ مخـــونــه
(۲۲) انګـریـزانو د مغـلګۍ په تـاڼـه بـرید را وپـاراوه
انګــریزانو پــه امـان الله خان پسې حبیب الله (بچه سقاو)، سید حسین او ملک محسن راوپارول او دهــغه واکمني یــې رانسکــوره کــړه(فبروري- اکتوبر ۱۹۲۹). په دغه لار کې یې د نورالمشایخ حضرت مجددي کورنۍ هم استعمال کړه. د  غـلواکۍ (سقـاوۍ) له منځه وړلو وروسته، انګریزانو پـه افــغانستان کې په نوي نظام پسې شــرارت راولاړ کړ: د امـان الله خان د ورور  په نــوم یـې بغــاوت راپــورته کړ، په دې پلمه چې بیـرته امان الله خان قدرت ته رســوي. د صــدراعظــم [لومړی وزیر: ۱۹۵۳-۱۹۴۵] ســردار  شاه محمود خان  په مهال، د افغانستان په پــولــو کې د مغــلګــۍ په تاڼــــه بریــد وشو. جنرال یارمحّمد خان وزیري د وزیرو او مسیدو جرګې ته وویل: کله چې امان الله خان شخصاَ وزیرستان ته راشي او د افغانستان د واکمنۍ دعــوه وکــړي، نــو بیـا پـه وزیــرو، مسیــدو او «پـر ما بانــدې لازمي ده» چې د هغه سره ملاتړ وکــړو. «اوس چې نه غــازي امان الله خان حاضر دی او نه یې د لیک په ذریعه د سلطنت د ګټلو لپاره مرسته او امداد غــوښتی د‎ی، زموږ هر حرکت د قوم تباهي او بربادي ده....[ د امان الله خان ورور]هـمدا ســر دار امــیــن جان و چې  د خــپــل ورور [امـان الله خـان] پـه مخالفت یې د محّمد نــادرخان ســره بیــعــت وکــړ». ولولئ:  ۳۴۹-۳۴۶ مخــونه
 پـایـلـه
محّمدنـادر خان په یوه وینا کې ویلۍ وو: د کور جوړول په دې نه کیـږي چې د کور د بیخ په ځای دې د کور لوړ پـوړ لومړی جوړ شي: «امان الله خان هـڅـه وکړه چې د خـلکـو ذهـن د هغـوی د خـولـیـو  د بدلولو له لارې واړوي.» یعنـې
“You can not build a nation anymore than you can build a house by starting at top.. Amnullah tried to change the house by starting at top. Amanullah tried to change the minds of people by changing their hats.”

د جنرال یار محّمد خان  وزیري مونه  ۴۷ کالونه وړاندې په ۱۳۴۷لمریز/ ۱۹۶۸ زیـیز کې

د نادرشاه بهرنئ سیاست په ناپـیـیلتوب ولاړ و. د دغه ډول سیاست ګټه دا وه چې افغانستان د کوم بل هیواد ګوډاګی نه دی. خو برتانیې د نادرخان حکومت ته په ۱۹۳۱ کې لس زره ټوپکونه، پینځه ملیون کالتوس، او نږدې یوسل اتیا زره پوڼـډه د مرستې په ډول ورکړل. مخکې له دې چې قدرت ته ورسیـږي، نادر خان د ریچارډ مکونکي سره لیدلي و چې پخوا په کابل کې د برتانیې  پـه سفارت کې قـونسل و او بیا د پښتونخـوا په کـُـرم ایجنسي کې د برتانیې سیاسي ایجنټ و. له دې امله ځینې خلک په دې عـقیده ووچې برتانویانو نادرخان ته امتیاز ورکړی و چې په خپل هیواد کې واکمن شي. خو نادرخان د دغه شک په مقابل کې داسې استد لال کاوه چې د ذکرشوو برتانوي مرستو سره شرایط نه دي تړل شوي او دغه ډول مرستې د امان الله خان سره هم شوې وې.
عـبدالغـفار خان (۱۹۸۸-۱۸۹۰) مشهور په «باچا خـان» او «فـخرافغان» په خپل ۷۸۸ مخیـز ژوند لیک کې د خپل پرځنګ (مبارزې) تنسته غـځولې ده. باچاخان په خټه محّمدزی پښتون/افغان وـ هغـسې محّمدزی چې افغاني (پښتو) پرې ګرانه وه! په ۱۹۲۰ کې  یې په کابل کې د امان الله خان سره ولیدل. « ډیرې خبرې مې ورسره وشوې، په خبرو خبرو کې» یې امان الله خان ته داسې وویل:« تا له ترکي درځي، فـارسي درځي او نورې ژبې هم درځي،خو خپله ژبه [پښتو] نه درځي». وعده یې ورسره وکړه چې زده کوي به یې.
 باچاخان خبر شو چې امان الله خان افغانستان پریښی او کویټې ته رسیدلی و. هڅه یې وکړه چې لیدنې ته یې کویټې ته ورشي، خو انګریزانو له نیمایې لارې نه ستون کړ او بیرته پښاورته راغی. بیا ډهلي او له هغه ځایه بمبۍ ته لاړ او هلته یې د امان الله خان سره ولیدل. «هلته یې ماسره پښتو کې خبـرې وکړې.» باچاخان د امان الله خان سره «افـغانستان ته د بیرته تــلــلو خبره وکړه، لیکـن هغه د افـغانستان نه مایـوسه شوی و...او د پښتـنو نه ډیـر مـوړ معــلومیده». باچا خان د سـقاوي ګډوډۍ په مهال، د افغانستان لپاره په پښتونخوا کې چـانــده یانې بسـپنه ( طبي مواد او نغـدې پیسې) راټــولې کــړې وې.  لـه امان الله خان نه یــې په بمبۍ کې د ملاقات په مهال  پوښتنه کړې وه چــې دغــه« حساب» (بسپنه) چا ته وروسپاري؟ «نـو پــه جواب کې ده راتــه ووې چې تاســو یـې نــادرخان ته ورکـړئ او د نــادر خان امــداد وکــړئ[.] ملاقات ختم شو ، په ډیر خـفګان ســره مونږ د یو بل نــه جــدا شــو.»
باچا خان پیښور ته راستون شو او بله ورځ خبر شو چې محمدنادر خان هم د خپلو وروڼو سره پیښورته راغلی و. با چا خان او دهغه مشر ورور ډاکتر خانصیـب  د نـادر خان لیدلــو ته ورغـلل.  باچا خان په نادرخان شکمن شوی و چې نادر خان به د خپل هغه خوریي لپاره سلطنت ګټي چې [د سردار امین جان په نوم] دحبیب الله خان ځوی و. خو نادر خان پخپله باچاخان ته وویل:«ته به هم ژوندی یې او زه به هم ژوندی یم، که چیرې ما هغه بادشاه کـړ یا پخپله بادشاه شوم، نو ته راشه او مخ راله تورکړه او راته ووایه چې نادرشاه خپله وعده دې پوره نه کړه.».څو ورځې وروسته، هاشم خان  جلال اباد ته وخوځید او نا درخان او شاه ولیخان ځاځیو ته، او نادرخان له باچاخان نه «وعده واخیستله» چې سبا دې په ټل کې د نادرخان سره وویني. باچاخان سبا ټـل ته رسیـږي ، خو نادرخان« په مخه تللی و.» حکیم نومې یو سړی یې په موټـر کې ولید چې د نــادرخان د لیــدلو لپاره ځاځیو ته روان و. باچاخان ورته د نادرخان په نوم یــو لیک ورکــړ: « اوله وعده خو دې پوره نه کړی شوه، نو د بلې وعـدې به دې څه حال وي؟».
باچاخان چې له بمبۍ نه  پښتونخوا ته راستون شو، انجمن هلال احمـر (د ســرې میاشتې ټولنې) ته یې راپـور ورکړ. ډیـر خلکو چې نه یــې غــوښتل د نـادرخان سره مرسته وکــړي،  خپله چانده یې بیـرته واخیستله. «بیا هم موږ نادرخان لـه پنځــوس زره نغــدې روپـۍ او هغـه ټــول سامان ...ورولیـږه.» باچاخان کاږي چې «د نادرخان تـار ما له راغی چې کابل فتح شو او چې خلک خبر شو چې کابل فتح شو نو یوقسم خوشحالي په خلکو راغله چې بــیان یـې کولی نــه شـم.» خو کله چې نادر خان خپله پاچاهي اعلان کړه، «په دې خبره باندې مونـږ ډیر  حیران شـو، ولې چې داسې کاریې وکړ چې زمونږ په خواب او خیال کې نه و، ځکه هغه خو» د بـاچـاخان عبدالغفار خان سره په پـیـښور کـې وعـده کړې وه چې پخپله به دی نه پاچا کیـږي.
 ولولئ: عبدالغفارخان (باچا خان)، زمـا ژونـد او جـد وجـهد. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني، چاپځی: دانش خپرندوی ټولنه- پیښـور،هجري۱۳۸۷لمریز=۲۰۰۸ زییز، مخونه: ۳۳۹تر۳۵۴
 کـه انګــریــزانو خپلې ملي ګټــې پـه افغانستان کې د محّمد نــادرخان پــه واکمنۍ کې لــيدلې، شوروي روسیې/شوروي اتحاد خپلې ملي ګټې په افغانستان کې د امان الله خان پـه واکمنۍ کې لیدلې. په هغـو شرایطو کې  افغانستان د دواړو ځامنو کفایتونو ته اړتیا لـرله. که د غلواکۍ په مهال محّمد نادر خان  او وروڼه یې نه وای، چا به د «خادم دین رسول الله»( بچه سقـو) ځای نیولې وای؟ د دواړو(امان الله خان او محّمد نادرخان) په ګډ کار سره به افغانستان ډېـر پر مخ تللی وای!
پـه پــای کې له منلي فــدامحـّمـد نـومیـر او له ځوان غـرزي نـومیـر نه د زړه لـه کـومي منـنـه کـوم: فـدامحّمد راته شواهـد راوسپارل او ټایپې تیر وتنې  یې راته وښودلې! ځوان غـرزي په ګړندي ډول زما کمپیـوټـري مشکلات حل کړل. ټیم خو دیته وایي!  ځیـرکیار ۲۷ جنوري ۲۰۱۶