د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار

25.09.2016 11:06    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار د افغـان سیکانو او هـیندوانو کـرغـیـړن ژونـد او د بادشاه خان انسان دوستي

څو ورځې وړاندې مې د یوه افغان سیک ښاغلي دیاسینګ یو شعر په اینټر نیټ کې واورید چې هم یې خوښ کړم او هم یې غمجن کړم. دیاسینګ پکتیاوال افغان دی او دایې شعــر او شعـور دی:

11.04.2016 11:35    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار بروس ګ. ریچارډسـن: د حقیقت یو پلټونکی او د ژورنالیزم یو اعتبار له نړۍ لاړ

امریکایي بروس ګ. ریچارډسـن په ژورنالیزم کې د حقیقت پلټونکی و. هغه په افغانستان باندې د دوه زبرځواکونو د یرغلونو په اړه دقیقې څـیـړنې را مینځته کړې: د ۱۹۷۹زییز په دسمبر کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل او بیا د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې د امریکې د متحدو ایالتونو یرغل. دغه شان هغه له شوروي یرغل راهیسې د افغانانو « د پاڅون له غلطو اتلانو» نه څپوڼی لرې کړ، خاصتا په شوروي قواو کې د احمد شاه مسعود د جرم ګډون یې رابرسیره کړ. غټ شمیر صادق خلک به په بروس ریچاډسن پسې وکړېـږي، ځکه هغه د صادقو ژورنالیسټانو، صادقو محقـقینو او صادقو هیواد دوستانو ملګری و. بروس ریچارډسن ته د نورو هیوا دوستانو په څیر خپل هیواد (امریکا) ګران و. خو هغه له دېنه ډډه کوله چې حقیقت دې د مصنوعي هیواد دوستۍ قـرباني شي

01.02.2016 13:02    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار د جرګې په مخکې او د ټـوپک تر شا (۲)

یارمحّمد خان وزیری چې هغه مهال غـوڼـډمشر و، د امان الله خان په غوښتنه د وزیرستان په لـور پـیاده ځانـله وخوځید(۱۵ حمل ۱۳۰۸لمریز) [۴ اپریل ۱۹۲۹]. د امان الله خان فـرمانونه يې خزانه وه، او د وزیرستان په خلکو کې د غوڼډ مشر وزیري نږدې او کلکه پیژندګلوي یې جبه خانه وه. هغه ۷ ورځې وروسته(د حمل په ۲۲، ۱۳۰۸) [۱۱ اپریل ۱۹۰۸]«خپل قدم د وزیرستان په خاوره کې کښیښود» او د «غړوبه» نومې کلي نومیالي شیرمحّمد خان خوجلخیل وزیر میلمستون ته د ماښام په تیاره کې ورننوت او د ماخوستن له لماځه وروسته یې د کلي د مشرانو سره هم په میلمستون کې په موضوع خبرې وکړې او هغوی ورسره خپل ملاتړ وښود. د سهر له لمانځه نه وروسته(۲۳ وری ۱۳۰۸ لمریز[۱۲ اپریل ۱۹۲۹] لیکوال جنرال یارمحمد خان وزیری د «یوې ډلې» وزیرو سره د سهیلي وزیرستان د مرکز واڼـه په لور وخوځید. همغه ورځ د واڼه په سیمه کې بوميخیل نومې کلي ته ورسیدل او د محّمد خان زلیخیل په میلمستون کې یې واړول- مخونه: ۱۳۷ تر ۱۴۶؛ ۱۴۸ تر ۱۷۱. د ماخوستن له لمانځه نه وروسته، ټول مشران میلمستون ته راغلل او جنرال وزیري ورته د امان الله خان پیغام واوراوه. دولس مشرانو ته یې پیغامونه ولیکل

01.02.2016 12:52    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار د جرګې په مخکې او د ټـوپک تر شا (۱)

د برلین د ازاد پوهنتون، د کابل پوهنتون، او په امریکه کې په دوه پوهنتونونو کې د سیاسي علومو پخوانی ښـووانـد. ماسټري او ډاکتري دواړه په سیاسي علومو کې د برلین په ازاد پوهنتون کې، او مافوق بکلوریا په سیاسي تعلیم او تربیه کې په ګویتې پوهنتون کې – د فرانکفورت/مایـن ښار

19.12.2015 16:59    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار د زړونو او دماغـونو مایـنـونه ۲ برخـه

ما ځیـرکیار ته یـو بې نومه چا له جرمني نه یو کتاب رالـيـږلی دی او هیله یې رانه کړې ده چې یـو څه پرې ولیکـم. خو په کـتاب او په اِیـنټـر نیټ کې چا د دغه منلي ژورنالـیسټ او تاریخپـوه د ژوندلیک په اړه څه نه دي لیکلي. اټکل کوم چې افغان ملتی تمایل به یې لاره، یا به یې په افغان ملت ګونـد کې دوستان لـرل؟ زه له دغه کتاب («د زړونو او فکرونو ماینونه») نه دوه برخې غـوره کـوم او هره برخه د عبدالجلیل وجدي په خپله وینا کې پریـږدم کـتاب د ۱۹۹۹د اپریـل په ۴(۱۵ وری ۱۳۷۸) بشپـړ شـوی و او په کال۲۰۰۰کې خپور شوی و، او ۲۴۰+ مخونه لـري .خپـرنـدوی یې په جـرمني کې «د پښـتني فـرهـنګ د ودې او پراختیـا ټـولـنه» ده، او کتاب د دغې ټولنې د مشر محّمـد اصـف وردګ په «ځاني مالي پانګـه خپـور شوی» دی. چـاپنځـی یې «ملت پـریس لاهـور» دی. که څوک د ښوواند وجدي د ژوند لیک په اړه معلومات لري. هیله ده چې زما سره یې شریک کړي. او س به راشم د وجدي خپلې وینا ته

12.12.2015 13:58    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار د زړونو او دماغـونو مایـنـونه

ما ځیـرکیار ته یـو بې نومه چا له جرمني نه یو کتاب رالـيـږلی دی او هیله یې رانه کړې ده چې یـو څه پرې ولیکـم. خو په کـتاب او په اِیـنټـر نیټ کې چا د دغه منلي ژورنالـیسټ او تاریخپـوه د ژوندلیک په اړه څه نه دي لیکلي. اټکل کوم چې افغان ملتی تمایل به یې لاره، یا به یې په افغان ملت ګونـد کې دوستان لـرل؟ زه له دغه کتاب («د زړونو او فکرونو ماینونه») نه دوه برخې غـوره کـوم او هره برخه د عبدالجلیل وجدي په خپله وینا کې پریـږدم

03.05.2015 14:18    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار فـرهـنګي حـقـوق د افـغـانستان پـه سـفـارتـونـو کې

د میلمه هیواد سفارت په کوربه هیواد کې د میلمه هیواد ملي څیره تمثیلوي او په کوربه هیواد کې د میلمه هیواد د دپـلوماتیکـو او کلتوري اړیکو د اعـصابـو او ملي پیـژاند (هویت) مرکز دی. ما د افغانستان څلور سفارتونه (په واشنګټـن ډی. سي.، برلین، لندن او تهران کې) د فرهنګي حقوقـو په اړوند کې د څیـړنې لاندې ونیول. په ټـولو او هـر یـو کې، په افغانستان کې د ملي هـویت سازۍ د خــورا اغـیزمن عنصــر (پـښتـو ژبې) سره د ناګڼلي پردي چلن شوی دی، او په دې ډول ذکر شوو سفارتونو خپله رسمي ملي بې کفایتي په غـټ بـریالیتوب سره ښودلې ده

19.04.2015 10:59    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار کلتوري جټکه: د فـرخندې وژنه او فارسي کنځلې

انسان نه یواځې په یو جسمي چاپیریال کې ژوند کوي، بلکې په کلتوري چاپیریال کې هم استوګن وي. انسان یواځینی ژوی دی چې په خپل چاپیـریال کې بد لون راوستلی شي او د دغه بدلون په اوږدو پخپله په انسان کې هم بدلون راځي. په ذکر شوي کلتوري چاپیـریال کې د انسان په لاس جوړشوي شیان، ټولنیزې موسسې، مفکورې...، او لوړې عـقیدې هم شمیرل کيـږي

04.01.2014 01:25    |   ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار پښـتون د متعـصبوافغانانواو بهـرنیانو په قـضاوت کې

تعـصب د یـو وګړي یا یـوې ډلې ته د منسوب وګړي په اکله هـغـه تنګ نــظره او مغـرضانه فکـر او احساس دی چې د اســـتـدلال، معلـوماتـو او رښتــونې تجربې سره اړخ نه لګـوي او تبعـیض ته لار هواروي. ژانـژک روسو دا غـوره ګڼي چې پخپله دی دې په تضادونو ډک سړی وي، خـو متعـصب سړی دې نه وي. انګـریز مفکر ویلیم هازلیت (۱۷۷۸ تر ۱۸۳۰) « تعصب د ناپـوهۍ بچی» ګڼي. ســویسي سـاه څیـړونکی کارل ګوستاف یونــګ (۱۹۶۱-۱۸۷۵) ویـلی و چې فکـر کـول مشکل دی، ځکه خــو خلک ډیــر قـضاوت کـوي. دغه شان، یو نا معلوم چا ویلي دي چې که انسانان ‎د یو بل سره ډیـر وغـږیـږي، د یـو بل په اکله