د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زړونو او دماغـونو مایـنـونه ۲ برخـه

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار 19.12.2015 17:59

ما ځیـرکیار ته یـو بې نومه چا له جرمني نه یو کتاب رالـيـږلی دی او هیله یې رانه کړې ده چې یـو څه پرې ولیکـم. خو په کـتاب او په اِیـنټـر نیټ کې چا د دغه منلي ژورنالـیسټ او تاریخپـوه د ژوندلیک په اړه څه نه دي لیکلي. اټکل کوم چې افغان ملتی تمایل به یې لاره، یا به یې په افغان ملت ګونـد کې دوستان لـرل؟ زه له دغه کتاب («د زړونو او فکرونو ماینونه»)  نه دوه برخې غـوره کـوم او هره برخه د عبدالجلیل وجدي په خپله وینا کې پریـږدم
 کـتاب د ۱۹۹۹د اپریـل په ۴(۱۵ وری ۱۳۷۸) بشپـړ شـوی و او په کال۲۰۰۰کې خپور شوی و، او ۲۴۰+ مخونه لـري .خپـرنـدوی یې  په جـرمني کې «د پښـتني فـرهـنګ د ودې او پراختیـا ټـولـنه» ده، او کتاب د دغې ټولنې د مشر محّمـد اصـف وردګ په «ځاني مالي پانګـه خپـور شوی» دی. چـاپنځـی یې «ملت پـریس لاهـور» دی. که څوک د ښوواند وجدي د ژوند لیک په اړه معلومات لري. هیله ده چې زما سره یې شریک کړي. او س به راشم د وجدي خپلې وینا ته

(۲) ملي سـتم که کـلتـوري ستـم

په وروستیـو وختونو کې ځینو کسانو په عجیبه توګه د «پښتون اپارتایـد» اصطلاح جوړه کړې ده چې  دا اصطلاح په افغانستان کې د ملي ستم په څیـر مورد او واقیعیت نه لري، یعنې دوی غوښتي دي چې ووایي په افغانستان کې پښتنو د اپارتاید پالیسي چلولې ده....که په وچ زور وغواړ چې د افغانانو لیکه او لاره د دې اصطلاح په تنګ قالب کې واچوو نو د معکوس مفهوم اخستلو امکانات یې زیات محسوس دي.
ټول خبر دي چې د ملي ستم نظریه [ د افغانستان]په مارکسیستي [کمونیستي] ډلو کې راپیدا شوه. دې نظریې په خاصه توګه د بدخشان په ولایت کې چې د تاجیکستان د پخواني شوروي جمهوریت سره یې پولې شریکې دي وده وکړه.... کله چې څوک خپله تر پښو لاندې ځمکه نه ویني او لیرې نخښې د نظر په غشي ولي نو بیا د تحقیق نه مخکې قضاوت کوي او دا هغه شی دی، چې د ورکړل شویو تعـریفـونو له مخې تعصب بلل کیـږي....کومو کسانو چې په افغانستان کې د ستم ملي مفکورې ته آب و تاب ورکړی دی هغوی په یو ډول کلتوري ستم سترګې پټې کړې دي او ٫٫ژبنی اپـارتـاید٬٬ ته یې پام نه دی کړی. په ځینو خپرونو کې د سلطان علي کشتمند د خولې څخه داسې یوه اخیستل شوې خبره لیکل شوې ده چې په هغې کې یې پښتانه ٫٫اکثریت بی فـرهنګ٬٬ بللی دي. په جنوبي افریقا کې  د سپین پوستو اقلیت د تورپوستو اکثریت ته همداسې خبرې جوړې کړې وې. فرق یې يوازې دومره دی  چې هلته یو قـومي لـږکی مسلط و او دلته یو درباري قشر مسلط و....که حقیقت ته وګورو د بدخشان د خلکو ممتاز قـشر تل په هغه حاکمه دستګاه کې د پیاوړې بـرخې خاوند و چې د[محّمد] طاهـر بدخشي په ګو مان یې ملي ستم چلاوه. مثلا په امانیه دوره [۱۹۱۹تر ۱۹۲۹] کښې محّمد ولي [دروازي] بدخشي [ د کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني په وینا ٫٫سرکرده غلام بچه ګان دربار٬٬ حبیب الله خان] د دولت ډیر قوي مټ و تر دې چې د صدارت عظمی د څوکۍ لپاره په نظر کې نیول شوی و او د اعلیحضرت امان الله خان د نړیوال اوږده سفر پـر وخت د ده وکیل اوجـانشیـن و.  د [محّمد] ظاهـر شاه د سلطنت په موده کې علي محّمد خان د دربار وزیـر هـم بـدخـشی و. د دربار وزیر په اصطلاح تل د ښي مټ له وزیرانو څخه وي او معمولا هغه څوک وي چې د پاچا د مرګ او ژوند مساله تر ډیره حـده ورسره ارتـباط لـري. همـدغـه مـدبر او محـترم شخـصیت د مـرحـوم محّـمـد داود خـان د صـدارت عـظمی په مـوده کې د صـدارت لـومړی مـرستیال و.... د ده زوی[حقوقپوه] حمیـد الله د هغـو محترمو او باوري کسانو څخه و چې د لمریز ۱۳۴۳[۱۹۶۴] د اساسي قانون [ د تسـویـد]  په کمیټه کې د غړیتوب چانس ورکړل شوی ....امیر عبدالرحمن خان د بدخشانیانو زوم و. امیر حبیب الله خان د ده د بدخشۍ  ښځې ګلریـز څخه زیـږیدلی و. کله چې حبیب الله خان برتانوي هند ته په سفر لاړ نو یوې انګریزې خپرونې (ویسټ مینیسترګازیټ*/ عموماَ رسمي خپرونه) د ده مفصله سوانح لیکلې وه او په هغې کې یې څرګنده کړې وه چې د امیر عبدالرحمن خان د محّمد زۍ ښځې بي بي حلیمې زوی سردار محّمد عمر خان و چې مور یې د نسب په سلسله کې د امیر دوست محّمد خان[۱۸۲۶ تر ۱۸۶۳ د بارکزی واکمنۍ موسس] له نمسیانو څخه وه خو د پاچاهۍ چانس د ګلریزې زوی حبیب الله خان تر لاسه کړ. د ده [حبیب الله خان: ۱۹۰۱تر ۱۹۱۹] په دوره کې په پښتنو کې د کلتوري ستم اندازه دومره زیاته وه چې ملي ژبه پښتو هغه وخت د پوهنې په نصاب کې د انګریزي ژبې په څیـر اختیاري وه یعنې څومره چې انګریزې پردۍ بلل کیده، هغومره پښتو پردۍ او غیر ضروري وه.  دا ځکه چې د دربار رنګـینیـو او شخـصي خــپلویو د ده احـساس هــم له پښتنو څخه  پــردی کـړی و. بله خبره داده چې پاچاهانو تل د یـو معمول په توګه د خپلې حکمرانۍ  د بقا لپاره یـو قوم له بل قوم سره اچولی دی. د مثال په توګه امیر عبد الرحمن خان د افغان او انګلیس د دوهم جنګ قهرمان غازي محّمدجان خان مزارشریف ته د تګ[تبعید] په لار کښې  د ازبکـانو پـه لاس پـه
 

غـازي محّمــد جـان خـان وردګ


شهادت ورساوه.  په همدې ډول ده خپل ځینې نور هغه مظالم چې په نورو قومونو یې کول د پښتنو په لاس سرته رسولي دي. ببرک کارمل او نجیب زموږ د زمانې دوه نور همداسې ستمکاران وو چې یو قوم یې په بل قوم باندې ځپلو. دا بل څوک نه و نجیب و چې د پښتنو د ځپلو او شرمولو لپاره یې ...د [عبد الرشید]دوستم څخه ستر قهرمان جوړ کړ .... دا له شکه وتلې خبره ده چې د افغانستان د هرې زمانې په حاکمه دستګاه کې د افغانستان د ټولو اقوامو افراد شامل وو او د دولت بیروکراسي تر ډیره حده د دري ژبو په لاس کښې وه. نو هـر استبدادي حکومت چې د افغانستان په ټولو خلکو کوم استبداد چلولی دی هغه داسې ستم نه دی لکه چې ستمیانو فکر کړی دی. یا نورو په دوی کښې  داسې فکر تلقین کړی دی خو هغه کلتوري ستم چې په پښتنو تحمیل شوی دی ډیر زیات محسوس
دی. مخونه ۲۰۷ تر ۲۱۱
    * دهغه وخت د انګریزي اخبارونو د کټینګونو یو کلیکسیون د کوټـې د ښار د یو پخواني  ښاروال سردار محّمد ایوب خان وردګ د انتیکو اثارو په شخصي موزیم کې خوندي دی