د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښـتون د متعـصبوافغانانواو بهـرنیانو په قـضاوت کې

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار 04.01.2014 01:25

تعـصب د  یـو وګړي یا یـوې ډلې ته د منسوب وګړي  په اکله هـغـه تنګ نــظره او مغـرضانه فکـر او احساس دی چې د اســـتـدلال، معلـوماتـو او رښتــونې تجربې سره اړخ نه لګـوي او تبعـیض ته لار هواروي. ژانـژک روسو دا غـوره ګڼي چې پخپله دی دې په تضادونو ډک سړی وي، خـو متعـصب  سړی دې نه وي. انګـریز مفکر ویلیم هازلیت (۱۷۷۸ تر ۱۸۳۰) « تعصب د ناپـوهۍ بچی» ګڼي. ســویسي سـاه څیـړونکی کارل ګوستاف یونــګ (۱۹۶۱-۱۸۷۵) ویـلی و چې فکـر کـول مشکل  دی، ځکه خــو خلک ډیــر قـضاوت کـوي. دغه شان، یو نا معلوم چا ویلي دي چې که انسانان ‎د یو بل سره ډیـر وغـږیـږي، د یـو بل په اکله  به لـږ وغـږیـږي. د تعـصب د ټولنیزې ساه پوهنې  لــپـاره ولــولــئ
Christian S. Crandall and Mark Schaller (eds.), Social Psychology of Prejudice: Historical and Contemporary Issues (2004).
تاریخـپوه ګیانیـنـدرا پانــدې په ۲۰۱۳ کې  په خپل چاپ شوي کتاب کې د نړۍ په دوه غـټـو ولسـواکیـو(امریکه او هندوستان) کې د تعـصب څـڼـډې راسـپـړلې دي
Gyanendra  Pandey,  A History of  Prejudice: Race, Cast, and Difference in India and the United States (2013).
ګـونـدې موږ ټـول له لاندې پیـښـو نـه زده کړه وکړو

پـښتانه په دې نه ارزي چې عـلاج یـې وشـي: د یـو طبـي ډاکتـر تـعـصب

د طبي ډاکتر وظیفه داده چې لږتر لږه ناروغ ته قــصدا ضرر ونه رســوي.  زه دلــته په ټــولـو چـنـداولی او یا شیعه افغانانو قضا وت نه کوم، بلکې د یـو وګړي په ګناه ګـړیـږم او لوستونکو ته د هغه د پیـژندګلوۍ لپاره دغه نښې ور په ګوته کوم. د کابل د چـنـداول سیـمې یــو اهـل تشـیع افغـان (ح. ظ.) چې طبـي ډاکـټرو، په کابل کې یـې  خـپـل طـبي  کـتـنځی(معاینه خـانه) لــرله. پــه پســرلي کې بــه کـوچــیان له کابـل نــه تـیــریـدل.  یخنۍ وهـلي کوچیان بــه ټـوخـي نیــولي وو. هـغــوی لــه  نــري رنـځ ( تـوبـرکـولوزیـس،سـیل) نه ډیــر ویــریــدل او لــه دې امـلـه بــه یې لــه ټـوخي نــه هــم ډیـره تــرهـه لرله. کوچیان  به چې کابل ته  راورسـیدل،  د سـږو ایکسرې به یې اخیستلې. د دغــه هـدف لپاره به د پاس معـرفي شــوي ډاکـتر  کـتـنځي تـه ور تـلل. د ایکــسرې د اخـیستـــلو لپاره بــه مجبــور وو چې خپـل کمــیسونه وبــاسي، څــادرونه لــرې کړي،  او هـرڅه شــاته کــیـږدي. په دغه مهـال بـه ذکرشوي ډاکـټـر د هغـوی له جـیبــونــو نه پـیسې ویستــلې. دغــه غـل او جنایت مــزاجه ډاکتـر یـو وخت پـه پکـتیا ولایــت کې د جـرمنیانــوپـه پــروژه کې مـصروفــیت لاره. د  دغــې پــروژې جـرمــن نــژاده طبــي ډاکتـریــا کـمپوډر (؟) تــه یې تقـریــبا پـه دې الــفاظو ویـلي وو: پـښتانـــه په دې نــه ارزي چــې عــلاج یـې وشــي. هغــه جـرمنی کمپــوډر/ ډاکتـر حیـران شـوی و چې ذکر شوی افغان ډاکتر ولې د پښتنـو د نــاروغۍ د عــلاج په ځای د هغـوی مــړینـه روغـه ګـڼـله؟! دغــه حادثه به په احتمال سره د محّمد داود خان د ولسمشرۍ (۱۹۷۸-۱۹۷۳) په مهال پیـښه شـوې وي.  ما ځیـرکیار تـه دا قصه یـو څـه وخت وړانــدې یـو بل  افغان طبي ډاکـتر کـړې وه چې  اوس په لـویـدیـز یـورپ کې استـوګـن دی او د  ذکـر شوی جـرمنی ډاکتر/کـمپـوډر سره  یې په پکتیا کې لـیدلی و. که د دغـه جـرمني ډاکـتر/کمپوډر نــوم پیـــداشي، شایـد په خــپلو یاداشــتونـو کې بـه یـې پـه دغـه اکــله  څه لـیکلي وي . اوس نو فکـر وکړئ چې که د دغه شیعه افغان ډاکتربې وجداني رښتیا وي، او د ده په شان  نور افغانان د ۲۰۰۱ له سپتمبر را په دیخوا د امریکې، برتانیې، فرانسې ، جرمني او روسیې  په پروژو کې د ډڼـډورچي، ژباړن، یا «کلتوري چارپـوه» (مخبر؟) په حیـث کارکـــوي، څـومره پـښتانه به یې د  کلکـو روحي او جسمي عـذابــونو، الــیکترونیک ټـاپـو  او وژنو میلمانه کړي وي
      
جـرمـنی  هـورست بـیـوشـر او افـغـان ملت
Horst Buescher on Afghan Mellat (Afghan Social Democratic Party)

د هورست بیوشـر په نوم یو الماني لیکوال په ۱۹۶۰ کلونو کې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهـنځي کې تدریس کاوه. ده « په خپلو ځینې لیکنو کې د واقعیت نه لرې منفي خبرې لیکلي. په داسې حال کې چې نــوموړي لیکوال په افغانستان کې لس کاله تیر کړي وو او د افغان ملت په اکله یې لیکنې هـم کولې، خــو په دې لـسو کـلونو کې یې د هیڅ یـو افغا ملتي سره نه وو کتلي. کله چې زه [ ډاکتر  محّمد آمین واکمن د افغان ملت پخوانی مشر] د دغه لیکوال سره بلد شوم او د دغه موضوع په اړه مې ورسره اوږد بـحث وکړ او په کرار کرار مې ور سره اشنایي زیاته شوه ، نو وروسته [له] څو کــلونــو یې  په دې اعــتـراف وکــړ، چې د ده [بیوشر] په لیکــنو کې د افغان ملت په هکله ظالمنه قـضاوت شــوی و». بیوشـر  ډاکتر واکمن ته « زیاته کړه چې په دې هکله  په پـوهــنتون کې د ده ځــینــو [ غـیـر- پـښتـون]  دوستانو او اسیستانـتانو دغه معلومات ورکړي » وو. داکتر محّمد آمین واکمـن، د افـغانستان ملـي نهـضتـونـه. د دانـش خپـرنـدوی ټـولنې تخنیکي څانګه، پیښور. لومړی چاپ ۱۳۸۴ لمـریــز/م۲۰۰۵، مخونه: ۵ ، ۶۲، ۱۷۱. اوس  نو فـرض کړئ چې که د جرمني حکومتي مشرانو، استخباراتو او علمي موسسو په خپلو پـریکړو کې  د پـوهاند هـورست بیـوشـر نظریې، معلومات  او مشورې استعمال کړې واي، خپل حیثیت او د پښتنو ژوند ته به يې څـومره زیان اړولی وای؟!   

امریکایي جاسوس انتـونـي ارنولـډ د افـغان ملت ګــونـد پـه اکـلـه
CIA Intelligence Officer Anthony Arnold on Afghan  Mellat( Afghan Social Democratic Party(

ډاکـتر واکمن لیکي چې «همدغه شان د افغانستان د سیاسي ګوندونو په هکله  یو امریکایي لیکوال
 انـتوني آرنـولد چې ډیــر وخت یې  پــه کابل کې د امــریکا په سفــارت کې د امریکې د مرکزي
اسـتخــباراتــو (سي آې أئ) د پـاره کار کاوه، هم  د افغان ملت په اکله ظالمانه او زهـرجنې لیکنې کړي. کله چې دی په امریکا کې د افغان ملت د ځینو مسولینو له خوا د سوالونو سره مخامخ شو او په دې تهدید شو چې د ده د غلطو لیکنو په خاطر به د ده په ضد محکمې ته مراجعه وشي، نو بیا ده هـم په غلطـو معـلوماتو اقـرار وکړ او ویې ویل چې د ده دغلطو معلوماتو منبع د افغانستان د خارجه چــارو وزارت و. ده پـه غــیر مستـقـیمه تــوګه اعــتـراف کــړی، چې [ داکـترعبد الغـفـور] روان فـرهـادي  ده تــه د افغــان مــلت پــه هکله غــلط معـلومات ورکړي.» هغه مهال«روان فـرهـادي سیاسي معـین و». هـمـدغـه اثـر
   
د جرمني د بهـرنیـو چارو د وزیـر جـوشکا فـیشر غـضب  
German Foreign Minister Joschka  Fischer’s Rage

 د  فــد رالي جــرمني د بهـرنــیو چــارو وزیـر جوشکا فـیشر ( ۱۹۹۸ - ۲۰۰۵) په ۲۰۰۱ کې په افــغانستان بانـدې د امریکې د بې پــیــزوانــه امپـریالــیزم یــرغـل تـه  ډولـونه ډنګـول.  جـوشکا  فـیـشرپه ۱۹۴۸ کې په  یوه کسب ګره کورنۍ کې زیـږيدلی و. پلار یې قصاب و، او پخپله جوشکا آبیتور (د ښوونځي ۱۳ ټولګی) نه و خلاص کړی. سره له دې چې د دغې تعلیمي نیمګړتیا امله له لوړو پـوهـنتوني زده کړو نه محروم پاتي شــوی و،د تیز فکر او استعـداد خاوند و. هیګل، مارکس او ماوتسـیتـونګ یې لو ستلي و، او په فرانکفورت/ماین کې د راډیکال/انارښیست دانیـیل کـوهـن ـ بیـند یت ملګــری و. لیــنیـن یې په طبع برابر نـه و. ځکه چې لینن چپـي راډ یکالیزم (افراط) ته د کمــونیزم د ناروغۍ پــه سـتــرګه کـتل، خــو د جــوشکا فـیشـر  ملګـري( کـوهـن- بـیند یت) چپ راډیکــالـیـزم د کــمونــیزم درملــنه(تــداوي) ګـــڼـله.  جــوشکا فیــشرلـه ۱۹۷۶ تر ۱۹۸۱ ټکسي چــلوونکــی و او بـیا  په فــرانکـفور ت/ماین  ښار کې په یـو کتاب پلـورنځي کې کا رمـنـد شـوی و. پــه ۱۹۸۹کې د برلـیـن دیـوال لــه نـړیــدلو نه یـوه میاشت وړاندې يې په الماني ژبه کې  په دې سرلیک خپله لیکنه  خپره کړې وه: « د جـرمـني د یـو کــیدلـو خــوله دې ونــیـول شــي»، یعــنــې
“Der Wiedervereinigung die Schnauze verbieten”( Shutting up the reunification).
پــه جـرمني ژبه کې د انسان خولې ته  «مُـوند» وایي، د وښو خوړونکو ځناورو خولې ته «ماول» وایې او د غوښې خـوړونکـو ځناورو خــولې ته «شـناوڅې» وایــي. که یو څوک چاته ووایي چې «خـوله دې ونـیسه!»، یو څه بې خـونـده سلوک به یې کړی وي.   د انسان لپاره د خولې په ځای د شناوڅې( شوڼـډ ک) لــفــظ کـارول  ډیـر غـټ سـپکــاوی دی . جــوشکا فـیشر د ملـي مــوضــوع د سپکـاوي لـپاره سـپک لـفــظ کــارولی دی. ا مریکې او ناټـو په خپل ټـول قـدرت سـره د شوروي کمونیزم مخه نه شـوه نـیولی. د ټـول افغان ملت( په ځانګړي ډول د پښتنو) په وینه د شوروي اتحاد زبـرځواکي را نسکـوره شوه،  د بــرلیـن دیـوال و نـړید،  له ختیز او لویدیز جرمني نه  یـو جرمني جوړشواو په پــاتي ختـیزه اروپا کې خپلــواک  هــیوادونه را منځته شــول. پـه ځای د دې چې کیـڼ ګـرافـراطي  ښاغلي جـوشکا فـیشـر د پـښتنو د قربانیــو او مـیـړانې درنــاوی کــړی وای،د  المان د بهـرنــیو چارو وزیـر جوشکا فـیشر د پـښتـو ژبــې پــه ضد تبعـیضي دریـځ وښــود: د ۹۱۱ له بخـولې نه وروسته، په کابـل کې په  ۲۰۰۲ کې د جـرمني په سفارت کې جمال رحمان نومې پښتون د ژباړن په څیـرکار کاوه. جمال رحمان چې  د افغانستان د ټـولنپال ولسواک ګــوند( افغــان ســوشَل دموکـرا تیک پارټـي) غړی و او په المان کې یې تحصیل کړی و،  د حامد کرزي یوه پښتـو وینا یې په جرمني ژباړلې وه. په دغه سفارت کې کوم فارسي ژبي کارمند  (چې احتمالَا د اتحاد شمال غـړی به و)  د جرمني سفارت ته شکایت کړی و چې پـښتون ژباړن  جمال رحمـان ولې د حامــد کــرزي د ویــنا فارسي متن جـرمني  ژبې ته  نه دی ژباړلی. دغه موضوع جـوشکا فـیشر تــه رسیدلې وه او هغـه په غـضب شوی و چې جمال رحمان ولې له فارسي متن نه ژبــاړه نه ده کـړې! ښه فکـر او قضاوت وکـړئ چــې:  د  حامدکرزي د پښتو وینا  جرمني ژباړه بــه اصل  پښتــو متـن ته ډیره ورته وي او له دې امله به ډیره اغیزمنه وي، او که له ژباړل شوي فارسي متن نه ژباړه؟( زما د معلوماتو له مخې، جمال رحمان وروسته له دغه کړ کیچه جرمني ته راواپـس شوی و او ورپسې  د جلالت چپـن حامد کرزي په دفـتر کې ولګید). چپـي مزاجه/مترقي جــوشکا فـیشر به ولې دغــسې بې مـنطقي غـوره ګڼلې وي؟

 (۱) جوشکا فیشـر د جــرمني د بهرنیــو چارو وزیـر و، خو د ده هیواد د واشنګـټـن له اوامرو نه سر نشي غړولی. امریکا  د  پـښتـنـو او د هـغـوی د ژبـې پښتــو سره په ټکـر کې لویدلې ده، ځکه چې پښتانه سمسمکی (مساوات طلبه)شعـور او د پاڅون (مقاومت) کلک کلتور لري چې په جرمني ژبه  کې ورته
Gleichheitsbewusstsein und Widerstandskultur
 وایي. استعمار او امپریالیـزم ذاتاَ د سمسمکي شعـور او د پاڅون د کلتور سر ټکر لري، خو د دې پـه مقابل کې تـفـاوت طلبه شعـور او د سر ټـیټـۍ کلتور ته په درنه سترګه ګوري  (۲)  چپ مزاجه  جوشکا فـیشر د ««شنـو» (ګریـونـیـن) سیاست وال و. زه هم د شنو ( چاپیریال ساتونکي) سیاست پلوي یم. خـو زه یــو څه شک لـرم: د کابل پـو هـنتون د اقتصاد پوهنځي ، په جرمني کې د بوخوم پـوهنتون د اقــتـصاد د پــوهنځي سره هــمکاري لــرله. د دې لپاره چې جرمن پروفـسیرانو خپلې څیـړنې د افغانستان په ټــولنه کې زر تــر زره پشپـړې کړې وي، په افغانستان کې به یې اقلیتي محصلینو او نورو اقـلیتـي افغــانانو تــه مراجعه کوله او هم به يې د بوخوم پوهنتون د اقتصاد د پـوهنځي اقلیتي  افــغان محصلـینو ته مراجعه کوله. د شوروي کمونیزم د زوال او د چینایي کمونیزم د بدلون سره، ښــایي د بــوخـوم د پـوهـنتون د اقتصاد د پوهـنځي  چپـي /شعله یي افغان محصلیـن ، کارمندان او فارغان او په جرمني کې نور شعله مزاجه افغانان   به د جـرمني مترقي سازمانونو ته( لکه شنه او ســوشل دیــمـو کراتــیک ګــوند ته)  ور نــنـوتلي وي. ښایي دغه ډول چینایي مزاجو او ایران پالو شعــله یانو به  پخوانی انارښیـست  جوشکا فـیـشـر د پښتنو او پښتو ژبې په ضد  لمسولی وی؟ (۳) دغــه شان د پښتــنـو د ژ بې (پـښتو) په مقابل کې  د جرمني د بهـرنیو چارو د وزیـر جوشکا فـیشر بې منطقه او قهرجن عکس العمل ښایي  د نوموړي له هغه پټ انزجار نه راولاړ شوی وي چې په ۱۹۸۹کې  د برلــین د دیوال د رانسکـوریدلو سره تړاو لري. پښتنو د انګریزي استعمار زور اوبه کــړ، د ټولنیز امــپـریالیـزم (شــوروي اتحــاد) د تاریخ بــې ننګان یې سـر ټـیټي له حیـرتان پُـل نه پــه مـاتې سـره وځـغـلـول.  لـه اکــتــوبــر ۲۰۰۱ راهــیسې  د پـښتنو پاڅـون د نړۍ وال شخصي امــپـریـالیزم ســره لاس په ګــریــوان دی، د هــغــه شخصي امپـریالـيـزم سـره چې د تاریـخ غـل  ښاغـلي جــوشکا فـیــشـر پکې  سر د خـیټـې لاندې کړی دی او پـیسې پکې ګـټـي. د  جـرمني د بهرنیو چارو یو وزیر چې په شلمه پیـړۍ کې د افغانستان سره د خپل هیواد د بهـرنیـو اړیکـو په تاریخ نا خبره وي،  د ۱۹۴۱ په اکتوبر کې به  د پښتنو له میـړانې نه څه خبر وي:  ناپـیـیلي افغان حکومت  د لنـد ن او ما سـکو فـشا ر ته تسلیم  نه شو، بلکې په افغانستان کې اوسیدونکي جرمنیان یې د پیـښور، کـراچۍ ، بصرې ، بغـداد  او ناپـیـیلې تــرکیې له لارې خپل هیــواد  ته امانت ورسـول. زه ډاډه یـم  چې ټـول جـرمن ملت نه د جـوشکا فـيشـر په شان دی او نه په افغانستان کې  د هغه جرمن جنرال په شان دی چې د افغانستان په شمال کې یې د امریکې په امر افغان ماشومان بـمبــاري کــړل

په ښکیل شوي  افغانستان کې اقـلـیت لـه اکـثـریـت نـه  غــټ دی

د امریکې مرکزي استخبارات  د هر کال په جولای کې «د نړۍ د حقـیقتـونو کتاب» خپروي. زه غواړم چې د پښتنو

او د دوی د ژبې  د احصایٔیو موضوع توضیح کړم. لکه چې پوهـیـږو، پښتون- دښمنه شمالي ټلواله د پرچمي ببرک
کارمل د کمونستانو په مرسته، د ۱۹۹۲ په اپریل(۱۳۷۱ثور)  کې په کابل کې قـدرت ته ورسیدله. له دې پــیښې نه څـه کم درې میاشتــې وروستــه، د امــریکې  مرکزي استخباراتـو  د نـړۍ د حیقتونوکتاب د جولای په میاشت کې خپـور کړ. په دغـه کتاب کې د لومړي ځل لپاره د اکثریتي پښتنـو او د دوی د ژبې  شمیرنې  په ارتـه کچه راولــویدلې: له ۵۰ ٪ وګړو نه ٪۳۸ وګړو ته، او د پښتوژبې سلنې له ۵۰ ٪ نه ۳۵٪ ته راټـيټې شوې وې. د امریکې د مرکزي  استخباراتو له  خوا  په افغـانستان کې دغـیـر- پښتون لـږکیانو د وګړو د شمیر پـړسول او په مقابل کې  د  ډیـرکیانـو پښتنو د شمیر راټـیـټـول څه هـد ف لري؟ د امـریکې د استخباراتــو لـه خــوا  دا سنجول شوی او ځان- ګټی  کوښښ چې د ډیــرکیانــو پښتــنو ټـولــنیــزـ ژبنــئ شمیـرنې راټـیټې کړي، د عامه اړیکیو(پبلیک ریلیشنـز) د چل(دسیسې) څرګــندوی دی – دهغــه چل چې د ناروا جنګ په ملا تړ راچاپـیـر دی، او د مشروع جنګ پرتوګ وراغـوندي. په بله وینا، د دغه چل تنسته داسې غځول شوې ده چې په افغانستان کې« اکثـریت» (یعنې په واقعیت کې غــیـر- پښتـــون اقــلـیت) د «اقـلیت» (یعنې پـه واقعــیت کې  پښتــون اکثریت) له تـش پــه نــامه ستــم نـه خـلاص کـړي .  دې ډول  احصایٔیوي- روحي عملیاتو د واشنګـټـن سره مرسته وکړه چې په افغانستان کې اکثـریتي پښتـون قـوم محـروم او اجـنبـي کړي او نړۍ والو ته یې د یـو ظالم اقلیت په څــیـر رسم کړي. استعمار او امپـریالیزم ډیـر ځلې د نورو هیوادونو اقلیتونه د اکثریت په مقابل کې را پاروي او  د خپلـو پلانونو په چوکاټ کې یې استعمالـوي. د شمالي ټــلوالې مشــر احمد شاه مـسعود هـم د پخـواني  شوروي اتحاد په درد وخـوړ، هم د اوسنئ روسیـې، هم د ایران،  او هـم د امریکـې  
 
دوه  ډاډ وړ افغان پـوهانو چې د نـومونــو ښــودل یې لازم نه دي، ما(ځیـرکیار) ته وویل چې درې  سـړي د پښتنــو د احصایٔو د راټیــټولو په عملیه کې «دخـیل» وو، یانې لاس یې پکــې لاره: دوه تنه(ر.ف.  او  ا.ا.) غـیر- پښتون افغانان دي چې هر یو یې د داکترۍ علمي درجه(پي. ایچ. ډي) په ژبـپوهنه کې لاسته راوړې ده. دریم سړی(ی. ت.)د افغانستان په چارو کې یو امریکا یي چار پوه دی چې د « زل» سره ښې اړیکې لري. په دوه  غـیـر- پښتون افغان ژبـپوهانو کې یو یې (ا. ا.) د امریکې په دفاع وزارت کې ژباړن او د (فارسي؟) ژبې ښوونکی دی،  او هغه بل یې د افغانستان په پخوانیـو حکومتونو کې یو لوړ رتبه مامور و. دواړو د مسعود- رباني د رژیم (۱پریل ۱۹۹۲-سپتمبر ۱۹۹۶)  سره ډیرې ښې اړیکې لرلې. دا معلومات یو ځل بیا زما ادعا کوټـلې کــوي چې تور بي بي (سي.آې.أې) او د مسعود- ربانــي رژیــم د ډیره کیانو(اکثریتي) پښتنــو د شمــیرنو پــه راټيـټولو کې د یو بل همکارۍ ته اړتیا لرله.  مسعود او د ستمي ممبر خادمانو یې له پښتنو نه، په تیره له پښتو ژبې نه  کرکه لرله، ځکه چې پښتو د دې جوهـر لري چې د یو دولت  او یو هیواد په څیر د افغانستان ملي پـیژاند (هـویت) خونـدي کړي. ښکیلاک (استعمار) نه یـوازې ښکیل شــوی ولس د خپل  برلاسي ښکیلاک ګـر کلتور د اداره چـیانو له لارې په ولکه کې ساتــي، بلکــې پـه غـیـر مستـقـیم ډول يې د ښکــیل شوي کلـتور د مطیعـوغـــړو د استعــمالولو لــه لارې هــم څارنه کـوي. کلونیالیزم او امپـریالیزم دواړه یو بل پیاوړی کوي . د دواړو شاتـه  هڅه ونکې قوه داده چې لـه ښکیـل شــوو یا پـه ولکــه کې ساتــل شــوو ولسونــو نه ګــټه واخلـي. د شـمالي ټـلـوالـې مـشـر  مسعـود د مشکل کـــشا په څــیـر پــه افغـانـستان کې د پخــواني شــوروي اتحاد، اوسنئ روسیــې ،ایــران، او  دامـریکې د سیاسي اجــنــدې لپـاره کـار ورکــړ

یــرغلګر پوځیان چې خورا درنه وسله په  خپله بې مــوراله جګړه کې استعــمالوي،د  بریالـیتـوب چانس یې کم دی د هغو کم وسله افغان پاڅون والـو په مقابل کې چې د  خپـل روغ هـدف(خپلواکۍ) لپاره  په سـرتیـرتیا سـره  جنګـیـږي. پـه امــریکه کې زیـږیــدلی ایـریک مارګــولیس یـو تجــربـه کـار ژورنالـیست، لـیکـوال او معـتــدل جمهوري پـلوه ســړی دی چې په غټـه کچه د منځني ختیز، سهــیلي اسیا او اسـلام پــه اکـله لیکــنې خپـروي.  پــه ۲۰۰۹ کې هغــه دې پایــلې ته ورســیـد چې امــریکه په افغــانستان کې  سـوله او استحکام نــشي تامینولی خـو داچې ډیـرکي پـښتانه (۵۵٪) په خپل هیواد کې د حق څښتنان شوي وي، یانې «د طالبانو سـره دې» چې د «پښتون ولس یو برخه ده نیغـه معامله وشي». د زیاتو معلوماتو لپاره ولولئ زما ځیرکیار لیکنه په پښتو او انګریزي ژبو کې: د «سي. آې. أئ. د حقایقو د کتاب» څیـړنه ۲۰۱۲-۱۹۸۱: د پښتون دښمنې دسیسې څـڼـډې[بـریـښنایــيـز شکل].
Zirakyar, Analysis of “CIA World Factbook” 1981-2012: Dimensions of Anti-Pashtun Conspiracy [electronic version]