د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نيوکو لامجال نشته!؟

امین خاطر 13.12.2015 14:30

د نيوکو لامجال نشته!؟
ليکنه: امين خاطر
د نړۍ په کچه هيڅ کوم هيواد هم د خپل ولس له نيمګړو هيلو، سياسي بې ثباتيو، کرکو او بهرنيو ليوانو په ناپامه ملګرتيا سوکالۍ او برياوو ته ندي رسيدلي بلکه د خپل ولس له ثابت ملي سياست، سالم فکر او بشپړې هيوادنۍ مينې سره مل يې د خوښيو او برياوو ګامونو پسې ګامونه ايښي دي. په دې پوه شئ چې د هېواد ساتنې، سوکالۍ او پرمختګ يواځينۍ لاره داده چې ولس په ټوله معنی د خپلو چارواکيو تر څنګ د ملي ګټو د خوندي کولو او پاللو لپاره ودريږي تر څو د مهالنيو ګټورو ملي ګامونو تر څنګ د راتلونکو نسلونو د ذهنونونو روڼتيا او فکري استقرار کې هم خپل اغيزمنتوب وښايي.
بدبختانه د څو لسيزو ناخوالو او بيا د نړيوالو له غنا سره د پخواني حکومت د وروستۍ يوې لسيزې د غوڅې ناړامۍ له وجې مو هېواد څو فيصده هم جوړ راونه ووت او د نورو بنسټيزو کارونو د نه شتون او يا هم نه رغونې تر څنګ يې د وخت په تېريدو د هېواد د پرمختګ لپاره د نظام دننه اثاثې او بشري کاري قوې هم ونه روزلې چې په ټوله کې يې راتلونکي نظام ته هم ستونزې جوړې کړې او بالآخره يې د نظام مخکښ ډاکټرغني دې ته مجبور کړ تر څو دا لړۍ د اساسي رغونې په موخه له صفره پيل کړي.
او لاستونزمنه دا چې ولس دې نکتې ته پام ونکړ او نه هم ورته ځير نه شو او داسې يې انګيرله چې ګويا د هرې برخې د پياوړتيا لپاره د پخوانۍ دورې لخوا کاري پلانونه، ميکانيزمونه او کړنلارې په ميراث پاتې دي او بنسټونو ته لومړني بسنټيز ګامونه اخيستل شوي دي چې غني مو د لاغني کيدو لپاره ولسمشرۍ ته رسولای دی نو ولې دی په يوه او هيلې په بلې روانې دي!
او دا هغه څه دي چې خپله ما سخت ځوروي ځکه چې ولس مو په دې نازکو، حساسو او بيا دې لومړنيو وختونو کې په ناپامۍ، د ولس په منځ کې د مداريانو لخوا په سر وهل شوي، او لالهانده لګيا دي خو تر څنګ يې د هيوادني ثبات او پرمختګ کاذب مشران او د نورو ګواډګيان په منظم ډول خپل پلانونه پلي کوي، چې تر ټولو مهمه يې د ولسمشرغني لومړنيو ګټورو ګامونو پر وړاندې ولسي غبرګونونه دي چې له نيوکو سره مل يې خپل روح هم نارامه او هيلې مړې کړي دي. ولې کله يې هم په دې همت او ځاني پياوړتيا په اړه فکر ونه کړ چې د نورو د درواغجنو تبصرو د منلو او زهرجنو سياستونو د پلي کولو پر ځای له پرديو څخه د خپلو ليکو، ارزښتونو او شتمنيو څخه ساتنه وکړي.
دا چې تر اوسه پورې د بهرنيو دښمنانو او د هغه د ګوډاګيانو له ګڼو تخريبونو، ستاسو په منځ کې د قدرت او واک نشه يانو او پخواني حکومت د چارواکيو له ننګونو سره سره بيا هم د غني له تدبير څخه ډک د هېوادجوړونې، سوکالۍ او پرمختګ بنسټیز کارونه په منظم ډول پر مخ روان دي، پخپل روڼوالی او په هره برخه کې له ريښتينې او ژورې روحيې سره پوخ عزم او خوندور لرليد په ګوته کوي ځکه غني په دې پوه دی چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د نوښتګرو نظامونو مخکښانو هم تر ډيره له اولسي غبرګونونو سره مخ شوي، خو د پای ټکی به هغه مهال ورته کيښودل شو چې د ولس درک به يې پياوړی شو او د ولس په منځ کې به يې ولسي مداريانو سره خدای پاماني وکړه چې کټ مټ به زمونږ لپاره هم له خوندونو ډکې شيبې هغه مهال وي چې ولس مو هر څه ژر په خپلو ملي ارزښتونو پوه شي او د فکري استقرار تر څنګ د هيوادني پرمختګ په لور له ولسمشر سره تر څنګ مينه وپالي.