د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې بنسټونه؟ (اقتصادي اړخ)

امین خاطر 08.12.2015 12:08

دا څرګنده ده چې د نړۍ ټول پرمختللي او مخ په پرمختګ هيوادونو د هيوادجوړونې لومړيتوبونه د منظمو ستراتيژيو ، ميکانيزمونو او سيستمونو لارې خپل بنسټونه ټاکلي وو او په بشپړه بريا يې ورغول، وپالل او ډاډمن شول.
دا چې له تيرو څوارلسو کلونو راپديخوا زمونږ د هېواد مشرتابه، د هيوادني پرمختګ لپاره اړينو بنسټونو ته کارنده ستراتيژي او منظم سيستمونه نه وو خپل کړي او ستر ستر فرصتونه يې لنډ مهالو ګټو لپاره قرباني کړې، په خپل ځای بوږنوونکي دي چې له هيواد او ملت سره يې له تلپاتې ناځوانۍ پرته بل څه نشو ګڼلای.
د مثال په ډول: ښه اقتصاد د هېواد د مشرتابه لخوا د اقتصادي بنسټونو په پيژندلو، جوړښتونو او پاللو ترلاسه کيږي او په سيمه ايزه او نړيواله کچه د اقتصادي ودې په برخه کې منظم او پراخ پروګرامونه لکه: ملي اقتصادي ستراتيژي ته وده ورکول، د هېواد صنعتي ودې ته پريکنده پاملرنه، ملي عوايدو راټولولو لپاره کارنده ميکانيزم پيژندل، د طبيعي زيرمو منظمه کيندنه او نړيوال مارکيټ کې هراړخيزه بازارموندنه، باوري بانکي سيستم رامنځته کول، لاسي صنايعو ته د لاودې ورکولو لپاره لازمې اسانتياوې برابرول، له نړيوالو اقتصادي بنسټونو څخه ملاتړ او تر څنګ درېدل او ځان ننويستل او په کورنۍ کچه د فساد د مخنيوي موثر کارنده ميکانيزمونو، په لاره اچول دي چې ورسره د هېواد دننه د ملي او نړيوالو پانګوالو ته د هڅونې لامل ګرځي او پايله يې د پرمختګ په لور د هېوادونو، ولسونو او کورنيو د ژوند د ټولو چارو ګامزن کول دي او لاسته راوړنه يې ملي ثبات او په ځان ډاډګيرنه ده.
دا هم د يادونې وړ ده چې پورته ټولو موخو ته د بريالي رسېدو لپاره د دولت په جوړښت کې د اقتصادي پراختيا سياسي ادارې شتون او ملاتړ هم اړين دی چې کولای شي د اقتصادي ودې لپاره عملي پاليسيانې او ميکانيزمونه پلي کړي ، روڼ والی ثابت او له فساد سره غوڅه مبارزه په لاره واچوي چې بدبختانه هيواد او ولس مو له تيرو څوارلسو کلونو راپديخوا يې له شتون سره مخ يو.
دا چې ولې؟ او څنګه؟ د کرزي څوارلس کلنې ملکي پوره اړه لري.
د کرزي د فاسدې ادارې ناکام سياست، بې مورده لوبې، بې سمونه سمونونه او د بنسټيزو کارونو نه شتون وو چې لويشت په لويشت يې هيوادني ژور ټپونه را جوړ کړل او تر څنګ يې تر يو مهاله د يو آزاد، په پښو ولاړ، مخ په لوړه او ولس پاله نظام جوړولو ته هم خنډ شو چې تر ده وروسته ولسمشر يې تر کاله پورې ګام په ګام پټيو لګولو بوخت دی.
ښاغلي کرزي تير څوارلس کلونه له بنسټونو لرې فقط د مختلفو ترمينالوژيانو په يادولو او نمايشي خوځښتونو تيره کړه چې ځيني به يې متاثر او هيله مند هم کړل خو ولې نه ښاغلي کرزي او نه يې د ادارې تالي څټي په دې پوهېدل چې هره ترمينالوژي خپل کلتور هم له ځانه سره لري او تش د الفاظو په يادونې نه پلي کيږي او پوه نه وو چې کله هم له ظلم، مافيايي کړيو په پاللو او ناوړه کړووړو سره تر څنګ، رامنځته کيدای نشي، ددې ګواهي به وروسته په خپله ورکړو چې کله يې هم د خپل هيواد اقتصادي، ټولنيز او سياسي جوړښت رابرسيره نکړ او نه يې هم په دې برخو کې د اوږدمهالو موخو په لور حرکت وکړ بلکه تر پايه يې په لنډغرو، دهيروئينوله پټو اوښکاره سوداگرو او مافيآيي کړيو د هېواد دغه بنسټونه قربان کړل، له دوامدارې ناړامۍ او مبهم سياست څخه يې ګاونډيو هم وخت په وخت بشپړه ګټه ترلاسه کوله او په لوی لاس يې دغه ډول فرصتونو ته لارې هوارولې چې همدغو ګاونډيو په ډېرې ځيرکتيا د سياسي جګړې تر څنګ ورخ تر بلې امنيتي ستونزې لازياتولې او تر څنګ يې له فرصتونو نه په ګټې يې اقتصادي جګړې هم پيل کړې او افغانستان يې د خپلو ازميښتونو لنډ مهاله بازار ګرځولی وو او د پرديو د سترو ګټو لپاره يې هيواد همداسې د جګړې او توطئو ډګړ پريښود چې په ټوله معنا يې د خپل هيواد سياسي، امنيتي، ټولنيز او اقتصادي بنسټونه رغيدو ته پرينښودل او پايله کې يې له څوارلس کلنې چالبازۍ وروسته له ځانه دومره درزونه، ناقانونۍ او ناخوالې په ځای پريښودې چې په کلونو کلونو يې هم جبيره کول ګرانه ده! حال دا چې دده پر مهال افغانستان د نړۍ د ګڼو هيوادونو، نړيوالې ټولنې او شبکو د پاملرنې مرکز وو خو بدبختانه چې د نوموړي له لاسه مو تر ډيره دغه فرصتونه له لاسه ورکړل او کله يې د هېواد بنسټيزې جوړونې په موخه استفاده ونکړه.
د هېواد په ټټر کې مو له تيرو څوارلسو کلونو راپديخوا د اوبو سرچينې کنټرول نشوې او ورسره د ګاونډيو او په ځانګړې توګه د پاکستان د غيرمعياري توکو بازار وګرځيد او د ارګ د ناکام سياست له وجې مو ونشوای کولای چې ددغو توکو د تعويض په موخه کار او ولسي باور رامنځته کړي حال دا چې په دې توکو کې ډيری کرنيز محصولات دي او په ډيرې اسانۍ سره مو کولای شول چې د هېواد دننه د ولس اړتيا وړ مواد برابر او حتی بهر ته هم صادر کړي وای او له پاکستان څخه مو واردات بند کړي هم وای چې دا کار پخپله د ګڼو دلايلو له امله لکه: د خلکو بيکاري (ځکه اکثره خلک يې په کرنه بوخت دي)، د نفوسو د زياتوالي تيزوالی، د پيسو د پړسوب فشار او داسې نور...... پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ کوي.
دا هم د يادونې وړ ده ددې لپاره چې پاکستان په اقتصادي برخه کې په ځانګړې توګه افغانستان برلاسی وي نو تل دا کوښښ کوي چې په سيمه کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په موخه ټول نوي فرصتونه خنثی کړي او دا کارونه يې په بريالۍ توګه وخت پر وخت د کرزي د واکمنۍ پر مهال تر سره کړي دي لکه د ټاپي پروژه کې د پاکستان رول او داسې نور.....
زمونږ مينه زمونږ هيواد او زمونږ ولس دی، ځکه ملامت او سلامت د همدغه هېواد تاريخ پاڼو ته پريږدو ولې په هر حال مو هيلې لاژوندۍ دي او له دومره ميراثي ناخوالو، بې ثباتي او انارشۍ څخه وروسته بيا هم د افغان منتظر ولس په توګه د هېوادجوړونې بنسټونو ته د رغيدا په تکل دوکتور ته غني ته سترګې په لار يو او له لومړنيو کړو وړو وروسته يې بسنټيزو کارونو ته د اوږدمهالو پروګرامونو په اړه بشپړ باوري يو او د افغان ولس په ملاتړ به د ګران هېواد د پرمختګ او ولس د پايښت او سوکالۍ لپاره د بنسټونو د هر څه ژر رغېدا لپاره د هر ډول ميتودونو په مرسته کوم ځای ته چې بايد ورسيږو، همالته رسيږو!