د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک ملامت دي!؟ (ولس که ولسمشر؟)

امین خاطر 12.12.2015 14:53

څوک ملامت دي!؟ (ولس که ولسمشر؟)
د لسيزو ناخوالو، بدبختيو او وروسته والي بنسټيزه ستونزه مو همدا ده چې ولس او ولسمشر کله هم تر ډيره او يا تر پايه په يوه ندي تللي!
او تر هغه به سوکاله نشو تر څو مو ولس په ريښتيني ډول ولسمشر سره تر څنګ ولاړ نه وي، د پريکړو يې هرکلی ونکړي او په بشپړه هيوادنۍ مينه يې لاملا وروتړي.
غم همدا دی چې ژر بدليږو او ژر سميږو! ژر خوشاليږو او ژر غوصه کيږو! ژر ملاتړ کوو او ژر پريکړه کوو! ژر خاندو او ژر ژاړو! ژر مو باور راځي او ژر بې باوره کيږو! ژر د مينې تارونه وغزوو او ژر يې بيرته راټول کړو! ژر هيله مندي ښيو او ژر يې له منځه وړو! ژر واخطا شو او ژر بيرته ډاډه شو! ژر يې ستايو او ژر يې غندو! ژر بديل غواړو! ژر يې لرې کول غواړو او ژر يې راوستل غواړو!
هغه خلک چې وايي: په هيواد کې مو له لسيزو راپديخوا د بهرنيو سخته لاس وهنه روانه ده، صرف په دې معنی نده چې ګويا په حکومتي چارو کې مو راننوتلي دي بلکه بهرنۍ لاسوهنه کې له نظام دننه په بهر ډيره پانګونه کيږي. ځکه چې هر هغه هېواد چې په بل هيواد کې لاسوهنه کوي نو څرګنده ده چې د خپلو ګټو د ساتلو او يا هم د بل په نه پرمختګ پورې محدوده وي او په دې اړه لومړنی ګام پکې ولسي غبرګونونه او د حکومت او ولس تر منځ د فاصلې رامنځته کول دي چې مثالونه يې له ورايه ننداره کولای شئ!
دا چې ولې پوه نشو!؟ ااو ولې نه پوهيږو!؟
د وروستيو نظامونو او حکومتونو لخوا د هېوادجوړونې او هيوادوني پرمختګ لپاره د بنسټونو له رغونې لرې والی او يا هم د بشري قوې نشتوالی يا ناپوهي او ياهم د واکمنانو د مطلقې ناړامۍ تر څنګ زمونږ د درک او پوهې د کچو غوڅ ټيټوالی او پرلپسې بې ثباته سياسي دريځونه په ګوته کوي! چې بدبختانه بهرنيان مو هم د بې ځواکه ولس دې ټکي پوره ځير دی او د خپلو ګوډاګيو او د ولس په منځ کې د سياسي مداريانو په مرسته په ډيرې هوښيارۍ لګيا دي، خپلو موخو کې بريا پسې برياوې ترلاسه کوي. او ولس مو هم ددې پرځای چې خپل اصلي مجرمين په نښه کړي، بالعکس همغه آدرس پسې لګيا دي چې ددوی سوکالي غواړي، او دا هيواد له ګوډاګيو پاکول او مخ په لوړه روانول غواړي.
دلته وروستيو ټولو چارواکو لنډمهالي فکرونه پرمخ بيولي ځکه کله هم په نړيوالو معيارونو نړيوالې اړيکې نه پيل شوي او نه هم پالل شوي او برعکس مو په لوی لاس نوموړو ته د هيواد دننه د ولس په منځ کې د لاسوهنې پراخ فرصتونه برابر کړي دي.
په هر حال! له ډيرو بحرانونو او ناخوالو سره سره اړينه ده چې حتما به راتلونکي کې يو نه يو نظام هر څه دمخه لومړی ددې ناخوالو عاملين په تدريجي ډول څنګ ته کوي او ولس به له ډيرو دردونو تيرولو وروسته د سوکالۍ، امن او پرمختګ په لوري ګامزن کيږي، خو که يو ځل بيا د ولس او ولسمشر تر منځ فاصله ايجاديږي نو بنسټيز کارونه به مو يو ځل بيا په ټپه ودريږي او له معمول سره سم به بحران پسې بحران کې يو او خدای مکړه دا ځل به نه جبيره کيدونکې تلپاتې صدمې ووينو.
د ولسمشر غني په پوهه او هېوادنۍ مينې ډاډ پکار دی! د پريکړو يې ملاتړ او راتلونکې ته له يو څه دردنو سره مل انتظار پکار دی! او د ولس په منځ کې ولسي ګوډاګيانو او سياسي مداريانو ته په مخ کلک وار پکار دی! او تر يوه محدود وخته پورې خپل ورځينی ژوند په هېواد کې له روانو سياسي پريکړو څخه لږ څنګ ته پرمخ يوسو!
ولسمشر غني په دې پوه دی چې څنګه او د کومو بنسټيزو کارونو له لارې کولای شي هېواد مو له اقتصادي او سياسي اړخه د نړيوالتوب دايرې ته ورننباسي.

په درنښت