د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پيژندپاڼو کې ستونزه د کرزي د واکمنۍ ميراث ده؟

امین خاطر 02.09.2015 12:11

په پيژندپاڼو کې د (افغان) کلمې د ليکلو او يا نه ليکلو ستونزه د کرزي د واکمنۍ ميراث ده!؟
پخپله په پيژندپاڼو کې د (افغان) کلمې د ليکلو کلک ملاتړی يم ولې دا اړينه ده چې ووايم که چيرته له شته ستونزو سره سره د ولسمشرغني لخوا ياده کلمه په پيژندپاڼه کې راشي نو په څرګند ډول به يې د ملت غوښتنو د ملت په خوښه ځواب ورکړی وي او خورا زښت زيات به تقدير شي ولې که چيرته ياده کلمه بيا هم د ګڼو ستونزو له کبله (چې لاندې ذکر شوي دي) په پيژندپاڼه کې ځای ونه مومي نو کله به هم ولسمشر غني په دې کې نيمګړی ونه ګڼم ځکه چې دا کړغيړنه ستونزه دې حکومت ته له پخواني ولسمشر او ولسي جرګې څخه په ميراث پاته ده ځکه د کرزي صیب د واکمنۍ پر مهال په پيژندپاڼه کې د (افغان) کلمې د نه ذکر کولو پرېکړه د ولسي جرګې لخوا تاييد شوې وه چې بيا د ولسمشر کرزي لخوا د ولسي جرګې دغه پريکړه وځنډول شوه او رد نشوه چې بدبختانه دغه ځنډول د هېواد سترې کتلې په زيان تمامه شوه او له ۱۵ ورځو وروسته يې قانوني بڼه غوره کړه.
په دې کې د يادونې وړ ده چې د هېواد له قانون سره سم هره هغه پريکړه چې د ولسي جرګې لخوا تصویبيږي نو ولسمشر ته د توشيح لپاره استول کيږي چې بيا يې د هېواد ولسمشر يا توشيح کوي، يا يې هم پخپله ولسمشر وځنډوي (که چيرته دغه ځنډ پرته له کوم دليله له ۱۵ ورځو څخه واوښت نو پخپله قانون جوړيږي او عمل پرې کيږي) او يا يې له دلايلو سره سم بيرته ولسي جرګې ته ليږي (که چيرته دلايل قانع کوونکي نه وو نو د ولسي جرګې د بياځلي دوه پر درې برخې په تاييد، پخپله قانون ګرځي)
دا چې ولې ښاغلي کرزي دا کړنه ترسره کړه او ستونزه يې په لوی لاس اوسني حکومت ته پريښوده! بې له کومه شکه د ولسمشرغني د حکومت او ملت تر منځ د درز پيدا کېدو پرته بل څه نه وو!!! ځکه کرزی په دې پوهيده چې په دې مسئله کې فقط ددې پرېکړې ځنډول دده په ګټه او ښاغلي غني د حکومت په زيان ده او د ملت د يوې سترې کتلې له غبرګون سره مخامخ کیږي او همداسې وشول چې اوس ملت غني ملامتوي او د کرزي صیب له پلان شوي سياسته بې خبره دي.
په لنډو ټکو يې وايم چې ملت بايد په دې پوه شي چې په پيژندپاڼو کې د (افغان) کلمه نه ليکل، پخپله د پخواني ولسمشر او ولسي جرګې د کړنو پايلې دي ځکه قانوني بڼه همدوی ورکړې او بايد دوی ملت ته ددې ځواب ووايي نه غني!!!
اوس مهال ښکاري چې ښاغلی غني په دوو مسئلو کې راګير دی ځکه يې نېټه په نېټه ځنډوي. يو دا چې په پيژندپاڼو کې د (افغان) کلمه نه ليکل، د کرزي لخوا مخکې له مخکې قانون ګرځيدلی (لکه پورته چې وضاحت ورکړل شو) چې ډيری هېوادول پرې خبر ندي او اصل همدا ده چې قانون پلي شي، نو څرنګه قانون مات کړي!!؟؟؟ او بله دا چې که چيرته قانون پلي کوي نو په پيژندپاڼه کې د (افغان) کلمې د ليکلو د پلويانو له سختو غبرګونو سره به مخ شي چې په ټوله کې د ثبات لپاره زيانمن څيزونه دي.
بیا هم ترکيز کوم چې ملت بايد لومړی په دې اړه سلامت او ملامت په نښه کړي او لاس په دعا شي چې ښاغلی غني بيا هم په يوه نه يوه بڼه په پيژندپاڼو کې د (افغان) کلمه ځای پر ځای کړي چې ستر زيری به وي.

و من الله التوفيق