د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پېغمبر

ډاکټر محمدآجان مرزئ 25.10.2015 13:32

ليکوال: جبران خليل جبران
ژباړونکی: ډاکټر محمدآجان مرزی

د ژباړونکي سريزه
جبران خليل جبران يو لبناني الاصل شاعر، ليکوال او انځورګر و چې د ۱۸۸۳ ميلادي کال د جنورۍ په شپږمه نېټه په لبنان کې زېږېدلی او د ۱۹۳۱ ميلادي کال د اپرېل په لسمه نېټه د امريکا د متحده ايالاتو د نيويارک په ښار کې وفات شو. خليل جبران زيات شمېر آثار لري خو له ټولو نامتو اثر يې (پېغمبر) دی. نوموړي خپل دا اثر چې يوه فلسفي او ټولنيزه ليکنه ده په انګرېزي ژبه ليکلی دی او د لمړي ځل لپاره په ۱۹۲۳ ميلادي کال کې نشر شو. خليل جبران پر خپله دې ليکنه ۲۵ کاله وخت ولګاوه.
ليکوال په خپل دغه اثر کې په ډېره خوږه او شاعرانه ژبه له زيږېدو نه تر مرګ پوری د انساني خصلت د بېلابېلو اړخونو، لکه ژوند، مينه، دوستي، مرګ... په هكله خپله فلسفي ديدگاه چې د انسان د رړه د خوښې آرمانونه پكې نغښتي دې، لوستونکي ته وړاندې کوي. کله چې ما دا کتاب د لمړي ځل لپاره ولوست د ختيځې فلسفي، معرفتونو او صوفي ايزم اغېزې مې هم پکې تر سترګو شوې، لکه د مولانا دا شعر:

ای قوم به حج رفته کجائېد کجائېد
معشوق همينجاست بيائېد بيائېد

او يا د رحمان بابا دا شعر:

په ښه خوی له بد خواهانو بې پروا يم
په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا يم
و هر چا ته په خپل شکل څرګندېږم
آئينه غوندې بې رويه بې ريا يم

د اثر په يوه برخه کې خليل جبران د جرم او جزا په هکله خبرې کوي. د دې خبرو د لوستلو پر مهال مې د رحمان بابا دا شعر راياد شو:

دوست دشمن د سړي واړه خپل عمل دی
هم په دا مقدار یې اجر موی په موی شي

او يا د مينې په هکله د ليکوال د خبرو پر مهال د حافظ شېرازي دا شعر راياد شو:

هر گز نميرد آنكه دلش زنده شد به عشق
ثبت است بر جریده عالم دوام ما

او يا هم د پېداېښت د حقيقت په هکله د ليکوال خبرې سړي ته د حمزه بابا دا شعر رايادوي:

پټ دا كاينات په هسې رنگ وو په نقطه كې
څنگه چې د ونې لوى وجود وي په دانه كې
جوړ يي چې قانون كړ بيا شو پټ په كې پخپله
بيا يي ارتقا ته حركت وركړ چې ځغله

دا اثر لوستونکي ته نه يوازې د ژوند او مرګ، خوښۍ او غم، آزادۍ، شوق، ښو او بدو، ښکلا او عبادت ډېر ژور، فلسفي او ټولنيز مفاهيم په لنډو جملو کې وړاندې کوي، بلکه د ژبې او متن ښکلا يې د انسان په زړه کې لا ښکلي احساسات راپاروي، له ژوند او چاپېريال سره مينې، د آزاد مرغه په شان آزادې الوتنې، د ځان پېژندنې، د پېداېښت حقيقت ته نږدې کېدو، بې آلاېشه دوستۍ او له همنوعانو سره مينې ته يې رابولي، لارښوونه ورته کوي او تسلي ورکوي. د خليل جبران د اثر يو ارزښتناکه پيغام له ژوند او له موجداتو سره مينه ده او بې له مينې او محبت ژوند بې معنی او بې محتوا بولي.

د اثر متن د نثر مسجع په ډول ليکل شوی او لوستونکي ته يې د کلماتو فلسفي مفهوم او معنی په تدريجې توګه روښانه کېږي. له دې امله بايد هره جمله او هر پرګراف په تکراري توګه ولوستل شي. لوستونکی به له هر ځل لوستلو وروسته لا نوی معرفتونه پکې پېدا کړي. دا معرفتونه انسان ته د خپل ژوند د درکولو په هکله الهام او وړتيا وربښي او په عېن وخت کې يې د مفاهيمو او حقيقتونو په هکله تفکر ته راپاروي. په همدې ټکي کې د کتاب ژورتيا او ښکلا پرته ده. په دې توګه دا اثر به د هغو لوستونکو لپاره چې له شعر او شاعری، له تشبيحاتو او نازکخياليو سره مينه لري په ځانګړې توګه پر زړه پورې وي، نه د هغه چا لپاره چې غواړي په هر څه ډېر ژر پوه شي او تفکر او سوچ کولو ته نه وخت لري او نه هم وخت ورکوي.

ما د اثر له لوستلو وروسته پرېکړه وکړه چې په پښتو ژبه يې وژباړم تر څو زما د وطن خلک هم د دې ارزښتانک اثر له لوستلو هم خوند واخلي او هم پند. تر زياتې مودې مې ځان ته دا جرأت نه ورکولو چې ژباړه يې پېل کړم. وخت پر تېرېدو وو او په پای کې مې د اثر له وار وار لوستلو وروسته، کله چې د هر ټکي او هرې کلمې پر اصلي معنی پوه شوم، تصميم ونيولو چې د اثر ژباړه پېل کړم.

هيله مند يم پر دې توانېدلی وم چې د ليکونکي د الفاظو او مفاهيمو ښکلا او محتوای ته په پښتو ژبه کې هم انعکاس ورکړم بې له دې چې اصلي مفهوم او معنی يې تکذيب شي. په دې اړه غواړم د آستراليا د ملبورن په ښار کې له مېشت ژورناليست، خپل ګران ورور صاحب جان شکېب له مرستو څخه مننه وکړم. ده ماته د کلماتو او الفاظو په ټاکنه کې ډېرې ارزښتناکه لارښوونې وکړي.

په درناوي
ډاکټر محمدآجان مرزی
آېشوالدي، جرمني
سپتامبر، ۲۰۱۵

د بېړۍ رارسېدل او د پيغمبر خبرې
نوم يې مصطفی و. د خدای غوره شوی او محبوب چې د خپل وخت د سهار د سپېدو په شان روښانه او پاک و، دوولس کاله خپلې بېړۍ ته تم شوی و تر څو راشي او د زيږېدنې ټاپو ته ئې ستون کړي. او په دوولسم کال د ايلول د مياشتې، د لَو د مياشتې، په اوومه نيټه د ښار د ديوالونو ترشا غونډۍ ته وخوت، سمندر ته ئې وکتل، خپله بېړۍ ئې د ورېځو په غبار کې ولېده چې رانږدې کېږي. د زړه دروازې ئې په پراخه توګه پرانستل شوې، خوشحالي ئې د سمندر پر سر والوتله، سترګې ئې بندې کړې، د خپل روح په چوپتيا کې په دعا شو.
خو کله چې له غونډۍ راښکته شو، غمجن شو او په زړه کې ئې سوچ وکړ: څرنګه کولای شم په سوله او آرامتيا له دې ځاېه لاړ شم؟
نه، زه به دا ښار د روح له پراره پرته خوشې نکړم.
ښار کې د ننه مې د عذاب ورځې اوږدې وې، اوږدې وې د تنهائې شپې.
څوک کولای شې له خپل عذاب او تنهائي بې له کوم احساسه جلا شي؟
د روح زياته برخه مې په دې واټونو کې پرته ده، د اشتياق بچيان مې ډېر دي،
په دې غونډيو کې لوڅ ګرځي،
زه به وکولای شم په سختۍ او له درده ډک زړه له دوی جلا شم.
دا جامې ندي چې نن ئې له تن باسم، دا يو پوستکی دی چې په خپلو لاسونو ئې څيرم.
دا يو سوچ هم ندی چې ترې جلا کېږم، دا يو وږی او تږی خوږ زړه دی.
خو نور دلته تمېدلای نشم. سمندر هرڅه ځانته رابولي،
ما ځانته رابولي،زه باېد په بېړۍ کې سپور شم.

ځکه که دلته پاتې شم نو د شپې د ګرمو ساعتونو سره سره به مې ساړه کېږي،
بې حرکته او منجمد به شم.
لېوال يم چې هر څه له ځانه سره وېسم، خو په څه ډول؟
غږ نشي کولای ژبه او شونډې چې وزرونه ورکوي له ځانه سره وېسې،
غږ باېد د آسمان په لور يوازې والوزي.

کله چې د غونډۍ ښکته برخې ته راورسېد بيا ئې مخ سمندر ته واړولو، و ئې ليدل چې بېړۍ ئې بندر ته راننوته، په مخکنی برخه کې ئې بيړۍ چلوونكي ولاړ وو، د هغه د خپل ټبر کسان وو. روح ئې هغوی ته نارې کړې او وئې ويل: زما د درنې مور زامنو، پر مد اوجذر سپرو، ما له ډېرې مودې په خپلو خيالونو کې لېدل چې په خپلو بادواني بېړيو کې پر سمندر روان ياست.

او اوس چې ويښ يم راشی، دا زما لا ژور خوب او خيال دی.

تللو ته چمتو يم، بې صبري مې په ولاړو بادوانونو کې د سمندر بادونو ته سترګې په لار ده.
غواړم په دې آرامه هوا کې يوازې يوه سا وباسم،
يوازې يو ځل په مينه تر شا وګورم او بيا نو له تاسو سره يو ځای شم، د بيړۍ چلوونكو په ډله كې يو بيړۍ چلوونكى شم.

او ته، لويه سمندره، په خوب ويده مورې،
يوازې ته چې د سيند او د ويالې آرامې او خپلواکي ئې.
دا روان سيند به يوازې يو ځل پر موړ راتاو شي،
يوازې يوه زمزمه په دې کوچني ځنګل کې،
بيا به تا ته درشم،
په يوه بې سرحده سمندر کې يو بې سرحده څاڅکی.

کله چې مخ ته لاړو وئې ليدل چې نارېنوو او ښځو خپل پټي او د انګورو کروندې خوشې کړې او په تلوار د ښار د دروازو پر لور روان شول.
واېې ورېدل چې له يوه پټي نه بل ته ئې د ده نوم په لوړ آواز يادولو ترڅو يو بل د ده د بېړۍ پر راتلو خبر کړي.

او ده له ځانه سره وويل:
د وداع ورځ دې بايد د لَو ورځ وي؟
آيا دا په دې معنی ده چې زما ماښام په حقيقت کې د سهار د سپېدو رڼا وه؟
او هغه چا ته چې خپله يوه ئې په پټي کې پرېښوده
او يا هغه چا ته چې د انګورو د زبيښلو څرخ ئې ودراوه څه ورکړم؟
آيا زما زړه به يوه له مېوو ډکه ونه شي
چې زه به ئې ترلاسه کړم او دوی ته به يې ورکړ شم؟
آيا زما هيلې به د يوې چينې په شان روانې شي تر څو د هغوی جامونه ډک کړم؟
آيا زه يوه دلربا يم چې د پروردګار لاس يې غږوي
او يا يو نَی يم چې د ده سا مې له بدن څخه تؠرؠږي؟

زه خو چوپتيا لټوم،
کومه خزانه مې په چوپتيا کې پېدا کړی چې په پوره باور به ئې پر نورو وويشم؟
که دا زما د لَو ورځ وي نو په کوم پټي او په کومو هېر شوو فصلونو کې مې دانې کرلي؟

که دا په رښتيا هم زما د ډؠوې د اوچت نيولو ساعت وي
نو هغه شعله چې په ډؠوې کې سوزيږي زما نده.
زه به خپله ډؠوه بې شعلې او مړه اوچته کړم
د شپې پېره دار به ئې له تېلو ډکه کړي،
روښانه به ئې هم کړي.

ده دا سوچونه په کلماتو افاده کړل. خو سره له دې ئې هم ډېرې خبرې په زړه کې پاتې شوې.
وه يې نشو کړای چې خپل لا ژور راز روښانه کړي.
کله چې ښار ته راننوت ټول خلک ئې مخې ته ورغلل او په يوه خوله يې ور ږغ کړ.

د ښار مشران رامخکې شول او ورته ئې وويل: له موږ څخه مه ځه.
ته زموږ د ماښام په تيارو کې د غرمې رڼا وې،
ځوانۍ دې د خيالونو لپاره خيالونه راوبښل.
موږ ته پردی نه يې
زموږ زوی او محبوب ئې.
مه پرېږده چې زموږ سترګې ستا په ديدن پسې تږې شي.

عالمانو ورته وويل: مه پرېږده چې د سمندر څپې مو سره بېل کړي،
مه پرېږده چې له موږ سره ستا ګډ کلونه پر يادونو بدل شي.
ته زموږ په منځ کې د روح په شان ګرځيدلې او سيوره دې زموږ پر مخونو رڼا وه.
پرموږ ډير ګران وې.
خو زموږ مينه بې ژبې او تر پردې لاندې وه.
اوس زموږ مينه تا په لوړ ږغ رابولي او بې پردې درته ولاړه ده.
مېنه تل د بېلتون پر ساعت خپله ژورتيا پېژني.

خو ده هغوی ته ځواب ورنکړ، يوازې ئې خپل سر ټيټ کړ. هغو کسانو چې نږدې ورته ولاړ وو وليدل چې اوښکې ئې پر مخ روانې دي.
له نورو سره يو ځای د معبد د لوی مېدان خواته وخوځېد.

له محراب څخه يوه هوښياره ښځه چې نوم ئې مېترا و، راغله.
ده په ډېره مينه ورته وکتل.
ځکه چې ښار ته له راتلو يوه
ورځ وروسته لمړی ښځه وه چې ورته راغله او ايمان ئې پرې راوست.
ښځې سلام ورته وکړ او وه ئې ويل:
ای د خدای رسوله، د اکمال درجې ته په رسېدو کې دې زيات وخت په آفاقو کې خپله بېړۍ لټوله،
اوس دې بېړۍ راغلې ده او ته باېد لاړ شې.
د يادونو په ملک او د هيلو په ټاټوبې پسې ارمان دې ډېر ژور دی،
نه دې زموږ مېنه بندولی شي او نه دې هم زمونږ غوښتنې ساتلی شي.
خو يوه هيله درنه لرو.
مخکې له دې چې له موږ بېل شې، خبرې راته وکړه او خپل واقعيت له موږ سره شريک کړه.
موږ به هغه خپلو بچيانو ته ووايو او هغوی به ئې خپلو بچيانو ته ووائي او فنا به نشي.
تا په خپله تنهايې کې زموږ روزګار کتلو او په کتنه کې دې زموږ د خوب ژړا او خندا ته غوږ و.
موږ ته دا توان راکړه چې ځان وپېژنو او ټول هغه څه راته ووايه چې د زېږېدنې او مړينې تر منځ وخت درته ښودلې دي.

او ده ځواب ورکړ:
اي د اورفالېز خلکو،
له هغه څه پرته چې همدا اوس ستاسو په فکر کې تېرېږي، د بل کوم شي په هکله خبرې درسره کولای شم؟

مينه
مېترا ورته وويل: د مينې په هکله راته ووايه.
ده خپل سر پورته کړ او خلکو ته ئې وکتل. ټول چپ شول او ده په لوړ ږغ وويل:
کله چې مېنې اشاره درته وکړه ورپسې ورشه،
که لاره ئې سخته او ستوخه هم وي.
او که د مېنې وزرونه درباندې راتاو شول
ځان ورته تسليم کړه،
که د پرو لاندې دې د مينې توره ټپي كوي هم.

او کله چې مينه درته وغږېده باور پې ولره،
آن که ږغ يې وکولای شي چې ستا خوبونه او خيالونه وېجاړکړي،
د شمال د باد په شان چې بڼ ورانوي.
ځکه چې مينه دې هم تاج پر سر ږدي او هم دې پر دار ځوړوي،
هم وده درکوي او هم دې څيري،
هماغسې چې د ژوند د ونې لوړو څانګو ته درخيژي او له ټولو نازکې څانګې چې په لمر کې رپېږي ښکلوي،
د خاورو په سينه کې هم ستاسو ريښو ته درننوځي او لړزوي يې.

د غلې دانو د خوشې په شان دې ځان ته راکاږي،
غوبلوي دې تر څو چې لوڅ دې کړي،
غلبېلوي دې چې له بوسو دې جلا کړي،
اوړه کوي دې تر څو سپين شې،
اغږي دې تر څو پوست شې.
بيا دې خپل مقدس اور ته ورسپاري ترڅو د پروردګار د مقدس دسترخوان لپاره پر مقدسه مړۍ بدل شې.

مينه به دا ټول پرتا وکړي
ترڅو د خپل زړه پر رازونو خبر شې
او په دې توګه د ژوند د زړه پر يوه برخه بدل شې.
خو که له ويرې يوازې د مينې آرامتيا او خوند پسې ګرځې
نو ښه به وي چې خپل لوڅ بدن پټ کړې
او د مينې د غوبل له مېدانه هغې نړۍ ته ورشې چې فصلونه نلري،
چېرته چې خندا به دې نيمه وي او په پوره اوښکو به نه ژاړې.

مينه له مينې بل څه نه درکوي.
مينه له مينې بل څه نه درنه اخلي.

مينه نه مال لري اونه هم د چا پر مال بدلېږي،
ځکه چې د مينې لپاره مينه بس ده.

مينه چې کوې نو باېد ونه وائې: « خدای مې په زړه کې دی.»
باېد ووائې: « زه د خدای په زړه کې يم.»
او په دې باور مه اوسه چې د مينې لارې ته به بدلون ورکې،
ځکه چې که مينه دې د مينې لايق وبولي نو لار به دې بدله کړي.
مينه د مينې له پوره کېدو بل ارمان نلري،
خو که مينه کوې او ارمانونه لرې
نو بايد د ويلې کېدو ارمان وکړې.
او د څپانده ويالې په شان وې،
چې په خپله د شپې نغمې ږغوي،
تر څو د لوېې مينې له درد سره آشنا شې،
تر څو د مينې له پرهارونو سره آشنا شې
او په خوښۍ او خوشحالۍ وېنې توئې کړې،
په سپېدو کې له وزر لرونکي زړه سره چې الوزي راويښ شې
او د مينې ډکې نوې ورځې شکرګزاري وکړې،
په غرمې به د مينې د جذبې په هکله سوچ وکړې،
ماښام به شکرګزار کور ته راستون شې
او بيا به خپل محبوب ته په زړه کې له دعا او پر شونډو له ثنا سره وېده شې.

ښځه او مېړه
مېترا بيا په خبرو شوه او وه ئې ويل: لويه استاده، د واده په هکله څه وائې ؟

او ده ئې په ځواب کې وويل: تاسو يو ځای زېږيدلي ياست او د تل لپاره به يوځای و اوسی.
تر هغه وخته به يوځای اوسېږی چې د مرګ سپين وزرونه مو ورځې له يوه او بله جلا کړي.

هو، تاسو به د پروردګار په چپو خاطراتو کې يوځای وی.
خو په ګډ ژوند کې به واټن ولری،
پرېږدی چې د آسمان بادونه مو په منځ کې ونڅيږي.
له يوه او بل سره مينه ولری،
خو دا مينه پر زولنو مه بدلوی.
پرېږدی چې مينه ستاسود هيلو د ساحلونو تر منځ يو څپانده او روان سمندر وي.
د يوه او بل جام ډک کړی خو دواړه له يوه جامه اوبه مه څښی.
خپله ډوډۍ يوه او بل ته ورکړی خو عين ټکله مه خوری.
يوځای سندرې او نڅا کوی او خوشحاله اوسی
خو پرېږدی چې هر يو مو جلا وي،
لکه د عود تارونه چې جلا دي خو يوه نغمه غږوي.
زړه وباېلی خو د يوه او بل زړه د خپل مال په توګه مه ساتی.
ځکه چې زړونه مو يوازې د ژوند مال دی.
د يوه او بل تر څنګه ودرېږی، خو ډېر نږدې نه:
د معبد ستنې يوازې ولاړې دي،
د څېړۍ او ناجو ونې د يوې او بلې په سيوره کې وده نکوي.

ماشومان
او يوې ښځې چې ماشوم ئې په غېږ کې و وويل: د ماشومانو په هکله راته ووايه.

او ده وويل: ستاسو ماشومان ستاسو نه دي.
هغوی له ژوند سره د ژوند د مينې زامن او لوڼې دي.
هغوی ستاسو په وسيله دنيا ته راځي، نه له تاسو څخه،
له تاسو سره دي، خو د تاسو نه دي.

دوی ته خپله مينه ورکړی نه فکرونه.
ځکه چې دوی خپل فکرونه لري.
جسم ته يې يو کور ورکړې نه روح ته،
روح ئې د سبا په کور کې اوسېږي
چې تاسو آن په خيالونو کې هم نشی ورتلای.

کولای شی زيار وباسی چې د دوی په شان و اوسی،
خو زيار به مو بې ګټې وي چې هغوی د ځان په شان کړی.
ځکه ژوند پرشا نه ځي او په ماضي کې هم نه تمېږي.

تاسو لينده (کمان) ياست،
خپل بچيان به د ژونديو غشو په شان ګوزاروی.
غشى ويشتونكى د ژوندون پر بې حده لاره نښې ته ګوري،
او په خپل برم مو بدن ته ثبات ورکوي تر څو چې غشي ئې چټک شي
او تر ډېر واټن والوزي.

پرېږدی چې د غښي ويشتونكي لاسونه مو لينده د خوشحالۍ پر مخ واړوي;
غښى وشتونكى د خپل غشي د الوتنې په شان له ليندې سره هم، چې ثابته ولاړه ده ، مينه لري.

بخشش
بيا يوه بډای سړي ورته وويل: د بخشش په هکله راته ووايه.
او ده ځواب ورکړ:
کله چې له خپلې شتمنۍ بخشش ورکوی زيات سخاوت نلری.
خو که فداکاري وکړی نو ريښتنی بخشش ورکوی.
ځکه چې ستاسو شتمني له هغې ويرې بل څه دي،
چې سبا به مو په کار شي؟
او سبا، سبا به ډېر محتاط سپي ته،
چې خپل هډوکي زيارت کوونکو سره مقدس ښار ته په لار
په بې نښو شګو کې ښخوي، څه پر لاس ورکړي؟

او له حاجت وېره که په خپله حاجت ندی نو بل څه دي؟
آيا که كوهي ډک وي نو له تندې ويره په خپله نه ماتېدونکې تنده نده؟

ځينې هسې کسان شته
چې له خپل ډېر مال لږ بخشش ورکوي
او هغه هم د خپل شهرت لپاره.
د دې کسانو دا پټ ارمان د دوی سخاوت مرداروي.

ځينې داسې کسان شته
چې له خپل کم مال نه ډېر بخشش ورکوي.
پر ژوند، د ژوند پر سخاوت باور لري
او جېب ئې هيڅ وخت تش نه وي.

ځينې داسې کسان شته
چې په خوشحالۍ بخشش ورکوي
د دې کسانو اجر خوشحالي ده.

ځينې داسې کسان شته
چې په بخشش ورکولو کې درديږي،
د دې کسانو درد د دوی د تمعيد غسل دی.

ځينې داسې کسان شته
چې په بخشش ورکولو کې هيڅ درد نه پېژني
او نه هم په بخشش ورکولو کې خپله خوشحالي لټوی.
د تقوا له مخې بخشش نه ورکوي.
دوی بخشش داسې ورکوي لکه ريحان چې په درو کې خپل عطرونه شيندؠ.

د دې کسانو په لاس کې د خدای کلام پروت دی
چې پر خپلو لېمو ځمکې ته خندا کاندي.

خېر غوښتونکي ته د خير ورکونه ښه کار دی،
له دې لا ښه کار بې له سواله پر سوال پوهېدل او د خېرات ورکول دي
او د سخي لپاره د هغه چا لټول چې خېرات غواړي
له خېرات ورکولو زياته خوشحالي ده.

آيا کوم شی شته چې درته پاتې به شي؟
ټوله شتمني به مو يو وخت خېرات شي.
له همدې امله همدا اوس په خپل لاس خېرات ورکی
نه د خپلو وارثينو په لاس.

تاسو زيات وخت واياست: « زه به يوازې هغه چا ته خېرات ورکړم چې محتاج وي.»

نه د باغ ونې او نه هم په څرځايونو کې رمې داسې خبرې کوي.
هغوی خپل ثمر د ژوندون لپاره ورکوي،
که ور ئې نکړي نو له منځه به لاړ شي.

هغه څوک چې د خپلو شپو او ورځو د تېرولو لياقت لري،
له تاسو د ټولو نورو شيانو د ترلاسه کولو لياقت هم لري.
هغه څوک چې د ژوند له سمندره د څښاک لياقت لري
د دې لايق هم دی چې خپله پياله ستاسو له ويالو ډکه کړي.

له مېړانې او له باور، له انسان دوستۍ چې په خېرات کې پراته دي
کوم بل لوی خدمت شته؟

تاسو څوک ياست چې انسانان خپله سينه درته لوڅه کړي
او خپل غرور درته بربنډ کړي
تر څو يې ارزښت لوڅ او غرور يې بربنډ وګوری؟
خپل ځان ته وګوری چې آيا د دې ارزښت لری چې خېرات ورکړی؟
دا چې په خېرات ورکولو کې د خدای د لاس وسيله شی ؟

په حقيقت کې ژوند دی چې ژوند ته خېرات ورکوي.
تاسو چې ځان بخشش ورکوونکی بولی يوازې شاهدان ياست.

او تاسو چې خېرات ترلاسه کوی د سپاس ټول بار پر اوږه مه ږدی،
تر څو پر خپله او د بخشش ورکونکؠ پر غاړه د اسارت جوغ وانچوی.

ښه به وي چې له خېرات ورکونکي سره يوځای د ده د سخاوت پر وزرونو والوزی.

ځکه چې که خپل دَېن ته زيات سوچ وکړی
نو د هغه چا پر سخاوت به باور نلری
چې د مهربانې ځمکې په شان مور او د خدای په شان پلار لري.

خوراک او څښاک
بيا د يوې مسافرخانې يوه بوډا خاوند ورته وويل: د خوراک او څښاک په هکله راته ووايه.
او ده وويل:
تاسو به کولای شول چې د ځمکې له عطرونو او د هوائي بوټي په شان د لمر له رڼا ژوند وکړی.
خو تاسو باېد د خوراک لپاره وژنه وکړي.
او د خپلې تندې د ماتولو لپاره د نوي پېدا شوي موجود د مور شېدې غلا کړی.
خو دا عمل پر عبادت بدل کړی.

پرېږدی چې دسترخوان مو د قربانۍ محراب وي
چې د ځنګل او د پټيو پاکي او بې ګناهي پکې قربان شي،
په انسان کې د هغه څه لپاره چې له دې هم پاک او بې ګناه دی.

د يوه حيوان د وژنی پر مهال په زړه کې وواياست: « هغه قدرت چې تا وژني ما به هم ووژني
او زه به هم وخوړل شم. ځکه چې ما به هماغه قانون چې ماته دې په لاس راکوي يوه لا زورور لاس ته ورکړي.
زما او ستا وينه له هغې وينې چې د آسمان ونه تغذيه کوي بل څه نه دي.»
او کله چې په خپلو غاښونو له يوې مڼې خړپ وهی
نو په خپل زړه کې ورته وواياست: « ستا تخم به زما په بدن کې ژوندی وي،
او ستا د سهار غوټۍ به زما په زړه کې پرانستل شي،
ستا بوی به زما سا وي
او دواړه به يوځای د کال له ټولو فصلونو خوند اخلو.»

او په مني کې، خَمار ته د خپلو تاکونو د انګورو د سپارنې پر مهال په زړه کې وواياست: « زه هم د انګورو يو باغ يم،
او زما مېوه به د خَمار لپاره راټوله شي،
او زه به د نووو شرابو په شان په ابدي خمونو کې وساتل شم.»

او په ژمي کې چې شراب له خمه راباسی،
د هر جام لپاره په زړه کې يوه سندره ولری.
په سندره کې د خزان ورځې، د انګورو باغ او خَمار ياد کړی.

کار
بيا يوه بزګر وويل: د کار په هکله خبرې راته وکړه.
او ده ځواب ورکړ: تاسو کار کوی تر څو ځمکې او د ځمکې له روح سره همګام شی.
ځکه بېکاري له فصلونو بې خبرې ده
او د ژوند له دورانه پښې ايستل،
چې په وياړ او له تواضع ډک تابعېت د ابدېت پر لور روان دی.

په کار کې يوه شپېلۍ ياست چې په زړه کې ئې د وخت نجوا پر موسيقۍ بدليږي.

کوم يو مو غواړي چې يوه ګنګه او چپه شپيلۍ وه اوسېږي،
په داسې حال كې چې نور ټول ښکلې بدلې وائي؟

تل درته ويل شوي، کار عذاب او زيار بدمرغي ده.
خو زه درته وايم،
که کار وکړی نو د ځمکې لوي خيال به ترسره کړی،
هغه خيال چې د ژوند په خيال کې د زېږيدو پر مهال درکړ شوی دی.

او که رنځ وزغمی نو له رېښتني ژوند سره به مينه ولری.
او له ژوند سره د رنځ د زغملو له لارې مينه د ژوند له رازونو سره آشنائي ده.
خو که په مشقت کې زېږېدنې ته رنځ وواياست
او د بدن ساتنې ته لعنت چې پر تندي مو ليکل شوی
نو زه په ځواب کې درته وايم چې يوازې د تندي خواله به مو دا بد برخليک له مېنځه وېسي.

تاسو ته دا هم ويل شوي چې ژوند تياره ده.
او د ستړتيا پر مهال هغه څه واياست چې ستړو ويلې دي.
زه وايم چې که شوق نه وي نو ژوند بې له شکه تياره ده،
او شوق د پوهې په نشتوالې کې ړوند دی.
او که کار نه وي نو ټوله پوهه بې ګټې ده.
او که مينه نه وي نو کار بې مفهومه او بې ځايه دی.
او که په مينه کار وکړی نو له خپل ځان
له يوه او بل او له خدای سره به يو ځای شي.

او په مينه کار کول څه دي؟
د محبوب د سر لپاره د زړه پر تارونو د شال اوبدل دي.

دا د محبوب لپاره په مينه د کور د آبادۍ په ښان دی.
دا په ډېره مېنه د تخم کرل دي،
دا په خوشحالۍ د درمن لَو دی چې محبوب يې ثمر تر لاسه کړي.

يعنې هر کار ته چې تاسو يې ترسره کوی د خپل روح يوه سا ورکړی
او پر دې پوه شی چې مرحومان مو تر څنګ ولاړ دي او درته ګوري.

زيات وختونه داسې خبرې کوی لکه چې ويده ياست: « د هغه چا مقام چې له مرمر سره کار کوي
او په ډبره کې د خپل روح انځور ګوري له هغه چا چې ځمکه کري لوړ دی.
او د هغه چا مقام چې د بوډۍ د ټال پر رنګونو د انسان همرنګه تصوير جوړوي
له هغه چا چې زموږ پښو ته څپلۍ جوړوي لوړ ډی.»

خو زه په خوب کې نه بلکه د غرمو په بېدارۍ کې واېم چې
د څېړۍ لويې ونې د باد سندرې د يوه واړه بوټي له سندرو زياتې خوږې نه دي.

هغه څوک لوی دی چې په خپله مينه د باد غږ په داسې يوه سندره بدل کړي
چې دا غږ لا نور هم خوږ شي.
کار د مينې څېره ده.
او که په مينه نه بلکه په کرکه کار کوی،
نو خپل کارونه خوشې کړی،
د معبد په دروازه کې ودرېږی او له هغه چا چې په مينه کار کوي خېر ټولوی.
ځکه، که په بې پروائې مړۍ پخه کړی نو ترخه به وي،
چې آن د انسان نيمه لوږه به هم ماته نکړي.

او که انګور په مينه پر ميو بدل نکړی،
نو کرکه به مو په ميو کې زهر ګډ کړي.
که د پرېښتو په شان هم سندرې وکړی،
او مينه پکې نه وي
نو د انسانانو غوږونه به د ورځو او شپو د سندرو لپاره کاڼه کړی.

خوښي او غم
بيا يوې ښځې وويل: د خوښۍ او غم په هکله راته ووايه.
او ده ځواب ورکړ:
ستاسوخوشحالي د تاسو بې پردې غم دی.

هغه كوهي چې خندا مو ترې را اوچته کېږي،
زيات وخت (كله) ستاسو له اوښکوډک و.
آيا کېدای شو چې دا خبره بل شان وي؟

هر څومره مو چې غم په روح کې ځای نيسي،
هغومره به وکولای شی چې خوشحالي احساس کړی.

آيا ستاسو د شرابو جام هماغه جام ندی چې
د کلال په داش کې پوخ شوی دی؟

ستاسو عود هماغه پر چړو سوری شوی لرګی ندی؟
په خوشحالۍ کې د زړه کومو ته وګوری
بيا به درته مالوم شي چې د غم عامل
ستاسو د خوښۍ وسيله هم ده.

د غم پر مهال بيا خپل زړه ته وګوری
او درته به مالومه شي چې
په حقيقت کې له خوشحالۍ ژاړی.

ځينې مو وائي: « خوښي له غم لويه ده.»
او ځينې نور وائي: « نه، غم لوی دی.»
خو زه درته وايم چې دواړه يو له بله نشو بېلولای.
دواړه يو ځای راځي.
که يو يې پر دسترخوان يوازې درسره ناست وي،
نو په ياد ولری چې بل مو په بستر کې بيده دی.

په رښتيا چې د خپل غم او ښادۍ ترمنځ
د تلې د دوو پَلو په شان ځوړند ياست.
يوازې هغه وخت توازن او آرامتيا لری چې له غم او خوشحالۍ تش ياست.

که زرګر مو د خپلو سرو او سپينو زرو د اندازه کولو لپاره جګ کړي،
يا به مو د ښادۍ او يا د غم پَله جګه او يا ټيټه شي.

کورونه
بيا يو معمار رامخ ته شو او و ئې ويل: د کورونو په هکله راته ووايه.
او ده ځواب ورکړ:

مخکې له دې چې د ښار د دېوالونو د ننه کور جوړ کړی،
په خپل خيال کې په بيديا کې يوه جونګړه جوړه کړی.
ځکه چې تاسو هم ماښام کور ته راستنېږی،
او هم د ليرو ملکونو بې كسه مسافران ياست.

ستاسو کور ستاسو لوړ بدن دی.
په لمر کې غوړيږي
او د شپو په چوپتياوو کې بيده وي
او خوبونه او خيالونه هم لري.

آيا ستاسو کور خوب نه ويني
او په خوب کې له ښاره د ځنګل او د غونډۍ پر لورې نه ځي؟

کاش ما کولای شول چې ستاسو کورونه په خپل موټي کې راغونډ کړم
او د تخم د کرونکي په شان ئې په ځنګل او چمن کې وشيندم!

کاش چې دَرې ستاسو لارې وای
او شنې لارې مو کوڅې وای
تر څو د انګورو په باغونو کې د يوه او بل ديدن وکړی
د ځمکې نه په عطرو ډکو کاليوكې راغلي وای!

خو تر اوسه باېد دا هيله ترسره نشي.

نيکونو مو له وېرې ډېر سره نږدې کړي ياست.
دا وېره به لږه موده نور هم دوام ومومي.

يوه لنډه موده نور به مو هم د ښار دېوالونه رمه له پټيو بېله وساتي.
ای د اوفالېز خلکو! په دې کورونو کې څه لری؟
د بندو دروازو ترشا له کوم شي ساتنه کوی؟

په سوله کې ژوند کوی، آرامه شېبه چې قوت دربښي؟

يادونه لری، ځلانده کمانونه چې د تفکر له څوکو راتاو دي؟

آيا ښکلا لری چې له لرګيو او ډبرو جوړ شوی زړه د مقدس غره څوکو ته وړي؟

راته وواياست! آيا همدا شيان په کورونو کې لری؟

او كه يوازې د آرامتيا او د راحت حسرت لری،
چې پټ کور ته درننوځي،
چې په اول سر کې مو مېلمه وي، بيا کوربه او بيا د کور خاوند شي؟

هو، بيا به مو پر خپله ولکه کې ونيسي،
او تبر او لښته په لاس به ستاسو له لوړو هيلو نه لانځکې جوړې کړي.

لاسونه ئې د ورېښمنو خو زړه ئې د اوسپنې دی.
پر خوب مو زنګوي
تر څو ستاسو د بستر تر څنګ ولاړ
د بدن پر عزت مو ملنډې ووهي.

ستاسو پر سالم عقل مسخرې كوي
او بيا ئې د ظريف لوښې په شان د وړيو پر اغزيو ږدي.
د راحت تمنا په رښتيا هم د روح شور او شوق وژني او د جنازې بدرګه ئې کوي.

خو ای د ځمکې بچيانو، په راحت کې ناآرامو،
نه به په دام ورشی ، نه به ورته رام شی.

کور مو بايد لنګر نه بلکه د بادوان ستنه وي.
د پرهار پر سر مرهم نه، بلکه سترغلې وي چې سترګه ساتي.

کور ته د ننوتلو لپاره خپل وزرونه مه راټولوی
او نه مو هم سرونه ټيټوی تر څو پر چت ونه لږيږي،
مه وېرېږی چې سا اېستل به مو دکور ديوالونه ړنګ کړي.

تاسو بايد په هغو کورونو کې چې
مړو د ژونديو لپاره جوړ کړي دي ونه اوسېږی.

نه به د کور ښکلا او نه هم جلال ستاسو رازونه او حسرتونو وساتي.

هغه څه به چې ستاسو په وجود کې بې انتها دی د آسمان په ماڼۍ کې اوسېږي،
دروازه ئې د سپېدو د ورېځوغبار دی،
کړکي ېي سندرې دي او د تورو شپو چوپتيا.

کالي
او اوبدونکي ورته وويل: د کاليو په هکله خبرې راته وکړه
او ده ځواب ورکړ:

کالي مو د ښکلا ډيره برخه پټوي خو بدرنګي نه پټوي.
سره له دې چې په کاليو کې فردي آزادي لټوی،
يوازې قبضه او زنځير پکې ترلاسه کوی.

کاشكې کولای مو شواى چې زيات بربنډ او لږ پټ د لمر او باد بدرګې ته ورشی.
ځکه چې د ژوند سا د لمر په رڼا کې پرته ده
او د ژوند لاس په باد کې پروت دی.

له تاسو ځينې وائي: « کالي مو چې پر ځان دي د شمال پر بادونو اوبدل شوي.»

او زه وايم: هو دا د شمال باد و،
خو شرم ئې د اوبدلو کارګاه وه او پلې ئې تارونه.

چې ئې کار شولو تمام، بيا ئې وخندل ځنګل کې.
مه هېروی چې حيا د ناپاکو د سترګو په وړاندې سپر دی.

او چې ناپاک ورک شول بيا نو حيا د روح له زولنو او تيارو نه بل څه دي؟

مه هېروی چې ځمکه ستاسو د بربنډو پښو په احساسولو خوشحاليږي
او بادونه ستاسو له ويښتانو سره د لوبو لېوال دي.

پېرودل او خرڅول
او يوه سوداګر ورته وويل: د پېرودلو او خرڅولو په هکله راته ووايه.
او ده ځواب ورکړ او وه ئې ويل:
ځمکه تاسو ته خپل ثمر درکوي.
که د خپلو لاسونو پر ډکولو پوه شی نو هيڅ کمښت به ونلری،
له يوه او بل سره به د ځمکې د ډالېو په تبادلې شتمن اوسی او په ګېډه ماړه.

خو که دا تبادله په مينه او عدالت ترسره نشي
نو ځينې به حريص شي او ځينې وږي.

کله چې تاسو د سمندر، د پټيو او د انګورو د باغونو کارګران او کلالان
او د مسالو له سوداګرو سره مخامخ شی
نو بيا د ځمکې لوړ روح ته التماس وکړی چې
راشي او تلو او حسابونو ته چې
ارزښت له ارزښت سره پرتله کوي برکت ورکړي.
او په خپله سوداګرۍ کې هغه څوک مه زغمی چې په تشو لاسونو
خپل کلام ستاسو له کار سره تبادله کوي.

داسې خلکو ته بايد وواياست: « له موږ سره پټيو ته راشی
او يا زموږ له ورونو سره سمندر ته سفر وکړی
خپل جالونه وغوړوى،
بيا به نو ځمکه او سمندر له تاسو سره زموږ په شان سخاوت وکړي.»

او چې سندرغاړي، نڅاکوونکي او شپېلۍ ږغونکي راشي،
د هغوی ډالۍ هم ترلاسه کړی،
ځکه چې هغوی هم د ميوو او د عطرونو د کنډ ټولونکي دي،
سره له دې چې توکي ئې له خيالونو جوړ شوي دي او ستاسو د روح غذا ده.

او مخکې له دې چې له بازار نه لاړ شی،
باېد دې خبرې ته مو پام وي چې هيڅوک په تش لاس لاړ نشي.
ځکه که د ټولو اړتيا پوره نه شي
نو د ځمکې لوړ روح به د باد پر وزرونو آرام خوب ونکړي.

جرم او جزا
بيا د ښار يو تن قاضي رامخته شو او وي ئې ويل: د تقصير او سزا په هکله راته ووايه.
ده ځواب ورکړ او و ئې ويل:
کله چې ستاسو روح له باد سره ګرځي،
تاسو يوازې او بې له کومې څارنې يو په بل پسې ناوړه عمل ترسره کوى
او په دې توګه د خپل ځان په وړاندې جرم کوی.

تاسو باېد د دې ناوړه عمل لپاره د مبارکو کسانو درګاه ته ورشی
او يوه موده بې له کوم ځوابه تم شی.

ستاسو آسماني روح د يوه سمندر په شان دى.
د تل لپاره بې ګناه پاته کېږي.
د هوا په شان يوازې د وزر خاوندان آسمان ته اوچتوي.
ستاسو آسماني روح د لمر په شان ځلېږي
د ځمکې لاندې د موږكو لارې نه لټوي او نه هم د مارانو سوري ورته مالوم دي.

آسماني روح مو په هستۍ کې يوازې نه اوسېږي.
لاهم زيات انسان غونې ياست،
لا هم د انسان زياتې مشخصې نلری.

بې څېرې لوېشتکي ياست
چې د خيالونو په غبار کې ګرځي او خپله بېداري لټوي.

او اوس په تاسو کې د همدې انسان په هکله درته وايم.

ځکه چې په تاسو کې همدا انسان جرم او جزا پېژني،
نه آسماني روح او نه هم لوېشتکی.

ما زيات وختونه له تاسو اورېدلي دي چې د مجرم په هکله داسې خبرې کوی، لکه چې ستاسو له ډلې څخه نه بلکه ستاسو په نړۍ کې يو پردی ېرغلګر وي. خو زه درته وايم، هماغسې چې هيڅ مقدس او صالح انسان له هغه عالي موجود څخه چې ستاسو د هر يوه په تن کې اوسېږي لوړ مقام نشي لرلی، هيڅ يو نااهله او ټيټ موجود هم نشته چې له هغه څه چې ستاسو په وجود کې اوسېږي زيات نااهله او ټيټ وي.

هماغسې چې يوه پاڼه د ټولې ونې له پټې پوهې پرته نشي رامنځته کېدای،
يو بدعمله انسان هم ستاسو له پټې ارادې پرته بد عمل نشي ترسره کولای.
تاسې د خپل وجود د انساني روح په لور پر يوه کتار روان ياست.
تاسې هم لار ياست هم مسافر.
كله چې يو ولوېږي ، نو د خپل شا کس لپاره لوېږي،
تر څو له پرځېدو خبرداری ورکړي.
او له ځانه د مخکو کسانو له امله لوېږي،
ځکه د پرځېدو ډبره يې وکتله خو ليرې ئې نکړه.

او دا خبره هم واوری، که اورېدل ئې سخت هم درته تمام شي:

نه مقتول د خپل قتل له مسئوليت څخه او نه هم لوټ شوى د غلا له تقصير نه خلاص دی.

صالح د نااهله په عمل کې بې تقصېره ندی،
او پاک انسان د ناپاک انسان له عمله پاک ندی.

هو، مقصر اکثراً د زيان ځپلي قرباني دی.
او محکوم د بېګناه او نامحکوم قرباني دی.
تاسو عادل له ظالم او ښه له بدو نشی بېلولای،
ځکه دواړه د لمر مخې ته يوځای ولاړ دي،
د تور او سپين تار په شان چې يو ځای اوبدل شوي وي.

او چې تور تار وشکېږي نو اوبدونکی به ټول ټوکر او د اوبدلو ټوله دستګاه له نظر تېره کړي.

که له تاسو يو تن خپله بې وفا مېرمن محکمې ته راولي
نو د مېړه زړه دې هم د عدالت په تله کې واچول شي
او روح ئې هم باېد په عېن مقياس اندازه شي.

او هغه څوک چې غواړي ګنهکار په لښتو ووهي
نو بايد د هغه چا راون هم وکتل شي، چې په حق کې ئې بد کار شوی.

او که له تاسو کوم تن د حق په نامه د ظالم ونه په تبر وهي،
نو بايد تر ريښو ئې وپلټي.
بيا به نو په هغه کې په رښتيا هم د ځمکې په آرامه سينه کې
د ښو او بدو، د ثمر او بې ثمرۍ ريښې پېدا کړي،
چې يوه پر بلې اوبدل شوې دي.

ای د عدالت قاضيانو، پر هغه چا به د تاسو حکم څه ډول وی،
چې په ظاهر کې صادق او په باطن کې غل دی؟
هغه چا ته کومه جزا ورکوی، چې په ظاهر کې وژني،
خو په باطن کې په خپله وژل کېږي ؟
او هغه چا ته چې عمل ئې د ټګ او د ظالم دی،
خو په خپله ئې ځورونه او زخمونه لېدلي، څه جزا ورکوی؟
هغه چا ته څه جزا ورکوی چې پښېماني ئې د بد عمل په پرتله زياته ده؟

آيا پښېماني د هغه قانون له خوا ورکړ شوی حق ندی، چې تاسو به ئې په مينه خدمت وکړی؟
تاسو پښېماني پر ګنهکار نه تحميلولای او نه ئې هم د هغه له زړه ليرې کولای شی.

پښېماني به په تورو شپو کې په خپله راشي،
ترڅو انسانان راويښ شي او خپلو ځانونو ته وګوري.
که ټولو عملونو ته په پوره رڼا کې ونه ګوری نو څنګه به عدالت درک کړی؟
بيا به نو وګوری چې پر پښو ولاړ او پر ځمکه لوېدلی هماغه يو انسان دی
چې د خپل خورده ګير ظاهر په شپه او د آسماني باطن په رڼا ورځ کې د ماښام په تياره کې راګېر دی.
او د معبد د ودانۍ لوړه ډبره په تهداب کې د ډېرې ټيټې ډبرې په پرتله لوړ مقام نه لري.

قوانين
بيا يوه حقوق پوه وويل: زموږ قوانينو ته څه وائې؟
او ده ځواب ورکړ:
تاسو ته د قوانينو وضع کول خوند درکوي،
خو له هغې زيات له دې قوانينو څخه سرغړونه خوند درکوي.

لکه په شان د ماشومانو، چې د سمندر پر غاړه لوبې کوي
په ډېره مينه د شګو کلاوې جوړي،
تر څو وروسته يې په خندا ړنګې کړي.

او کله چې تاسو خپلې د شګو کلاوې جوړوی،
سمندر لا نورې شګې ساحل ته راوړي،
او کله چې دا ودانى ړنګې کړی
نو سمندر تاسو سره يوځای خاندي.
په رېښتيا چې سمندر تل له معصومو کسانو سره يوځای خاندي.

خو د هغو کسانو په هکله څه وايو چې ژوند ورته د سمندر بڼه نلري،
انساني قوانين ورته د شګو د ودانيو په شان نه دي
او ژوند ورته يوه پرخه او قانون يوه اسکنه ده،
او غواړي په خپل رنګ بڼه ورکړي؟

په پښو ګوډ انسان ته چې له نڅاکوونکي څخه کرکه لري څه وايو؟
جوغ پر غاړه غويي ته به چې غرڅو او د ځنګل نورو څارويو ته
د بې روزګاره او بې کوره موجوداتو په سترګه ګوري، څه وايو؟
هغه منګور ته به چې له خپل پوستکی نشي وتلی
او نور ټول لوڅ او بېشرمه بولي څه وايو ؟
هغه چا ته به څه وايو چې وختي واده ته راځي،
په مړه ګېډه او ستړی بېرته ځي او وائي چې
ټول جشنونه له قانون څخه سرغړونه ده
او ټول جشن کوونکي د قانون ماتونکي دي؟
د دې کسانو په هکله به بې له دې بل څه ووايم چې
دوی هم د لمر په رڼا کې ولاړ دي خو لمر ته ئې شا ده؟
دا کسان يوازې خپلې سيورې ګوري او سيورې ئې قوانين دي.

او لمرله سيورې اچولو پرته بله څه معنی ورته لري؟
دې کسانو ته د قانون مراعاتول له دې پرته چې ټيټ شي
او د خپلو سيورو پولې رسم کړي بل څه كيدلاى شي؟

او له تاسو به چې د لمر په لور روان ياست
پر ځمکه کوم جوړ شوي تصويرونه مخنيوی وکړای شي؟

تاسو چې له باد سره روان ياست
نو کوم هوا پېژندونکی به لار دروښيي؟

او که خپل جوغ مات کړی او د هيڅ چا د زندان دروازه ونه ټکوی
نو کوم انساني قانون به تاسو خپل تابع کاندي؟

د چا له قانون نه به ويره ولری، کله چې نڅا کوی
خو د هيڅ چا د اوسپنو پر ځنځيرونو نه پرځی؟

او څوک به مو محاکمه کړي، کله چې خپلې جامې له تن باسی
او د هيڅ چا په لار کې ئې نه اچوی؟

د اوپالېز خلکو، تاسو به د ډول ږغ ټيټ
او د سرود تارونه سست کړ ی
خو څوک به غچۍ ته امر وکړي چې نور سندرې ونکړي؟

آزادي
او يوه وياند وويل: د آزادۍ په هکله راته ووايه.
او ده ځواب ورکړ:

ما تاسو د ښار په دروازه او په خپلو نغرو کې په خاورو لوېدلي
د خپلې آزادۍ په عبادت ليدلي ياست،
د مريو په شان چې د مستبد په وړاندې سر ټيټوي او پر ثنا ئې بوخت وي،
په داسې حال کې چې مستبد يې وژني.

ما د معبد په باغ او د کلا په سيورو کې ستاسو ټولو نه آزاد کسان ليدلي دي چې
خپله آزادي د غاړې د جوغ او زولنو په شان له ځانه سره ګرځوي.
دا خبره زما زړه پرېشانوي،
ځکه چې يوازې هغه وخت آزاد اوسېدلای شی چې
د آزادی د لټون پر هيله ولکه ولری
او آزادۍ ته د موخې او د حاجت د پوره کېدو په سترګه ونګوری.
که ورځې مو په بې پرواېې تېرې کړی او شپې مو هيلې او غم ونلري
نو هېڅکله به ريښتنې آزادي ونلری.
هغه وخت به آزادي احساس کړی چې ژوند مو د هيلو او غم له شپو او ورځو ډک وي
او تاسې پر هغو بربنډ او خپلواک برلاسي شی.
څنګه به پر خپلو شپو او ورځو برلاسي شی،
که هغه کړی ماتې نکړی چې د خپل فهم د خامۍ پر مهال مو د عقل د بلاغت په پښو او لاسونو کې اچولي دي؟

په واقعيت کې هغه څه چې تاسو ئې آزادي بولی له ټولو کلک ځنځيرونه دي
چې کړې ئې په لمر کې ځليږي او ستاسو سترګي ړندوي.
د آزادۍ ترلاسه کول د خپل وجود د ځينو برخو له لاسه ورکولو نه بل څه دي؟
که يو بې عدالته قانون له منځه وړی نو دا قانون مو په خپلو لاسونو پر تندي ليکلی و.

بې عدالتي د قانون د کتابونو په سوزولو او يا د قاضي د تندي په مينځلو نشی له منځه وړلی،
حتى که د سمندر ټولې اوبه هم پې واچوی.
او که غواړی يو مستبد له تخته راوغورځوی نو بايد هغه تخت چې په خپل ذهن کې مو رامنځته کړی دی، مات کړی.

مستبد کله کولای شي پر آزاد او مغرور ملت حکومت وکړي،
پرته له دې چې دا ملت پر خپله آزادۍ ظلم وکړی او پر خپل غرور د شرم پرده واچوي؟
او که خپل وسواس له منځه وړی نو دا وسواس مو په خپله ټاکلی دی،
کوم بل څوک يې نه درکوی.

او که غواړی ويره له ځانه ليرې کړی نو د دې وېرې خونه ستاسو په زړه کې ده
نه له هغه چا سره چې وېره ترينه لری.

په ريښتيا هم ټول هغه څه چې حسرت يې کوی او ويره ترينه لری، کرکه ترينه لری او درته ګران دي
او هغه څه چې په لټون کې يې ياست او هغه څه چې لار ترې بچوی ستاسو په وجود کې پراته دي.


دا ټول شيان ستاسو په وجود کې د رڼا او تيارې په شان پر يوه او بل تړلي دي او جوړه ګرځي.
او که سيوره ورکه شوه نو پاتې شوې رڼا به د يوې بلې رڼا پر سيورې بدله شي.
او که ستاسو آزادۍ خپل ځنځيرونه مات کړل نو په خپله به د يوې لا لويې آزادۍ پر ځنځير بدله شي.

عقل او شوق
کشيشې بيا هم ورته وويل: د عقل او شوق په هکله راته ووايه.
او ده ځواب ورکړ او و يې ويل:
روح او روان مو زيات وختونه د عقل او شور او شوق ترمنځ د جګړې يو ميدان دی.
کاش ما کولای شول چې ستاسو په روح کې منځګړی و اوسم
او ذاتي اختلاف او بې سري مو له منځه يوسم.
خو که تاسو په خپله منځګړتوب ونکړی او يا له خپل ټول وجود سره مينه ونلری نو زه څنګه کولای شم دا کار وکړم؟

ستاسو عقل او شور او شوق په سمندر کې ستاسو د روان روح لارښود او بادوانونه دي.
که د لارښوولو وسيله يا بادوان مو مات شو نو بيا به يوازې او بې هدفه ګرځی
او يا به په سمندر کې بندي پاتې شی.

عقل که يوازې وي نو د ژوند پر بندوونكي قوت بدليږي
او که شور او شوق يوازې وي يوه لمبه ده چې د خپل ځان تر فنا کولو پورې سوزي.

نو پرېږدی چې روح ستاسو عقل د شور او شوق لوړو څوکو ته اوچت کړي تر څو بدلې ووائي.
او پرېږدی چې شور او شوق مو د عقل په مرسته لارښود و اوسي
تر څو د عنقا په توګه هره ورځ له ايرو سر راپورته کړي.
خپل عقل او شوق ته په خپل کور کې د دوو ګرانو مېلمنو په سترګه وګوری.
ښکاره ده چې تاسو به يو مېلمه له بله زيات ونه پالی،
ځکه هر څوک چې يوازې د يوه مېلمه زيات عزت کوي نو د دواړو مينه او اعتماد له لاسه ورکوي.

کله چې پر غونډيو ولاړو د سپينو څنارونو تر سړي سيورې لاندې ناست ياست او د پټيو او چمنونو له صفا او سرور څخه خوند اخلی، نو پرېږدی چې زړه مو په چوپه خوله ووائي: « د خدای ذات په عقل کې پروت دی.»

او چې توپان او سخت باد ځنګل ولړزوي نو پرېږدی چې زړه مو په درناوي ووائي: « خدای په شوراو شوق کې خوځېږي.»

او تاسو چې يوه شېبه خدای ته نږدې ياست، د خدای په ځنګل کې يوه پاڼه ياست
نو بايد د عقل په بستر کې پرېوځی او په شور او شوق وخوځېږي.

درد
او يوې ښځې وويل: د درد په هکله راته ووايه.
ده ځواب ورکړ:
درد د هغه پوټکي ماتېدل دي چې ستاسو فهم پکې پروت دی.

هماغسې چې د مېوې زړه ماتېدل غواړي تر څو د لمر رڼا وکتلای شي، تاسو هم بايد درد ووينی.

که مو وکولای شول چې د ژوند د ورځنيو معجزو په هکله حېرانتيا په خپلو زړونو کې وساتی
بيا به نو د درد معجزې درته د خوښۍ له معجزو کمې نه وي.

تاسو به د هغو فصلونو په توګه چې ستاسو پر پټيو تېر شوي دي،
د خپل زړه فصلونه هم ومنی. او تاسو به د خپل غم ژمۍ په هوسا توګه تېر کړی.

د خپل درد زياته برخه مو په خپله رامنځته کړې ده.
دا درد يو تريخ شربت دی چې طبيب ستاسو ناروغ روان پرې درملوي.
نو پر طبيب باور ولری او درمل ئې په چپه خوله او آرامۍ وڅښی.
ځکه د ده لاس ته که څه هم چې دروند او کلک دی،
خدای په خپل پاسته لاس لارښونه کوي.
او هغه جام چې دی ئې راوړي، که څه هم چې ستاسو شونډې سوزوي،
له هغو خټو جوړ شوی دی چې کلال په خپلو مبارکو اوښکو لمدې کړې دي.

د ځان پېژندنه
او يوه سړي وويل: د ځان د پېژندنې په هکله راته ووايه.
ده ځواب ورکړ او و ئې ويل:
ستاسو زړونه په چوپه خوله د ورځې او شپې پر رازونه خبر دي.

خو غوږونه مو د زړه د پوهې د ږغ تږي دي.

تاسو غواړی پر هغه څه چې په ذهن کې پرې پوهېږی د حروفو په بڼه پوه شی.

غواړی د خپلو خوبونو پر لوڅ بدن لاس تېر کړی. او دا ښه کار هم دی.

د روح پټه چينه مو بايد هرومرو راڅرګنده شي او په مستۍ سمندر ته راونه شي.
ستاسو د روح په ژورو کې پروت ګنځ غواړي ځان درته څرګند کړي.
او دا نامالومه ګنځ د تلې په پَلو کې مه تلی.
او د خپلې پوهې ژورې پر متر او شاول مه سنجوی.

ځکه روح او روان يو ډېر بې حده سمندر دی.
مه واياست: « ما حقيقت پېدا کړى.»،
بلکه دا وواياست. « ما يو حقيقت پېدا کړى.»
مه واياست: « ما د روح لاره پېدا کړى .»،
بلکه دا وواياست: « ما خپل روح ليدلى چې زما پر لار روان و.» ځکه حې روح پر ټولو لارو روان دى .

روح پر يوه لېکه راون ندى او نه هم د کړک په شان وده كوي.

روح د نيلوفر په شان غوړيږي او ډېرې پاڼي لري.

ښوونه
بيا يوه ښوونکي وويل: د ښوونې په هکله راته ووايه.
او ده وويل:
هيڅ څوک هغه څه نشي درښودلی چې ستاسو د پوهې د سهار په سپېدو کې پروت نه وي.
ښوونکی چې له خپلو شاګردانو سره د معبد په سيورو کې ګرځي،
خپله پوهه نه بلکه خپله عقيده او مينه نورو ته ورکوي.

که په رېښتيا هم معرفت ولري نو له تاسو به و نه غواړي چې د ده د پوهې کور ته ورننوځی،
بلکه ستاسو خپل روح درشل ته مو بيائي.
ستوری پېژندونکی کولای شي د بهرنۍ فضا په هکله د خپل فهم په اړه وغږيږي خو خپل فهم تاسو ته نشي درکولای.

موسيقي پوه په سر او تال بدلې ويلای شي
خو تاسو ته د سر د اورېدو لپاره نه غوږ درکولای شي او نه هم هغه غږ چې دا سر او تال غږوي.
او هغه څوک چې د حساب د علم پوهه لري
د وزن او اندازې له دنيا خبرې کولای شي خو تاسو دې دنيا ته نشی وړلای.
ځکه چې د يوه انسان فهم خپل وزرونه بل چا ته نه ورکوي.

هماغسې چې ستاسو هر يو د خدای د معرفت په وړاندې يوازې ولاړ دی،
هماغسې بايد هر يو د خدای او د نړۍ په هکله خپل معرفت ولري.

دوستي
او يوه ځوان سړي ورته وويل: د دوستۍ په هکله راته ووايه.
ده ځواب ورکړ او و ئې ويل:
ستاسو ملګری ستاسو د اړتياوو ځواب دی.
دا هغه پټی دی چې په خپله مينه ئې کری او په شکرانه ئې رېبی.
دا ستاسو دسترخوان او نغری دی.
ځکه چې د روح په لوږه ورته راځی او خپله آرامتيا پکې لټوی.

کله چې ستاسو ملګری په آزاده توګه خبرې کوي نو په خپلو افکارو کې نه له «نه» وېلو وېرېږی
او نه هم له «هو» ويلو څخه ډډه کوی.

او کله چې چپ ياست نو ستاسو زړه بې درنګه د ده زړه ته غوږ وي،
ځکه چې په دوستۍ کې ټول فکرونه، ټولې هيلې، ټول انتظارات په چپه خوله او په داسې خوښۍ افاده کېږي چې ستاېنې ته اړتيا نلري.
او کله چې له خپل دوست څخه بېلېږی خپه نه ياست،
ځکه چې ښائي هغه څه چې د ده په وجود کې له ټولو زياته مينه ورسره لری
د ده په غياب کې لا نور هم درته روښانه شي،
د غره په شان چې غره ګرځيدونكي ته له ليرې روښانه مالوميږي.
او ملګرتيا بايد د روح له لا زياتې ژورتيا پرته کومه بله موخه ونلري.

هغه مينه چې د خپلو اسرارو له ظاهرولو پرته کوم بل شی لټوي،
مينه نه ده، بلکه يو جال دی چې يوازې بيکاره شيان پکې راګيريږي.

پرېږدی چې له ټولو ښه شی مو د دوست لپاره وي.
که غواړی چې ستاسو په هوساېنې پوه شی
نو پرېږدی چې له سيلاب سره هم آشنا شي.
ځکه چې د وخت د تېرولو لپاره ملګری به څه شان ملګری وي؟
هغه ته ورشه تر څو له وخته يوځای خوند واخلی،
ځکه چې دوست ستاسو د غوښتنو د پوره کولو لپاره له تاسو سره مل دی نه ستاسو د خلا د ډکولو لپاره.

پرېږدی چې د دوستی په خوند کې خندا او ګډه خوشحالي موجوده وي.
ځکه چې زړه د وړو شيانو په شبنم کې خپل سحر ترلاسه کوي او تازه کېږي.

خبرې
او بيا يوه عالم وويل: د خبرو کولو په هکله راته ووايه.
ده په ځواب کې ورته وويل: کله چې له خپلو افکارو سره ناخواله ولری نو خبرې کوی.

او کله چې د خپلو زړونو په تنهائې کې نور تمېدلای نشی خپلو شونډو ته ورځی
او خبرې کول هم ستاسو د پام غلطول او هم د وخت تېرول دي.
او ستاسو په ډېرو خبرو کې به سوچ نيم ووژل شي.

سوچ او فکر د آزادې هوا مرغۍ ده ،
د الفاظو په قفس کې خپل وزرونه پراخوي خو الوتلای نشي.
په تاسو کې داسې کسان شته چې يو تن لټوی چې زياتې خبرې کوي،
ځکه چې له يوازېتوب نه وېرېږي.
د يوازېتوب چوپتيا هغوی ته د دوی بربنډ ضمير ورښکاره کوي
او دوی ترېنه تېښته کوي.
په تاسو کې داسې کسان هم شته چې ږغېږي
او بې له دې چې پوه شي، بې له دې چې وغواړي يوه حقيقت ته رسېږي چې په خپله هم نه پرې پوهېږي.

او داسې کسان هم شته چې حقيقت ئې په وجود کې پروت دی خو بيانولای ئې نشي.
د دې ډول کسانو په سينه کې روح په خوږه چوپتيا کې اوسېږي.

کله چې خپل ملګری په سړک او يا په بازار کې وينی
نو روح مو بايد شونډو ته خوځښت ورکي او ژبې ته مو لارښوونه وکړي.
ستاسو په ږغ کې ږغ بايد د هغه د غوږونو غوږ ته خبرې وکړي.
ځکه چې د هغه روح به ستاسو د زړه حقيقت وساتي،
هماغسې چې سړی د شرابو خوند هغه مهال رايادوي چې رنګ ئې هېر شوی وی او خم هم نه وي.

وخت
او يوه ستوري پېژندونکې وويل: استاده، د وخت په هکله څه وائې؟
او ده ځواب ورکړ:
تاسو غواړی وخت اندازه کړی، چې بې حده او اندازې دی.
خپل عمل او آن د خپل روح لار له ساعتونو او فصلونو سره غبرګوی.

غواړی وخت پر يوه سيند بدل کړی، چې پر غاړه ئې ناست ياست او ورته ګوری چې په څه شان روان دی.
خو په تاسو کې بې انتهائي د ژوند پر بې انتهايۍ پوهېږي،
دا چې پرون د نن له ياده بل څه نه دي او سبا د نن ورځې خيال دی.

او هغه څه چې ستاسو په وجود کې بدلې وائي او پر تفکر بوخت دی،
لا هم د هغې لومړۍ شېبې په پولو کې اوسېږي،
کومې چې ستوري آسمان ته وشيندل.
په تاسو کې کوم يو دا احساس لري چې د مينې قوت ئې بې انتها نه دی؟

او کوم يو مو دا احساس نلري چې مينه سره له دې چې بې انتها ده،
په اصل کې په يوه حد کې راګيره ده
او د مينې له يوه سوچ څخه بل ته، د مينې له يو عمل څخه بل ته نه ځي؟
او آيا وخت هم د مينې په شان ندی، چې نه وېشل کېږي او بې بند و باره ده؟

خو که په خپل فکر کې وخت باېد پر فصلونو اندازه کړی
نو پرېږدی چې په يوه فصل کې ټول نور فصلونه هم شامل وي،
او پرېږدی چې نن پرون په يادونو او سبا په حسرت کې راګير کړي.

ښه او بد
او د ښار يوه بوډا وويل: د ښو او بدو په هکله خبرې راته وکړه.
او ده ځواب ورکړ:
ستاسو په وجود کې د ښو په هکله څه ويلای شم، خو ستاسو د بدو په هکله هېڅ نشم وېلای.
ځکه چې بدي له خپلې تندې او لوږې ځورولی نېکی څخه بل څه دي؟
په رېښتيا هم، کله چې نېکي وږې شي آن په تورو بوړو کې خوراک لټوی،
او که تږې وي آن مړې اوبه څښي.
تاسو له خپل ځان سره په يووالي کې نېک ياست.
خو که له خپل ځان سره يووالی ونلری، لا هم بد نه ياست.
يو بې وحدته کور د غلو بوړه نه يوازې يو بېل کور دی.
او يوه بېړۍ چې لارښوونکې وسيله نلري د ټاپوګانو ترمنځ بې هدفه خوځېدای شي،
خو د اوبو په ژورو کې نه ډوبېږي.
تاسو به نېک ياست که له ځانه د تېرېدو هڅه وکړي.
خو که د ځان لپاره د کوم شي د ترلاسه کولو لپاره هس او هاند وکړی نو بد نه ياست.
ځکه چې د ګټو په تلاش کې به د يوې ريښې په شان ياست چې پر ځمکه منګولې لګوي او د هغې له تيو شودې څښي.
مېوه ريښې ته نشي وېلای: « زما په شان پخه او ډکه و اوسېږه او له خپل ثمر څخه نورو خلکو ته ګټه ورسوه».
ځکه چې د مېوې لپاره د ثمر ورکول يوه اړتيا ده،
هماغسې چې د ريښې لپاره ترلاسه کول يو ضرورت دی.
تاسو به نېک ياست چې نېکې خبرې وکړی.
خو که ويده ياست او ژبه مو بې هدفه تمبېږي نو لا هم بد نه ياست.
آن وارخطا خبرې ژبې ته قوت وربښي.
تاسو به نېک ياست که په متينو ګامونو د خپلې موخې په لورګام کېږدی.
خو که د شَل په شان هم خپلې موخې ته وروخوځېږی بد نه ياست، شَل هم پر شا نه ځي.
خو تاسو چې قوت لری او چټک ياست د دوستی له امله د شَل تر مخ شَل شَل مه خوځېږی.
تاسو په ډېرو دليلونو نېک ياست او که نېک نه ياست نو بد هم نه ياست.

تاسو يوازې ورو او تنبل ياست. افسوس چې غرڅه کشپ ته چټکتيا نشي ورښودلای.
ستاسو نيکي ستاسو د خپل لوی وجود د لټې په مينه کې پرته ده.
دا شوق په تاسو ټولو کې موجود دی.
خو دا شوق په ځينو کې د سېلابي اوبو په شان دی چې په ټول قوت د سمندر پر لور بهېږي
د غونډيو رازونه او د ځنګلونو سندرې په زړه کې لري.

دا شوق په نورو کې يوه وړه وياله ده چې په موړونو کې سرګردانه ده،
ورکېږي او مخکې له دې چې ساحل ته ورسېږي ودرېږي.

خو مشاق دې بې شوق ته نه وايي: « ولې دومره ورو او متردده يې؟»
ځکه چې نېکي لوڅ تن نه نه پوښتي: « کالي دې چېرې دی؟»
او بې سرپناه نه هم نه پوښتي: « کور ته دې څه پېښ شوي دي؟»

عبادت
بيا يوې کشيشې ووېل: د عبادت په هکله راته ووايه.

تاسو د ګواښ او درد پر مهال عبادت کوی. د خوښۍ او خوشحالۍ پر مهال هم عبادت وکړی.
ځکه عبادت په ژوندي آسمان کې د ژوندون د ځان غوړول دي.

او که آسمان ته د ناخوالو شيندل تسکين درکوي نو دا به هم ستاسو خوښي وي
چې د خپل زړه د سپېدو نور هم ورسره يو ځای کړي.

او کله چې مو روح عبادت ته راغواړي او تاسو له ژړا بل څه نه کوی
نو پرېږدی چې عبادت ته مو راوغواړي تر څو په خندا شی.

په عبادت کې لوړو پوړونو ته جګېږی او هغه کسان ګوری چې په عبادت ولاړ دی.
دا کسان يوازې د عبادت په مهال ګوری.
دې پټ معبد ته ساتسو سفر باېد د وجد او ګرانښت لپاره وي.

که معبد ته د کومې بلې موخې لپاره ورشی نو څه به ترلاسه نکړی.
او که د ځان د ټيټولو لپاره ورشی نو اوچت به نشی.
که د بل چا په حق کې د دعا لپاره ورشی نو دعا به مو ونه منل شي.
کافي ده چې له نظر پټ معبد ته ورننوځی.

زه تاسو ته عابدت کول نشم در زده کولای.
خدای هغه وخت ستاسو خبرې اوري چې په خپله يې ستاسو په شونډو بيان کړي.

زه تاسو ته د سمندرونو، ځنګلونو او د غرونو عبادت نشم در زده کولای.
تاسو د غرونو، ځنګلونو او سمندرونو زامن، عبادت په خپلو زړونو کې موندلای شی.

او که د شپې چوپتيا ته غوږ شی نو اوری به چې وواېي: « خداېه، ای د وجود لوړې معنی، ستا اراده زموږ اراده ده.
ته موږ ته اراده راکوي.
ستا اراده زموږ شپې چې ستا دي
پر ورځو چې هغه هم ستا دي بدلوي.

موږ له تا څه نشو غوښتلای، ځکه ته زموږ پر اړتياوو خبر يې،
تا ته اړتيا لرو، او چې نعمت رابښې نو هر څه راکوې.»

لذت
بيا يو زاهد چې هر کال ښار ته راتلو رامخته شو او وه يې ويل: د لذت په هکله راته ووايه.
او ده ځواب ورکړ:
لذت د آزادۍ يوه سندره ده،
خو په خپله آزادي نه ده.
دا ستاسو د هيلو غوټۍ ده،
خو ميوه يې نه ده.
دا يوه ژوره ده چې لوړتياوې غواړي،
خو په خپله نه ژوره او نه هم لوړه ده.

دا يو زنداني دی چې غواړي والوزي،
خو ټوله فضا نه اشغالوي.
هو، ريښتينی لذت د آزادۍ سندره ده.
زه غواړم چې دا سندره د زړه له کومي وغږوی؛
خو نه غواړم چې په سندرو کې خپل زړه له لاسه ورکړی.

ستاسو په ډله کې ځينې ځوانان لذت غواړي،
ګڼې چې لذت هر څه دي او تاسې هغوی ملامتوی.
زه به هغوی نه ملامت او نه هم محکوم کړم.
زه به پرېږدم چې هغوی لذت ولټوي.

ځکه چې لذت به وموندي، خو نه يوازې لذت؛
لذت اوه خوېندې لري، چې له ټولو وړه يې له لذت څخه ښکلې ده.
تاسو د هغه انسان کيسه نده اورېدلې چې په ځمکه کې يې ريښې لټولې او کنځ يې پېدا کړو؟
د تاسو په ډله کې ځينې زاړه کسان د لذت شېبې په پښېمانۍ يادوي
داسې لکه چې په نشه کې يې بد عمل ترسره کړی وي.

خو پښېماني د روح رنځول دي نه ادب ورکول.
له خپل لذت څخه د اوړي د درمند په توګه په شکر يادونه وکړی.
خو که پښېماني آرامي دربښي نو پرېږی چې هوسا مو کړي.
په تاسو کې داسې کسان هم شته چې نه دومره ځوان دي چې لټه وکړي او نه هم دومره زاړه دي چې تېر وختونه راياد کړي.

تاسو د لټولو او يادولو له وېرې له هر لذت څخه وېرېږی
تر څو چې خپل روح هېر نکړی او يا ګنهګار نشی.
خو په پرهېزګارۍ کې هم لذت پروت دی.
په دې توګه تاسو هم ګنځ تر لاسه کوی
سره له دې چې په لړزانو لاسونو ريښې لټوی.

خو راته وواياست، څوک کولای شي چې روح وځوروی؟
آيا بلبل به د شپې چوپتيا او اوربلکې به ستوري ناآرامه کړي؟
او آيا ستاسو لمبه او يا دود به باد ناآرامه کړي؟

سوچ کوی چې روح يو آرام ډنډ دی چې پر يوه لکړه به يې ناآرامه کړی؟
کله چې تاسو له لذت تېرېږی يوازې خپله غوښتنه د وجود تيارو ته وړی.
څوک پوهېږي چې د نن تمنا به د سبا په تمه نه وي؟

آن ستاسو بدن پر خپل ميراث او خپلو روا اړتياوو خبر دی.
ستاسو بدن ستاسو د روح دلربا ده،
دا تاسو پورې اړه لري چې پر دې دلربا خوږه موسيقي او يا بې خونده سازونه غږوی.

او اوس له خپل زړه نه وپوښتی: « څرنګه کولای شو چې د ښه لذت او بد لذت تر منځ توپير وکړو؟»

خپلو پټيو او باغونو ته ورشی. هلته به پوه شی چې د عسلو مچۍ د ګلانو د شهدو له ټولولو نه لذت وړي،
خو ګل هم د عسلو مچۍ ته د شهدو له ورکولو خوند اخلي.
ځکه چې د عسلو مچۍ د ګل د ژوند چينه ده او ګل د عسلو د مچۍ لپاره د مينې رېبار.
او دواړه د لذت له ورکولو او اخستلو خوند اخلي.
د اورفالېز خلکو، له لذت څخه په خوند اخستنه کې د ګل او د عسلو د مچۍ په شان و اوسی.

ښکلا
او يوه شاعر ورنه وپوښتل: د ښکلا په هکله راته ووايه.
او ده ځواب ورکړ:
که ښکلا ستاسو لار او لارښود نه وي نو چېرې به يې پېدا کړی؟
او که ښکلا ستاسو د کلام جوړونکې نه وي نو څنګه به د هغې په هکله وغږېږی؟
غمجن او ټپي واېي: « ښکلا مهربانه او پسته ده. او د يوې لږ شانته محجوبې مور په شان له موږ سره مل ده.»
او احساساتي کسان واېي؛ « نه، ښکلا يو له ځواکه ډک او وېروونکی موجود دی او د توپان په شان زموږ تر پښو لاندې ځمکه او پر سر آسمان خوروي.»
ستړي کسان واېي: « ښکلا زموږ په روح کې يو ملايم پوسپوسی دی او غږ يې زموږ په چوپتيا کې يوه کمزورې ډېوه ده چې د تيارو له ويرې لړزېږي.»
ناآرامه کسان واېي:« موږ د هغې غږ په غرونو کې اورېدلی، او له غږ سره يې د نعلونو غږونه، د وزرونو آوازونه او د زمريانو غورا راغله.»
په شپه د ښار پېره داران واېي: « ښکلا به د سهار له سپېدو سره له لمرخاته سر رااوچت کړي.»
کارګران او راهيان په غرمه واېي: « موږ وليد چې ښکلا څرنګه سر د سره لويديز له کړکي ځمکې ته راټيټ کړ.»
د ژمي په واورو کې راګېر کسان واېي: « هغه به په پسرلي کې د غونډيو له شا په منډو راشي.»
په اوړي کې لوګر واېي: « موږ هغه د خزان له پاڼو سره په نڅا وليده، په زلفانو کې يې سپينه واوره پرته وه.»

تاسو د ښکلا په هکله دا ټولې خبرې وکړې. خو په حقيقت کې مو د ښکلا په هکله خبرې نکولې.
بلکه د نيمګړو ارمانونو په هکله.
ښکلا کوم ارمان ندی، ښکلا جذبه ده.

ښکلا نه تږې شونډې دي او نه محتاج لاس. ښکلا يو له اوره ډک زړه، يو مجذوب روح دی.

ښکلا نه هغه انځور دی چې ليدل ېي غواړی او نه هم ستاسو د خوښې سندره،
ښکلا يو انځور دی چې په پټو سترګو يې ګوری
يوه سندره چې په بندو غوږو يې اوری.

ښکلا نه د ونې شيره ده نه په منګولو کې راګير وزر
ښکلا تل شين باغ دی او پر هوا روانې پرېښتې.

د اورفالېز خلکو، ښکلا د ژوند مقدس او بربنډ مخ دی.
تاسو د ښکلا پر مخ پرده ياست.
ښکلا هغه ابديت دی چې ځان په هنداره کې ګوري.
خو تاسو هم ابديت ياست اوهم هنداره.

مذهب
يوه زاړه کشيش ورته وويل:
د مذهب په هکله راته ووايه.
او ده ځواب ورکړ: آيا ټوله ورځ د کوم بل څه په هکله غږېدلم؟
آيا هر عمل او هر نظر مذهب ندی؟
آيا مذهب په عين وخت کې نه عمل او نه تفکر بلکه يوه معجزه او يوه عجوبه نده چې
تل له روح څخه سر چينه اخلي، آن په داسې حال کې چې لاسونه ډبره ماتوي او يا د اوبدلو څرخ څرخوي؟

څوک کولای شي خپله عقيده له خپلو اعمالو او يا له خپلو کړو څخه جلا کړي؟
څوک خپل وخت په خپله ټاکلی او ويلای شي: « دا کار د خدای او دا کار زما لپاره دی؛
دا زما د روح او دا زما د بدن لپاره دی؟»

ستاسو د ژوند شېبې وزرونه دي چې په هوا کې له ځان څخه ځان ته الوزي.
نېک عمله چې خپل کردار د ښکلي لباس په شان واغوندي نو له هغه به ښه وي چې بربڼډ وي.
لمر او باد به يې بدن ونه آزاروي.

او څوک چې خپل عمل پر اخلاقو تعريفوي، د خوږو سندرو مرغۍ په قفس کې بندوي.
له ټولو آزاده سندره د قفس له پنجرو نه تېرېږي.

او د چا لپاره چې عبادت د يوه کړکي په شان دی چې بندېدلای او خلاصېدلای شي
لا د خپل روح کور ته چې کړکي يې له سپېدو تر سپېدو په پراخه توګه واز دي، ندی ورغلی.

ورځنی ژوند مو هم معبد دی او هم مذهب دی.
کله چې ورننوځی نو هر څه چې لری له ځانه سره يې واخلی،
خپله يوه او خپل سندان، خپله څېټۍ او خپل عود.
هغه شيان مو چې د اړتيا او مينې له امله خپل کړي دي.
ځکه چې په خپلو خيالونو کې نه له خپل توان لوړېدلای شی او نه هم له خپلې ناکامۍ ټيټېدلای.
او ټول انسانان درسره مل کړی:
ځکه چې په خپل عبادت کې له خپلو هيلو لوړ الوتلای او له خپلې ناامېدۍ زيات ټيټيدلای نشی.
که غواړی چې خدای وپېژنی نو دا باور مه لری چې يوه معما به حل کړی.
خپل شاوخوا ته نظر واچوی.
بيا به وګوری چې څرنګه هغه ستاسو له بچيانو سره لوبې کوي.
او آسمان ته نظر واچوی او وبه ګوری چې څرنګه پر ورېځو روان،
په تالندو خپل لاس اوږدوي او په باران کې ځمکې ته راکوزېږي.
تاسو به وګوری چې په ګلانو کې خاندي، له ګلانو راخېژي او له ونو اشاره درته کوي.

مرګ
بيا مېترا ووېل: اوس غواړو د مرګ په هکله درنه وپوښتو.
او ده وويل: تاسو غواړی د مرګ پر اسرارو پوه شی.
که دا رازونه د ژوند په زړه کې ونه لټوی نو څنګه به يې پېدا کړی؟

بوم چې په ورځ ړوند په شپه بينا دی د رڼا راز نشي افشا کولای.
که غواړی چې د مرګ روح وګوری نو خپل زړونه د ژوند د بدن لپاره په پراخه توګه خلاص کړی.
ځکه چې مرګ او ژوند د سيند او سمندر په شان يو دي.

د آخرت په هکله علم ستاسو د امېدونو او هيلو په ژورو کې پروت دی.
ستاسو زړه د واورې لاندې تخم په شان د پسرلي خوبونه ګوري.
پر خپلو خوبونو باور ولری، ځکه د ابدېت په لور دروازه پکې پټه پرته ده.

له مرګ نه ستاسو وېره د شپانه لړزېدل دي،
کله چې پاچا يې په عزت لاس پر مټ ږدې.
آيا شپون به په خپله لړزا کې خوښ نه وي چې د پاچا له خوا يې قدر کېږي؟
آيا خپلې لړزا ته به يې پام نه وي؟
مرګ په باد کې د بربنډ ولاړېدو او په لمر کې له ويلي کېدو بل څه دي؟
د سا بندول، د تنفس د لوړو او ژورو له سيلابه خلاصېدل نه دي نو څه دي،
تر څو آسمان ته اوچت شي، پراخ او بې له خنډه د خدای په لټه کې شي؟

تاسو به هغه وخت وکولای شي سندرې وواياست چې د چوپتيا له دريابه اوبه وڅښی.
او د غره څوکې ته له رسېدو وروسته به پاس ختل پېل کړی.
او کله چې ځمکه تاسو ځان ته راغواړي نو په ريښتينې توګه به نڅا وکړی.

وداع
اوس نو ورځ ماښام شوه.
فاضلې مېترا ووېل: رحمت دې وي پر دې ورځ او پر دې ځای او ستا پر روح، چې موږ ته يې خبرې وکړې.

او ده ځواب ورکړ: آيا زه خبرې کوونکی وم؟
آيا زه اوريدونکی هم نه وم؟
بيا د معبد له زينو راښکته شو او ټول ورپسې روان شول.
خپلې بېړۍ ته ورسېد او د بېړۍ په سر کې ودرېد.

بېا يې مخ خلکو ته کړ او و يې وېل: د اورفالېز خلکو، باد راته واېي چې له تاسو رخصت واخلم.
زه د باد په شان تلوار نه لرم، خو باېد لاړ شم.

موږ لارويان تل د يوازېتوب لارې لټوو،
نوی ورځ په هغه ځای کې نه پېلوو چې وروستی ورځ مو پکې تېره کړي وي،
او هلته چې د لمر ډوبېدو يوازې پرېښودو، لمرخوت مو نه پېدا کوي.
آن که ځمکه ويده وي، موږ روان يو.
موږ د سرسخت نبات دانه يو او د زړه په بلاغت او ثمر ځان باد ته سپارو او شيندل کېږو.
له تاسو سره زما ورځې لنډې وې، له هغو هم لنډې زما خبرې وې.
خو که زما غږ ستاسو له غوږو ورک شي او مينه مې ستاسو له ياده ووځي
نو بيا به راشم او په ډک زړه او روانه ژبه به خبرې درسره وکړم.
هو، زه به بيا راشم، د اوبو له راختو سره،
او که مرګ مې وجود له منځه وېسي او په چوپتيا کې ډوب شم،
بيا به ستاسو د ادراکو په لټه راشم.

او زما لټه به بې ګټې نه وي.
که زما خبرې رېښتيا وي نو ستاسو په فصيح غږ او کلماتو کې به راښکاره شي چې ستاسو له فکرونو سره نږدې اړيکې لري.

د اورفالېز خلکو، زه له باد سره ځم، خو په خلوت کې نه ډوبېږم.
که دا ورځ ستاسو د اړتياوو او زما د مينې د پوره کېدو ورځ نه وي،
نو پرېږدی چې د يوې بلې ورځې وعده وي.
د انسان اړتياوې بدلېږي، مينه ېې نه بدلېږي،
د ده د اړتياوو د پوره کولو لپاره هيله نه بدلېږي.
نو پوه شی چې زه به له لوېې چوپتيا بېرته راستون شم.

هغه غبار به، چې د سهار په سپېدو کې ورکېږي او پر پټيو له شبنم بل څه نه پرېږدي، آسمان ته پورته شي،
پر ورېځو به بدل شي، باران به شي او وبه اوري..
زه په خپله غبار وم.
د شپو په چوپتيا کې ستاسو په کوڅو کې ګرځېدم،
روح مې ستاسو کورونو ته درتللو،
ستاسو د زړه ټکان زما په زړه کې و،
ستاسو سا مې پر مخ احساسوله او ما تاسو ټول پېژندلی.

هو، زه ستاسو په خوښۍ او غم خبر وم،
او په خوب کې ستاسو خوبونه زما خوبونه وو.
زه ستاسو په منځ کې د غرونو تر منځ جهيل وم.
ما ستاسو څوکو ته انعکاس ورکولو، ستاسو د غرو لمنو ته او ستاسو د تفکر او هيلو روانو کاروانونو ته.
بيا ستاسو د ماشومانو د خندا ويالې او د ځلميانو د حسرت سيندونه زما د چوپتيا مېلمه شول.

او کله چې زما د وجود ژورو ته راننوتل نو ويالو او سيندونو سندرې بس نکړې.
له خندا خوږ او له حسرت لوی شی ماته راغی.
ستاسو وسعت او عظمت،
هغه لوی انسان چې تاسو د هغه په پرتله له حجرو او غړو بل څه نه ياست.

هغه څوک چې په ترانو کې يې ستاسو سندرې له يوه بې غږه درب بل څه نه دي.
تاسو د دې عظيم انسان په وجود کې لوی ياست او عظمت لری.
تاسو چې هغه ته کتل ما تاسو ته کتل او مينه مې درسره لرله.

مينه تر کوم واټن رسېدلای شي چې له دې پراخې فضا څخه هم تېره شي؟
کوم خيال، کومه هيله او کوم تصور کولای شي چې له مينې څخه لوړ پرواز وکړي؟
په تاسو کې دا لوی انسان د څېړۍ د کلکې ونې په شان، د مڼو له غوټيو ډکې ونې په شان دی.

د هغه قوت تاسو له ځمکې سره تړي، عطر يې تاسو هوا ته الوزوي او د هغه په ابدېت کې تاسو ابدي ياست.
تاسو ته وېل شوي دي چې تاسو لکه يو زنځير د له ټولو کمزورې کړۍ په اندازه کمزوري ياست.
دا پوره حقيقت نه دی.
تاسو د خپلي له ټولو پياوړې کړۍ په اندازه قوت هم لری.

که تاسو د يوه ډېر کوچني عمل پر بنسټ و ارزوم نو دا به د ځګ د لطافت له مخې د سمندر ارزونه وي.
که تاسو د ناکامېو پر بنسټ و ارزوم نو دا به پر فصلونو د بې ثباتۍ پړه وي.
هو، تاسو د يوه سمندر په شان ياست.
سره له دې چې په ساحل کې بېړی د اوبو لوړېدو ته سترګې په لارې دي،
نه تاسو او نه هم سمندر کولای شي چې د اوبو کچه په چټکتيا لوړه کړي.

تاسو د فصلونو په شان ياست.
سره له دې چې په ژمي کې پسرلۍ نه منی،
پسرلۍ ستاسو په وجود کې مسک او په نيم خوب حالت پروت دی او د هغه په هکله ستاسو د نظر له امله درنه خپه نه دی.
باور مه لری چې زه دا خبرې د دې لپاره درته کوم تر څو يوه او بل ته وواياست: « ده زموږ صفت وکړ. ده زموږ په وجود کې له نېکيو بل څه ونه ليدل.»
زه هغه څه درته وايم چې ستاسو په افکارو کې پراته دي.
او د کلماتو علم د پټې او چپې پوهې له سيورې بل څه دي؟

ستاسو افکار او زما کلمات د يوه بند شوي ياد موجونه دي چې پر پرون مو خبروي
پر تېرو ورځو چې ځمکې نه موږ پېژندلو او نه خپل ځان
او پر هغو شپو مو خبروي چې ځمکه ګېچه وه.
هوښياران درته راغلل چې خپل حکمت درسره ګډ کړي.
زه راغلم چې ستاسو له حکمت برخمند شم.
ستاسو په وجود کې د روح اور بل دی، لبمې يې تل لوړېږي.
او تاسو د دې لمبو زياتېدو ته پام نه کوی
او د تېرو ورځو د ګناهانو په واويلا کې ياست.
هغه ژوند چې په وجود کې ژوند لټوی له قبره وېرېږي.
دلته قبرونه نشته.
دا غرونه او هوارې يوه زانګو ده، د سيند پر سر يو پل دی.

کله چې د خپلو نيکونو له قبرستان تېرېږی،
سم ورته وګوری، تاسو به ځان او خپل بچيان لاس په لاس په نڅا وګوری.
تاسو زيات وختونه بې له دې چې پوه شی ولې، خوشحاله ياست.

نور کسان هم درته راغلل.
او تاسو پر هغوی باور درلود
او دوی ته مو د لويو وعدو په بدل کې شتمني، قوت او شهرت ورکړ.
ما تاسو ته له يوې وعدې کم څه درکړل خو تاسو زما په وړاندې ډېر سخاوت درلود.
ماته مو زما د ژوند ژوره تنده راوبښله.
انسان ته له دې بله لويه تحفه نشته چې ټولې موخې يې پر تږو شونډو او ټول ژوند يې پر يوه څا بدلوي.
او په دې څا کې زما قدر او عزت پروت دی:
هر وخت چې دې څا ته د تندې د ماتولو لپاره راځم،
ګورم چې ژوندۍ اوبه په خپله تږې دي.
زه دا اوبه او دا اوبه ما څښي.

ځينو سوچ کاوه چې زه د تحفو د منلو لپاره ډېر مغرور او بې جرأته يم.
زه په رېښتيا هم د مزد د ترلاسه کولو لپاره زيات مغرور يم، نه د تحفو د منلو لپاره.

سره له دې چې تاسو مېلمه کولم خو ما په غونډيو کې توت وخوړل
او سره له دې چې تاسو په خوشحالۍ سرپناه راکوله خو زه به د معبد د ستنو تر منځ وېده کېدم،
نو آيا په عين وخت کې زما د شپو او ورځو په هکله ستاسو له مينې ډک تشويش نه و
چې خوراک يې زما په خوله کې خوږولو او زما خوب يې له خيالونو ډکولو؟

له ټولو زيات له دې امله د رحمت دعا درته کوم: تاسو ډېر سخي ياست او نه پوهېږی چې سخاوت لری.
نيکي چې خپل ځان په هنداره کې وګوري او مغروره شي پر ډبره بدلېږي
او يو ښه عمل چې د ځان صفت کوي د لعنت مور ده.

ځينو سوچ کاوه چې څوک ځانته نږدې نه پرېږدم
او د تنهايې په نشه پروت يم.
او دا مو هم ويل: « هغه له انسانانو سره نه بلکه د ځنګل له ونو سره سلامشورې کوي،
پر غونډيو يوازې ناست او زموږ ښار ته راګوري.»

هو، زه غونډيو ته وختم او لېرې ځايونو ته لاړم.
څنګه مې کولای شول چې تاسو وګورم، بې له دې چې لوړ ځای ته وخېژم او ليرې ځای ته لاړ شم؟
که ليرې نه وو نو څرنګه کولای شو نږدې و اوسو؟

او له تاسو ځينو نورو په چوپه خوله راته وېل: « ای پردېه، پر سختو او لوړو پوړونو مېنه،
ولې د غرو په لوړو کې، چېرې چې شهباز منځالې جوړوي، اوسېږي؟
کوم توپانونه په خپله منځاله کې راموي او په آسمان کې کومه افسانوي مرغۍ ښکاروي؟
راشه او زموږ په شان واوسه.
راښکته شه او خپله لوږه زموږ پر ډوډۍ او خپله تنده زموږ پر شرابو ماته کړه.»

دا يې ماته د خپل روح په تنهايې کې وېل،
خو که تنهايي يې لا نوره هم ژوره وای نو پوهېدلي به وو چې
زه ستاسو د خوښۍ او غم له اسرارو بل څه نه لټوم.
زه ستاسو په لوړ وجود پسې راوتلی يم چې تر آسمانه اوچت دی.

خو ښکاري په خپله ښکار هم و؛
ځکه زيات غشي زما له ليندې والوتل تر څو زما خپله سينه په نښه کړي.
او الوتونکی ډېر ورو خوځېدونکی هم و؛
کله چې زما وزرونه په لمر کې پراخ وو سيوره يې پر ځمکه د کشپ په شان ورو خوځېده.
ما هم باور درلود او هم شک؛
ځکه ما زيات وختونه خپله ګوته په خپل زخم کې کېښودله تر څو باور مې پر تاسو زيات شي
او له تاسو سره لا زيات آشنا شم.
زه له دې عقيدې او پوهې سره واېم،
چې تاسو په خپل بدن کې بندي نه ياست او نه هم له خپلو کورونو او پټيو سره تړلي.
تاسو په حقيقت کې په غرونو کې اوسېږی او له بادونو سره الوزی.
دا کوم څه نه دي چې په لمر کې د ځان د ګرمولو لپاره خوځېږي
او د ځان د امن لپاره په تيارو کې سوري جوړوي،
بلکه يو آزاد موجود دی، يو آزاد روح چې ځمکه يې په غېږ کې ده او په آسمانونو کې ګرځي.

که دا ګنګې خبرې وي نو زيار مه باسی چې تشرېح يې کړی.
د هر شي پېل تياره او ګنګ وي نه پای.
هيله مند يم چې ما د يوه پېل په توګه په ياد ولری.
ژوند او ټول هغه څه چې ژوندې دي، په غبار کې زېږېدلي دي، نه په بلور کې.
څوک پوهېږي چې غبار د منحلېدو په حال کې بلور ندی؟
له همدې امله غواړم چې زما دا خبره زما د يادولو پر مهال ياد کړی:

هغه څه چې ستاسو په وجود کې له ټولو کمزوری او ګيچ ښکاري له ټولو پياوړی او له ټولو مصمم دی.
آيا ستاسو سا ستاسو هډوکي استوار او کلک کړي نه دی؟
آيا ستاسو ښار او هر څه چې پکې موجود دي يوه خيال ندي جوړ کړي، چې اوس ستاسو ټولو هېر دی؟
که کولای مو شول چې د دې سا بهير وګوری نو د هر بل شي کتل به مو هېر کړی وو.
او که د خيال ټيټ آواز مو اورېدلای شوای بيا به مو بل هېڅ آهنګ نه اورېدو.
خو ښه خبره ده چې تاسو يې نه ګوری او نه يې اوری.
ستاسو پر سترګو پرته پرده به هغه څوک لېرې کړي چې دا پرده يې اوبدلې ده.
او هغه خټه به چې ستاسو غوږونه يې بند کړي دي
هغه ګوتې سوری کړي چې دا خټه يې اغږلې ده،
بيا به هم د ليدو او هم د اورېدو وړتيا ترلاسه کړی.

بيا به ارمان نه کوی چې نه مو څه ليدل او نه هم کتل.
په دې ورځ به په هر شي کې پر پرته معنی پوه شی.
بيا به د رڼا په شان تياره هم درته ګرانه وي.

له دې خبرو وروسته يې کښتي وان وليد چې د بېړۍ لارښوده وسيله په لاس ولاړ دی،
اوچتو بادوانونو او لېرې آفاقو ته ګوري.

زما د بېړۍ کپتان ډېر صابر دی.
باد لګېږي او بادوانونه ناآرامه دي.
د لارښودنې وسيله غواړي وکارول شي،
خو زما د بېړۍ کپتان چپ ولاړ دی، تر څو زه خبرې بس کړم.
او کښتي وانان چې د آزادا سمندر غبرګه سندره يې ځان ته راغواړي، هم ماته په صبر غوږ وو.

خو له دې زيات باېد راته تم نشي.
زه تيار يم. د اوبو بهير او موجونه سمندر ته رارسېدلي دي.
او لويه مور بيا هم خپل زوی په غېږ کې نيسي.
د اورفالېز خلکو، د خدای په امان.

دا ورځ سر ته ورسېده.
ورځ خپلې دروازې زموږ پر مخ د نيلوفر د ګل په شان تر سبا سهار تړي.
موږ به نن ورځ رانصيب شوي شيان وساتو،
او که بس نه وي نو يو ځل بيا به سره وګورو
او يو ځای به خپل لاسونه د پرودګار پر لور اوږدو کړو.
مه هېروی چې زه به بيا تاسو ته راشم.

يوه شيبه وروسته به زما حسرت د يوه بل جسم لپاره ګرد او ځګ راغونډوي.
يوه لنډه شيبه، د باد پر وزرونو له يوې شېبې تمېدو وروسته به د يوې بلې ښځې په رحم کې پېدا شم.

خدای دې تاسو او له تاسو سره د تېرې ځوانۍ مل شي.

همدا پرون و چې په خوب کې مو سره وليدل.
تاسو زما په خلوت کې سندرې وېلې او ما ستاسو له حسرتونو نه آسمان ته يو برج جوړ کړ.
خو اوس راويښ شوي يو، نه مو خيال شته او نه هم د سهار سپېدې.
د غرمې لمر مو پر سر ولاړ دی، نيمه لار مو پر پوره ورځ بدله شوی ده،
اوس باېد سره بېل شو.

که د يادونو د ماښام په تيارو کې مو بيا سره ولېدل، بيا به خبرې سره وکړو،
تاسو به زما لپاره لا ژوره سندره وکړی.
او که لاسونه مو په يوه بل خوب کې سره يو شول، آسمان ته به يو بل برج جوړ کړو.

له دې خبرو وروسته يې کښتي وانو ته اشاره وکړه،
لنګر سمدلاسه راټول شو، بېړۍ له پړو خلاصه او د ختيځ پر لور روانه شوه.
د خلکو له سينو پر يوه غږ يوه چيغه راووتله،
د ماښام په تېارو کې اوچته شوه او د شيپور د غږ په شان پر سمندر راواوخته.

يوازې مېترا چپه وه او بېړۍ ته يې کتل تر څو د سمندر په غبار کې له سترګو پناه شوه.

خلک لاړل خو مېترا يوازې د ساحل پر غاړه ولاړه وه او په زړه کې يې د ده دا خبره راياد کړه:
« يوه لنډه شيبه، د باد پر وزرونو له يوې شېبې تمېدو وروسته به د يوې بلې ښځې په رحم کې پېدا شم.»