د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په روانه جګړه کې دواړه خواوې ګرمې دي!

جاوید حیدرزی 20.10.2015 12:17

عام خلک نه د طالب طرفدار دي او نه د افغان حکومت؛ ځکه دواړه لورې په یو نه یو ډول د عامو خلکو په وژنه، زورونه او ... کې ښکېل دي.
هغه مسوولیتونه چې اسلام د امیر له پاره ټاکلي ندي تر سره شوي حتی په هیڅ اسلامي هېواد کې ندي پلي شوي، هر چا په هر ځای کې مسلمانان وځپل او د مسلمانانو د پرمختګ مخه یې ونیوله او په مسلمانانو یې تر خپله وسه ظلم وکړ؛ خو بیا هم د فاسدو او ګوډاګيو مشرانو له خوا په لوړو چوکیو وګومارل شول چې نور هم مسلمانان وزوروي او ظلم پرې وکړي.
په اوسنۍ نړۍ کې هیڅ داسې اسلامي هېواد نشته چې د هغه مشر د یهودو او نصاراو له خوا نه وي ټاکل شوی او په زور په خلکو نه وي تحمیل شوی، نور که هر څه کوي خو باید د هغوی په ګټه کار وکړي.
خبره به نه اوږدوم، په دې څو کلونو کې چې کومه جګړه چې افغانستان کې روانه ده یوازې پښتانه د طالبانو په نوم وژل کیږي، نور قومونه که هر څه کوي آزاد دي،
 زه نه د طالب ویاند یم او نه د افغان حکومت خو دواړوه خواوې د افغانستان د سقوط او وروسته پاتي والي لامل دي مانا دا چې امریکا هر کال 300 ملیونه ډالر پاکستان ته ورکوي چې سږ کال یې 336 ملیون ډالر د پاکستان په بانګ کې جمعه کړل چې د مطبوعاتو له خوا خپاره شول او وویل شول چې دا پیسې پاکستان ته د دې په خاطر ورکول کیږي چې امریکا د پاکستان له جنګي پایګاو څخه ګټه واخلي او پاکستاني پوځ ټول قبایل په دې نامه ووژني چې بلکه دا خلک د القاعده او طالبانو ملاتړي دي، په دې هر څوک پوهیږي چې د طالبانو او القاعده مرکزونه او روزن ځایونه چیرته او د چا له خوا او د چا په مرسته جوړ شوي او جوړیږي.
اوس د هغه طالبان خپله قضاوت وکړي چې د پاکستان په مرسته او اشاره د دوی په اصطلاح جهاد وکړي کنه؟!
زه خو وایم چې اول باید سړی ځان وپيژني بیا خدای، که طالب پاکستان نه پیژني نو په دې مانا چې ځان نه پیژني.
دا خو مالومه ده چې طالبان خپل دلایل لري او افغان حکومت خپل، طالبان د اوسنۍ حکومت په خلاف جهاد روا بولي او افغان حکومت د طالبانو په خلاف جهاد روا بولي په داسې حال کې چې د دواړه لورو د جګړې پیسې، وسلې او وسیلي د نورو هېوادونو لخوا تمولیږي.
کیدې شي داسې طالبان هم وي چې یوازی د خدای پاک د رضا له پاره جنګیږي؛ خو باید ځان او جهان وپيژني او په اوسني حکومت کې هم شاید داسې چارواکي وي چې د یو سالم نظام غوښتونکي وي خو دا هم روښانه ده چې اوس په افغانستان کې جهاد سیاسي بڼه نیولي او هر هېواد د خپلو ګټو له پاره په دې هېواد کې د جګړو اور ته لمن وهي.
بل خوا د افغانستان ځینې جهادي مشران او دیني علما چې ځانونه د اسلام ټیکه داران بولي، یوازی طالبانو پسې رااخستي، ولي هغه ډلې چې همدلته کابل کې ښځې تښتوي، تجاوز کوي، غلا کوي، قتل کوي او همدا حکومت یې ملاتړ کوي حل لاره نه مومي او له چارواکو سره مرسته نکوي؟ تر څو هېوادوال په امن کې وي او په یو نوم او بل نوم و نه وژل شي.
خلاصه دا چې که دواړه ښکېلې خواوې خدای حاظر او ناظر وبولي د ملت دوستۍ روحیه پیاوړې کړي او تر ټولو وړاندې د اسلام اساسات په نظر کې ونیسي نو هم به خدای خوښ او راضي وي او هم به د اسلام دښمنو له منګولو په امن کې وي.