د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پشۍ او موږک لوبه

جاوید حیدرزی 09.03.2014 12:04

د تام او جیري (Tom and Jerry) کارتون مو شاید لیدلی وی، په دې کارتون کې ځینې وخت داسې پیښې کیږي چې کټ مټ د افغانستان له حالت سره یو شان وی.
پشۍ غواړي چې د موږک د نیولو له پاره دام کیږدي؛ خو ځینې وخت د موږک د ځیرکتیا له امله پشۍ په خپله لومه کې بنده شي او ښه وډبلول شي.
اوس هم کله چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ او د کرزي تر مشرۍ لاندې یې په خپله خوښه یوه داسې اداره او کابینه جوړه کړه چې د امریکا په کړنو باید نیوکه ونکړي او که  بهرني ځواکونه هر څومره ظلم کوي آزاد دي نه به بشري حقونه غږ پورته کوي او نه به افغان حکومت.
په لومړي سر کې د کرزی ادارې د موږک او ناټو د پشۍ رول لوبولو چې موږکانو له ويري هیڅ نشوای ویلی، خو وروسته بیا لوبه سر چپه شوه او پشۍ په خپله لومه کې ګیر شوه چې د خپلو اهدافو د پوره کولو له پاره یې د موږکانو کابینه جوړه کړې وه او همدا موږکان ورته بلا شول او د دوی په ضد لاره يې خپله کړه، له دې مالومیږي چې موږکان هم هوښیار شول او د پشۍ هیلې یې تر خاورو لاندې کړې او داسې بریښي چې باید اوس پشۍ د موږک شرطونه ومني کنه له منځه ځي.
د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون د نه لاسلیک کیدو له امله ډير واټن پیدا شوي، د کرزي اداره خپل شرطونه لري او امریکا خپل، که خبره لنډه کړو امریکا په دې دومره وخت کې د افغانستان له پاره کومې تل پاتې لاس ته راوړنې کړې؟
امنیت راغي؟ سوله راغله او ...؟ اوس هم د پشیانو له خوا د موږکانو په کابینه ځینې فشارونه راوړل کیږي، بی وخته او بی هدفه حملې کیږي چې یوازې بیګناه کسان پکې وژل کیږي او دا  هر څه د طالب په نوم په طالب تپل کیږي، او طالبان یی هم ډیر ژر پړه ومني که هغه ښه کار وی که بد حتی که بیګناه کسان هم پکې ووژل شي!
په افغانستان او نوره نړۍ کې یوازی د مسلمانانو وژل عام دی، ولي هغه هیوادونو چې تل د بشري حقوق نارې وهې خوله پټه نیولی او په نور بهرنیو هیوادونو کې د ځناورو وژل هم جواز نلري، خلک د ځناور په وژلو محاکمه کیږي. یوازی مسلمانان دي چې د مخالفینو، بهرنیو او خپل حکومت له خوا ځپل کیږي که 5 طالبان وژل کیږي 10 نور ملکي بیګناه خلک ورسره وژل کیږي او برعکس که 10 عسکر وژل کیږي نو ډیری وخت داسې پېیږیږي چې له نظامي کسانو د ملکیانو مرګ ژوبله ډېره وي، اوس به موږ هم انتظار باسو  چې پشۍ تښتي او که موږکان ماتې مني!