د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه او بې ځایه غیرت

جاوید حیدرزی 29.12.2015 12:25

د خـــدای د پــــاره پښتنو ځـــانونه وپیژنئ
ستاسو لپاره خو به ځان له پیغمبر نه راځي

موږ ټولو د غیرت په اړه اورېدلي؛ خو ډېرو کمو کسانو د غیرت اصلي او اساسي معنا درک او په خپل ژوند کې یې عملي کړې.
لکه څنګه چې ویل شوي چې غیرت د انسان له فطري او ذاتي صفاتو څخه دی، نو په ځينو کې دا صفت ډېر ځواکمن او په ځینو نور کې بیا کمزوری وي؛ فطري صفاتو ته که پاملرنه وشي او د عملي کولو تمرین یې ترسره شي د وخت په تېرېدو به دا صفت په هغه کسانو کې هم پیاوړی شي چې دا فطري صفت یې کمزوری دی.
غیرت په دوه برخو ویشل کیږي
    •    انساني غیرت:
انساني غیرت دې ته ویل کیږي، چې د خپلې کورنۍ، مېرمنې،  اولاد او.... په تعلیم، پرمختګ، ښه روزنه او د مال په دفاع کې نغښتی.
    •    دیني غیرت:
دیني غیرت دې ته ویل کیږي، چې دین د پرمختګ له پاره کار وشي، امر په معروف او نهې له منکراتو وشي، چا ته اجازه ورنکړل شي چې زموږ دین چې اسلام دی هغه ته اهانت وکړي او مسلمانانو ته په ټیټه سترګه وګوري.

که د غیرت په دې دوه برخو کې ژور فکر وکړل شي؛ نو دې پایلې ته به ورسیږي چې د اوسني وخت ځینو مسمانانو نه په انساني غیرت کې توره کړې او نه په دیني غیرت کې، له موږ څخه په اساسي کړنو غیرت پاتي او په بې ځایه او احساساتي کړنو مو وخت ضایع کیږي چې ښه بیلګه یې ځینې پښتانه دي.
ځینو پښتنو ته چې ووایئ اې وروره!
 -    دا لور دې ولي ښوونځي او درس ته نه پریږدي؟ درته وایې چې زه خو بې غیرته نه یم چې لور مکتب ته پریږدم،
      مګر په دې نه شرمیږي چې لور یې د کلي د خلکو په مخ کې دهقاني کوي، خوشایه ټولوي او یا له غرونو بوټي راوړي!
-  که ورته وایې چې شل اولاده څه کوې؟ درته وایې چې حضرت محمد (ص) امت ډیروم، هو دا سمه ده چې الله پاک د قرانکریم په دولسم سپارې په پیل کې ویلي:
وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ ﴿۶﴾
ژباړه: او هیڅ ساه اخستونکی د ځمکې پر مخ شتون نه لري مګر دا چې روزي یې د الله پاک په غاړه ده، او د هغه د مړینې او د اوسېدو پر ځای او وخت پوه دی، او دا ټول په رښتني کتاب (قرآنکریم) کې لیکل شوي.
خو زما مطلب دا دی چې تر ټولو له مخه د اولاد روزنې، زدکړو، هوساینې او د ژوند ټولو اړتیاوو ته باید پاملرنه وشي چې دا ټول تر ډېره حده د کورنۍ په مالي توان پورې اړه دي.
که یو کس لس اولاده ولري په اوسنیو شرایطو که به هغه څنګه پورتني ذکر شوې آسانتیاوې خپل اولاد ته آماده کړي؛ نو اوس تاسو ووایاست چې یو پوه، هوښیار، هېواد، اسلام او کورنۍ ته ژمن زوی یا لور ښه دي او که لس داسې اولادونه چې هم د اسلام ته پیغور وي، هم کورنۍ ته او هم هېواد ته؟!
او همدا شان که ورته ووایئ چې په کلي کې ولې ښوونځی او  سړک جوړولو، د اولادونو تعلیم او زدکړې زمینه نه برابروي او د پرمختګ مخه یې ولی نیسئ په دې اړه ولي وړ ګامونه نه اوچتوئ؟
 درته وایې چې زه غیرتي یم باید د کفارو په ‎پیسو سړک جوړ نشي؛ خو پوښتنه دا ده چې که آیا دا سړکونه او ښوونځي بیرته کفار ورسره په شا کوي او وړي یې که زموږ خویندو، وړونو او اولادنو ته یې پریږدي؟
 مثلاً که موږ د پکتیکا او پکتیا ولایتونو ټولې ولسوالۍ یوازې د غزنې ولایت له جاغوري ولسوالۍ سره پرتله کړو په دې یوې ولسوالۍ کې به د پکتیکا او پکتیا د ټولو ولسوالیو څخه ډېرې عالي لیسې وي؛ نو اوس تاسو ووایاست چې عالم او پوه انسان به د خدای په وړاندې ښه وي که ناخبره، جاهل او یا ناپوه انسان.
که حق ویلو ته مخ کړو؛ نو دې پایلې ته به ورسیږو چې په نړۍ کې بې غیرته او شا ته پاتې وګړي همدوي دي، د ټولې نړۍ آزموینه پر دوی روانه ده.
که موږ په رښتیا غیرت لرو او غواړو چې غیرت مو نړۍ ته ښکاره کړو او غیرت په هغه توګه چې رښتنی غیرت دی په ځان عملي کړو هیڅ څوک به مو د پرمختګ او یووالي مخه ونشي نیولی.
غیرت دې ته نه ویل کیږي چې سړی په سر په سوټي ووهه او مړ یې کړه، غیرت د ورور وژلو ته نه ویل کیږي، غیرت په یوه لویشت ځمکه د کاکا یا کلیوال وژلو ته نه ویل کیږي، غیرت دې ته نه ویل کیږي چې لور مې ښوونځي ته نه پريږدم؛ ځکه د کلي خلک به پيغور راکوي چې د فلاني لور ښوونځي ته ځي  او یا د فلاني لور ډاکټره شوه؛ خو په دې نه شرمیږو چې کله مو مور او خور ناروغ شي بیا غیرت نشته چې نامحرم او نارینه ډاکټر ته ورشو،
کله مو چې میرمن په اولاد ناروغه شي دې ته پیغور نه وایو چې د نارینه پردي ډاکټر په مخ کې مو زوی یا لور پیدا شي!
د ډېرې ناپوهۍ له وجې ټول عمر غلط لمونځ کوو او حتی قرانکریم هم غلط تلاوت کوو؛ خو غیرت لرو ملا ته نه ورځو چې ترې زده یې کړو،
پښتونه!
غیرت له نړۍ سره سیالۍ ته ویل کیږي، غیرت دې ته ویل کیږي چې زموږ لور، زوی او کورنۍ د اسلام په چوکاټ کې زدکړې وکړي؛ خو د یادولو وړ ده چې حکومتي چارواکي ملت ته دې زدکړو په ډګر کې هر ډول امنیتي تدابیرو ته پاملرنه وکړي تر څو کورنۍ د خپلو لوڼو او زامنو د امنیت، عفت او عزت په ساتلو ډاډه و اوسي.
شاعر سید شاه سعود وایې:
په دې یې وژنې چې تیاره سره تیاره پاتې شي
له دې سړي به دغه بل سړي ته څه پاتې شي
یو وخت به راشي چې دنیا کې به جنګونه نه وي
الله دې وکړي چې تر هغه پښتانه پاتې شي

د پښتنو د پرمختګ او له نورې نړۍ سره د سیالۍ په هیله!